To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,813
یوې ښځې ته هېڅکله دا شپږ جملې مه وایﺉ!

یوې ښځې ته هېڅکله دا شپږ جملې مه وایﺉ!

لیکنه: شکېبا نادري

یوې ښځې ته هېڅکله دا شپږ جملې مه وایئ!

 

دا څرګنده خبره ده چې کله یوه نجلۍ واده وکړي، د خاوند په کور کې هغه خپلواکي نه لري، چې د پلار په کور کې یې درلوده، که هغه د جامو له اړخه وي، که د خوراک، که د راحتۍ او بې پروایۍ له اړخه، ځکه کله چې یوه نجلۍ واده وکړي، مسوولیتونه یې ورځ تر بلې زیاتېږي، د خسر، خواښې، خاوند او نورې ټولې کورنۍ کار او مسوولیت باید پر غاړې واخلي، ډېری ښځې د کور د کارونو، د خاوند او خسرګنۍ د مسوولیتونو لپاره له خپل هر څه تېرېږي، لکه تعلیم، دنده او داسې نورو کارونو لپاره هر څه پرېږدي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د یو څو هغو جملو یادونه کوو چې هېڅکله یې باید یوې ښځې ته و نه وایئ، ځکه ډېری وخت ښځې د دغو جملو په اورېدو سره ډېرې خپه او ناهیلې کېږي.

که تاسو هم غواړئ، چې په دغې جملو پوه شئ، زموږ لیکنه تر پایه ولولئ! 

 

 

۱.ته په دومره خپلواکۍ څه کوې؟

ځینې خلک داسې فکر کوي چې خپلواکي بهر ته تلل، د توکو اخیستل او سینګار کول دي، دوی هغو ښځو په اړه چې خاوند یې د بهر تلو، د خپلوانو سره د تګ راتګ اجازه ورکوي، فکر کوي چې دا ښځه د بشپړې خپلواکۍ لرونکې ده، خو کله چې یوې ښځې ته تاسو دا خبره وکړئ، هغه ډېره خپه کېږي، ځکه د هغې په اند خپلواکي دا ده چې درس ووایي، پرمختګ وکړي د ځان، کورنې او هېواد لپاره د خدمت جوګه شي، چې د خاوند له لوري د دغې کړنو اجازه نه ورکول کېږي، نو ستاسو د دې جملې په اورېدو سره ډېره ناهیلې کېږي.

 

۲. ته به ارومرو ټوله ورځ ویده وې؟

ځینې نجونې او هلکان چې خپله تعلیم کوي، هغوی د کور د ښځو په اړه داسې فکر کوي، چې دوی به هېڅ کار نه لري او دا خبره کوي چې ته به ارومرو ټوله ورځ ویده وې، دا جمله هم د کور پر ښځو ډېره بده اغېزه کوي او ناهیلې کوي یې، نو د دغې جملې له کارولو ډډه وکړئ.

 

 ۳. ارومرو د خاوند ښه دنده لري چې ته نه غواړې دنده ولرې

دا خبره بیا هم زموږ له مخکنۍ خبرې سره تړاو لري، یوه ښځه که خاوند یې هر څومره پیسې ولري، خو دا بیا هم غواړي د خپل تعلیم ګټه وویني، خپله لاسته راوړنې او عاید ولري، خو ځینې نارینه خپلو مېرنو ته د دندې اخیستلو اجازه نه ورکوي، نو دوی ستاسو په دې خبره هم خپه کېږي، نو ښه ده چې دا خبره هم ورته ونه کړئ.

 

۴. ته به دې له اولادونو سره څومره  ستړې کېږې

د اولادونو روزنه د هرې مور مسوولیت دی او دا ورته ویاړ ښکاري چې له خپلو اولادونو څخه ښه ساتنه وکړي، نو هېڅکله هم یوې ښځې ته دا خبره مه کوئ چې تاسو به مو له اولادونو سره څومره ستړې کېږئ، ځکه هغوی ستاسو په دې خبرې خپه کېږي.

 

۵. ته یوازې یوه مور یې

مور هغه پرښته ده چې ځان د خپلو اولادونو لپاره قرباني کوي، خپله ډوډۍ نه خوري، خو خپل اولاد مړوي، کله یې چې اولاد ناروغ وي تر سهار خوب نه کوي او د خپل اولاد تر څنګ ویښه ناسته وي، تر هغه وخته چې ټول اولادونه یې د ډوډۍ خوړلو لپاره رانه شي دا ډوډۍ نه خوري، نو هېڅکله د مور نوم، مقام، او مسوولیت ته سپکاوی مه کوئ، ځکه چې په دې کار سره مو مور ډېره خپه او ناهیلې کېږي.

 

۶. ته خو بل هېڅ کار نه کوې، خو ولې ستړې ښکاري؟ 

د پردي کور کارونه او مسوولیت له بل هر کار څخه ستونزمن کار دی، دا مسوولیت هر څوک نه شي تر سره کولای، نو دا خبره هم د ښځو د ناهیلي کېدو لامل کېږي، باید د دغې خبرې له ویلو نه هم ډډه وکړئ.

نو کله مو چې له یوې ښځې سره خبرې کولې که هغه مو مور وه، که خور، که مېرمن او یا مو کوم بل څه وه خپلو خبرو ته مو ډېر پام کوئ، ځکه ستاسو ډېرې کوچنۍ خبرې د دوی د خپګان او ناهیلۍ لامل کېدلای شي.

Related Articles

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

حافظه زموږ د ژوند مهمه برخه او ځانگړنه ده. درس څخه نیولی د سودا اخیستلو لېست پورې، هر انسان د ژوند هره برخه کې غوره او پیاوړې حافظې ته اړتیا لري. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه پیاوړې کړو. دلته به په څو هغه لارو چارو وغږیږو چي په عملې کولو سره یې کولای شو دقوي حافظې څښتنان شو: ښه خوب: خوب د حافظې د پاوړتیا لپاره اړين دی، د خوب...

آیا داسې ستوري شته چې هیڅکله نه لویږي؟

د ځمکني لیدونکي له نظره داسې ښکاري چې د ستورو ډلې یا آسماني انځورونه د ګنبدې پر مخ پراته دي او ځمکه یې را چاپیر کړې. هغه دایره چې اصطلاحاً د آسمان استوا بلل کیږي او د ځمکې استوا شاوخوا را تاو ده، دغه ګنبده یا د کیهان کره په دوو شمالي نیم کره او سويلیزه نیم کره باندې ویشي. هغه نقطه چې د ځمکې شمالي قطب څخه مستقیماً پورته په آسمان کې پرته وي او د ځ...

د زده کړي غوره لاره

ما ډیر ځله اوریدلې چې یو زده کونکی یا هغه څوک چې مطالعه کوي وایي: زه نور د دې کتاب لوستلو حوصله نه لرم یا څومره چې يې وایم هغومره مي له یاده وځې یا ما لس ځله لوستلې او تکرار کړی، مګر لا مې هم نه دی زده کړی. په حقیقت کې ستونزه څه ده؟ ایا زه واقعاٌ باید د درس زده کولو لپاره 10 ځله کتاب ولولم؟ دقیقا، که داسې وي ، مطالعه سخت کار دی. مګر واقعیت بل څه د...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...