To start downloading books

Please sign in or create an account.

د ګلپپانو روغتيايي ګټې

د ګلپپانو روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

ګلپيان د هغو سبزیجاتو له ډلې څخه دي، چې د انسان بدن ته ګڼې روغتيايي ګټې رسوي. تاسو به ددې لیکنې ترپایه د ګلپي په اړه هر اړخیز معلومات ولولئ. 

لومړی| غذايي ارزښت

د سبزيجاتو، مېوو او خوړو چې څومره غذايي ارزښت لوړ وي هومره یې بدن ته ډېره ګټه رسېږي. په دې معنا چې د بدن د اړتیا وړ مواد پوره کوي؛ نو په همدې خاطر وړاندې له دې چې د ګلپي پر نورو روغتيايي ګټو پوه شو لومړی به یې پر غذايي ارزښت وغږېږو.

ګلپي کمه کالوري انرژي او په لوړه اندازه ويټامینونه لري. د یو سلو اته ويشت (۱۲۸) کیلو ګرامه ګلپيانو غذايي ارزښت په دې ډول ښودل شوی دی.

  • کالوري ـ ۲۵
  • فایبر ـ ۳ ګرامه
  • ويټامین سي C ـ ۷۷ سلنه (RDI)
  • ويټامین کا K ـ ۲۰ فیصده
  • ويټامين بي شپږ ـ ۱۱ %
  • فولات ـ ۱۴ %
  • پانتوتِنیک اسید ـ ۷ سلنه
  • پوتاشیم ـ ۹ سلنه
  • منګنیز ـ ۸ فیصده
  • مګنېزیم ـ ۴ %
  • فاسفر ـ ۴ سلنه

 

دویم| د فایبرو غني سرچینه ده

ګلپیان د نورو موادو ترڅنګ د فایبرو غني سرچينې لري. ددې موادو ګټه دا ده، چې د هاضمۍ سیسټم د ښه والي سبب کېږي. د قبضیت، دیورتیکولیت او نورو التهابي ناروغيو مخنیوی هم کوي. له دې سره ـ سره فایبر انسان ته د مړښت احساس ورکوي او په دې توګه د چاغوالي مخنیوی هم کولای شي. 

 

درېيم| انتي اکسیدان لري

د ګلپیانو بله ځانګړنه دا ده، چې په کافي اندازه انتي اکسیدان لري. دا مواد ددې سبب کېږي، چې د ازادو راډيکالونو په مقابل کې د بدن د سلولونو حفاظت او ساتنه وکړي. همدارنګه په کافي اندازه گلوکوزینولات او ایزوتیوسیانات هم لري، چې په بدن کې د سرطاني سلولونو د ودې مخنیوی کوي او په دې توګه د نورو ګټو ترڅنګ د سرطان مخنیوی هم کېږي. 

 

درېيم| د وزن په کموالی کې ګټور ثابتېږي 

لکه څنګه چې مو په لومړيو کې یادونه وکړه، ګلپیان په کمه اندازه انرژي (۲۵ کالوري) لري، چې ډېر خوړل یې هم د وزن د ډېرېدو سبب نه کېږي. ددې ترڅنګ فایبر هغه ماده، چې په ګلپیانو کې په پرېمانه کچه موجوده ده. دا ماده، ددې سبب کېږي چې مړښت راولي او د ډېر خوراک مخه ونیول شي. په دې توګه دا چاره هم د وزن د ډېرېدو مخنیوی کوي. له دې سره ـ سره ګلپیانو کې په کافي اندازه اوبه هم موجود دي، چې دا هم په یاده برخه کې ګټور ثابتېږي.

 

څلورم| د کولين ښه منبع ده! 

کولین هغه مهم مواد دي، چې په بدن کې د مېتابولېزم له پروسې سره مرسته کوي. په بدن کې ددې مادې کمښت د عصبي کمزورۍ او د زړه د ناروغيو سبب کېدای شي. نو که غواړئ د زړه له ناروغیو، عصبي کمزورۍ په ځانکړې توګه له الزایمر څخه په امان کې شئ، نو پخپل غذايي رژيم کې ګلپیانو ته حتما ځای ورکړئ. 

 

له دې ټولو ګټو ورهاخوا د ګلپيانو له ځينو نورو روغتيايي فوایدو څخه په دې توګه یادونه کوو.

  • په ګلپيانو کې په کافي اندازه سولفورفان هم شته، چې د سرطان مخنیوی کولای شي.
  • په دې سبزیجاتو کې شته غذايي مواد دومره ګټور دي، چې د حبوباتو پر ځای هم کارېدلی شي. او هغو کسانو ته له حبوباتو څخه ډېر ګټور تمامېدای شي چې کم کاربوهایډرايټ کاروي. دا ځکه چې د حبوباتو پر نسبت ګلپي په کمه اندازه کاربوهايډرايټ لري.
Related Articles

د پښتو ژبې اوسني لیکدود ستونزې او فونیمیکه الفبأ

که څه هم ژبه او لیک سره نږدې اړیکې لري خو بیا هم ژبه بېله پدیده ده او لیک بېل. ژبه له غږونو جوړ سیستم دی، چې د پوهولو او راپوهولو غوره وسیله ده. لیک بیا له سیمبولونو څخه جوړ شوی نظام دی، چې د وینا انځوریزه بڼه ده. د پښتو ژبې مروج لیکدود عربي دی او د ځینو ستونزو له امله یې وخت ناوخت د بدلون غوښتنه کېږي. یادې ستونزې په عمده ډول داسې بیانولی شو. ۱ ـ د...

مچ په سترګه کې الهي انجنيري

د مچ په سترګه کې الهي انجنيري!!مچ کولای شي چې هر طرف لیدل ترسره کړي، د مچ سترګې د مرکب جوړښت په واسطه کولای شي چې د انسانانو برعکس خپل محیط له ۳۶۰ درجې یعنې هر لوری وویني. الله تعالی فرمایي: هذا خلق الله فأروني ماذا خلق الذين من دونه بلِ الظّالِمونَ فِي ضلالٍ مبين ﴿۱۱﴾ سورة لقمانژباړه: دا خو د الله پيدايښت دى؛ نو راوښيئ ، چې بې له هغه دوی (باطلو م...

ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟

لیکنه: شکېبا نادري ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟   اومېندواري د ښځو د ژوند ستونزمن خو په ورته وخت کې یو په زړه پوری پړاو دی. هره ښځه په خپل زړه کې د مور کېدلو هیله لري او غواړي چې خپل خاوند او کورنۍ ته یو وراث وزېږوي او په خپل ژوند کې یو مثبت بدلون راولي.  د اومېندوارۍ پر مهال د ښځو په رویه، حالت، خوی او ان خ...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...