To start downloading books

Please sign in or create an account.

د "ګورکي" لنډ ژوندلیک

د "ګورکي" لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د روسي ادبیاتو د لومړي قطار په لیکوالو کې د "ګورکي" نوم هم ډېر بارز دی. نوموړی په کوچنیوالي کې یتیم شو او پالنه یې سپین سرې نیا ته ور تر غاړې شوه؛ خو ډېر ژر د غم بلې څپې په مخه کړ او روزونکې یې هم د تل لپاره له دې نړۍ سترګې پټې کړې او ... د نوموړي ژوند او فن تل له خنډونو سره مخ پاتې شوی، چي په دې لیکنه کې یې په اړه پوهېدای شئ. 

 

ژوندلیک

د روسیې د ریالیستیکو ادبیاتو ددې نومیالي شخصیت بشپړ نوم "الکسي ماکسیمو وېچ پشکوف" دی؛ خو د ادبیاتو په نړۍ کې یې خلک د ماکسیم ګورکي "Maxim Gorky" په نوم پېژني. نوموړی په "۱۸۶۸ز" کال کې د روسیې په "نیژني نوګرد" سیمه کې زېږېدلی. د نوموړي شخصیت ته خلک دومره په درنښت قایل دي، چې اوس یې د زېږېدو ښار د هغه  (ګورکي) په نوم نومولی دی.

لکه څنګه چې مو په لومړيو کې یادونه وکړه نوموړی یو تریخ ژوند درلود. داستان یې داسې دی، چې په ماشومتوب کې یې والدین مړه شول، ورپسې یې پالونکې (نیا) هم سترګې پټې کړې او مړه شوه. تر دې چې د روزنې مسولیت یې نیکه ته تر غاړې ووت؛ مګر غریبۍ او د ژوند ستونزو يې لمنه نه پرېښوده. آن ګورکي د ځان وژنې هڅه هم وکړه؛ خو وژغورل شو. ویل کېږي، چی نوموړي په دولس کلنۍ کې په سخت کارونه پیل کړل. بزګري، اسونه څرول، څوکیداري، د خلکو ډوډۍ پخول، جوالیتوب او نور ډېر شاقه کارونه يې په کم عمر کې وکړل.

د ژوند له ډېرو خوږو محرومیت د نوموړي په آثارو کې په خورا څرګند ډول تر سترګو کېږي؛ خو که ووایو، چې د ژوند ټولو ستونزو د هغه مخه و نشوای نیولای؛ نو مبالغه به مو نه وي کړي. هغه ددې ترڅنګ چې په نانوايۍ کې یې کار کاوه، د خپل مالک کتابتون ته یې هم لاسرسی پیدا کړ او ډېری کتابونه یې ولوستل. ویل کېږي، د نانوايۍ خاوند په ګورکي کې ځانګړی استعداد لیده؛ نو ځکه یې ورته اجازه ورکړه چې له کتابونو یې استفاده وکړي او نوموړی یې تعلیم ته ډېر وهڅاوه.

وروسته یې پوهنتون ته هم لاره ومونده او د وخت له نامتو لیکوالو سره اشنا شو. د ژوند دې ټولو تجربو له نوموړي یو ښه لیکوال جوړ کړ او د "په ژورو کې، مور، یواځیتوب، توپان د مرغه، زما پوهنځی، د مني یوه شپه، د لمر بچیان، اعتراف، زما خاطرې او ..." په څېر مشهور آثار تخلیق کړل.

له بې سارو ادبي پنځونو وروسته "ګورکي" په "۱۹۳۵م" کال کې د "۶۸" کلونو په عمر ومړ. البته ویل کېږي، چې مخالفینو یې زهر ورکړي وو.

 

ویناوې

  • مور او پلار یواځيني خلک دي، چې د خپلو خدمتونو په مقابل کې د مننې تمه نه لري.
  • يو ښه معالم، په ورته وخت کې یو ښه شاګرد هم وي.
  • کله چې له خپلې دندې سره مینه ولرې، کار ساعت تېري (تفریح) وي.
  • د دولت له ګټلو څخه یې ساتل ګران دي.
  • ډېر کله چې انسانان په شخړه کې د حقیقت د کشف پر ځای د هغو پټولو لپاره وي.
Related Articles

امرود کومې روغتيايي ګټې لري!؟

ژباړه - ریاض مقامزی  امرود (Guava) خوږه او خوندوره مېوه ده. ددې مېوې د پيدايښت اصلي سیمه مرکزي امریکا ده، چې په مرطوب او استوايي آب و هوا کې ښه وده کوي.  د امرودو (امروتو) علمي نوم (Psidium Guajava) دی. ددې مېوې شکل بېضوي او ګرد وي، چې د پوستکي رنګ یې شین او ژېړ رنګه دی. همدارنګه منځ کې یې کوچني دانې موجودې وي. ددې ترڅنګ د امرودو له پاڼو هم د ګڼو...

ښځې ولې باید حجاب وکړي؟

لېکنه: شکېبا نادري، ښځې ولې باید حجاب وکړي؟ موږ ټول مسلمانان یو، الله ﷻ پر هرې مومنې او مسلمانې ښځې باندې  حجاب کول فرض کړي، الله ﷻ  تل مسلمانانو ته د هغو کړنو امر کړی، چې په هغه کې یې هم دنیوي او هم اخروي ښېګڼې وي، یو له هغو حجاب دی. مسلمانې ښځې اړ دي چې حجاب وکړي او د حجاب په کولو سره خپل عزت او حیا خوندي کړي. اوس شاید تاسو ته داسې پوښتنه پیدا ش...

زیان های رفاقت اخوانی

زیان های رفاقت اخوانی مصطفی عمرزی یک نوع خاص برداشت دینی- مذهبی که گویا مرز های مشترک را نمی شناخته، در واقع در عقب ایدیالوژی هایی پنهان مانده که بیش از هزار سال، قدامت دارند.  بعضی از روحانیون مرتجع که کمترین شناخت یا علاقه ای هم به منافع ما ملی ندارند تا به تبع آن ها، ارزش هویت سیاسی خویش را بشناسند، نوع دیگر تهدید تمامیت ارضی کشور را ارائه می...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...