To start downloading books

Please sign in or create an account.

امرود کومې روغتيايي ګټې لري!؟

امرود کومې روغتيايي ګټې لري!؟

ژباړه - ریاض مقامزی

 امرود (Guava) خوږه او خوندوره مېوه ده. ددې مېوې د پيدايښت اصلي سیمه مرکزي امریکا ده، چې په مرطوب او استوايي آب و هوا کې ښه وده کوي. 
 د امرودو (امروتو) علمي نوم (Psidium Guajava) دی. ددې مېوې شکل بېضوي او ګرد وي، چې د پوستکي رنګ یې شین او ژېړ رنګه دی. همدارنګه منځ کې یې کوچني دانې موجودې وي. ددې ترڅنګ د امرودو له پاڼو هم د ګڼو موخو لپاره ګټه اخيستل کېږي. په دې لنډه لیکنه کې به ددې مېوې پر ګټو پوه شئ.

 په امرودو کې شته غذايي مواد

په امریکا کې د ترسره شوې څېړنې پایلې ښيي، چې امرود د انرژۍ، فایبر، ويټامينونو او معدني موادو بډايه سرچينه ده. دا مېوه د ويټامين A، ويټامين C، ويټامين E، د ويټامين B کورنۍ، پوتاشیم، فسفر، مګنېزيم، کلسیم، سودیم او زینک درلودونکې ده. 

 ځانګړتياوې

دغه مېوه ستاسو د روغتيا لپاره ګڼې ځانګړتیاوې لري. د وينې د فشار او شکر کنټرول، د وزن کموالی، اسهال او ګڼو نورو برخو کې یې رول خورا ګټور دی. 
 په امریکا کې یو پخوانی متل دی، چې وايي: "د ورځې یوه مڼه وخورئ تر څو ډاکټر ته له ورتګ وژغورل شئ." خو د امرودو ډېرو ګټو ته په کتو ویلی شو: "د امرودو په موسم کې څو دانې امرود وخورئ تر څو ټول کال د ډاکټر مخه و نه وينئ." 

 ۱. د شکر په تنظيم کې مرسته کوي

څېړنو ښودلې ده، چې امرود کولای شي د وینې د شکر په کنټرول کې اغېزناک ثابت شي. د هغو څېړنو پایله، چې پر حېواناتو ترسره شوه، ډېره هيله بخښونکې وه. دوی وموندل، چې د امرودو د ټکول شوو پاڼو اوبه د وینې شکر منظموي او د انسولین مقاومت کنټرولوي. 
 له دې وروسته پر انسانانو ترسره شوې څېړنه هم بې پايلو نه وه. په هغه څېړنه کې چې پر ۱۹ تنو ترسره شوه، وښودله چې د امرودو پاڼې د شکر کچه ټيټوي. 

 ۲. د وينې فشار او د زړه روغتيا

ډېری څېړونکي په دې باور دي، چې په امرودو کې شته انتي اکسیدان او ويټامينونه ددې سبب کېږي، چې زړه مو سالم وساتي او زړه د آزادو راډيکالانو پر وړاندې پياوړی کوي. همدارنګه په لوړه کچه غذايي فیبر او پوتاشیم هم د زړه په روغتيا کې ګټور ثابتېږي. 
 له دې ور هاخوا د امرودو د پاڼو شیره د وينې د فشار لو غوړ په کمښت کې مرسته کوي.

 ۳. د هاضمي سيسیتم پياوړتيا

امرود د غذايي فیبر یوه عالي منبع ګڼل کېږي. نو پر همدې اساس ددې مېوې خوړل مو د معدې او کولمو فعالیت بېخي ښه کوي. د ورځې یو امرود خوړل فیبر ته ستاسو د بدن د اړتيا ۱۲ سلنه پوره کوي.
 پر دې سربېره امرود د ویټامين سي، کاروتنوئيد او پوتاشيم هم لري، چې ستاسو هاضمي سیستم په پياوړتيا کې مرسته کوي. هغو کسانو ته هم د امرودو د خوړلو توصيه کېږي، چې د  (gastroenteritis) ستونزه لري. 

 ۴. د وزن په کموالي کې مرسته کوي

امرود هغه مېوه ده، چې د وزن په کمښت کې ګټور ثابتېږي. د نورو مېوو برخلاف دغه مېوه له کمې کالري انرژۍ ترڅنګ د ويټامينونو او معدني موادو ښه منبع ده، نو که تاسو امرود خورئ د هېڅ غذايي معدې د کمښت احساس به و نه کړئ. خام امرود که له مڼې، مالټو او انګورو سره مقایسه کړو نو ډېر کم قند لري، چې دا هم یو ښه خبر دی. 

 ۵. د سرطان ضد

وروستيو څېړنو ښودلې ده، چې امرود د سرطاني سلولونو د ودې مخه نيسي. دا خاصيت ممکن په امرودو کې د قوي آنتي اکسیدان د شتون له کبله وي، چې پر سلولونو د آزادو راډيکالانو د اغېز او تأثير مخه نيسي. 
 همدارنګه یوې بلې څېړنې ښودلې ده، چې د امرودو د پاڼو تېل د سرطان له نورو درملو څخه ۴ سلنه ډېر مؤثر دي. په دې برخه کې لا هم څېړنې روانې دي. 

 ۶. د ایمني سیستم پیاوړتيا

په بدن کې د ويټامين سي کموالی ددې سبب کېږي، چې انسان په اسانۍ سره پر ناروغيو اخته شي. امرود په پراخه کچه ويټامين C لري، چې کولای شي ستاسو د بدن ايمني سیستم  قوي کړي. 
 دا هم ثابته شوې، چې امرود د میکروب ضد خاصیت لري. دا په دې معنا ده، چې امرود کولای شي تاسو د میکروبونو پر وړاندې مقاوم ساتي.

 ۷. د مغزو روغتيا

د امرودو له بې مثاله ځانګړنو څخه یو هم د پراخه ويټامينونو شتون دی. دغه مېوه د نورو ګڼو ويټامينونو ترڅنګ د B6, B,  او B3 ويټامينونه هم لري، چې د مغزو لپاره خورا ګټور دي.

Related Articles

د کنګو تبه څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د نړۍ یو له هغو ناروغيو، چې له حېواناتو څخه انسانانو ته انتقالېږي د “کنګو تبه” ده. دا یوه خطرناکه وېروسي ناروغي، چې په شديدو حالاتو او همدارنګه د نه درملنې په صورت کې د انسان د مرګ سبب کېدای شي. تاسو به په دې لیکنه کې ددې ناروغۍ پېژندنه، نښې نښانې او د مخنیوي لارې چارې ولولئ.  #کنګو تبه  د کنګو تبې رسمي نوم “Crimean Cango Hae...

کابریکا - وروستۍ برخه

لارې خرابې وې د شپې ۹ بجې کیدونکې وې د چک ولسوالۍ تر غرنیو سیمو را ورسیدل… د شپې ۱۲ بجې - چک وردګ، زمان خیل ټول غلي ناست وو، ملا صیب وویل:- نور په آرامه زړه ویده شئ په یوه نیم ساعت کې کابل ته رسیږو، خو حجابونه مه ایسته کوئ ترڅو ما ندي ویلي، فاطمې سر کیښود سترګې پټیدې چې یو درز شو، موټر څنګ ته ودرید، ملا صیب ښکته شو، شاوخوا یې وکتل بیرته راغی د مو...

فلسفه څه شی ده؟

په ټوله کې هيڅکله نشو ویلای فلسفه څه شی دی؛ يعنې هيڅکله نشو ویلی چې فلسفه څه ده او څه نه ده. فلسفه يو ازاد انساني فعاليت دی چې په يو خاص امر پورې يې تړلی نه شو. د فلسفې د علم لرغونوالی د ځمکې پر مخ د انسان له پيدايښت سره تړلی دی چې د وخت په تېرېدو سره په کې ډير بدلونونه راغلي دي. د دې لپاره چې د فلسفې د علم په اصلي معنا پوه شو تر وسه وسه کوښښ کوو...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...