To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,419
د پرلپسې ماتو خوړلو لاملونه

د پرلپسې ماتو خوړلو لاملونه

 لیکنه: شکېبا نادري،   د پرله پسې ماتو خوړلو لاملونه

 

 

د ټولو انسانانو په ژوند کې ستونزې شته دي، هېڅ داسې انسان د ځمکې پر مخ نه شته چې ستونزې و نه لري. یوازې توپیر یې دا دی چې د ځینو کسانو ستونزې لږ او د ځینو بیا ډېرې وي، خو تر ټولو بریالي کسان هغه دي چې له ټولو ستونزو سره وجنګیږي او وروسته له هرې ماتې هڅه وکړي چې بیا پر خپلو پښو ودرېږي، یو نوی ژوند پیل کړي او د یوه پرمختللي راتلونکي دروازه ځان ته پرانیزي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د ماتې خوړلو لاملونه روښانه کوو او د حللارو لپاره یې درته لارښونه کوو، که تاسو هم غواړئ چې په ژوند کې مو د ماتې خوړلو په لاملونو پوه شئ او ځانونه ترې لرې کړئ، نو زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. له خوشحاله خلکو سره ځان پرتله کول 

د ماتې د خوړلو یو لامل دا دی چې موږ تل ځان له هغو کسانو سره پرتله کوو، چې خوشحاله ژوند لري، هر انسان په ژوند کې ستونزې لري ځینې کسان د خپلو ستونزو په اړه نورو ته څه نه وایي او موږ فکر کوو چې هغوی ډېر خوشحاله ژوند لري، زموږ دا پرتله زموږ د بریا مخنیوی کوي او ماتې ته مو نږدې کوي. 

 

۲. د نورو په خوښه پرېکړه کول

هر انسان د خپل شخصي ژوند د هر اړخیزو پرېکړو حق لري، هغه کسان چې د خپل ژوند پرېکړې د نورو خلکو په خوښه کوي، ډېر ژر به له ماتې سره مخ او له بریا څخه به لرې شي.

 

۳. د تېرو تېروتنو لپاره پښېماني

هېڅ داسې انسان نه شته چې تېروتنه ونه کړي، که یو کس هر څومره هڅه وکړي چې له تېروتنو ځان وژغوري، خو ارومرو داسې یوه تېروتنه ترې کېږي چې نه غواړي هغه تېروتنه تر سره کړي.

د بریالیو کسانو یوه ځانګړنه دا ده چې د تېر مهال لپاره پښېماني نه کوي او خپله ټوله هڅه د راتلونکي لپاره کوي، چې هغه تېروتنه بیا تکرار نه کړي، خو د تېر مهال لپاره پښېماني مو د بیا ماتې خوړلو لامل کېږي او د بریا مخه مو نیسي.

   

۴.  په زړه کې کینه ساتي

هغه کسان چې په زړه کې کینه ساتي پرله پسې ماتې خوري او نه شي کولای پرمختګ وکړي، ځکه دوی تل د ټولو خلکو په کوچنیو خبرو په زړه کې کینه کې ساتي، دا کینه د دې لامل کېږي چې دوی د مثبت فکر پر ځای منفي فکر وکړي او له بریا څخه ځان لرې کړي.

 

۵. په ژوند کې نوښت نه راولي

هغه کسان چې یو ډول ژوند لري او هڅه نه کوي چې په ژوند کې بدلون راولي، ژوند ورته یو ستړی کوونکی مزل ښکاري، نو داسې کسان تل له ماتې سره مخ کېږي او ورځ تر بلې له پرمختګ او بریا څخه لرې کېږي.

که غواړئ چې یو بریالی او هوسا ژوند ولرئ، نو هڅه وکړئ چې د ځان لپاره ژوند وکړئ، نه د خلکو لپاره، که موږ په دې فکر و اوسو چې که زه دا کړنه تر سره کړم نو خلک به څه وایي، دا فکر د دې لامل کېږي چې موږ له بریا لرې او ماتې ته نږدې شو.

Related Articles

آيا افغانستان په اقتصادي ناورین (بحران) کې دی؟

آيا افغانستان په اقتصادي ناورین (بحران) کې دی؟ زمونږ د هیواد (افغانستان) اقتصاد یو سوداګریز (تجارتي) اقتصاد دی، چې په صادراتو او وارداتو ولاړ دی په خاصه توګه په وارداتو ولاړ دی او له همدې امله ورځنۍ او دوره یي را کړې ورکړې او د توکو (شیانو) لیږد رالیږد د ننه او په بهرنۍ کچه پکې ډیره لویه ونډه لري. که چیرې دغه اقتصادي دوران یا څرخ ودریږي نو زمونږ د...

د لیونل میسي لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی د مینه والو په لحاظ فوټبال د نړۍ لومړۍ درجه لوبه ده. په ځانګړې توګه په اروپا او امریکا کې یې د مینه والو شمېر بېخي زیات دی. ددې لوبې د کال غوره لوبغاړی یوه ارزښتناکه جایزه ترلاسه کوي، چې سږکال د ارجنټاين د فوټبال ملي لوبډلې او د پاریس سن ژرمن "Paris Saint-Germain" کلب بریدګر لوبغاړي "لیونل میسي" وکولای شول د اووم ځل لپاره هم دا...

کوم خواړه مو د سترګو نظر پياوړی کوي؟

کېدای شي د ډېرو خلکو په څېر له تاسو سره هم دا پوښتنه وي، چې د سترګو نظر څنګه پياوړی کېږي؟ او کوم خواړه باید وخورو؟ د سترګو د دید (نظر) له پياوړتيا سره د خوړو اړیکه واضحه ده. تاسو کولای شئ له هغو خوړو ګټه واخلئ، چې له ویټامينونو څخه ډک وي. همدارنګه د ګازرو، مڼو او ځينې نورو مېوو اوبه هم ستاسو د سترګو په سلامتيا کې ګټور ثابتېږي. د نظر ستونزه اکثراً ج...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...