To start downloading books

Please sign in or create an account.

Shamshad Zaheer 3 years ago 1,392
ذهني ستړیا څنګه له منځه یوسو؟

ذهني ستړیا څنګه له منځه یوسو؟

په انسان کې یو له سختو ناروغیو څخه هم ذهني ستړیا ده ځکه چې انسان په دې حالت کې د فکر کولو وړتیا له لاسه ورکوي او خپل احساسات له نورو سره نشي شریکولی. چې دغه حالت انسان په فزیکي ستړیا او په ځینو نورو ناروغیو اخته کولی شي.
ذهني ستړیا ډیر لاملونه لري چې د هغې له جملې څخه کار، کورنۍ ژوند او ارامه او خاصه اندازه خوب نه کول ځانکړی اثر لري. د دې خنډ سره د مبارزې لپاره لومړۍ خپل ذهن ارامه کړئ.
دلته مو له هغو مراحلو سره معرفي کوو چې کولی شي انسان له ذهني ستړیا وژغوري:
خپل ځان ته وخت وټاکئ: د دغې ناروغۍ تر ټولو غوره درملنه دا ده چې په یوه تیاره کوټه کې کینئ او له خپل رب او خالق سره اړیکه ټینګه کړئ. د قرآن کریم تلاوت، لمونځ او دعا په نړۍ کې تر هر څه زیات انسان ته ذهني ارمتیا وربښي. دعا او له دعا سره ژړا هغه عملونه دي چې د زړه او ذهن ستړیا به مو یوازې څو دقیقو کې له منځه یوسي.
ارامه او خاصه اندازه خوب وکړئ: ځینې خلک د خوب کولو سربیره بیا هم په ذهني ستړیا اخته وي. د دې خنډ له منځه وړلو لپاره باید پوره اندازه خوب وکړئ. هره شپه ۸ ساعته خوب به ذهن او بدن تازه او له ستړیا وژغوري. هره شپه ۸ ساعته خوب به مو له ډیر ذهني فشارونو هم وژغوري. خاصه اندازه خوب بدن ته د خپل ځواک حاصلولو چانس برابروي.
کوښښ وکړئ ځینې ورځني مشکلات هیر کړئ: کتاب ولولئ، له ملګرو یا د کورنۍ له غړو سره په رخصتیو کې په چکر ووځئ. ځینې وختونه د چاپیریال بدلول له انسان سره مرسته کوي خپل ورځنۍ ذهني فشار او ځینې مشکلات هیر کړي.
هره ورځ ورزش وکړئ: د ورزش پر مهال د انسان عصبي سیسټم انډورفین (Endorphin) نومې مواد خارجوي. انډورفون هغه مواد دي چې انسان خوشحاله ساتي. تاسې اړتیا نه لري چې په ساعتونو ساعتونو ورزش وکړئ یوازې ۱۵ دقیقې ساده قدم وهل هم د دې موخې لپاره کفایت کوي.
ساه اخیستلو ورزش هم ځانګړی اثر لري: د پوزې له لارې اوږده او ژوره ساه واخلئ، د ۱۰ ثانیو لپاره يي وساتئ او بیرته يي د خولې لارې وباسئ. دغه کار مو له هر ډول ذهني ستړیا او فشار څخه په ساتلو کې مرسته کوي.
 

Related Articles

د خندا او موسکا ګټې

موسکا/خندا موسکا د ژوند مالګه ده، د ژوند په ټولو چارو کې دې اصل ته پام وکړې، په هر ډول شرایطو کې ځان، ټولنه او طبعت له دغه الهي نعمت څخه مه محروموې.تاسو د خندا په واسطه کولای شې، مثبتي انرژیاني له ځانه خپرې کړې او دا د کارما قانون ده، چې هر عمل عکس العمل لري، نو تاسو به هم مثبتي انرژیاني ترلاسه کړې.د ښاد ژوند لپاره د مثبتو انرژیانو لرل حتمي دې نه...

بې منزله مزل

حکایت دی، چې یو "لاروی" دوه لاري ته ورسېد. حيران شو چې پر کومې ولاړ شي. یوې لارې ته یې اشاره وکړه او په هغه ځای کې له ولاړ بوډا څخه یې پوښتنه وکړه: دا لاره چرته ځي؟ ځواب یې ورکړ: ته کوم ځای ته ځې؟ لاروي وویل: نه پوهېږم چې چېرته ځم. منزل مې ندی معلوم.  بوډا ځواب ورکړ: هغوی چې مقصد او منزل یې نه وي معلوم، پوښتنې ته اړتیا نه لري. ټولې لارې ورته یو شان...

!د جمهوریت او سلطنت تر منځ توپیر

مولانا اشرف علی تهانوی رحمه الله په خپل کتاب (تقلیل الاختلاف مع الانام) کې ویلی دی په حقیقت کې جمهوریت د سلطنت نوم دی. او د عوامو د بی وقوف ګرځولو لپاره دغه نوی نوم ورکړل شوی دی په دومره توپیر سره چې په سلطنتی نظام کې ګرد ملت د یو کس د امر تابع وي او په جمهوریت کې د لسو کسانو د امر تابع ګرځوی د تهانوی صاحب دغه نظر په لاندې ډول دی: حقیقت دا دی هغه...

Recommended Articles

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...