To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,796
د محمد شهزاد محمد پېژندګلوي

د محمد شهزاد محمد پېژندګلوي

لیکنه: شکېبا نادري، د محمد شهزاد محمدي پېژندګلوي

 

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې هر یو لوبغاړی د نړۍ په کچه  پېژندل شوې څېرې دي، د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي سربېره پر افغانستان په ټوله نړۍ کې ځانګړي مینه وال لري، ان تر دې چې د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه خلک د دوی لیدو او لوبو ته ورځي، ورسره انځورونه اخلي، لاسلیکونه یې اخلي او له دوی سره لیدنه ورته یو ویاړ ښکاري، افغانان خو بیا د هر لوبغاړي لیدو ته دومره لېواله دي چې حد نه لري، خو له بده مرغه چې زموږ د هېواد امنیتي حالت داسې نه دی، چې لوبغاړي دلته ډېر و اوسي، نو لیدل یې لږ څه ستونزمن دي. 

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د محمد شهزاد محمدي په اړه معلومات درکوو، که تاسو هم د شهزاد محمدي له مینه والو څخه یاست او غواړئ په اړه یې معلومات تر لاسه کړئ، زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

 

شهزاد محمدي د افغانستان د ملي لوبډلې هغه لوبغاړی دی چې په ښي لاس توپ وهنه کوي او یو ویکټ ساتونکی لوبغاړی هم دی.

 شهزاد محمدي د ۱۹۷۸ کال د جنوري په لومړۍ نېټه په ننګرهار ولایت کې زېږدلی دی، د شهزاد ونه پینځه فوټه او درې انچه ده. 

 

د  شهزاد محمدي لوبې

 شهزاد خپله لومړۍ یو ورځنۍ نړيواله لوبه د هالنډ پر وړاندې ترسره کړه، په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې یې بیا لومړۍ لوبه د اېرلنډ پر وړاندې تر سره کړې ده او په شل اوریزو لوبو کې یې هم خپله لومړنۍ لوبه د اېرلنډ پر وړاندې تر سره کړې ده.

 

محمد شهزاد محمدي په کومو لوبډلو کې لوبې کړې دي؟

 ښاغلي شهزاد په بېلابېلو لوبډلو کې لوبې کړې دي لکه، د افغانستان په ملي لوبډله کې، په A لوبډله کې او زموږ په کورنیو لیګونو کې لکه، شپږیزه او د افغانستان غوره لیګ (اې. پي. اېل) سربېره پردې شهزاد په نړیوالو لیګونو کې هم ګډون کړی دی لکه، د پاکستان سوپر لیګ په پشاور زلمي لوبډله کې، د بنګلدېش په غوره لیګ کې او داسې نورو لوبډلو کې لوبېدلی دی.

 

په بېلابېلو لوبو کې د شهزاد محمدي د منډو شمېر 

شهزاد ۸۴ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې  تر سره کړې دي او په دې لوبو کې یې ۲۷۲۷ منډې کړې دي، په دغو یو ورځنیو لوبو کې یې په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې ۱۳۱ ناسوځېدلې منډې دي،

۷۰ شل اورېزوې نړیوالې لوبې یې تر سره کړې دي او ټولې منډې یې ۲۰۱۵ دي او په یوه لوبه کې یې ډېرې منډې ۱۱۸ ناسوځېدلې منډې دي. په ټوله کې محمد شهزاد ۱۳۵ شل اوریزې لوبې کړي دي او منډې یې ۳۹۲۱ دي، خو په یوه لوبه کې یې ډېرې منډې ۱۱۸ ناسوځېدلې منډې دي او دوې ټېسټ لوبې یې هم کړې دي، په ټوله کې یې د منډو شمېر ۶۹ دی او په یوه لوبه کې ډېرې منډې ۴۰ دي.    

په نړیواله کچه د محمد شهزاد محمدي ریکارډونه

۱. شهزاد محمدي په نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې ۱۰۰ منډې کړې دي او ۴ ویکټې(کېچ،سټمپ او ...) یې د ویکټ ساتونکي په توګه اخیستې دي.

۲. شهزاد محمدي په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې هم پینځه ویکټې د ویکټ ساتونکي په توګه اخیستې دي.

Related Articles

سوفوکلیس لا ډېر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  لکه د نورو ډېرو علومو د ادبیاتو بنسټ هم په یونان کې ايښودل شوی دی. لرغوني یونان داسې پاخه لیکوال، فیلسوفان او شاعران درلودل، چې آثار یې آن تر ننه لوستل کېږي او لوی ادبي ارزښت لري. ډرامه یو هنري ادبي ژانر دی، چې ددې ژانر د لیکنې لړۍ هم له لرغوني يونانه پيلېږي. د ډارمه لیکونکو په سرلارو کې یو روښانه نوم "سوفوکلیس دی، چې په دې ل...

د هیواد په پرمختګ کی د ټکنالوژی اغیزه

انسانان د تاریخ په اوږدو کی کمال ته د رسیدو لپاره د علم په لټون کی دی. په علمی او څیړنیزه برخه کی معلوماتی ټکنالوژي خورا زیاتی آسانتیاوی او سهولتونه رامنځ ته کړی چی انسانانو سره یی د علمی ځواک په ګړندی کولو برخه کی ډیره مرسته کړی. د شلمی پیړی له نیمایی را په دیخوا ټکنالوژي پیل او تر اوسه ګړندی پرمخ روانه ده. د لومړی ځل لپاره د کمپیوټر له جوړیدلو س...

د چين ووهان ښار لا ډېر وپېژنئ!

د کرونا ويروس له خپرېدو سره د "ووهان" ښار نوم نږدې ټولې نړۍ وپېژنده. ځکه چې ووهان ددې ويروس د خپرېدو مرکز و. په دې لیکنه کې به تاسو د ووهان ښار په اړه لا ډېر پوه شئ. ووهان له شانګهای، مسکو، پیکن، او لندن وروسته د نړۍ پنځم لوی ښار دی. د ترانسپورت د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله ځينې خلک دې ښار ته د چین شيکاګو وايي. ووهان "Wuhan" د چین له لویو ښارونو څخه ګڼل...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...