To start downloading books

Please sign in or create an account.

په افغانستان کې د ماشوم نړېواله ورځ ولې و نه نمانځل شوه؟

په افغانستان کې د ماشوم نړېواله ورځ ولې و نه نمانځل شوه؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په نړېواله کچه بېلابېلو ډلګيو او یا هم پدیدو ته ورځې ځانګړې شوي دي او هر کال نمانځل کېږي. موږ او تاسو د سولې، د ښځو، د ملګرتیا، د ځوانانو، د مور او ګڼې نورې نړېوالې ورځې لرو، چې په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي. له دې نمانځنو څخه اساسي موخه دا وي، چې انسانان یادو ډلګيو او پدیدو ته په ارزښت قایل دي.

یو له دې ځانګړو ورځو څخه د ماشوم نړېواله ورځ هم ده، چې په دې لیکنه کې پرې خبرې شوي دي.

 

کومه نېټه د ماشوم نړيواله ورځ وي؟

په ملګرو ملتونو کې د اکټوبر میاشتې "۲۰ مه" نېټه د ماشوم د نړېوالې ورځې په نوم نومول شوې ده؛ خو بیا هم ځينې هېوادونه په ملي کچه دا ورځ په نورو نېټو کې نمانځي. مثلا ایرانیان یې د اکټوبر په "۸ مه"، بنګله دېش د مارچ "۱۷ مه" او ځينې نور هېوادونو یې په نورو بېلابېلو نېټو کې نمانځي. یعنې دا مطلق حکم نه دی، په دې برخه کې هر هېواد خپلواک دی او خپل تاریخ، اوسني وضعیت او نورو مسایلو ته په کتو دا ورځ ټاکي؛ خو ملګرو ملتونو "United Nation" د اکټوبر "۲۰ مه" نېټه ماشومانو ته ځانګړې کړې ده او هر کال یې په همدې ورځ نمانځي. 

 

ماشوم څوک دی؟

زموږ اکثریت افغانان فکر کوي، چې د قد لوړېدا او یا هم بلوغ ته رسېدل د ماشومتوب د دورې پای ته رسېدا بلل کېږي؛ خو زموږ د هېواد اساسي قانون او نړېوال قانون له مخې هر هغه کس ماشوم بلل کېږي، چې عمر یې تر اتلس کالو ښکته وي. په دې معنا چې ممکن ځینې کسان زموږ په ټولنه کې په عامه اصطلاح "سنډا" وبلل شي؛ خو نړېوال قوانین به یې ماشوم بولي.

 

دا ورځ ولې نمانځل کېږي؟

ددې ورځې له نمانځلو څخه اساسي موخه دا وي، چې وګوري ماشومانو ته د روغتيايي، زده کړیزو او نورو روزنیزو برنامو په برخه کې څومره پرمختګ شوی دی. ماشومانو څومره خوندي دي او همدارنګه د ماشومانو د وضعیت د ښه والي لا نور څه پکار دي؟ دا هغه اساسي اهداف دې، چې ددې ورځې له نمانځنې څخه ترلاسه کېږي.

هر هېواد په دې ورځ هڅه کوي، چې د ماشومانو لپاره خپلې لاسته راوړنې وتلي؛ که د قناعت وړ وې ښه تر ښه؛ مګر که قناعت یې حاصل نه شي لا ډېره هڅه کوي، تر څو د خپلې ټولنې  دا راتلونکي مشران (ماشومان) په هر لحاظ سالم او نوښتګر وروزي. دوی پوهېږي، چې دا پانګونه یې هېڅکله بې ځایه نه ده او همدا ماشومان به ددوی هېوادونو ته ویاړونه راوړي او د خپلو راتلونکو نسلونو زخمونو ته به مرحم ږدي. 

 

په افغانستان کې ولې و نه نمانځل شوه؟

د ملګرو ملتونو "UNICEF" اداره، چې د ماشومانو د ژوند ښه والي لپاره کار کوي، تېره ورځ اعلان وکړ، چې دوی په افغانستان کې دا ورځ نه نمانځي. ددې کار اساسي علت دا دی، چې د دقیقو ارقامو له مخې شاوخوا "۱۴" میلیونه افغان ماشومانو صحي خوړو ته لاسرسی نه لري او یا هم له لوږې سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ماشومان لا له وړاندې سختو حالاتو سره مخ وو/دی. دوی شاقه کارونه کوي، روغتيايي خدمتونو ته سم لاسرسی نه لري، له تعلیمه بې برخې دي او همداسې سلګونه نورې ننګونې دي، چې ددوی ژوند او پرمختګ یې له خنډونو سره مخ کړی دی.

Related Articles

پر ځان باور

پر ځان باور یا Self-Confidence په ټولنه کې ډیر خلک وینو چي په لوړ موقف یا ډیر بریالې دي. بریالیتوب او خپلو موخو ته رسېدل ډیر زحمت، او د بیلابیلو لارو چارو استفاده کول غواړي، چي یوه مهمه او بنسټیزه لاره یې په خپل ځان باور دی.پر ځان باور یا ډاډمنتیا چې په انګلیسې کې (Self-confidence) او فارسي ژبه کې (اعتماد به نفس) بلل کیږي، په خپلو وړتیاوو او ځانګرت...

دیرش ارزښتمن نصیحتونه

 ۱_ ورځ مو دسهار په لمانځه،او داللهﷻ په ذکر پېل کړئ بریالیتوبونه به مو قدمونه ښکل کړي. ۲_ همېشه کوښښ وکړئ چې استغفار ډېر ولولئ، ځکه دغه کار مو شیطان دځان وژنې تر بریده ناهیلې کولای شې. ۳_ هیڅکله دعا مه پریږدئ ،ځکه دعا دژغورنې رسۍ ده. ۴_ تل په یاد لره چې فرشتې دي خبرې لیکي ،نو داسې څه مو وایه چي ورسته پرې پښېمانه شې. ۵_ تل خوشبین اوسه، که څه هم...

فيډل کاسټرو؛ د کیوبا انقلابي څېره

ژباړه ـ ریاض مقامزی    د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې داسې نوميالي اشخاص تېر شوي، چې خپلې ټولنې او ولس ته د بې ساري خدمت له کبله ټولې نړۍ پېژندلي دي. ددې اشخاصو له ډلې یو هم فيډل کاسټرو دی. د "څېرې" لړۍ په دې لیکنه کې به تاسو ددې انقلابي شخصیت د ژوند په بېلابېلو اړخونو پوه شئ.    پېژندنه د کاسټرو بشپړ نوم "فیډِل آلخاندرو کاسټرو روث" دی. نوموړی په "۱۹۲۶...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...