To start downloading books

Please sign in or create an account.

دا ځانګړنې خپل کړئ، چې بریالي شئ!

دا ځانګړنې خپل کړئ، چې بریالي شئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

موږ او تاسو هغه کسان بریالي بولو، چې خپلو اهدافو ته رسېدلي وي؛ نو په دې معنا چې په ژوند کې خپلو موخو ته رسېدل بریا بلل کېږي. مګر پوښتنه دا ده، چې ولې ځینې خلک بریالي او ځینې نور بیا برعکس ناکامېږي؟ که څه هم ددې پوښتنې ځوابول سخت کار دی؛ خو بیا هم یو څه ښکاره دي. هغه دا چې ځينې ځانګړنې بریالي خلک له ناکامو کسانو بېلوي. راځئ، چې د نړۍ د ځينو کامیابو اشخاصو په اړه ولولو.  

مسي د ارجنټاين د فوټبال ملي لوبډلې نامتو لوبغاړی دی. هغه په ۲۰۲۱ز کال کې د غوره فوټبالر په توګه د اووم ځل لپاره هم د سرو زرو توپ وګاټه. په داسې حال کې چې په کوچنیتوب کې ډاکټرانو ورته ویلي و، نوموړی د ودې ستونزه لري او هېڅکله به فوټبال و نه شي کړای.  

اډيسن د برق (برېښنا) اختراع کوونکی دی او ټوله نړۍ د هغه له برکته رڼا لري، فابریکې جوړې شوې، صنعت چټک پرمختک وکړ او سلګونه ـ زرګونه نورې ګټې یې انسانانو ته ورسېدې. خو په کوچنیتوب کې یې ښوونکي مور ته ویلي وو، چې نوموړی د زدکړې استعداد نه لري؛ نو پر اډېسن دې کوم بل کار وکړي.

انشټاين د علم او پوهې په برخه کې یو ځلانده نوم دی؛ خو ټولګیوالو به یې تل پرې خندلې او ښوونکو به هم بې عقل ګاڼه.  

راشد خان په اوس وخت کې اول د افغانستان او بیا د ټولې نړۍ نامتو کریکټ لوبغاړی دی، چې په دې ډګر کې لسګونه بېلابېل ریکارډونه پخپل نوم ثبت کړي دي. هغه وايي، له کورنۍ څخه به مې پټ کریکټ کاوه او هېچا راباندې باور نه درلود.  

د روسیې ولسمشر "ولادیمیر پوتین" چې د نړۍ له ځواکمنو څېرو څخه ګڼل کېږي، د شوروي اتحاد د ړنګېدو په وخت کې یې ټکسي چلوله. همدارنګه میلیاردر "کوین ټروډ" وايي، چې پلار مې غریبکار و؛ خو زه اوس د شپېتو شرکتونو رئيس یم.

دا د بېلګې په توګه ایله د څو بریالیو کسانو د ژوند کیسې وې. په داسې حال کې چې نږدې ټول کامیاب اشخاص د بې وسۍ، کمزورۍ او ناهیلۍ بېلابېل داستانونه لري. له دې بېلګو څخه زموږ موخه دا وه، چې تاسو خپلو وړتیاوو ته متوجه کړو او پر دې مو وپوهوو چې دې ټولو اشخاصو کومې ځانګړنې لرلې، چې له ننګونو سره ـ سره بیا هم بریالي شول؟ ددوی او نورو بریالیو اشخاصو د ژوند داستانونه موږ ته راښيي، چې بریالي اشخاص لاندې ځانګړنې لري.  

لومړی| پر ځان باور

که د کامیابو خلکو ژوند مطالعه کړئ، نو دې پایلې ته رسېږئ، چې دوی تل پر ځان باور لري. د "نشم کولای" پر ځای د "کولای شم" نظریه لري او همېشه ثابتوي چې دوی یې کولای شي. په حقیقت کې پر ځان باور دوی ته د بریا ځواک ورکوي. نو که تاسو هم غواړئ تر بریا ورسېږئ نو لومړی پر ځان باور پیدا کړئ.  

دویم| خواري

همدارنګه ټول بریالي اشخاص سخته خواري کوي او پښتانه هم وايي، چې بې زحمته راحت نشته. هر څه تقدیر ته مه سپارئ، تدبیر او هڅه هم کوئ. نو د دویمې لارښوونې په توګه به ووایو، چې د خپلو اهدافو لاسته راوړلو لپاره زحمت وباسئ.  

درېيم| له کار سره مینه

د بریالیو خلکو د بلې ځانګړنې په توګه ویلای شو، چې دوی تل له خپل کار سره مینه لري او همدا مینه دوی ته پخپل مسلک کې د بریا چانس ورکوي. نو تاسو هم له خپل مسلک او کار سره مینه ولرئ.  

څلورم| د نورو خبرې

زموږ او ستاسو اکثریت خلک له دې کبله وروسته پاتي، چې وايي "خلک به څه وايي؟" دا هغه فکر دی، چې تاسو تل له خپلو موخو لرې ساتي. هڅه وکړئ د خلکو خبرې مهمې مه ګڼئ. خپل ځان مطالعه کړئ، استعداد مو درک کړئ او په هماغه برخه کې خپلو خواریو ته دوام ورکړئ. ان شأالله ډېر ژر به د بریا تر آرامې او خوښې څوکي ورسېږئ.

Related Articles

رحمان بابا ته منسوب الحاقي شعرونه

ليکنه: عزيزالله مبارز رحمان بابا د خپل محبوبيت له مخې په پښتنو کې ډېر مشهور دی او شاعري يې د خلکو په خولو لکه د لنډۍ هسې جاري ده. د خلکو په خولو کې د رحمان بابا ځينې شعرونه او بيتونه مغالطه شوي دي، ځينې کلمې يې هم بدلې شوي دي او ځينې داسې بيتونه چې د حسن مقطع په ډول د رحمان بابا نوم هم پۀکې راوړل شوی، حتی په دېوانونو کې تکرار شوي او په رحمان بابا...

(ناول ماته ميکده لومړۍ برخه)

#ماته_ميکده_ناول_لومړی_برخه🌹🌹🌹🌹#ليکوال_سيدادريس_سادات_🌹🌹🌹🌹🌹🌹#ترتيب_کوونکی_ړنګ_ليکوال🌹🌹🌹🌹🌹🌹🌹🌹نوی ناول دی لايک اوله ملګرو سره يي شريک کړۍ. دماسپښين دری بجې وی داوړي اوږدی اوږدی ورځی او سخته ګرمي وه.دڅا مخی ته دری بوقی پرتی وی يوه می راواخيسته لاستي کی می يي پړی واچاوه.بوقه می څاه ته کوزه کړه .دګرمۍ مړه خوله راباندی راماته وه.دلاس ن...

د افغانو نجونو استازي (د نجونو روباټيک ټيم)

لیکنه ـ ریاض مقامزی   تاسو به هم خبر شوي یئ، چې د ګران وطن د نجونو روباټيک ټيم د نړۍ په کچه د "۸۸" هېوادونو ترمنځ په سیالۍ کې دویم مقام خپل کړی. په حقیقت کې دا زموږ هېواد او هر هېوادوال لپاره د ویاړ او خوښۍ خبره ده. خو دا نجوني څوک دي؟ کومې لاسته راوړنې لري؟ او ورته نورې پوښتنې مو پدې لیکنه کې ځوابېږي.   د افغان نجونو تازه ویاړ د پیاوړو نجونو ه...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...