To start downloading books

Please sign in or create an account.

له سوځيدلي کس سره لومړنۍ مرستې

له سوځيدلي کس سره لومړنۍ مرستې

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

د انسانانو ژوند له ناڅاپي پېښو ډک دی. په اوبو کې ډوبېدل، سوځېدل، په ټکر کې زخمي کېدل او ورته نورې ګڼې پېښې شته، چې زموږ او ستاسو عادي ژوند ژوند ګواښي. د داسې پېښو پر مهال له متضرر کس سره چټکه او مناسبه همکاري د هغوی د ژوند ژغورلو سبب کېدای شي؛ نو یو فعال او ځيرک انسان په توګه باید پوه شئ، چې له سوځېدلي کس سره څنګه مرسته کولای شئ او څنګه یې له مرګ او ډېر کړاو څخه ژغورلای شئ. د همدې لپاره دا لارښوونې تل په یاد ولرئ!  

لومړی| دپېښې له ځای څخه یې لرې کړئ!

که پر کوم تن تودې اوبه یا چای توی شي او یا هم د اورلګېدنې په ځای کې وي؛ باید لرې یې کړئ. له خطر لرونکي ځای څخه لرې کول له متضرر کس سره ستاسو لومړنۍ مرسته ده، چې باید ترسره یې کړئ. پدې توګه نوموړی له لا ډېر خطر څخه ژغورل کېدای شي.  

دویم| سوځېدلای ځای را برسېره کړئ!

وروسته له دې چې متضرر کس مو يو آرام ځای ته انتقال کړ، هڅه وکړئ سوځېدلې ساحه یې ښکاره کړئ. که سوځېدلي ځای ته نږدې هر ډول جواهرات (بنګړي، ګوتمه، ساعت ...) وي، وباسئ او کوښښ وکړئ متضرره ساحه ښکاره شي. خو که فکر کوئ چې سوځېدلې ساحه به لا ډېره متضرره کړي کار ورسره مه لرئ. پرېږدئ چې روغتیاپال دا چاره ترسره کړي.  

درېيم| له اوبو ګټه واخلئ!

په درېيم ګام کې هڅه وکړئ، چې سوځېدلی ځای یخ وساتئ. پدې برخه کې له لمدې ټوټې او یا هم يخو اوبو څخه کار اخيستلای شي. دا کار له سوځېدلي کس سره مرسته کوي، چې درد او سوخت یې کم شي او یا هم حد اقل د زغم وړ شي. خو له یخ، کنګل شوو اوبو، کریم او غوړ څخه کار مه اخلئ.  

څلورم| درمل مه ورکوئ!

په اکثرو کورنيو کې سوځېدلي کس ته د سوخت د آرامۍ او یا درد کمولو لپاره پرستامول، بروفین او یا نورې ګولۍ ورکول کېږي؛ خو دا کار نامناسب دی. تاسو باید له دې خپلسرۍ څخه ځان وساتئ.  

پنځم| روغتون ته یې انتقال کړئ!

که تاسو څومره ژر کولای شئ خپل ناروغ نږدې روغتون ته یوسئ او یا هم کوم ډاکټر ته مراجعه وکړئ. پدې توګه د ستونزې د جدي کېدو او ډېرېدو مخنیوی وکړئ. روغتیاپال ستاسو د ناروغ وضعیت ته په کتو پرېکړه کوي او ډېر ژر به صحتمند شي.  

له دې ټولو سره ـ سره دا ټکي هم پام کې ونيسئ!

• که د متضرر کس مخ یا د سترګو ساحه سوځېدلې وي؛ نو د ملاستې پر ځای یې کښېنوئ.

• له پاسمان څخه ګټه مه اخلئ!

• د ډاکټر له لارښوونې پرته د غاښونو کریم او نور ملحمونه مه کاروئ. 

Related Articles

کاغذ؛ څنګه او له کومو موادو جوړېږي؟

کاغذ نرۍ ورقه شوي مواد دي. په کیمیاوي/میکانیکي توګه له پروسس شوي سلولوز فایبر څخه جوړیږي، د سلولوز فایبر یې له لرګي، له ټوټو او جنډو، وښو او نورو موادو ترلاسه کیږي. له موادو څخه اوبه وچېږي. مخکې په لاس جوړیدل خو اوس وخت کې هر ډول کاغذ په ماشین جوړېږي. د کاغذ جوړونې ځینې حلقې تر ۱۰ متره پورې پراخې وي او په یوه دقیقه کې ۲۰۰۰ متره تاویږي او په یو کال...

وېښتانو توېدل

د وېښتانو توېدل: د ورځې له پنځوسو څخه تر سلو وېښتانو توېدل نورمال دي. د وېښتانو توېدل ډيری وخت د کوم خاص طبي حالت پواسطه منځ ته نه راځي. هغه د وېښتانو توېدل چې د ناروغيو په واسطه منځ ته راځي موقتي وي. کله چې طبي حالت له منځه ولاړ شي وېښتان بېرته را شنه کيږي. پدغه لاندې حالتونو کې کېدی شي د ناروغانو وېښتان د لنډ وخت لپاره توی شي او کله چې دغه حالت...

بې منزله مزل

حکایت دی، چې یو "لاروی" دوه لاري ته ورسېد. حيران شو چې پر کومې ولاړ شي. یوې لارې ته یې اشاره وکړه او په هغه ځای کې له ولاړ بوډا څخه یې پوښتنه وکړه: دا لاره چرته ځي؟ ځواب یې ورکړ: ته کوم ځای ته ځې؟ لاروي وویل: نه پوهېږم چې چېرته ځم. منزل مې ندی معلوم.  بوډا ځواب ورکړ: هغوی چې مقصد او منزل یې نه وي معلوم، پوښتنې ته اړتیا نه لري. ټولې لارې ورته یو شان...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...