To start downloading books

Please sign in or create an account.

د سرو زرو کورونه

د سرو زرو کورونه

ليکنه ـ ریاض مقامزی

استاد غضنفر د یوه حکایت ژباړه داسې کښي: ”لمرخاته مهال به هلک د خپل خټین کور بام ته وخوت او د لمر په زېړو پلوشو كې به يې د لرې کلي د اورسیو (کړکۍ،اشدارې) ننداره کوله. د اورسیو طلايي رنگ ډېر خوند ورکاوه او همېشه يې له ځان سره ويل، چې د طلايي اورسیو په کورونو کې به څومره بختور خلک اوسي. چې لږ لوی شو په بایسکل يې پښه واړوله او د لېرې کلي په لور روان شو. ماسپښین و، چې هلته ورسېد او هورې يې د خپل کور، کلي غوندې خړ کورونه او معمولي کړکۍ ولیدلې. هلک ګومان وکړ چې ځای یې غلط کړی دی. د هغه ځای هلکانو ته يې وويل: تاسې داسې کورونه ليدلي دي چې کړکۍ يې د سرو زرو دي؟ هغوی ورته وويل: ولې نه؛ تر ماښامه صبر وکړه، درښکاره به یې کړو. ماښام شو او هغوی مېلمه هلک بام ته وخېژاوه او د ماښام په رڼا کې يې د وی خپل کلی ورښکاره کړ، چې کړکۍ يې د لمر زېړو پلوشو ته طلايي ښکارېدلې.“  

د حکایت درسونه

  • انسان ته تل د نورو ژوند ډېر آرام، اسوده او ښه معلومېږي؛ خو اکثرا پخپله تر نورو ښه ژوند لري. یوازې دومره وي، چې ځان ته سم متوجه شوی نه اوسي.
  • نور خلک چې څومره آرام او خوښ ښکاري په حقیقت هغومره ښه ژوند لري. اصلا زموږ ننداره له لرې وي او موږ ورته پسخېږو. نو پسخېدل پرېږدئ او پخپل ژوند تمرکز وکړئ. 
  • همدا اوس تاسو له میلیونونو هغو انسانو غوره یئ، چې لوست یې نه زده، موبايل نه لري چې ګټورې لیکنې ولولي، انټرنيټ ته لاسرسی نه لري او ... آیا کله مو ددې برترۍ په اړه فکر کړی و!؟
  • تاسو روغې سترګې لرئ او لیکنه لولئ؛ خو داسې سلګونه زره کسان شته، چې د سترګو له نعمت څخه بې برخي دي. آیا ددې نعمت په اړه مو سوچ کړی و!؟
  • که له لرې د سړک ننداره وکړئ، شاید فکر وکړئ هېڅ موټر غږ نه لري؛ خو که نږدې ورشئ شاید شور مو وځوري. همداسې د نورو انسانانو ژوند هم له شور، کړاوونو، ستونزو او ناهیلیو ډک وي؛ خو هېڅوک چغې نه وهي، یوازې په آرامۍ خپلو ستونزو سره مبارزه کوي. نو تاسو هم ګیلې ـ کیسې پرېږدئ او مبارزه وکړئ.
  • هغه ژوند چې تاسو یې لرئ په نړۍ کې د میلیونونو انسانانو هیله ده. هغوی هم غواړي ستاسو په څېر په مړه ګېډه ډوډۍ وخوري، موبايل ولري، انټرنيټ ته لاسرسی ولري او ... تاسو ولې د پرتلې په وخت کې داسې خلک خپل ذهن ته نه راولئ او برعکس لوړو ته ګورئ!؟ په هر حال شکر وباسئ او خپل ځان راضي کړئ.
Related Articles

پوهه

د پوهې ترلاسه کولو لپاره د کتابونو لوستل پکار دي، خو د تجربې ترلاسه کولو لپاره بايد له خلکو سره وګرځې، سفر وکړې، بنډار وکړې، ملګرتيا وکړې، مړي ژوندي ته لاړ شې، ډلو ټپلو سره يوځاى شې، ماتې وخورې، ماتې ورکړې، مٸين شې او سل ګړنګونه پاس کړې.يوازې کتابي ژوند نيمګړى وي.

لومړنی افغان ستورمزلی "عبدالاحد مومند" وپېژنئ

پرون مې په یوه کتاب کې د عبد الاحد مومند د فضایي سفر یونلیک د (نه روز درکیهان) په نوم ولوست، خوشحاله شوم چې مومند صاحب خپله فضایي سفرنامه هم لیکلې ده. ٣٣ کاله دمخه فضا ته د لومړني افغان سفر د افغانستان لپاره ستر ویاړ دی چې له بده مرغه د جګړې په لوګیو دا ویاړ هم را څخه هیر غوندي شوی دی. لاندې د لومړني افغان ستورمزلي پیژندنه او د فضایي سفر په اړه لیک...

سیخانو قطر یو قطر څخه بل قطر ته اړول

د سیخانو قطر یو قطر څخه بل قطر ته اړول.#ترتیب. استاد پوهنمل صابرشاه صابري.عمومي فورمول لرو: N1 × D1^2 ×FY1 = N2 × D2^2 × FY2د مقاومت څخه صرف نظر کوو ځکه مقاومت د سیخ مطرح ندی دلته نو لرو:                                               n1×d1^2 = n2×d2^2 #عملي #مثال- په یوه ساختمان کې 200 خاده سیخان 16mm ملی متر نقشه کې طرحه شوي او ضرورت دی اما  دغه...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...