To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 3,079
اپلاتون (افلاطون) څوک و ؟

اپلاتون (افلاطون) څوک و ؟

اپلاتون د سقراط ( Socrat )شاګرد او د ارسطو ( Aristotle) استاد و .
مبالغه به نه وي که ووايو چې اپلاتون د نړۍ تر ټولو نامتو فېلسوف او عالم و . د هغه د مړينې څخه د شاوخوا 2400 کلونو تېرېدلو وروسته هم د هغه نوم د خلکو په ژبه دی ، لا هم په شعرونو او متلونو کې ېادېږي او ژوندی دی .
د اپلاتون نوم اکثرآ علم ، پوهې او فلسفې لپاره د ېوې مترادفې کلمې په څېر کارول کېږي او اکثرېت خلک پخپله د دغه فيلسوف د ژوند او شخصېت په باب هېڅ مالومات نه لري ؛ (هڅه مې کړې چې ېو څو ټکي په دې هکله راغونډ کړم) .
د زېږېدنې د نېټې په هکله ېې دقيق مالومات نه شته خو څېړونکي وايي چې هغه تر ميلاد 427 ېا 429 کاله مخکې د يونان په اوسني پاېتخت ( آتن) او ېا هم ېو بل ښار ( آېجاېنه Aegina) کې زېږېدلی و .
تاريخ څېړونکي زېاتوي چې د هغه اصلي نوم ( اريستوکل) و خو بېا وروسته هغه ته د (Platon - اپلاتون) لقب ورکړل شوی چې په يونانۍ ژبه کې د دې کلمې ماناوې ( پراخ ، پلن ، سورور ، پراخو اوږو والا کس ) دي . ځينې محققين په دې اند دي چې هغه ته دغه لقب د هغه د پراخ اندام او پراخه ( پلنو )اوږو له کبله ورکړل شوی و ؛ نور وايي چې د دغې نومونې علت د هغه پراخ شهرت و ؛ او ېوه بله ډله وايي چې هغه د پراخ تندي ( پیشانی ) خاوند و ځکه نو ېاد لقب ورکړل شوی و .
وېل کېږي چې اپلاتون تر شل کلنۍ پورې ېو عادي يونانی ځلمی و ، سپورت ېې کاوه ، ډېر پېاوړی جنګیالی و او په ورزشي سېالېو کې ېې ګډون کاوه ؛ خو د هغه ژوند هغه وخت په بشپړ ډول بدلون وکړ کله چې دی د هغه وخت د ستر فېلسوف سقراط سره آشنا او د هغه شاګرد شو .
سقراط د هغه وخت د حالاتو او شراېطو پرخلاف نظرېات لرل ؛ د هغه زېات ټينګار د انسان د طبېعت پر پېژندنه و . د سقراط دغه نظر پر اپلاتون ډېر اغيز وکړ او هغه خپله ټوله پاملرنه ېادې موضوع ( د انسان پېژندنې) ته واړوله تر څو چې د هغې ژورو ته ځان ورسوي .
د سقراط دغه نوي فکرونه او نظرېات ( فلسفه) د وخت د يوناني واکمنو خوښ نه شول ؛ دغه فلسفه ېې شرک وبلله او هغه ېې خپلو خداېانو ته په بې احترامۍ او د نوي دين جوړولو په تور د مرګ په جزا محکوم کړ ؛ د اپلاتون او نورو شاګردانو ډېرو هڅو هم سقراط ونه ژغوره او په پای کې هغه ووژل شو ...
د استاد مرګ پر اپلاتون ډېره بده اغيزه وکړه ، له آتن څخه ووت ، نورو ښارونو او هېوادونو ته ېې مخه کړه .
تر ډېر اوږده سفر او ډېرو ناخوالو ؛ خو پخو شوو فکرونو او تجربو حاصلولو وروسته بېرته آتن ته راستون او هلته ېې ېوه اکاډمي جوړه ، خپل ټول پلوېان ېې په کې راټول او هغوي ته ېې د خپلو افکارو او نظریاتو په ورزده کولو پېل وکړ .
په همدې اکاډمۍ کې او د اپلاتون تر ښوونې لاندې د هغه وخت ېو بل نامتو فېلسوف (ارسطو) نړۍ ته وروپېژندل شو .
اپلاتون په 80 کلنۍ کې مړ شو خو هغه د ژوند د ډېرو اړخونو په باب ليکل شوي کتابونه او نور اثار پرېښودل چې حتا تر اوسه لوستل کېږي .اکثره هغه فلسفي نظرېات او بحثونه چې پېړۍ پېړۍ د فکري خلکو تر مېنځ روان وو او تر نن ورځې پورې رارسېدلي دي د اپلاتون له مهاله راپېل شوي او سرچينه ېې د اپلاتون درسونه او د هغه اکاډمي وه .
هغه لومړنی کس ګڼل کېږي چې د انسان ، نړۍ او کاېناتو د جوړښت په باب او د ټولنې د سالمې ادارې په هکله وغږیده او منظمې ليکنې ېې پرې وکړې .
( اوس همدومره خو د د دغه ستر فېلسوف په هکله به انشاالله بېا هم وغږېږو . )
د مالوماتو سرچينه : ویکيپيډیا +

Related Articles

د سرېلانکا نړېدونکی اقتصاد؛ غریبو هېوادونو ته یو درس

د سرېلانکا نړېدونکی اقتصاد؛ غریبو هېوادونو ته یو درس  عبدالوافي نایبزی  د سرېلانکا په اړه څومره پوهېږئ؟ تاسې که د نړۍ نقشه راواخلئ او ورته ځیر شئ، نو سرېلانکا د هند سمندرگي په منځ کې یو پروت ټاپو دی، چې په نږدې گاونډ کې ورسره له هنوستان پرته بل هېواد نه‌شته دی. سرېلانکا په ۱۹۴۸ز کې له انگستان څخه خپلواکي واخیسته، د مذهب له اړخه په‌کې۷۰سلنه بوداپ...

ډیپریشن یا ژور خپګان څه ته وایي؟

هغه وخت د ژور خفګان علایم ښکاره کیږي کله چې یو کس د یو یا دوه ورځو لپاره خفه نه اوسي بلکې په متواتر ‌‌‌‌‌‌ډول د دوه اونیو یا زیاتره وخت لپاره خفګان ولري، یا هغه د علاقې وړ کارونه چې یې کول هغه ته نوره علاقه ونه لري. لکه د یو چا کریکټ لوبه زیاته خوښیده او اوس ورته اصلاً زړه نه ښه کوي چې دا لوبه وکړي. د تحرک کموالی ، په وزن کې زیاتوالى یا کموالى، د خ...

په کاري مرکه کې ستاسې پیاوړي او کمزوري ټکي

په کاري مرکه یا Job Interview کې بل جالب بحث ستاسې د قوت او کمزورۍ ټکي دي، چې کولای شي د اړونده بست په اړه دا بحث تاسې ناکام او یا هم بریا ته ورسوي. عموماً په تېرو وختونو کې دې پوښتنو دومره ارزښت نه‌درلود، خو په وروستیو وختونو کې چې د دندو له‌پاره رقابتونه ډېر شوي‌دي، نو ستاسې د «قوت او کمزوري ټکي» مرکه‌کوونکي غواړي چې ستاسې له‌خپلې خولې څخه واوري،...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....