To start downloading books

Please sign in or create an account.

د غم علاج

د غم علاج

استاد غضنفر پخپل کتاب کې د "غم علاج" تر عنوان لاندې د حکایت ژباړه پدې شکل کښي:  "دا د چین یوه پخوانۍ کیسه ده. هسې وايي چې د يوې مور ايکې یو زوی ومړ. ښځه لوی حکیم ته ورغله او خواست يې ورته وکړ، چې داسې دم را وکړه چې د غم بار مې له اوږو لرې شي.  حکیم ورسره نه بحث وکړ او نه يې رد ځواب ورکړ، ورته ويې ويل: ورشه له يوه داسې کوره چې غم بي نه وي لیدلی د خردل دانه راوړه، زه به یې دردم کړم او د غم بار به دې له اوږو واخلم.  ښځې يوه خورا شانداره ماڼۍ په نخښه کړه چې دلته به نو بې غمه خلک اوسي او خردل به ورنه وغواړي؛ خو چې ورغله، هغوی د خپلو وروستيو غمونو دومره ترخې کیسې وکړې، چې هغې خپل غم ورباندې هېر کړ. مختلفو ځايونو ته ورغله هغوی ته چې خولې يې له خندا نه سره ټولېدلې؛ هغوی ته چې اوږده عمرونه يې کړي او ټول اولادونه يې ژوندي وو؛ هغوی ته چې په زرګونو عسکر به سلامي ورته ولاړ وو؛ هغوی ته چې دنیا ته يې لته ورکړې وه او ملنګي يې کوله؛ د هر چا د کور دروازه يې وډبوله او دومره د غم کيسې يې واورېدلې چې خپل غم يې ورباندې هېر شو او دا يې هم هېر کړل چې لوی حکیم خو د خردلو په دانو پسې استولې وه. دې بېرته د نورو غوندې عادي ژوند ته مخه کړه. 

درسونه

• د غم علاج دا دی، چې له حالاتو سره د مقابلې توان ومومې او دا ومنې چې په نړۍ کې یوازې ته نه یې چې ستونزې لرې.

• په نړۍ هېڅوک بې غمه نه وي. هر کس یوه ستونزه، درد، غم، بېوسي لري. انسان حتما په یو نا یو ډول ځورېږي.

• کله چې په ستونزو کې واقع کېږئ؛ نو هغه خلک وګورئ چې له تاسو ډېرې ستونزې، دردونه، بېوسۍ او یا ناهیلۍ لري. پدې توګه به خپله ستونزه درته کوچنۍ ښکاره شي او پر وړاندې به یې مبارزه کوئ.

• هېڅوک چې څنګه ښکاري هغسې نه وي. شاید موږ ته ډېری خلک خوښ ښکاره شي؛ خو په حقیقت کې به ډېر غمجن وي.

• په هر حال شکر وباسئ.  

• ژوند د ستونزو او ننګونو پر وړاندې د مبارزې نوم دی. نو په پوره قوت او پياوړتيا سره د ستونزو مقابله وکړئ. ترڅو ګټونکي شئ.

• ستاسو خوښي پدې پورې اړه لري، چې تاسو څومره ځان قانع کولای شئ.

• د ستونزو په وخت کې د ستونزې په اړه فکر مکوئ؛ بلکې د ستونزې د حل پر لارو چارو غور وکړئ. 

Related Articles

د قيامت د ورځي علامې

 لمړى د اشراط الساعة په اړه: اشراط دشرط جمع ده دراء په زور سره  علامي ته يا ديو شي اول حالت  ته  ويل کيږي اوساعة  دزمانې  يو څه حصې ته ويل کيږي خودلته مراد ورڅخه قيامت دى؛ ځکه په  قران اوحديث  کښي دادقيامت له مشهورو نومونو څخه دى، اوپه دې وجه الساعة ورته ويل کيږي چي نا څاپه  به راځي نود اشراط الساعة څخه دقيامت علا مې مراد دي هغه چي د قيامت تر را تل...

څنګه د خاوند یا ښځې خپګان له منځه یوسوو؟

لېکنه: شکېبا نادري، څنګه د خپل خاوند یا ښځې خپګان له منځه یوسوو؟   که ژوند هر څومره خوږ او له خوښیو نه ډک وي، ترڅنګ یې هرو مرو ستونزې هم شته لکه، د ښځې او خاوند ترمنځ جنګ او جنجال، دا جنګونه ځینې وخت کم او پخلاکېدل پکې اسانه وي، خو ځینې وخت بیا ستونزې دومره ژورې شي چې د پخلاکېدو لپاره ټولې حللارې وتړل شي.  موږ باید تل یوه خبره په یاد ولرو د غوسې...

د څېړنې پروپوزل

د هرې تحصیلې دورې په ورستې کال کې د پوهنتون لخوا محصلینو ته د یوې موضوع لیکنې لپاره دنده ورکول کیږي چې د لیسانس په دوره کې د Monograph، ماسترۍ دوره کې Thesis او دوکتورا په دوره کې Dissertation  په نومونو پیژندل کیږي، محصلین پرې لیکل یا څيړنه کوي. د څيړنې لپاره محصلین د خپلې لیکنې په اړوند لومړي د څیړنې موضوع انتخابوی او بیا د هماغې موضوع لپاره ریس...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...