To start downloading books

Please sign in or create an account.

د الوبالو حیرانوونکي روغتيايي ګټې

د الوبالو حیرانوونکي روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

الوبالو یو له هغو مېوو څخه ګڼل کېږي، چې په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر مینوال لري. دا مېوه د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې پيدا کېږي. خلک یې د خوند ترڅنګ د زیاتو روغتيايي ګټو لپاره هم خوري. تاسو به په دې لیکنه کې ددې مېوې پر غذايي ارزښت، روغتيايي ګټو او نورو اړوندو مسایلو پوه شئ. 

د الوبالو غذايي ارزښت

د مېوو روغتيايي ګټې د هغو غذايي ارزښت ته په کتو ټاکل کېږي، نو اړینه ده، چې پوه شئ پدې مېوه کې کوم مواد شتون لري؛ د سل ګرامه الوبالو غذايي ارزښت په دې ډول دی.  

  • ويټامين ای (A) ـ ۰،۰۶۴ ملي ګرام  
  • کلسیم ـ ۱۶ ملي ګرام  
  • اوسپنه ـ ۰،۳۲ ملي ګرام  
  • انرژي ـ ۶۹ کالوري  
  • غوړ ـ صفر ګرام  
  • کاروبوهایدریت ـ ۱۲،۱۸ ګرامه  
  • رژیمي فایبر ـ ۱،۶ ګرامه  
  • شکر ـ ۸،۴۹ ګرامه
  • پروتين ـ ۱ ګرام  
  • کلسترول ـ صفر ګرام  
  • سودیم ـ ۳ میلي ګرامه 

د الوبالو روغتیایي ګټې

په ټوله کې الوبالو د بدن د حرارت کمونکی دی او په اوړي کې د تندې په مخنيوي کې ډېره مرسته کوي. فرق نه کوی، چې الوبالو د شربت او که د مېوې په شکل خورئ، مګر د ګرمۍ احساس مو په بېساري توګه کموي. همدرانګه د وینې په پاکوالي او ډېرښت کې هم مرستندوی تمامېږي. دا چې د دې مېوې ګټې په څو کرښو کې نه خلاصه کېږي، نو ښه به وي، چې لا ډېر بحث پرې وشي. 

۱. د خوب په منظموالي کې مرسته کوي

پدې ميوه کې شته “ملاتونین” ددې سبب کېږي، چې د شپې له خوا مو خوب ښه او آرام شي. همدارنګه که په عمر پاخه خلک د بې خوبۍ له ستونزې کړېږي، نو د دې مېوې شيره دې ورکړل شي، ډېر ژر به یې ستونزه حل او راحت خوب ولري.  

۲. د هاضمۍ سیستم پياوړی کوي

الوبالو د نورو موادو ترڅنګ په کافي اندازه فایبر هم لري. دا ماده ددې سبب کېږي، چې د پښتورګو د تيږې، د کولمو د التهاب، بواسیر او سنډروم خطر کم کړي. همدارنګه فایبر د هاضمي سیستم د ټولو برخو په روغتيا کې ګټور رول لوبوي.  

۳. الوبالو د هډوکو کمزوي کېدو مخنيوی کوي

پدې ميوه ورستيو ترسره شوو څېړنو ثابته کړې، چې ياده مېوه د هډوکو په پیاوړتيا کې ګټور ثابتېږي. هېره دې نه وي، چې په دې برخه کې روغتياپالان پر دې باور دي، چې د هډوکو لپاره تر تازه الوبالو یې وچ ډېر ګټور دي.  

۴. الوبالو د وزن په کمښت کې مرسته کوي

اکثریت خلک پر دې باور دي، چې کاربوهایدرایت وزن ډېروي، خو وروستۍ څېړنې ښيي، چې که په کافي اندازه کاربوهایدریت وکارول شي، نو د وزن د ډېروالي پر ځای کموي. د سبزیجاتو، مېوو او فایبري لرونکو خوړو ګډ غذايي رژيم له تاسو سره مرسته کوي، چې وزن مو کم شي.  

۵. د بډوډ پاکوالی

دا یو له هغو مېوو څخه ګڼل کېږي، چې د ادرارو ډېرښت پيدا کوي. له همدې کبله د بډوډو په پاکوالي کې مرسته کوي. نو که تاسو په مناسبه اندازه الوبالو خورئ، ستاسو د پښتورګو خيرې ژر ژر دفع کېږي او په دې توګه د بډوډو له تيږې هم ژغورل کېږئ.  

۶. د وینې فشار

په دې ميوه کې شته انتي اکسیدان او پوتاشیم ددې سبب کېږي، چې د وینې فشار مو ټيټ وساتي. نو که د لوړ فشار ستونزه لرئ، پخپل غذایي رژيم کې دا ميوې ته حتما ځای ورکړئ. 

کوم ډول الوبالو وخورو؟

ـ هغه چې په بشپړ ډول پاخه وي، رنګ یې سور او روښانه وي.

ـ چې قهوه یي داغونه و نه لري. 

ـ خام الوبالو و نه خورئ. ځکه چې د معدې ستونزې پيدا کوي.

د الوبالو خوړلو مناسب وخت

ـ د الوبالو خوړلو بهترین وخت له ډوډۍ خوړلو وروسته ګڼل کېږي.

ـ هېره دې نه وي، چې په الوبالو پسې ژر اوبه مه څښئ! ځکه چې د معدې لپاره زیانمن تمامېږي.

Related Articles

وظایف انجنیر ساحوی

#وظایف انجنیر ساحوی (Field Engineer's Responsibility) Collector By : 👷❤📚🖋Arch Nasser Mansoor ➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖ 1-وظایف شخصی(personal Responsibility)2- وظایف ساحوی (Site Responsibility) 3- وظایف دفتر (office Responsibility) 4- وظایف مشترک(common Responsibility) وظایف و مسئولیت های شخصی : 1)متعهد بودن در کار ها و فعالیت های پروژه 2 ) علاقمن...

جومات او ميخانه (شرابخانه)

لیکنه ـ ریاض مقامزی   حکایت دی، چې په لمانځه کې د یوه کس موبایل وشرنګېد. سندره پرې ثبت وه. خلکو تهدید کړ او ویې رټه. هغه هم جومات ته تګ پرېښود. بله ورځ همدا کس میکدې (شرابخانې) ته لاړ. پیاله ترې ولوېده؛ ټوټه ـ ټوته شوه. مالک یې په خوږه لهجه وویل: "خیر دی. له سر نه دې ځار!" له هماغې ورځې وروسته یې دایمي پېرېدونکی شو.   د حکایت درسونه ځينې خلک فکر...

د هاضمې ستونزې او د خیټې پړسوب څخه د خلاصون غوره لارې چارې

د هاضمې ستونزې او د خیټې پړسوب څخه د خلاصون غوره لارې چارېد یوې فرانسوي ژورنال د څیړنیز راپور له مخې د هاضمې ستونزې او د خیټې پړسوب زیاتره وخت د خپګان او فشار له امله هم کیدلی شي، ځکه چې معده او فشار پر مزاج او ورځني فشار ژور اغیز کوي.دغې ژورنال داسې غوره لارې وړاندې کړي چې په مرسته یې کولی شئ د هاضمې سیستم غوره کولو او د خیټې پړسوب او ګاز له منځه...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...