To start downloading books

Please sign in or create an account.

د شمالي قطب ګیدړه

د شمالي قطب ګیدړه

په انګریزۍ کوې ورته (white fox or polar fox) نومونه هم اخلي او علمي نوم یې (Vulpes lagopus) ده. د سپي له کورنۍ کانیدای (family Canidae) سره تړاو لري. په ټول شمالي قطب کې پیدا کیږي خو ډېر وخت له سمندر سره نږدې په تندرا اقلیم لرونکې سیمه کې ژوند کوي. د بدن د اوږدوالی کچه یې ۵۰–۶۰ سانتي متره پورې رسیږي. د لکۍ اوږدوالی یې تر ۳۰ سانتي متره پورې وي. د بدن وزن یې له ۳ تر ۸ کیلو ګرامه پورې رسېدای شي. واړه ګرد شوي غوږونه لري، لنډ اوربوزونه، او د پښو تلې (soles) یې په وېښتو پوښلې وي. دوه ډوله رنګونه لري یو ډول یې سپین رنګ چې په اوړي کې خپل رنګ خړ رنګه نصواري ته بدلوي او بل ډول یې نیله رنګ لري چې په اوړي کې خړ رنګ ته بدلیږي. په غارونو کې ژوند کوي او د ورځې په هر وخت کې فعاله وي. هر څه چې موجود وي خوري که هغه سبزي وي او که د جسد غوښه مګر ډېر وخت د شمالي قطب سپین خرس تعقیبوي او کله چې دا خرس کوم حیوان ښکار کړي نو خرس څخه په پاتې شونو خپل ځان تغذیه کوي. په اوړي کې د شمالي قطب په صحرایي موږک (lemming) باندې برید کوي خو په ژمي کې بیا مرغان لکه دشمالي قطب تنذری (grouse)، د شمالي قطب کب خوړونکې مرغاوی (puffin) او سپین زرکان (ptarmigan) تعقیبوي. په کال کې یو ځل د مثل تولید کوي او د بچیانو شمېر یې له ۱۱ تر ۲۰ پورې وي. د حاملګۍ موده یې تر ۵۲ ورځو پورې ده. له ۴۵ ورځو وروسته خپل بچیان یوازې پرېدي چې خپل ژوند وکړي. بچیان یې په ۹ یا ۱۰ میاشتو کې جنسي بلوغ ته رسیږي. په وحشي بڼ کې تر ۱۰ کالو پورې ژوند کوي خو په شمالي قطب کې بیا تر ۳ کالو پورې ژوندۍ پاتې کیږي. د شمالي قطب خلک یې د پوستکي لپاره ښکار کوي. یو وخت صنعت د دې ګیدړو پوستکی اخیسته خو د ۲۰ پېړۍ په پای کې دا صنعت له ذوال سره مخ شو. په ټوله نړۍ کې یې نسل سلګونه زره ته رسیږي او د نسل له منځه تلو خطر یې نشته.

ذکریا رحيمي 

Related Articles

په ژوند کې د بریالیتوب تګلاره

موږ ټول هيله لرو، چې بریالي اوسو مګر ډېر کم خلک د بریالیتوب په معنی ځان پوهوي او د بریا لپاره هڅې کوي. باید ووایم یو له هغو خلکو څخه چې د کاميابۍ په لټه کې دي، تاسو هم یئ. ځکه چې تاسو دا لیکنه د همدې موخې لپاره لولئ، تر څو پوه شئ، چې څنګه د بریاليتوب پر لورې حرکت وکړئ. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې تاسو ته د بریالیتوب لارې چارې در وښيو.   بریاليت...

پر ځان باور مو څنګه پیاوړی کړو؟

لېکنه: شکېبا نادري، پر ځان باور مو څنګه پیاوړی کړو؟ انسانان ځینې وخت په ژوند کې له دومره ستونزو سره مخ شي چې له هرڅه ناهیلي شي، ځان باوري له لاسه ورکړي، همدا بې باوري د دې لامل کېږي چې دوی له خپلو ټاکلو موخو شاته پاتې شي، خو هغه کسان چې له ستونزو سره مبارزه کوي، پرځان باور لري، له ستونزو وېره نه لري ژر بریالي کېږي. دا بریا هغه وخت شونې ده چې موږ ځ...

په کورني ژوند کې کومو ټکو ته پام وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنيز ژوند کې د کورنۍ ټول غړي ځانګړي مسولیتونه لري، چې په دې ډله کې مشرانو ته تر نورو ډېرې سترګې ور اوړي. باید ووایو، چې له مشر څخه موخه یوازې "پلار" نه دی. بلکې هر هغه کس چې خبرې یې پر نورو غړو اغېز لري، مشر ورته ویلای شو. همدارنګه د کورنۍ نور غړي، مېرمنې، نجوني او هلکان هم خپل خاص مسولیتونه لري، چې باید پام ورته وکړي. په...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...