د افغانستان ارزي شتمني ولې خارجي بانکونو کې ساتل کېږي؟!
1,016
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-06-09 06:34:31
یو ملگري وپوښتلم، چې د افغانستان کابو نهه مېلیارده (نهه زره مېلیون) ډالر ولې د ۲۰۲۱ز، اگست ۱۵مې څخه وروسته د امریکا له لوري کنگل شويدي؟ څه اړتیا يې وه، چې دومره ډېرې پيسې دې هلته وساتل شي؟
ما ویل راځئ، ځواب به یې له تاسې سره هم شریک کړم. لومړی، دا نهه مېلیارده ډالر د افغانۍ کرنسۍ پشتوانه یا ارزي زېرمه ده، چې په انگلیسي کې ورته Foreign Exchange Reserve وايي، دا ارزي زېرمې یوازې او یوازې د پيسو په بڼه نهوي، بلکې ځینې نور ارزښت لرونکي کاغدونه لکه بانډونه او Treasury Bills هم پهکې وي. د معلوماتو پر بنسټ دا نهه مېلیارده ډالر یوازې او یوازې په امریکا کې نه، بلکې یوازې ۷ مېلیارده يې د امریکا له فډرال ریزرف سره دي او پاتې دوه مېلیارډه یې د نړۍ په نورو بانکونو کې د افغانستان امانت دی. دوییم، دا چې دا پیسې ولې د نورو هېوادونو په بانکونو کې اېښودل شويدي، نو یو دلیل یې دا دی، چې عموماً د هغه هېوادونو د بانکونو امنیت نسبت زموږ په څېر فقیر هېوادونو ته ښه وی، یانې فرض کړئ، چې دلته یو وار ناامني شوه یا مرکزي بانک کې کومه چاودنه وشوه، نو ۱۰۰٪ دا احتمال شته، چې دا شتمني دې لوټ یا له منځه یوړل شي. درېیم، عموما په دغومره ډېره اندازه پیسو باندې د افغانستان بانک په نړیوال بازار کې گټه کوي، عواید پرې ترلاسه کوي، د بېلگې په ډول زموږ ۷ مېلیارده ډالر د امریکا په فډرال بانک کې دي او په نړیوال بازار کې دا ارزښتناکې پاڼې (بانډونه، ټرېشري بېلز، سېکیورېټيز) پلورل کېږي او گټه پرې کېږي، چې ملي بانک له مهمو عایداتي سرچینو څخه هم گڼل کېږي. څلورم، کله چې د نړۍ په کچه یوه غټه سوداگریزه معامله کېږي، نو بیا د دومره پیسو فزیکي انتقال خورا سخت وي، نو یو دلیل يې دا هم وي، چې د تادیاتو او تصفیې په برخه کې اسانتیا وي، د بېلگې په ډول افغانستان له ازبکستان څخه د ۵۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت غنم پېري، نو د دومره لوی سوداگریزې معاملې لهپاره په امریکا کې یوازې د افغانستان له اکاونټ څخه د ازبکستان هېواد اکاونټ ته پیسې انتقالېږي. پنځم، ارزي شتمني ځکه په نړیوالو بانکونو کې ساتل کېږي، چې دا د نړۍ په کچه سوداگرۍ کې ستاسې د مالي خپلواکۍ یا پیاوړتیا ښکارندویه وي، مثلاً که يو هېواد هر کال د ۲۰ مېلیاردو ډالرو راکړه ورکړه کوي، خو په نړیوالو بانکونو کې ۴۰مېلیارده ډالرو شتون ولري، نو دا هېواد د سیمې د نورو هېوادونو لهپاره ځکه د باور وړ دی، چې په اکاونټونو کې شتمني ډېره ده، او د دېوالي کېدو چانس يې کم دی، خو بالعکس که یو څوک په نړیوالو بانکونو کې ۵مېلیارده ډالر ولري، او غواړي چې د سیمې هېوادونو سره هر کال ۴۰ مېلیارده ډالر راکړه ورکړه وکړي، نو سخته ده چې دا خوب یې پوره شي.
عبدالوافي نایبزی