د زلزلې له خطراتو څخه د ځان ژغورلو لارې چارې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 23, 2022
3 years ago
1,672 views
د زلزلې له خطراتو څخه د ځان ژغورلو لارې چارې

ژباړه او زیاتونه - رياض مقامزی  

زلزله له هغو طبيعي پېښو څخه شمېرل کېږي چې هر کال په نړۍ کې د ډېرو انسانانو ژوند اخلي. خو پوښتنه دا ده، چې کومو ټکو ته باید پام وشي تر څو د زلزلې له خطراتو په امان کې اوسو. پدې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي.  

لومړی| د ځای تر اخيستلو وړاندې فکر وکړئ!

په ځینو سیمو کې خورا ډېرې زلزلې کېږي. يعنې په زلزلو مشهورې وي او اکثراً د زلزلو مرکز پاتې شوې وې؛ نو که تاسو د کور لپاره ځمکه پېرئ پدې ډول سیمو کې اخيستلو ته زړه مه ښه کوئ. همدا لومړنی تدبير دی چې بايد پام ورته وکړئ.  

دويم| قوي کورونه جوړ کړئ!

د کور جوړولو پر مهال د ظاهري بڼې پر ځای د کور قوت او کیفیت ته ډېر پام وکړئ. د کور ظاهري ښکلا یوازې د نورو توجه جلبولای شي؛ مګر په کور کې د ښو او با کيفيته ودانيزو توکو کارول ستاسو په خونديتوب کې ګټور ثابتېږي. اوس نو انتخاب ستاسو په لاس کې دی.  

درېيم| د وتلو هڅه مه کوئ!

کله چې زلزله وي له خپله ځايه د وتلو هڅه د ګټې پر ځای تاوان ډېر لري. دا ځکه چې زياتره وخت د زلزلې لومړۍ جټکه خورا تېزه وي او هر څه يې غورځېدو ته چمتو کړې وي؛ نو که تاسو بهر د وتلو هڅه وکړئ شاید په روانه کې تر چت او يا نورو وسایلو لاندې شئ. نو کوشش وکړئ د خونې کونج ته ځان ورسوئ او یا هم تر مېز لاندې کښېنئ‌. د ناستې پر مهال کوښښ وکړئ په بشپړ مه کېنئ او د لاسونو په مرسته مو د خپل سر حفاظت هم کوئ. دا هغه چاره ده چې تاسو تر ډېره خوندي ساتلای شي.

له دې سره - سره دا ټکي هم په پام کې ونیسئ.

  • که په تخت/کټ کې وئ؛ نو ژر پړمخي پرېوځئ او بالښت مو پر خپل سر کېږدئ او پر لاسونو يې ټینګ کړئ.
  • له هغو ځايونو لرې اوسئ چې د ويجاړېدو امکان يې ډېر وي.
  • د زلزلې پر مهال هېڅکله په پخلنځي کې مه پاتې کېږئ. 
  • که له ودانيو څخه لرې يئ هملته پاتې شئ.
  • له دېوال او د برق له پایو لرې اوسئ.
  • که په موټر کې وئ. په آرامۍ يې يوې غاړې ته ودروئ.
  • له موټر څخه د ښکته کېدو کوښښ مکوئ.
  • پر پول او يا هم په تونل کې له درېدو څخه ځان وژغورئ.
  • له زلزلې وروسته د خپل کور د برق او ګاز سیستم وپلټئ تر څو کومه ستونزه پکې نه وې رامنځته شوي. خدای مکړه هسې نه له زلزلې به بچ شوي يئ او په کومه بله مسئله کې زیان ووينئ.

Related Articles

May 21, 2023
1,420 views

هېواد داوبو مدیریت او ایران سره د هلمند د سیند تړون

د هېواد داوبو مدیریت او ایران سره د هلمند د سیند تړونلیکوال: خان محمد تکل موږ تل ویلي چې د هېواد د اوبو مدیریت یو له خورا پېچلو ماموریتونو او مسولیتونو څخه دی، په دغه برخه کې هره کېدونکې پرېکړه باید په خورا دقت او هوش سره وشي. ځکه زموږ ډیره برخه اوب...

May 04, 2021
1,972 views

ارواښاد عبدالطیف افندي اُتمانخېل

تېر نماسپخین د کال دوۀ زره شلم د نومبر د میاشتې په اوویشتمه نېټه د خپل تاریخي او تحقیقي تصنیف "د اتمانخېل قبیلې شجرې او څېړنه" په سلسله کښې د خپلو خوږو ملګرو امجد علي اتمانخېل او فضل اکبر اتمانخېل په ملګرتیا کښې د ملاکنډ ضلعې مېنې کلي لاړم. هلته مو د...

May 25, 2024
1,626 views

سولر سسټم بيټريو ته څه وخت تيزاب بدل کړو ؟

د خپل سولر سسټم بيټريو ته څه وخت تيزاب بدل کړو ؟ #تيزاب #څه #شی #دی ؟ په lead batteries يا تيزابي بيټريانو کې استعماليدونکي electrolytes يا په عامه اصطلاح تيزاب عموما د ګوګوړو تيزابو ( H2SO4 sulfuric acid) او اوبو محلول وي چې 70% يې اوبه او پاتی 30%...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,005 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,211 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,213 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...