د شفتالو حيرانوونکې روغتیایي ګټې

Riaz Muqamzai
Riaz Muqamzai
Author
1 min read
2,976
د شفتالو حيرانوونکې روغتیایي ګټې

ژباړه - ریاض مقامزی 

شفتالو یو له هغو مېوو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې پخېږي او بازار ته عرضه کېږي. دا مېوه د ښه خوند تر څنګ ګڼې روغتيايي ګټې هم لري‌. د زړه، جسمي او نورو التهابي ناروغیو پر وړاندې د مقابلې لپاره یو ښه ډال بللای شو. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې ده، چې پر مهمو روغتیايي ګټو يې وغږېږو. 

لومړی| سرطان ضد
شفتالو د آنتی اکسیدان او ويټامين سي C یوه ښه منبع ده. له همدې امله کولای شي چې د آزادو راډیکالونو د جوړېدو پر وړاندې مبارزه او مقاومت وکړي. دا هغه راډیکالونه دي چې د سرطاني غدو/حجرو د جوړېدو سبب ګرځي؛ خو د شفتالو خوړل کولای شي تر یوه بریده يې مخنیوی وکړي. همدرانګه هغو وګړو ته هم د شفتالو خوړل ګټه لري چې له وړاندې پر دې وژونکې ناروغۍ (سرطان) اخته وي. 

دویم| د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي! 
لکه څنګه چې مو وړاندې یادونه وکړه، شفتالو د ويټامين سي یوه ښه منبع ده.‌ دا ماده کولای شي چې د انسان دفاعي ځواک ته پیاوړتیا ورکړي او د ناروغیو په مقابل کې د مبارزې وړتيا يې لوړه کړي؛ نو که تاسو هم غواړئ پیاوړی ایمني سیسټم ولرئ شفتالو ته حتماً پخپل غذايي رژيم کې ځای ورکړئ. 

درېيم| د معدې روغتیا
که د معدې ناروغي لرئ او د یوې مناسبې حللارې په لټه کې یئ موږ تاسو ته د شفتالو د خوړلو توصیه کوو. دا چې شفتالو د خوړو په ښه هضم کې مرسته کوي؛ نو کولای شي د معدې درد، سوځېدل او هغه زړه بدوالی هم ختم کړي چې د معدې له امله پیدا کېږي. که د معدې درد لرئ، تر خوړو وړاندې حتما یو شفتالو خورئ.
 
څلورم| قبضیت ختموي! 
د پورته یادوو شوو ګټو ترڅنګ د شفتالو خوړل هغو کسانو ته هم توصیه کېږي چې قبضیت لري. دا ځکه چې دا مېوه کولای شي د خوړو د ښه هضم تر څنګ د کولمو د فعالیت په ښه والي او د اضافي موادو په دفع کې انعطاف رامنځته کړي.

پنځم| د پوستکي ښکلا
په شفتالو کې موجود ویټامینونه او مغذي مواد ددې سبب ګرځي چې د انسان بدن له داغونو، سپوروالي او زړېدو/غونجېدو مخه ونيسي؛ نو که غواړئ د مخ او بدن پوستکی مو تازه او سالم پاتې شي حتماً شفتالو خورئ.

په یاد ولرئ!
دا ټولې ګټې په دې معنا نه دي، چې تاسو دې بېخي ډېر شفتالو وخورئ. دا هم مه هېروئ چې د مېوو په خوراک کې افراط کولای شي د ګټې پر ځای تاوان ډېر ورسوي او د ناروغۍ سبب مو شي. همدارنګه هر ډول مېوې باید تر خوړو وړاندې پاک ومینځئ او بیا یې نوش جان کړئ. 

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
ښکلا پېژندونکی اوسکار وایلډ وپېژنئ
Pashto
Jun 01, 2021
2,687 views

ښکلا پېژندونکی اوسکار وایلډ وپېژنئ

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ والو ادبي څېرو د پېژندنې په لړۍ کې به نن د آیرلینډ هېواد نوموتی شاعر او لیکوال وپېژنئ. د لیکنې تر پایه به د نوموړي د ژوند، آثارو او ویناوو په اړه لا ډېر پوه شئ. پېژندنه د آیرلینډ د نولسمې پېړې ددې ستر شاعر او لیکوال بشپړ...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د ابوریحان البیروني لنډ ژوندلیک!
Pashto
Sep 07, 2021
3,388 views

د ابوریحان البیروني لنډ ژوندلیک!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  په لومړيو کې چې اسلامي نړۍ د مسلمانو له خپلمنځي جګړو، فساد او بې اتفاقۍ پاکه وه، مسلمانان په علمي برخه کې د نړۍ سرلاري وو. آن د اکثرو علومو بنسټ مسلمانانو کېښود او همدارنګه د وخت موجوده علومو ته یې بېساری پرمختک ورکړ. یو له همد...

Written by Riaz Muqamzai Read more
واټرشیډ یا ابریزه مدیریت Watershed Management
Pashto
Mar 23, 2023
2,393 views

واټرشیډ یا ابریزه مدیریت Watershed Management

#کوم انجنيران چه په GISبرخه کي کار کوي دواټر شيډ باره کې مهم معلومات.د واټـرشیډ یا ابریزه  مـدیـریـت Watershed Managemen د واټرشیډ پیژندګلويپه لنډ ډول ویلي شو چې واټرشیډ یو هایدرولوجیکي واحد دی.  یا واټرشیډ هغه ابریزه ساحه یا ځمکه چې د اورښت څخه ورس...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,425 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,899 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article