To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
د پکتیکا زلزلې یا اتومی آزموینی؟

د پکتیکا زلزلې یا اتومی آزموینی؟

895
Riaz Muqamzai - ریاض مقامزی
2022-08-17 04:27:21

د پکتیکا زلزلې یا اتومی آزموینی؟

لیکنه او څېړنه: محمد رضا رضا 

نه می غوښتل یو حرف ولیکم، مګر نن څوومه ده چی د هیواد په سوېل ختیځو برخو کی د ځمکی او غرونو د خوځېدلو په آړه مزخرف خرافات او بې منطقه دلایل اورم، حوصله می ختمه او د مسؤلیت د آدأ کولو په موخه لاندی مالومات، انتقادونه او وړاندیزونه درسره شریکوم!

زلزله دا مانا نلری چی تل به مګما سوری پیدا کوی او راوځی به او د ځمکی طبقات به لړزوی!

بلکه هر لړزؤونکی او رېږدؤونکی عامل ته زلزله رامینځته کؤونکی او دغه راز پېښو ته زلزله ویل کېږی! زلزله عربی کلیمه ده

ځکه قرانکریم فرمائی: إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا ﴿1﴾

كله چې ځمكه وخوزلى شي په خپلو سختو خوزولو سره.

 

دا که د مګما د راوتلو په نتېجه کی وی او یا هم بل کوم عامل لکه د اتومونو د هستوی انشقاق یا هایدروجنی بم ته ورته هستوی اتحاد تعاملات یا د ساده اتومی انفجاراتو[ لکه د بارودو، ډینامیټو، د هوا د فشارونو یا د نیوټن د عطالت د اصل په کمک د چاودنو زلزلې (ښه مثال یې د ژېړو بوشکو چاودنی) دی.....]

خیر راځو د پکتیکا ګیان ته!

آیا دا زلزلې طبیعی دی؟ که مصنوعی؟

لومړی پکار دا ده چی د دغو زلزلو یا ممکنه مخه ونیسو یا هم په مقابل کی یې د زیان نه اوښتلو په موخه لازم تدابیر ونیسو!

دغه دواړه کاره هغه وخت ښه ترسره کېدلای شی، چی موږ د زلزلې اصلی محدوده، عوامل او ډول وپېژنو!

محدوده مالومه ده، له چتراله تر سپېری زلزلې روانی دی! متمرکزه برخه یې د پکتیکا ګیان ده! 

د اوسنیو زلزلو عوامل:

څوک وایی د پیرصاحب خدائی دعوې دا کیسه ولړله! څوک وایی پیرصاحب په پکتیکا کی له خلګو ناراضه سو دا چی دی قریش ؤو او د پیغمبر ع خپل ؤو الله تعالی پکتیکا ته په قهر شو!

څوک وایی د سیمی خلکو د جلغوزو د غرونو په مالکیت باندی په قران شریفانو ناحقه قسمونه سره واخیستل! الله تعالی په قهر سو!

په دې ورستیو کی ډېری ملتپاله ځوانان وایی دلته د ګاونډی هیواد پاکستان له لوری د اتومی څېړنو په موخه چاودنی کېږی!

خو 

ښا اصلی خبره او حل لاره څه ده؟

د حقایقو د مالومولو لپاره موږ دوه شیان په لاس کی لرو:

۱: دین

۲:د بشر په زحمت حاصل شوی ټولنیز علوم او تجربې

دین له دؤو شیانو جوړ ده: 

۱:باورونه: مثلا ما شخصا په خپله نبی کریم ص معراج ته د تګ په وخت کی نه ده لېدی! ما شخصا د نبی کریم ص د شق الصدر( د سینې څرېدلو پېښه) نه ده لېدلې! ما د عیسی ع د مړی را ژوندی کولو پېښه نه ده لېدلی مګر زه د اسلام په دیدن کی مکلف سوی یم او لارښوونه راته شوې ده چی په دغسی مواردو باور وکړم یعنی عقیده ولرم!

مثلا واضح راته ویل شوی دی چی قرانکریم هغو خلګو ته هدایت کوی چی په غیبو ایمان(باور) ولری!

لاندی آیتونو کی فکر وکړئ!

ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ ﴿2﴾

دا (عظیم) كتاب دى، په ده كې هېڅ شك نشته، د پرهېزګارانو لپاره هدایت دى.الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿3﴾

هغه خلق چې په غیبو ایمان راوړي او لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه څه (حصه) خرچ كوي؛ چې مونږ دوى ته وركړى دى.همدارنګه زه مکلف او مجبوره یم چی په جنت، دوزخ د قبر په عذاب.....باندی پرته له دلیله باور وکړم!

یعنی دا ټول باورونه دی د دلیل اړتیا ته پکی ذکر نه ده راغلی!

هیله کوم د کفر ټاپه مه راباندی لګؤوئ! 

ځکه دا په دې مانا چی دا ټولی لارښوونی په اصل کی رښتنینی دی! بشر به ډېر وروسته د دغو حقایقو واقعیت او رښتینوالی ته ورسېږی.

۲: دوهمه وسیله د تحقیق په دین کی متعارفه اصول دی!

مثلا له علی رضی الله عنه څخه پوښتنه وشوه چی د مخ چټلی کمه ده او د فرجو چټلی زیاته وی، نو بیا ولی د مخ مینځل فرض او استنجأ سنت ده! نو علی رض ورته وفرمایل چی په دین کی عقل ته ترجېح نه ورکول کېږی!

ته باید عقېده او باور ولرې!

 هیله کوم د کفر ټاپه مه راباندی لګؤوئ! 

ځکه دا په دې مانا چی دا ټولی لارښوونی په اصل کی رښتنینی دی! بشر به ډېر وروسته د دغو حقایقو واقعیت او رښتینوالی ته ورسېږی.

د تحقیق دوهمه مرجع: د بشر په زحمت حاصل شوی علوم او تجربی دی! چی خلګ یې ساینس بولی! مګر ساینس اصلا بل شی ته ویل کېږی! ساینس یعنی پوهه فقط او فقط!

دلته بیا هیڅ راز عقیدې او باور ته ځای نشته! که څوک د طبعیی علومو په برخه کی نظریه هم ورکوی خدای دی وکړی چی زر کاله دوام وکړی تر هغې پوری د قانون بڼه نشی غوره کولای تر څو چی تجربو نه وی ثابته کړې! یعنی دلته به خبره د تجربې په بنیاد کړې! 

او که د ټولنیزو علومو په برخه کی نظریه هم ورکوی، لومړی باید پوښتنه مطرح، فرضیه یا لنډ ناتائیده ځواب ونیول شی، اطلاعات او مالومات راټول، راټول شوی مالومات تحلیل او کنترول شی، نتېجه ګېری وشی، که فرضیې پوښتنه تائیده کړه بیا د قانون بڼه غوره کوی! یا هم پنځونی، اقتباسات، قیاسات، مشاهدات، د رفتارونو څېړل، پخوانیو څېړنو ته سر ورښکاره کول، له واقعیتونو څخه پایله آخیستل، د ټولنی مناسبو اړتیاؤو ته په کتلو د سمون په موخه د اصولو او قوانینو ایښودل، د ټولنی د روح او روان د روزنی او خوښۍ لپاره بېلابېل څه رامینځته کول او وضع کول، .....او د ټولو طبعیی او ټولنیزو علومو د ښه زده کولو لپاره، د نسلونو ته د لېږد په موخه ژبه او د ژبی تهذیب بډایه کول شامل دی. 

کومه مرجع بهتره ده؟

تر ساینس دینی مرجع لوړه او بهتره ده ځکه هغه کامله ده او د وخت او انرژی له ضایع کېدلو څخه مخنیوی کوی! هر څه تیار پراته دی مثلا د سورت یونس د ۶۱ آیت دوهمې فقرې کی پاو کم ۱۵ پېړۍ وړاندی د اتوم، پروټون، الکټرون، نیوترون، میزون، ......مالیکول، کامپلکس، خوشې.....یادونه شوې وه!

ساینس ډېر ناوخته وپېژندل او ورباندی پوه شو!

الله تعالی فرمائی:

وَمَا تَكُونُ فِي شَأْنٍ وَمَا تَتْلُو مِنْهُ مِنْ قُرْآنٍ وَلَا تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلَّا كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ وَمَا يَعْزُبُ عَنْ رَبِّكَ مِنْ مِثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَلَا أَصْغَرَ مِنْ ذَلِكَ وَلَا أَكْبَرَ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُبِينٍ ﴿61﴾

او ته نه يې په كوم كار كې (مشغوله) او نه ته لولې له دې نه، یعنې له قرآنه او نه تاسو څه عمل كوئ مګر مونږ پر تاسو باندې شاهدان یو كله چې تاسو په هغه كې بوختېږئ او ستا له رب نه په ځمكه كې اونه په اسمان كې د ذرې په اندازه (شى) هم نه پټېږي او نه له دې نه زیات وړوكى شى او نه له دې نه زیات غټ مګر په واضحه كتاب كې دي.

دلته ذره د اتوم مانا ورکوی، تر ذرې وړوکی د اتوم د هستوی او مدار د ذراتو لکه پروتون، نیوترون، میزون آن دوه سوه شاوخوا د هستې داخلی ذرات او د مدارونو د الکترون مانا ورکوی! ځکه دغه پروتون، نیوترون او الکترون دوۍ دی چی تر ذرې(اتوم) کوچنۍ دی!

او تر ذرې(اتوم) غټ ذرات بیا مالیکول، کامپلکسونه، زنجیرې او خوشې(غوټی) ښیی! 

دینی مرجع محدوده او اشاروی ده ځکه بیا انسانان لټان عادتیږی او چی تر څو د زحمت په نتېجه کی یو شی پخپله پیدا نکړی عزت او قبلېدل یې دومره ښه نه کوی! لکه څنګه چی په تیاره راغلی وی!

نو الله تعالی په فکر، تحقیق او کوشش کولو مأمور کړی دی!

د ساینس مرجع بیا یوه تکمیلی او دوهمه ضروری مرجع بللی شو!

ځکه د فرضیت لپاره یې الله پاک څو ځله ټنګار او امر کړی ده!

چی افلا تعقلون؟ آیا تاسی عقلا فکر نکؤوۍ؟ مانا عقل وجنگؤوئ! نور یې هم په وار وار امر او اشاره کړې ده چی:

 

افلا تتفکرون , لقوم یتفکرون ،افلا تعقلون , افلم تکونوا تعقلون , لعلکم تعقلون , ان کنتم تعقلون , لقوم یعقلون , افلا یعقلون.خلاصه دا چی ساینس کی دننه شئ ویې وایاست! کار کی وکړئ! تر څو حقیقت پیدا او آرامه ژوندونه(لومړی ژوند او دوهم ژوند) ولرۍ!

ځکه خو ساینسپوهان وایی چی: ساینس د خدای ج ژبه ده!

یعنی د ټولو اشارو راسپړلو شی ساینس ده!

ډېر ښه!

نو زلزله په دغو دؤو سرچینو کی څه شی ده؟ او څنګه رامینځته کېږی!

دین د سورت الزلزال په لومړی نمبر آیت کی د زلزلې عوامل داسی بیانوی وایی! چی إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا ﴿1﴾

كله چې ځمكه وخوزلى شي په خپلو سختو خوزولو سره.

یعنی ځمکه سره وښورول شی او وخوځول شی نو زلزله رامینځته کېږی!

د سورت الزلزال په دوهم نمبر آیت کی بیا د زلزلې نتېجه او پروسېجر فرمائی!

وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا ﴿2﴾

او ځمكه خپل درانه بارونه بهر ته راوباسي.

 

زه مفسر نه یم خو عقل می د ساینس په مټ دا راته وایی چی دا مګما د ځمکی د مرکزی ذوب(ویلی شوی) مواد، د فزیکو کېمیاوی تعاملاتو آزاده شوې انرژی او آزاد شوی فشار ښیی!

 

ساینس د زلزلې په آړه څه نظر لری؟

دا یوه اوږده او هرآړخیزه داستان دی زه یې رالنډوم!

د ساینس له نظره هم زلزله د ځمکی ښورېدلو او خوځېدلو ته وایی!

ټولی زلزلې فقط او فقط یو کار، یو مقصد، یو هدف او یوه نتېجه ورکوی!

هغه څه شی ده؟

هغه دا چی ټولی زلزلې د ځمکی په طبقاتو یا پوټکو کی تکتونیکtictonic تغیرات رامینځته کوی!

تکتونیک تغیرات څه دی؟

تکتونیک تغیرات: ایران کی یې د پوستې تغیرات بولی! 

دا هغه تغیرات دی چی د ځمکی د پوستې یا اولنی پوټکی د صفحاتو له غیر منظم حرکت څخه رامینځته کېږی! یو څه برخه د گوشتې طبقې هم پکی برخه اخلی!

او بالاخره ځمکه په لړزه راولی.

د ځمکی داخلی جوړښت اصلا په دریو برخو وېشل شوی ده!

۱: پوسته

۲: ګوشته

۳: هسته

 

عوامل او د زلزلې ډولونه یې په لاندی توګه دی!

زلزله ډېر عوامل لری!

یو څو یې را اخلم!

۱:د ځمکی د بهرنی پوټکی د صفحاتو ښورېدل او لړزېدلو زلزله، چی یا ممکن د داخلی ډبرو د ویلی کېدلو یا انرژیو د غیر منظم بېځایه کېدلو په نتېجه کی د صفحاتو د حرکت په وخت کی یوه صفحه عمودی او بله افقی ولاړه شی، یا یوه صفحه پر بله صفحه لغزش یا ورغړیږی یا یوه صفحه پر بله صفحه فشار راوړی! یا یوه صفحه له بلی صفحې څخه آزاده شی او زلزله رامینځده شی! بالاخره د ځمکی مخ ته داخلی دفائین یا ښخ کړل شوی مواد راوغورځوی انرژی آزاده شی فشار تولید شی! ورانی جوړ شی!

 

۲: اورغورځؤونکی چاودنی: چی دا هم زلزلې رامینځته کوی! 

علتونه یې دا دی: د ځمکی د پوستې یا اولی طبقې داخلی ډبری د لوړ حرارت په نتېجه کی په مګما یا ویلی شویو موادو بدلېږی چی تقرېبا تر ۱۵۰۰ یونیم زر درجو د سانتی ګراد پوری ګرمېږی او په خپل ترکیب کی ګازی اکسایدونه Si O2 , Al2 O3 , Fe O , Fe2 O3 , Ca O , Mg O , Na2 O , K2 O , Ti O2 , Mn O , P2 O5 , H2 O , C O2 ، مالګی FeCl3, AlCl3 قوی تیزابونه آمونیا او میتان ګازونه او هایدروجن...... لری!

چی مطلقا د اوبو له بخار سره ټکر وکړی چاودنه کوی په لوړه اندازه انرژی خارجوی یعنی اور د ځمکی مخته راغورځوی او ځمکه لړزوی ورانی جوړېږی!

لکه په سره کړیو غوړیو کی چی لامده کچالو واچوې!

۳: د شهاب سنګی یا لکۍ داره ستورو او آسمانی تېږو زلزلې: کله چی دا ډبری د انرژۍ په له لاسه ورکولو سره د مځکی په مخ د زیات سرعت له آمله لکه بمب ولګیږی نو د مځکی په لومړنۍ طبقه باندی د زیات فشار له آمله تېل، اوبه او نور مواد راغورځوی، انرژی آزادېږی زلزله راځی او ورانی جوړېږی.

 

مصنوعی زلزلې: چی زه یې ۶ ډولونه تر اوسه پېژنم:

۱:د اوبو د ډېرو غټو بندونو د جوړولو له آمله زلزله! لکه په ۱۹۳۹ کی د امریکا په نوادا کی په بند کی د زیاتو اوبو درېدلو له آمله شدیده زلزله وشوه!

۲: د ځکمی دننه ته د زهری مایع پیچکاری کول! لکه په ۱۹۶۱ کی امریکا د راکی په غرونو کی په ۱۲۰۰۰فټه لاندی څاه کی د ناپالم زهری مایع پاتی شونی واچول! شدیدی زلزلې یې رامینځته کړلی!

۳: له ځمکی څخه په ډېره اندازه د ډبرو سکاره ایستل: ځکه چی مجبورا له دغو سکارو سره په لوړ مقدار اوبه هم ځی، د پوستې په طبقه کی غیر منظم تغیرات پیلیږی او زلزلې رامینځته کېږی! تاسی به خپله اورېدلی وی چی هر کال په رسنیو کی د ډبرو د سکرو په کانونو کی د چاودنو رپوټونه ورکېږی.

۴:د نفتو او ګازو د اولیه څېړنو په موخه غیر منظمی څاه ګانی او غارونه ایستل! ځکه ممکن ځنی هایدروکاربنونه دوباره را ژوندی او غیر منظم تعاملات پیل شی. لکه د ازبکستان په ګزلی کی چی روسانو دا کار وکړ!

۵: له اندازې درانه ساختمانونه جوړول هم مخصوصا په هغو سیمو کی چی ځمکی یې د زلزلې په کمربند کی شاملی وی زلزله رامینځته کوی! لکه په ۲۰۰۵ کی په تایوان کی د ۷۰۰۰ ټنه دروند ۱۰۱ تایپه ساختمان له آمله زلزله!

۶: د اتومی بمونو د آزمویلو، د اتومونو د هستوی بمونو د کارخانو د پاتی شویو موادو د ښخولو او د نورو هستوی تعاملاتو د څېړلو او آزمویلو زلزلې: دې ډول زلزلو ته غبرګی یا ثانی زلزلې هم ویل کېږی! هغه وخت رامینځته کېږی کله چی د اتومی بمونو آزموینی تر ځمکه لاندی ترسره شی!

دا ډول آزموینی هغه وخت ډېری خطرناکی زلزلې رامینځته کولای شی کله چی هغه سیمی د زلزلې په رسمی کمربند کی شاملی وی! مثلا د ځمکی پوټکی یې تکتونیکی یا ساده ووایم د صفحاتو غیر منظم تغیرات ولری! یا د اتشفشان ساحه وی! یا نفتی ساحه وی د تېلو ذخایر ولری! مثلا لکه روسیې چی په قزاقستان او ترکمنستان کی وکړلې!

شمالی کوریا په خپل هیواد کی وکړلې چی یوه میاشت زلزله وه!

همدارنګه هندوستان او پاکستان یو د بل په ضد په ۱۹۹۸ کی دا ډول آزموینی ترسره کړلې چی په پایله کی یې افغانستان او تاجکستان زلزلې ولړزاؤو څلور زره نفر پکی تباه شول!

یا هم کله چی د وړو هستوی تعاملاتو آزموینی تر ځمکه لاندی ترسره شی! لکه مثلا وخت ناوخته د ایران په کرمان کی زلزلې یا د پېښور زلزلې!

یا هم کله چی د هستوی سایتونو یا کارګاؤو د هستوی تعاملاتو پاتی شونی یا بقایا تر مځکه لاندی ښخ کړای شی! مثلا د هلمند وړې وړې زلزلې چی په خان نشین او بهرامچه کی د پاکستان له لوری دا ډول مواد ښخ کړای شوی دی. او زلزلې رامینځته کوی.

د خان نشین په ولسوالۍ کی د دې ډول موادو نښې نښانې ما شخصا لېدلې دی! تقرېبا په ۱۳۹۸ کی ما هلته یوه څېړنه کوله! د رادیواکتیویتی آثار مخ په زیاتېدونکی حالت کی ؤو! .

آیا داسی زلزلې ممکنی دی؟

هو ځکه چی د ځمکی د پوستې طبقې صفحات غیرمنظم کوی! او په حرکت یې راولی! مګما تولیدوی او په لاوا یې تبدیلوی. لاندنی تېل اور اخلی لوړه انرژی او فشار تولیدوی!

 

آیا د پکتیکا دوامداره زلزلې پاکستان رامینځته کړی دی؟

ځواب دا دی رامینځته کولای یې شی.

تېرو پنځوسو کالو کی نیت مالوم ده! هستوی تعاملاتو ته ضرورت لری! هستوی آزموینو ته حیاتی ضرورت لری! صحراوی او دښتی نلری! تر ډېره د زلزلې په کمربند کی پروت ده! د اتومی بمب خاوند ده مجبور ده چی خپل اتومی فعالیت دوامداره وساتی! د اتومی آزموینو د کارخانو ضایع شویو موادو ته ځای نلری! بل دغومره ضعیف هیواد یې په څنګ کی نشته! چی دغه بلا او بدتر وربار کړی!

 

څه کول پکار دی؟

لومړی: د څېړونکو مالومات راټولول او ژر تر ژره په هیواد کی د کېمیا، جیولوجی، فزیک او انجنیری او تاریخ د څېړونکو او استادانو ورکشاپ دایرول؛ تر څو هغوۍ په دې برخه کی خپلی مشورې سره شریکی کړی! حتی په بهر کی استادان او پوهان دی هم راوغوښتل شی! که څه هم له اوسنی حکومت سره ستونزه ولری.

دوهم: د دې ډول زلزلو تر ټولو مهم مثال او پېښه د امریکا په نوادا کی تېره شوې ده! د هغې پېښی ټول اړخونه دی د مالوماتو په بنسټ وڅېړل شی او د پکتیکا له زلزلو سره دی مقایسه شی! 

درېیم: د پکتیکا زلزلو ته چی زه ګورم څوډوله زلزله وشوه! پکار دا ده چی د اندونیزیا د سونامی، د چرنوبیل د جاپان او نوادا له زلزلو سره دی مقایسه شی!

څلورم: د اهل تصوف، اهل کرامت و ولایت یا علم باطن کسان دی پیدا شی تر څو مراقبه او اوضاع معلومه کړی!

سم باوری او آزمویل شوی خلګ( نه لکه هغه یو) 

پنځم: د استادانو، پوهانو او څېړونکو ټېمونه دی جوړ شی د ډاډمن امنیت دی ورته برابر شی! ماشینری او دستګاوی دی ورته په واک کی ورکړل شی، او سیمی ته دی د آزموینو او مشاهداتو لپاره یووړل شی!

 

دغه کړنه که رښتیا هم پاکستان ترسره کړی وی! واقعیت د بشر په برابر ستر خیانت یې ترسره کړی ده!

زه نه دینی عالم یم! نه جیولوجست یم او نه د کرامت خاوند! فقط د کېمیا په برخه کی یو ناچیزه کم مالومات لرم! مخصوصا په اتومی او هستوی مسائلو کی!

له کومی ورځی چی دغه زلزلې راغلی دی د الله تعالی په وحدانیت می دی قسم وی نا آرامه یم! له اوسنی حکومت څخه هیله لرو چی زموږ خبرو ته غوږ کېږدی؛ تر څو د دغه ستر بشری ناورین مخه ونیسو! زما د ناتائید شویو مالوماتو له مخی به ډېر ژر په کنړ کی د ډېرو غټو او دوامداره زلزلو شاهدان واوسو! او په غزنی او ننګرهار کی د سپکو زلزلو احتمال شته!

راځئ د ګل ګل ماشومانو ژوندونه ورته وګټو او د خوست، پکتیکا او پکتیا خلګو ته آرامه ژوندون وروبخښو!

په خدای دا زموږ ټولو تاریخی او دینی او انسانی مسؤلیت ده!

از ما گفتن بود!

زنده باد افغانستان

تل دی وی افغانستان

یشه سن افغانستان

۱۴۰۱/سرطان/۲۹ل

لیکنه او څېړنه: محمد رضا رضا

Recommended Articles