دبنو ساعده سقیفه (دیره)
کله چې محمد صلی الله علیه وسلم وفات شو دبنوساعده دیره کې صحابه کرام جمع شول چې مسلمانانوته خلیفه وټاکي ځکه رسول صلی الله علیه وسلم ژوند کې څوک خلیفه نه ؤ ټاکلی البته دمرض پرمهال ېې لمونځ لپاره ابو بکر خپل نائب ټاکلی ؤ (سقيفة) داسې ودانۍ ؤ چې درې خواووته دیوال او یو طرف ېې خلاص ؤ دنن سبا په اصطلاح دیره يا دالان بڼه ېې لرله شمالي طرف ېې خلاص ؤ ځينې ستنې ېې هم لرلې چت ېې د ونو له ډ ډونو او دخرما
له لښتو څخه جوړ ؤ اوبیا پرې خټه اچول شوې ؤ دغه ډیره کې دقبیلې خلک دخپلو چارو دتنظيم او تفریح لپاره جمع کيدل
اودشپې کيسې به ېې پکې کولې دغه دیره دمسجدنبوي شمال غرب ته واقع ؤ هلته دبنوساعده وو کورونه ؤ له خزرجيانو څخه اودغه سقیفه دباغونو منځ کې ؤ دهغه باغونو منځ منځ کې کورونه هم ؤ دغه سقیفه (ديره) کې ډیر خلک ځائېدل مخامخ ورته خلاص میدان ؤ اونږدې ورته دبنوساعده قبیلې (کوهی) څاه ؤ دوخت په تیريدو اوس هغه بڼه بدله شوې خو دمسجدنبوي غربي دیوال ته چې کومه باغچه ده همدغه دسقیفې دیرې ځای ده
ژباړه (معالم المدينة النبوية)
(ژباړه حبیب سرورمکي)
دبنو ساعده سقیفه یا دیره
303
Faridon Delsoz Niazai
2023-06-02 16:05:18
Faridon Delsoz Niazai
1 year ago