To start downloading books

Please sign in or create an account.

Hasibullah Ashna 2 years ago 1,234
د دجال له فتنې څنګه په امان شو؟

د دجال له فتنې څنګه په امان شو؟

د دجال له فتنې څنګه په امان شو؟

اکثره خلک د هرې جمعې په ورځ د کهف مبارک سورت لولي ترڅو د دجال له لویې فتنې په امان شي، په همدې خاطر غواړم د دې سورت په اړه تاسو درنو لوستونکو ته معلومات وړاندې کړم.

کهف سورت د قران کريم په پنځلسمه سپاره کې ١٨ سورت دى چې په مکه مکرمه کې نازل شوى دى. ١١٠ ايتونه او ١٢ رکوع ګانې لري.

پيل د احادیثو مبارکو په رڼا کې د کهف سورت له فضيلتونو کوم.

د سورة الكهف  فضيلت

په صحيح بخاري کې يو حديث روايت شوى چې يو ځل براء ابن عازم ( رضي الله عنه )  کهف سورت لوستلو، د هغه پام شو چې اسپ يې لړزيږي او ډېر نارام دى او د اسپ د پاسه يوه رڼا راکښته شوې ده. هغه وايي: کله چې به ما تلاوت بس کړ، دغه رڼا به پاس اسمان لور ته لوړېدله او کله چې به مې تلاوت بيا پيل کړ، رڼا به بېرته راکوزېدله.

براء پيغمبر ( صلى الله عليه و سلم ) ته لاړو او دا خبره يې ورسره شريکه کړه، پيغمبر ( صلى الله عليه و سلم ) ورته په ځواب کې وفرمايل: (تلک السکينة نزلت).

ابن حجر (رحمه الله) وايي: له سکينة څخه مراد ملايکې دي؛ ځکه کوم ځاي ته چې ملايکې ځي هلته سکون يا ارامش احساسيږي. نو د براء د تلاوت اورېدو ته هم ملايکې راغلې وې.

له پورتني حديث څخه دا معلوميږي چې کهف سورت د نورو سورتونو ترڅنګ له داسې فضيلت څخه برخمن سورت دى چې ملايکې يې هم اوريدو ته راځي.

عن أبي الدرداء أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( من حفظ عشر آيات من أول سورة الكهف عُصم من الدجال وفي رواية ـ من آخر سورة الكهف) [ رواه مسلم ].

له ابي درداء نه روايت دی چې نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : چا چې د سورت کهف لس اولني آيتونه حفظ (ياد) کړل، د دجال له فتنې څخه به په امن شي. او په بل روايت کې راغلي دي چې ددې سورت آخرني لس ايتونه.

وقال عليه الصلاة والسلام : ( من قرأ سورة ( الكهف) ليلة الجمعة، أضاء له من النور ما بينه وبين البيت العتيق ) [ صحيح الترغيب والترهيب / 736 ]

همدارنګه فرمايي : چا چې د جمعې په شپه سورت الکهف تلاوت کړ د ده له کور څخه تر بيت العتيق (کعبه) پورې به نور وي او په بل روايت کې د دواړو جمعو تر مينځ به نور وي.

په يو بل حديث کې پيغمبر ( صلى الله عليه و سلم ) فرمايلي دي: هرڅوک چې د جمعې په ورځ د کهف سورت تلاوت کړي، له دې جمعې څخه به تر بلې جمعې پورې د تلاوت کونکي له مخ څخه يو نور روښانه وي او ځليږي به. مستدرک الحاکم

د کهف سورت موضوع

د کهف سورت اصلي موضوع داده چې ددې سورت په تلاوت کولو سره الله متعال انسان له هر ډول امتحان او ازمایښت څخه ساتي.
کهف له کیسو ډک سورت دی او په هره کیسه کې د الله تعالی یو لوی امتحان دی چې خپل عباد پکې امتحانوي.
په دې سورت کې د نورو کیسو ترڅنګ څلور عمومي کیسې دي:

 د ځوانانو کیسه (ددین په مقابل کې فتنه)
د پیسو یا مال د فتنې کیسه.
د خضر او موسی علیهم السلام کیسه ( د علم فتنه)
د ذوالقرنین کیسه ( د قدرت یا ځواک فتنه)

 د ځوانانو کیسه: يوه ډله ځوانان چې د ظلم په مقابله کې راولاړیږي او الله تعالی یې په کهف (غار) کې ساتي.

په دې کیسه کې الله تعالی مونږ د دین په اړه له فتنې خبروي او وايي، یوه ډله ځوانان وو چې په الله سبحانه و تعالی باندې یې ایمان درلود، هر هغه چا چې به داسې کار ترسره کړو، خلکو او پاچا به هغوی وژل. پاچا غوښتل دغه ډله ځوانان چې په الله تعالی یې ایمان درلود له منځه یوسي، خو هغوی ددې ظلم په مقابل کې په کهف (غره په منځ کې سوړه) کې الله تعالی ته پناه يوړه او الله تعالی د هغو سوال قبول او هغوی ته یې پناه ورکړه.

 د مال یا پیسو د فتنې کیسه: په دې کیسه کې الله متعال مونږ ته ښودانه کوي، کله چې پیسې یا دنیوي مال د انسان هر څه شي او یا د انسان ټول هدف پیسې شي بیا څه پیښیږي؟ د پیسو په مقابل کې انسان مغروره او متکبره کیږي. ددې ستونزې د حل لپاره د کیسې په اخر کې الله تعالی بیا وایي چې دا دنیا د لنډې مودې لپاره ده، یوازې الله تعالی د مال ورکونکی دی او شته هرڅه به یوه ورځ  د ټولو له لاسه وځي.

 د موسی او خضر علیهم السلام کیسه : په دې کیسه کې الله تعالی مونږ ته د کم يا ناوړه علم فتنه په نښه کوي، یعنې کله چې علم انسان تواضع او عاجزي ته ونه رسوي یا علم انسان متواضع نه کړي، دا بیا فتنه ده چې انسان یې له امله متکبره او مغروره کیږي.

 څلورمه او اخري کیسه د کهف په سورت کې د ذوالقرنین کیسه ده: په دې برخه کې د ځواک او قدرت فتنه بیانیږي. په دې کیسه کې الله متعال خپلو بندګانو ته وايي چې الله تعالی ذوالقرنین امتحان کړل خو هغوی څنګه او په څه ډول له دې امتحان څخه ووتل.

د دجال له فتنې سره د کهف سورت تړاو

د انسانانو په ژوند کې د دجال له فتنې څخه بله لویه او ناوړه فتنه نه شته، په دې اړه پیغمبر (صلی الله علیه و سلم ) فرمایي: له هغه وخت نه چې الله تعالی ادم علیه السلام پیدا کړی تر قیامت پورې د دجال له فتنې څخه بل لوی امتحان په انسانانو نه شته.

د جال فتنه داسې یوه فتنه او امتحان دی چې د نوموړي په راتګ سره به ډېرو خلکو ته تاوان ورسیږي، خلک به ووژل شي، وینې به تویې شي او بلاخره دجال به راشي او د خدایي دعوه به وکړي.

دجال ته به الله تعالی موقتي توان ورکړي او له امله به يې هغه دخلکو د خوراک او څښاک کنټرول ترلاسه کړي، دا قوت به الله تعالی ورکړی وي ترڅو په داسې سختو شرایطو کې خپل مخلص او مومن بنده ګان امتحان کړي، په داسې سختو حالاتو کې چې خوراک او څښاک په خلکو بند شي نو دوی چاته رجوع کوي، الله تعالی ته چې حقیقي مالک او هرڅه د ده په قدرت کې دي، که دجال ته، چې موقت قدرت لري؟

دجال به دا ډول کارونه ترسره کړي ترڅو د کمزوري ایمان خاوندان وغولوي او خلکو ته به وايي چې زه خدای یم، نعوذ بالله.

هغه خلک چې د دجال د امر اطاعت وکړي او په نوموړي ایمان راوړي، دوی به پرمختګ کوي او هرڅه به ترلاسه کړي، او څوک چې د نوموړي اطاعت نه کوي، په دوی به خوراک او څښاک بند کړي او ځمکه به پرې وچه شي، چې همدا د الله تعالی امتحان دی.
په دې اړه الله تعالی مومنانو ته ډاډ ورکوي چې: وَ إِنَّا لَجاعِلُونَ ما عَلَيْها صَعِيداً جُرُزاً (8). کهف.
هغه زه یم چې په دې ځمکه هرڅه پیدا کوم او وچوم یې او بیا ترې سپېره ډاګ جوړوم.

الله تعالی په کهف سورت کې خپلو بندګانو ته وايي چې که غواړئ رزق ترلاسه کړئ، زما لوري ته راشئ، نه د دجال طرف ته.
د ځمکې د وچولو او سپېره کولو واک یواځې د الله تعالی سره دی نه د دجال سره. خو افسوس چې ځینې خلک غولیږي او د دجال د فتنې ښکار او د الله تعالی په امتحان کې ناکامه کیږي.
له دې لوی امتحان او د دجال له فتنې څخه د خلاصون په اړه پیغمبر مونږ ته ډېره واضحه ښودانه کړې، که مونږ پرې عمل وکړو ان شاء الله چې په ډېرې اسانۍ به له دې لوی امتحان او لویې فتنې څخه خلاصون ومومو.

ابو درداء (ض) روایت کړی چې پیغمبر (ص) وفرمایل: هرڅوک چې د کهف سورت لس اولني ایتونه حفظ کړي، الله تعالی به یې د دجال له فتنې څخه په امان کړي او له دې لوى امتحان  څخه به خلاصون ومومي.

حافظ ضیا مقدسي په خپل کتاب مختاره کې د حضرت علی کرم الله وجهه څخه روایت کړی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: څوک چې د جمعې په ورځ د کهف سورت ولولي هغه به تر اته ورځو پورې د هر ډول فتنې څخه وساتل شي، که دجال راوځي د هغې له فتنې څخه به یې هم الله تعالی وساتي (ابن کثیر).

ابو سعید (ض) روایت کوي، پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي: هرڅوک چې کهف سورت داسې تلاوت کړي لکه څنګه چې نازله شوی (په تجوید، خشوع او په حوصله) او بیا هغه له دجال سره مخ شي، الله تعالی به ددې شخص حفاظت وکړي او د دجال قدرت او فتنه به پرې هیڅ تاثیر ونه کړي. مستدرک الحاکم.

نواص ابن صبعان روایت کوي چې یوه ورځ مونږ په یو مجلس کې د دجال په اړه خبرې کولې، ډېر ډارېدلي وو، پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) راغی او له مونږ نه یې پوښتنه وکړه، مونږ ورته حال بیان کړ، بیا پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د دجال ټولې نښانې بیان کړې او ویې فرمایل: که دجال راغی او زه ستاسو په منځ کې وم خو زه به له تاسو دفاع وکړم خو که زه نه وم او د جال په راتلونکي امت کې راغی، نو هرسړی به خپله دفاع کوي او هر مسلمان به د خپل ځان ساتونکی وي، که چا دجال ولیدو باید د کهف سورت لس اولني ایتونه تلاوت کړي. صحیح مسلم

د کهف سبب نزول

امام ابن جرير طبري له ابن عباس ( رضي الله عنه ) څخه روايت کړى، کله چې په مکه مکرمه کې د نبي کريم ( صلى الله عليه و سلم ) د نبوت اوازه خپره شوه او د مکې قريش په دې خبر ډېر خپه شول، نو يې نضربن حارث او عقبه بن ابي معيط د مدينې منورې په لور د يهودانو عالمانو چې د تورات او انجيل عالمان څخه د پوښتنې په موخه وليږل، دوى دغه عالمان وپوښتل چې ددې نوي پيغمبر په اړه څه وايي؟

يهودو عالمانو دوى ته وويل چې له دې پيغمبر نه د درې شيانو پوښتنه وکړ‌‌ئ که یې ددې پوښتنو سم ځوابونه وويل نو پوه شئ چې دغه د الله تعالي نبي او رسول دى، او که يې سم ځوابونه و نه ويل، نو پوه شئ چې دا نبي او رسول نه دى.

يهودو عالمانو وويل: له هغه نه اوله پوښتنه د هغو ځوانانو په اړه وکړئ چې په تېره زمانه کې د خپل ښار نه ووتل (اصحاب کهف)، دويمه پوښتنه ترې د هغه سړي وکړئ چا چې د دنيا د مشرق او مغرب سفر وکړ (ذوالقرنين) او دريمه پوښتنه ترې د روح په اړه وکړئ چې روح څه شى دى.

دواړه قريشيان بېرته مکې ته راغلل او خپلو خلکو ته يې د يهودو عالمانو ټوله کيسه وکړه. قريش له همدې درې سوالونو سره د نبي کريم ( صلى الله عليه و سلم ) په مقابل کې حاضر شول او دا درې پوښتنې يې ترې وکړلې.

نبي کريم ( صلى الله عليه و سلم ) ورته وويل چې زه به تاسو ته د دې سوالونو ځوابونه سبا ووایم، خلک لاړل او نبي کريم (صلى الله عليه و سلم ) د وحى په انتظار و ترڅو ددې سوالونو ځوابونه ورته د وحې له لارې وويل شي، وعده پوره شوه خو وحيه نازل نه شوه او نه هم جبريل امين راغى، د مکې قريشو په رسول الله ( صلى الله عليه و سلم) باندې مسخرې پيل کړې، نبي کريم ( صلى الله عليه و سلم ) په دې کار سخت غمجن او پرېشانه شو. پنځلس ورځې وروسته جبريل امين د سورت کهف له وحيې سره يوځاى نازل شو.

د وحيې د تاخير علت دا و چې پيغمبر ( صلى الله عليه و سلم ) د وعدې ورکولو په پاى کې ان شاء الله ويل هېر شوي و، په دې سورت کې د وحيې د تاخير علت هم بيان شوى او الله تعالى رسول ( صلى الله عليه و سلم ) ته وايي: کله چې له چاسره وعده کوې نو ضرور ورسره ان شاء الله وايه، دا موضوع هم د کهف په سورت کې بيان شوې او ددې ترڅنګ په دې سورت کې الله تعالى د قريشو هغه سوالونو ته ځوابونه وايي، او دوى ته دا ثابتوي چې دغه معتبرانسان برحقه نبي او رسول د‌ى.

که غواړئ له امتحانونو او فتنو څخه په امان شئ، د هرې جمعې په ورځ د کهف سورت تلاوت کول خپل تلپاتې عادت وګرځوي.

  لیکنه: عبیدالله حسام  د شرعیاتو ماسټر او لیکوال

 ترتیب کوونکی: حسیب الله آشنا

Related Articles

آجندای مُلی

آجندای مُلی (پیرامون یک کتاب مبتذل) نوشته ی مصطفی عمرزی چندی قبل، برادر میزوف احمد شاه مسعود در یک پُست فیس بوکی از تجربه ی سیاسی کشور های حوزه ی بالکان، اروپای جنوب شرقی، در افغانستان، نوشته بود. نمونه ی او در این غرض، یوگوسلاویا بود که پس از مرگ دیکتاتور مقتدر آن، جنرال تیتو، در جنگ های داخلی درگیر و به چند کشور صربستان، بوسنیا و کرواسیا، تجزی...

یوه جمله!!!

حکایت دی، چې یوې جوړې ته خدای له واده یوولس کاله وروسته زوی ورکړ. د دوی په کور کې چی بل کوچینی نه و، هلک بېخي ډېر نازېده. یو سهار چې د هلک پلار کار ته روان و، د دوا یو بوتل يې پرانیستی ولید. دا چې په ده ناوخته وه، نو په مېرمن يې اواز وکړ چې سر يې بند کړي. مېرمن يې چې په اشپزخانه کې بوخته وه، د بوتل بندول هېر کړل.   د دوی زوی چې دغه وخت دوه کلن و،...

ھائيکو نما نظم- ليک محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا

  ھائيکو نما نظم يا نظميه هائيکو هسې خو په پښتو شاعرۍ کښې بلها قسمه نظمونه ليکلے شوي دي خو زما په خيال د ھائيکو په رنګ نظم پکښې تر اوسه چا نه دے ليکلے. ما غوښته چې په دغه اړه کار اوشي. او  بيا زه په خپل کوشش کښې کامياب شوم او ھائيکو نما نظم مې په ۳ مئ ۲۰۱۰ کښې په بحيره عرب کښې هغه‌ وخت  اوليکلو کله چې ما په جھاز باندې نوکري کوله -  او د خيره اوس  ...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...