پـوهنوال مستعلى ( نــــيازى )

د ښــوونې او روزنې پوهنځى

د تاريـــــخ څـــــــــانګې استاد

په معاصر سياسي نهضت باندې د ويښ ځلميانو د کړنو اغېز

لنډيز 

د سردار شاه محمود خان د صدارت پر مهال د سياسي فعاليت سرته رسول يو ستونزمن کار و، خو دهغه وخت روڼ انډو په کامل هوډ سره د ويښ ځلميانو ګوند جوړ کړ ، او د دې ګوند د رهبرۍ غړو خپلې عملي مقالې  د دې ګوند په نشراتۍ ارگان د انگار په جريده کې  چې د فيض محمد انگار پر مسوليت خپريدله نشرولي ، په دې مقاله کې د ويښ ځلميانو د کړنو مختلف اړخونو څېړل شوي چې د هغې د دې گوند مرام ، تشکيلات ، د غړيتوب شرطونه ، په ولايتونو کې ددې د څانګو فعاليت هم څېړل شوى دى ، په مقاله کې دا هم واضح شوي چې تطبيق ساحه يې اوس هم شته ځکه ددې ګوند د رهبرۍ غړو څخه ځينو وروسته نورګوندونه  تاسيس کړي لکه چې د نور محمد تره کۍ  د افغانستان دخلق ديموکراتيک گوند تاسيس کړ .چې نوموړي گوند د واک ته له رسيدو وروسته په هيواد کې د سترو بدلونونو سبب وگرځيده، همدارنګه نورو گوندونو د همدې  غړو له خوا هم تاسيس شوي  د هېواد په سياسي بهير کې تر اوسه فعال او د هېواد په سياسي وضيعت کې اغيزې لري   په دې مقاله  کې ځيني موندنۍ لاس ته راغلي او تر يو حده پورې تحليل شوي هم دي  ځکه د يوې پارلمانۍ مبارزې لپاره د گونوندونو هڅول ، په دولتى چارواکو باندې انتقاد ، د هغوى لاس ته راوړنې دا وې چې هغوى په ډېرو سختو شرايطوکې  داسې اهداف وټاکل چې هغه په رښتنې توگه اړين او د ټولنې د اصلاح لپاره اړين وو، هغوى لپاره يې پارلمانې او مطبوعاتي  مبارزه پيل کړې ، هغوى لومړى ځل يو تشکيلاتى اساسي سازمان جوړ کړ او د هېواد رون اندى يې سوله ايزه مبارزه ته وهڅول . . 

کليدى کليمې : د ويښ ځلميانو تاسيس د هيواد په سياسي  نهضت ، د هغوي اغيز ، د هغوي مهمي کړنۍ او لاس ته راوړنۍ .

سريزه 

په ١٩٤٥ ز کال د دويمي نړيوالي جګړې له ختميدو وروسته په يو شمير هيوادونو کې سياسي خوځښتونه را منځ ته شول چې د ١٩٤٦ او ١٩٦٣ ز کلونو تر منځ په ډېرو هېوادونو کې د روڼ اندو له خوا د سياسي گوندونو بنسټ کېښودل شو ، په ځانګړي  ډول هغه هېوادونه چې د شوروي اتحاد په گاوڼد کې و د نوي سيستم اغيزه پرې زياته وه ، چې د ويښ ځلميانو د گوند رهبري غړو هم په ١٩٤٧ ز کال خپل فعاليت پيل کړ ، او درېيو کالو په موده  کې دوى د خپل گوند مرام د نور محمد تره کي او قيام الدين خادم پواسطه ترتيب او د ١٩٥٠ ز کال کې د کنگرې له خوا تصويب کړ . په مرام کې اسلام او پاچا ته درناوي ، استقلال ، ملى افتحاراتو ته احترام ، د مطبوعاتو ازادۍ ، د دولت د ملى وحدت ټينګول ، د ملي ژبى احترام ، د ښځو مقام او حقوقو درناوى ، پښتونستان مسالې او د پښتو خود اراديت او نور موضوعات په کې ځاى شوي وو . ( ميرزا محمد لودى ، ١٣٩٢ ) . 

د غورځنگ د غړيتوب شرايط او د غړو دندې هم روښانه شوې وې او د ويښ ځلميانو غورځنگ له درېيو لارو څخه خپله مبارزه کې گټه اخسته 

١_ پارلماني فعاليت .

٢_ ملي جبهي جوړول او سياسي فعاليت .

دوى په هرو پنځلسو ورځو کې يو ځل غونډه کوله او پنځه افغانۍحق الصضويت يې ټاکلى وو ، هر ولايت يوه اجرائيه کمېټه در لوده . ( پنجشيرى ، ١٣٧٧، م . ١١٧ )

په دې مقاله کې د ويښ ځلميانو، فعاليت او هغوى په اړه د اشخاصو مختلف نظريات پيدا او تحليل کړي دي . 

موخه 

ü     د افغانستان د سياسي گوندونو له جملې څخه د ويښ ځلميانو په کړونو باندې پوه شو.

ü     د ويښ ځلميانو د فعاليت په اوسنۍ سياسي بهير باندې څومره اغيزه لري .

ü     په دې پوه شو چې د ويښ ځلميانو گوند څه ډول يو گوند وه .

پوښتني 

ايا د ويښ ځلميانو گوند د اوس مهال د کوم ګوند سره ايديا لوژيکي اړيکې لري؟

د افغانستان د خلق ديموکراتيک گوند په تاسيس کې د ويښ ځلميانو د گوند کړنو او بنسټ گرو څه اغېزه در لوده ؟

اهميت 

د افغانستان د ويښ ځلميانو دگوند فعاليت او تاسيس د افغانستان د معاصرتاريخ يو له مهمو سياسي موضوعاتو څخه دى او د پوهنتون يو شمېر محصلينو او هم د ټولنې ځوان قشر په دې برخه کې معلومات کم دي او يا د گوند د فعاليت په اړه  پوښتنې لري هڅه وشوه چې په دې مقاله  کې را ټول شوي مطالب تر يوه حده پورې د دوى پوښتنې حل او ددې گوند د تاسيس او کړنو په پوهيدو کې د محصلينو او نورو ځوانانو سره مرسته وکړي .

د څېړنې متيود او کړنلاره 

د دې مقالي د ليکنې او څېړني بڼه کتابتوني ده چې په اړه يې د گټور معلومات له عملي سرچينو ، معتبرو او نوو چاپ شويو اثارو څخه را ټول شوي  د موخې له مخې ياده څېړنه تحليلي ده او د مقالي په مناسبو ځايونوګې  په منظم ډول ځاى پر ځاى شوي دي د ليکنې ژبه يې روانه اود  پوهيدو وړ ده . لوستونکي کولاى شي په اسانۍ سره ترې گټه واخلي ، په ځينو برخو کې بعضې مطالب د استادانو سره هم په شفاهي ډول شريک شوي دي . 

تيرو ليکونو ته کتنه 

ويښ ځلميانود ملي شورا د اوومې دورې په ټاکنو کې  برخه واخسته د دې ګوند پارلمانۍ ډلگۍ ګل پاچا الفت ، عبدالروف بينوا او فيض محمد انگار وو ،چې وروسته ور سره عبدالرحمن ، محمودى ، مير غلا محمد غبار، خان محمد خسته او سيد محمد دهقان هم  يو ځاى شول ( پينجشيرى ، ١٣٧٧ ، م ١١٨  ) .

چې دغه کړنې په اوس او راتلونکي  کې د نورو گوندونو د کړنو لپاره يوه  ښه بېلګه ده . ويښ ځلميانو په مطبوعاتي برخه کې خپل پروگرام او مرام لومړى ځل په ١٩٥٠ ز کال د انگار په جريده کې  چې فيض محمد انگار په مسوليت خپرېده خپور کړ  ، خو په دې وجه دا جريده بنده شوه  چې محمد حسن صافى په نوموړي ورځپاڼه کې يوه  مقاله نشر او په دې مقاله کې يې د محصلينو د اتحاديي څخه کلکه دفاع کړي وه ، خو دې گوند په کندهار کې د ورور غږ په نوم جريده خپره کړه چې د دوو گڼو له نشريدو وروسته هغه هم بنده شوه ، د انگار په جريده کې د  مهمو سياسي شخصيتونو لکه عبدالرحمن محمودي ، مير غلام حمد غبار ، نور محمد تره کۍ ، عبدالروف بينوا ، غلام حسن صافى    او د پښتونخوا شاعر يتيم ، احمد على کهزاد ، على اصغر شعاع ، ابراهيم خيل فراهي  ضيا قاري قاضى زاده نور احمد بړيڅ ، نيک محمد پکتيانۍ ، مقالې نشريدلې ، او د ويښ ځلميانو دويم نشراتي ارگان روش جريده چې گل پاچاپر مسوليت خپرېدله په نوموړي  جريده کې عبدالروف بينوا ، قيام الدين خادم، عبدالرحمن محمودي ، اسعداحسان او د نورو مقالې نشريدلي .( پينجشيرى ، ١٣٧٧، م ١١٨ ) .

عزيز نعيم د ويښ ځلميانو د گوند دايديالوژيک ماهيت په اړه داسې نظر لري (( جبش ويش ځلميانو عمدتا توسط يک عده روشنفکران پښتون به وجود امده و بيشتر يک جنبش  پشتوني بود و ما در اينجا پردازهاى ( طيقهاى ) مختلف را مى بينيم از سرخ گرفته تا سبز يعنى از يک ايديالوژى خاص پيروى نمى کرد )) ( طنين ، ١٣٨٤ ، م . ٨٦ ) .

مير محمد صديق فرهنگ هم له ښاغلي عزيز نعيم سره په يو نظر دى او ليکي : (( د ويښ ځلميانو په تاسيس کې عمدتا د پښتو ژبو ليکوالانو لکه گل پاچا الفت ، قيام الدين خادم ، عبدالروف بينوا ، فيض محمد انگار ، غلام حسن ساپۍ ، نورمحمد تره کۍ ، محمد انور   اڅکزي او نورو برخه لرله )) ( ميرزا محمد لودي ، ١٣٩٢ ، م . ١٠٥ ) . 

د ويښ ځلميانو گوند د مديره هئيت له خوا رهبري کيده چې د کنگرې له خوا ټاکل کېده په لومړي مديره هئيت کې نور محمد تره کي ، عبدالروف بينوا ، قيام الدين خادم او محمد ارسلان د کنگري له خوا ټاکل شوي وو . د دې گوند لومړۍ کنگره د نور محمد تره کۍ په کور کې دايره شوه  لاندې کسانو پکې  گډون کړى وو ، نور محمد تره کي ، عبدالروف بينوا ، گل پاچا الفت ، قيام الدين خادم ، صديق الله رښتين ، فيض محمد انگار ، محمد ارسلان سيلمي ، نيک محمد پکتاني ، گل شاه صافي، پاينده محمد روهي ، عبدالقدوس پرهيز ، نورمحمد پونده ، عبدالکريم نذيهي ازبک ، لعل محمد احمدي ، عبدالصمد پتنگ ، غلام رحمان جرار، ولي زلمي ، عبدالهادي خوژمن ، شامراد او ابو الحسن ، ويښ ځلميانو رئيس او منشي نه در لود ( پنجشيرى ، ١٣٧٧ ، م .  ) .

غبار صاحب هم په دې ټکي تاکيد کړى  چې ويښ ځلميانو گوند په خپل نشراتي ارگان د انگار په جريده کې د ټولنيز عدالت ، ظلم او رشوت پر ضد مضامين خپرول چې د ځوانانو په بيدارۍ کې يې  ستر رول  در لود ، نوموړۍ جريده د ١٩٥١ ز کال کې خپريده وروسته بنده شوه  چې ځاى د ولس جرېدې ته  پرېښوده  د ولس جريده چې د گل پاچا الفت په مسوُليت خپرېده د دې گوند د مرام په خپرېدو او د ټولنې د روڼ اندو په بيدارۍ  او مبارزي ته د هغوى په هڅولو کې فعاله ونډه در لوده ( غبار ، ١٣٩٣ ، م . ٢٢٨ ) . 

ويښ ځلميانو گوند د نورو گوندونو سره ډېر ه دوستانه اړيکې در لودې په همدې سبب د دوې په مقابل کې هيڅ لورې غبرگون ونه ښود ، خو يوازي حاکمي طبقي ( پاچا ) د ويښ ځلميانو سره د مقابلې په خاطر د مجيد زابلي ، سيد ذکريا په لارښوونه او د پاچا په حکم په ١٩٥٠ ز کال د ملي ديموکراتيک گوند تاسيس کړ ( غبار ، ١٣٩٣ ، م . ٢٣٠ ) . 

سردار محمد دادو خان چې د کورنيو چارو وزير و د ويښ ځلميانو د رهبرۍ غړۍ خپل حضور ته وغوښتل او ورته  يې وويل : په خپل حزب کې بهرنيو اجيرانو ته اجازه ور نه کړي . داود خان زياته کړه زه باور لرم د ويښ ځلميانو ځينې غړي لکه گل پاچا الفت که يو ډک ټوپک د ده په لاس کې وي او زما پر خوا يې نيولى وي  زه اطمينان لرم چې پرما ډ ز نه کوي ( فراهي ، ٢٠٠٢ ، م . ٧٩ ) . 

محمد ابراهيم عطايي ليکي : د لومړي ځل لپاره   ويښ ځلميانو په ورځينو چارو کې پر دولت باندې په سياسي ، اقتصادي  او فرهنګي چارو کې انتقاد وکړ چې د انګار جريده د يوې سياسي ډلې د ژبې حيثت  يې در لوده ) ( عطايي ، ١٣٨٩ ، م. ٢٤٢ ) .

عبدالحميد مبارزه د ويښ ځلميانو د مطبوعاتي او سياسي فعاليت په اړه داسې نظر لري : ((اولين نشريه که در پرتو ديموکراسى رول داشت و بوجود امد جريد انگار بود که به امتيازات و مديريت مسول فيض محمد انگار به نشرات اغاز کرد ، نور محمد تره کۍ اداره کننده اساسى اين جريده بود و عبدالروف بينوا و محمد بشير سراج به نام مستعار حلاج و شوخک از نويسنده گان ان بود، جريده انگار جنبه انتقادى داشت بيشتر حکومت را به شکل صريح و يا با کنايه انتقاد ميکرد به اين شکل ميخواست در بين طبقات روشنفکران و جوانان نفوذ نمايد و ساحه فعاليت خود را از ولايات به سطحه کشور پهن سازد ، يکبار ديگر تلاش کرد تا داکتر محمود با خود همراه سازد و جرگه بزرگى در باغ بابر به همين منظور ترتيب داد، ولى داکتر محمود نسبت محدوديت که نام اين حزب و منحصر به جوانان ميشد ايتلاف را به آن نپذيرفت و ترجح داد که جداگانه فعاليت سياسى خود را ادامه بدهد( مبارز، ١٣٧٥ ، م . ١٩٠ _ ١٩١ ) . 

پوهنيار فرياد افغان د ويښ ځلميانو د گوند په اړه داسې نظر لري :... ولى در مجموع بايد گفت که اين حزب مفکوره هاى وطنپرستى را تبليغ ميکرد بيدون مداخله و کمک سياسى ، اقتصادى خارجى تاسيس گرديد ، مصارف اين حزب از طريق اعضاى ان تمويل ميشد ، رهبرى نهضت ويش زلميان را عبدالروف بينوا به عهده داشت و مسوليت نشر کتاب به نام ويش زلميان را به او سپرد  که در آن مقاصد مختلف در مورد وظايف ملى جوانان به چاپ رسيد ، ارگان نشراتى  ويش زلميان انگار نام داشت مدير مسوُ ل آن فيض محمد انگار بود( افغان ، ١٣٨٤ ، م . ٢٧١) . 

پايله يا موندنى 

د دې گوند لاس ته راوړنې په هغه وخت کې د اهميت وړ وي ځکه په داسې حال کې چې ايديالوژيکي او فکري  يوالي يې  نه در لوده . خو وتوانيدل چې د يو گوند بنسټ کښږدي هغه هم په داسې شرايطو کې چې ديموکراسي هم په رښتينې توگه موجوده  نه وه  سياسي فعاليت يو غټه ستونزه وه ، خو دې روڼ اندو وکولاي شول چې د سياسي مبارزې له پاره لاره پرانيزى .

همدوى د فعاليت له برکته وه چې محمود او غبار د وطن گوند او د پاچا کورنۍ د ځينو روڼ اندو په ملگرتيا د ملي ديموکراتيک گوند بنسټ کېښود . وروسته تر دوې د کابل ښار د سياسي فعاليت په پلازمينه بدل شو څرنگه چې محترم عزيز نعيم او فرهنگ صاحب دا گوند يو پښتوني حرکت بللى ، خو داسې نه ده دوى د افغانستان د خلکو د سوکالۍ له پاره مبارزه کوله او د دوى  دگوند په مرام کي  د ټولو ژبو برابري او ټولو خلکو  د برابرو حقونو موضوع مطرح کړي وه   ، دا چې د پښتو ليکولانو شمېر په  کې ډېر له همدې امله  عبدالرحمن محمود ، مير غلام محمد غبار او فرهنگ ورځنې  جلا شول اودا يې يو پښتوني حرکت وباله چې د دوى دا ادعاگانې رښتيا نه وي د غو مشرانو د ملي يوالي ، د هېواد د اقتصادي ، سياسي او روغتيايي پرمختگ هيله در لوده او له ظلم ، رشوت او خرافاتو سره يې مبارزه  کوله ، نه د قومونو برترى او تفوق  .

د ښاغلي فرياد افغان د قول په اساس دا گوند له بهرنۍ مرستې پرته تاسيس او د خپلو غړو د مرستو حق العضويت او اعانى له لارې يې خپلې اړتياوې پوره کولې  نور سياسي گوندونه هم بايد دا د ويښ ځلميانو  کړنلاره  تعقيب کړي او د پرديو له غلامۍ  څخه د ډډه وکړي . 

د ويښ ځلميانو د رهبرۍ د غړو د کړنو په پايله او اغېزه کې چې وروسته نور محمد تره کي ، عبدالرحمن محمودى ، مير غلا محمد غبار ، جلا جلا گوندونه تاسيس کړل او له هغوي څخه يې په الهام سره   لومړنۍ  پارلماني  مبارزې ته مخه کړه .

ويښ ځلميانو په خپل مرام  کې د استقلال ، ديني فريضي او ديني احکام محترم گڼل او عملي کول، چې وروسته نورو گوندونو هم په خپل مرام کې د ويښ ځلميانو د مرام ډير ټکي را اخستي دي او  دوى  بايد د هغوي په څير دين ، ثقافت  او استقلال ته احترام ولري .

ويښ ځلميانو لومړى ځل افغانان سوله ايزي  مبارزې ته وهڅول ځکه دوى په خپله په پارلماني مبارزه کې گډون وکړ، او يو پارلماني گروپ يې جوړ کړ .

ويښ ځلميانو په لومړي ځل د يو سياسي گوند په توگه د  دولت ، اقتصادي ، سياسي ، فرهنگي چارې انتقاد کړې چې دا کړنه د نورو سياسي گوندونو له پاره يو الهام او د کړنو منبع وه .

مناقشه 

ويښ ځلميانو د فعاليت له پيل څخه ترتجزيې پورې په پارلمانۍ ، مطبوعاتۍ اوسوله ايزه مبازرې کړي او دهېواد روڼ اندي يې سياسي مبارزې لپاره وهڅول په دې اړه ډېرې  څېړنې  شوي او دا څرگنده  شړې چې نوموړى نهضت يو افغاني نهضت وه  او د ټولو افغانانو د ژوند د بهبود لپاره يې  مبارزه  کوله.

سيد قاسم رښتيا ليکي : (( نجيب الله خان که وزير معارف شد ميخواست که در جاهاى که زبان پښتو زيات مادرى است تدريس به زبان پشتو و در نقاط که مردم فارسى زبان است به فارسى تدريس شود و پشتو لسان دوم باشد که اين نظر معقولتر و عادلانه تر بود .)) ( رښتيا،  ،م . ٦٣ ) .

ويښ ځلميانو په خپل مرام کې له دري ژبې سره د پښتو ژبې برابروالى ټاکلى و ، چې دواړه ژبې بايد مساوي ډول وکارول شي . خو وروسته نجيب الله د پوهني وزير به دا خبره په درسي نصاب کې ځاى کړه اوس هم بايد په هيواد کې د ټولو ژبو د خونديتوب په ځانګړي ډول د دوو  ژبو پښتو او دري تر مينځ بايد موازنه وساتل شي . 

 دا چې ويښ ځلميانو گوند د هغوى په حساسيت پوهيدل په همدې خاطر څېړنې وخوښوده چې د دې گوند د جوړيدو وروسته د گوند دد موسيسينو  څخه يو شمير گوندونه لکه د وطن گوند  ، ملي ديموکراتيک گوند ، مساوات  گوند ، خلق ديموکراتيک گوندونه د اټول گوند او نور  گوند جوړ شول ، دوى ټول لومړى پارلماني او مطبوعاتي  مبارزه پيل کړه   او له ويښ ځلميانو څخه يې په الهام اخستلو يې خپل نشراتي ارگانونه  نشر کړل او زياد گوندونو دخپلو ورځپاڼو په نوم هم شهرت پيدا کړ.

چې  ټول سياسي خوځښتونه دي دويښ ځلميانو په څير د افغانستان استقلال ، اقتصادي پرمختگ او ملي يوالي لپاره مبارزه وکړ ي تر څو   هېواد له دې بدبختي څخه نجات پيدا کړي .

پايله اخيستنه 

د ويښ ځلميانو گوند د خپل فعاليت له پيل څخه تر پايه پورې خپلو موخو ته د رسيدو لپاره پارلماني مبارزه او مطبوعاتي هڅې وي نوموړ ي گوند د فکري اتحاد په موجوديت کې هم دسياسي مبارزې  لاره پرانستيله او دولتي چارو کې يې انتقال کړل او د اصلاح لپاره يې د هغوى ځانګړي وړانديزونه در لودل. ويښ ځليمانو گوند د افغانستان ټول خلک يووالي ته رابلل دوى د نظام د اصلاح غوښتنه يې کوله تر څو هيواد د بدبختۍ څخه نجات پيدا کړي ؟ 

د دغه گوند په ترکيب کې د هرې طبقې او قشر استازي موجود وو ، په دې گوند کې د بېلا بېلو ذهينيتونو خاوندان وو .د دې طبقاتي او ذهني تضاد سره سره دې گوند خپل يوالى وساته خو کرار کرار ضعيفه شو  . تر څو د زيات فشار او سياسي ناامنيو له امله بينوا استعفا ور کړه خو د منظورۍ  لپاره يې د گونډې غړو د غوندي جوړيدو ته هم ونه کتل خو بيا هم نوموړي گوند د شاه محمود خان د صدارت پر مهال يو سياسي حرکت پيل او مطبوعاتي برخه کې يې ډېر کار وکړ ، او روڼ اندي يې پارلماني مبارزى ته هم وهڅول  او د هېواد د روڼ اندو  له پاريې  لاره پرانستله چې د دې گوند له منځه  تللو وروسته يو شمېر ډېر گوندونه د دې گوند د غړو او مخالفينو له خوا تاسيس شول چې د هېواد په معاصر سياسي وضعيت باندې يې ژوره اغيزه در لوده اوحتى  ځينو يې د هېواد   سياسي وضعيت ته بدلون ور کړ . پايله اخيستنه داسې شوه  چې د ويښ ځلميانو مبارزې ته کتنو او اوسنيو حالاتو په نظر کې نيولو سره جگړه کومه مثبته پايله نلري ټول گوندونه بايد سوله ايزه ټاکنيزه مبارزه وکړي او د ټاکنو له لارې بايد واک  تر لاسه کړي او د هيواد پر سياسي تاريخ کې د خپل اغېزناک  رول اداء  کړي تر څو گاونديان د گوندي احتلافاتو څخه گټه وانخلي 

وړانديزونه 

·        سياسي خوځښتونو  او گوندونو فعاليت د هيواد په اقتصادي ، سياسي وضيعت باندې پوره اغيز لري وړانديز دا دى  چې ټول سياسي گوندونه او سازمانونه بايد د خپلو سازماني گټو څخه د هېواد ملي گټي مهمې وگڼي او هغوى ته د لومړيتوب حق ور کړي . 

·        ټول سياسي گوندونه بايد د هېواد د آبادۍ  او په هېواد کې دملي وحدت ټينگوالي لپاره مبارزه وکړي تر څو افغانان د يو واحد ملت په توګه د واک او مبارزې په پايله کې د هوسا ژوند خاوندان شي. 


 

ماخذونه

١_ پينجشيرى ، دستگير . ( ١٣٧٧ هـ ش ) . ظهورو زوال حزب دموکراتيک خلق افغانستان . پېښور : کتاب فروشي فضل .

٢_ رښتيا ، سيد قاسم .(       ) . خاطرات سياسى سيد قاسم رښتيا . با احتمام محمد قوى کوشانى .

٣_ طنين ، ظاهر .( ١٣٨٤ ) . افغانستان در قرن بيستم . تهران : طيف نگاه .

٤_ عطايي ، محمد ابراهيم .( ١٣٨٩ ل ) . د افغانستان پر معاصرتاريخ يو لنډه کتنه. کابل : ميوند خپرندويه ټولنه .

٥_ غبار ، مير غلام محمد .( ١٣٩٣ ) . افغانستان د تاريخ په تگلوري کې ( لومړي او دويم ټوک ) ژباړن : پوهاند محمد بشير دوديال . کابل : ميوند خپرندويه ټولنه .

٦_ فراهى ، عبدالغفار . ( ٢٠٠٢ ز ) . افغانستان د ديموکراسى او جمهوريت په کلتو کې .

٧ _ فرياد ، افغان ، نجم الدين .( ١٣٨٤ ل ) . نگرش بر تاريخ معاصر افغانستان .

٨_ لودي ، ميرزا محمد .( ١٣٩٢ ) . د ويښ ځلميانو غورځنگ . کابل : د افغانستان د علومو اکاډمي .

٩_ مبارز ، عبدالحميد . ( ١٣٧٥هـ ش ) . تحليل واقعات سياسى افغانستان با اهتمام محمد قوى کوشان.