To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
د صدارت پر مهال د محمد موسى شفېق لاسته راوړنې او تېر وتنې

د صدارت پر مهال د محمد موسى شفېق لاسته راوړنې او تېر وتنې

463
FAYAZ GUL MAZLOUM YAR
2022-09-11 15:31:19

پوهنوال مست علي ( نــيازى )

ښوونې او روزنې پوهــنځى

تاريــــــــــــخ څانګې استاد 

د صدارت پر مهال د محمد موسى شفېق لاسته راوړنې او تېر وتنې

١٣٧٢ ل کب ٢٢ مه _ ١٣٥٢ ل کال د چنگاښ ٢٦ مه

لنډيز

محمد موسى شفېق د مولوي محمد ابراهيم کاوي زوى په ١٣١٠ ل ١٣٩١ ز کال د کابل په ښار کې زېږېدلى پلار يې يو ديني عالم و . لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د ننگرهار په نجم المدرسه او ابوحنيفه مدرسه کې بشپړې کړي . لوړې زده کړې يې د مصر په الازهر اوپه امريکا کې د حقوقو په څانګه کې يې پاى ته رسولي دي . د عدلې په وزارت کې يې دنده پيل کړه چې د حقوقو په پوهنځي کې يې د استادۍ دنده  يې هم در لوده . نوموړى د ډاکټر محمد ظاهر له استعفا وروسته د ١٩٧٢ ز کال د دسمبر په ٧ مه نېټه د ظاهرشاه له خوا د کابينې په جوړلو موظف شو نوموړي پرته له کوم جنجال څخه د اعتماد رايه واخسته ( فرياد افغان نجم الدين ، ١٣٨٤، م . ٣٠٣٠).

محمد موسى شفېق يو لړ سياسي کارونه وکړل چې د هغه کړنلاره اوس هم د تطبيق وړ ده . ده گاونډيانو سره د ښو اړيکو د ټينگولو په موخه   ايران سره هم خپله ستونزه حل کړه او له  پاکستان سره يې خبرې پيل کړې وې . ده ټينگار کاوه چې له گاونډيانو سره د ښو اړيکو پرته د افغانستان پرمختگ يو ستونزمن کار دى . اوس د افغانستان خلک د گاونډيانو له خوا له  ستونزو سره مخ دي او دهېواد د اقتصادي او سياسي وضيعت په ډېر ضعيف حالت کې دي بايد له  گاونډيانو سره د اختلاف د حل لپاره لازم کړنلاره هم تر سره شي  تر څو په  افغانستان کې جګړه ختمه او هېواد پرمختګ وکړي . 

شفېق کوښښ کاوه چې د هېواد د پرمختګ لپاره د بهرنيو هېوادو مرسته جلب کړي اوس هم لمني ستونزه ده د باندنيو هېوادو له مرستې  پرته دهېواد پرمختگ او حتى سياسي ثبات ستونزمن دى .

شفېق د صدرات پر مهال د يو شمېر اقتصادي پروژو  بنسټ کېښود او د صنعتي بانک جوړولو کوښښ يې وکړ . اوس مهال د بهرنيو هېوادونو پانگونې ته جدي اړتيا ده د هغه کړنلاره اوس هم د تطبيق وړ ده .

په دې مقاله کې د شفېق مهمې لارسته راوړني ، ستونزې او تېروتنې تحليل او څېړل شوي دي . 

سريزه 

 د ١٣٤٣ ل کال د اساسي قانون له  تصويب وروسته يو شمېر گوندونو تاسيس د بيان ازادۍ په نسبتي ډول مينځ ته راغله ، پارلمانۍ سرته روسيدې ځينو سياسي خوځښتونو د ديموکراسۍ د دروې پنځه واړه صدراعظمان له  ستونزو سره مخ او استعفا ته يې اړ اېستل . پاچا پوه ، باتجربه اشخاص لکه ډاکتر محمد يوسف ، محمد هاشم ميوندوال ، نور احمد اعتمادي ، ډاکټر عبدالظاهر او وروستى صدارعظم دصدارت د څوکۍ لپاره وټاکل هر يو صدراعظم هڅه کوله چې د هېواد وضيعت تر کنترول لاندې راولي او هېواد د پرمختگ له پاره لاره هواره کړي . خو د ديموکراسۍ د دورې اخرنى صدراعظم محمد موسى شفېق د صدارت پر مهال هڅه وکړه چې د هېواد او داخلي وضيعت په خواکې  له گاوڼديانو سره هم اړيکي ښې کړي. په همدې موخه يې له  ايران سره د هلمند اوبو د وېش تړون لاس ليک کړ او له پاکستان سره د ستونزو د حل لپاره يې هڅې پيل کړې وې خو د داود خان له خوا د ١٣٥٢ لمريز کال د کودتا له امله د شفېق ، اقتصادي او سياسي پلانونه نيمګړي پاتې شول . خو محمد شفېق په لنډه موده کې د پام وړ  کارونه سرته ور سول چې په معاصر تاريخ  کې د هغه لاسته راوړونې  د اهميت وړ دي .

موخه 

تر څو محلصين او زمونږ د ټولنې ځوان قشر  پوه شي چې محمد موسى شفېق څه لاس ته راوړنې در لودې او کومې تېروتنې د هغه لپاره ستونزې را پيدا کولې.

د موسى شفېق د کارونو په اړه د سوچه معلومات د تهيه تر څو ځوانان د هغه په اړه په قضاوت له تېروتنې وژغورل شي . ځکه چې گوندونو د هلمندو اوبو د تړون لاس ليک په اړه د ده په باره کې ډير منفي تبليغات کړي . 

پوښتنې 

١_موسى شفېق دصدرات پر مهال کومې لاسته  راوړنۍ درلودې ؟

٢_ موسى شفېق د صدرات  پر مهال  کومې تېروتې کړي ؟

اهميت 

محمد موسى شفېق د ديموکراسۍ د دورې له مهمو صدراعظمانو څخه دى حتى د دولت په ١٣٩٦ لمريز کال د ده د کاليزي د لمانځلو پر مهال د هغه اقتصادي کړنلارې تائيد او وعده يې وکړه  چې هغه ته به پېراختيا ور کړي . همدا ډول ځوانانو هم په ځانګړي ډول محصلين د موسى شفېق له نوم سره بلديت لري خو د هغه  د کړنو په ځانګړي ډول د هلمند   اوبو د تړون په اړه د هغوي سره پوښتنې موجودې  دي خداى (ج) د وکړي چې د مقالي مطالب د دوې پوښتنې تر يوه حده پورې حل کړي او د هېواد مسول چارواکو بايد د شفېق په څېر هوښيار ، ځيرک او هېواد ته وفادار واوسي . 

د څېړنې ميتود او کړنلاره 

د دې مقالې د ليکنې او څېړنې بڼه کتابتوني ده چې دليکنې پر مهال هڅه شوې چې له غوره علمي سرچينو ، معتبرو او نويو چاپ شويو اثارو څخه ګټه واخستل شي او راټول شوي مطالب په مناسب ځايونو کې په منظم ډول  ځاى پر ځاى  شوي وي . 

د ليکنې ژبه يې د پوهېدو وړ ده ګران محصلين او د تاريخ مينه وال په اسانۍ سره ترې گټه اخستلى شي ، له ځينو استادانو سره چې د شفېق په اړه معلومات درلودل  ، ياده موضوع مطرحه او د هغوي د نظرياتو څخه هم ګټه اخستل شوي.

تېرو ليکينو ته کتنه 

موسى شفېق له يو کال څخه لږ وخت د صدرات په څوکۍ  باندې کار وکړ خو هغه په دغه لنډ موده کې د اهميت وړ کارونه وکړل  چې د هېواد په سياسي وضعيت باندې يې اغېز در لوده . 

١ _  لوموړي  رسما اعلان وکړ هغه مامورين چې مقرريږي او د کار له عهدې وتلى نه شي له دندې څخه لرې کېږي .

٢_ د کابيني غړي بايد مخکنيو وزيرانو په اړه له غيبت او بد ويلو څخه منع کړي . 

٣_ د سواد زده کړې اداره يې جوړه کړه . 

٤_ د کرنۍ وزير عبدالوکيل په مرسته يې يو شمېر څړځايونه جوړ کړل .

٥_ هغه محدوديتونه چې د مخکنيو حکومتونو له خوا د اسلام د مقدس دين په ځانګړو پروگرامونو باندې وضع شوي تر يو حده  له منځه يوړل .

٦- د ده د حکومت په اداره کې د ده په حکم د افغانستان د راډيو په نشراتو کې د هر وخت د لمانځه پر مهال د محمدي اذان کول پيل شول . 

٧_د کابل د نوي ښار د حاجي  يعقوب په څلور لارې د غلغلې د ښار په نوم يو هوټل ( رستورانت ) چې د عياشۍ مرکز وه هغه يې بند کړ .

٨_ د ځينو سفيرانو له  مخالفت سره سره د کابل په ښار کې يې د کليسا د تخريب امر صادر کړ .

٩_ د هلمند د اوبو موضوع چې له ډېره  وخته  د دواړو   هېوادو تر منځ يوه ستونزمنه مساله وه،  خو نوموړي حل کړه . د پښتو نشان موضوع پر سر له  پاکستان  سره خبرې پيل کړې وې تر څو د حل لاره پيدا کړي خو متاسفانه چې وخت يې پيدا نه کړ ( فرياد ، ١٣٨٤ ، م . ٣٠٤ ) .

١٠ _ د موسى شفېق د صدرات پر مهال يوه غټه ستونزه د ١٣٦٩ – ١٩٧٢ ز کلونو وچکالي وه ، شفېق د دې مصيبت د رفع کولو په خاطر يوه  معقوله چاره وکړه . هغه خپل د کرنۍ وزير ډاکتر عبدالوکيل موظف کړ ، هغه د يوه منظم پلان له مخې دا ستونزه حل کړه .

١١_ نړيوال بانک يې په دې قانع کړ چې په شمال او شمال لويديځ  کې منظم څړځايونه او مسلخونه جوړ کړي چې له دې درکه سل ميلونه ډالره د افغانستان خزانې ته راتلل . ډاکټر وکيل بهرنيو هېوادونو ته د ترکاريو د صادراتو پروژه هم ترتيب او تائيد کړې وه  . د نوموړي ډېرې پروژې تر کار لاندې وې چې کودتاه پرې وشوه ( عطايي ، ١٣٨٩ ، م . ٢٧٤ ) . 

١٢_ له لويديځو هېوادونو  سره د ښو اړيکو په پيدا کولو په جرت لاس پورې کړ او ددې ابتکار لومړنۍ  نتيجه دا شوه چې د برتانيې حکومت له خوا پاچا لندن ته دعوت شو .

١٣_ د صنعتي پراختيا بانک په نوم يې د يو بانک  د جوړيدو طرحه  وړاندې کړه چې د امريکې ، برتانيې ، فرانسې او جاپان په پانګه بايد جوړ شي ،. همدې هېوادونو د مرستې ژمنې هم وکړ ې . خو بيا هم دا ټولې چارې هغه وخت د يو بنسټ په بڼه وې چې د يوه ښه پيل په توګه منل کېداى شي دا ځکه چې د ده د حکومت دوره  ډېره  لږ وه ( الکو، ١٣٨٧ ، م . ١٠٠) 

١٤_ سلطان شاه حصاري ليکي : (( چې محمد موسى شفېق د افغانستان او ايران تر منځ د ستونزو د هوارى او راتلونکو  دښو اړيکو د جوړيدو په موخه د ١٣٥١ لمريز کال د کب په  ٢٢ مه د ١٣٩٧ ز کال د مارچ په ١٣ مه نېټه په کابل کې د موسى شفېق او د ايران د صدراعظم امير عباس هويدا تر منځ په ١٢ کې د هلمند د اوبو تړون لاس ليک شو .)) ( سلطان شاه ، ١٣٩٤ ، م . ١٨٤ ) . 

١٥_ موسى شفېق په ١٩٦٣ ز کال د عدليې وزارت معين په ١٩٦٦ ز کال د بهرنيو چارو وزارت مشاور ، ورپسې په قاهره کې سفير په ١٩٧١ ز کال د بهرنيو چارو وزير او ورپسې په ١٩٧٢ کال د ډسمبر په ٢٤ مه صدراعظم شو . فرهنگ د شفېق په اړه داسې نظر لري . (( معلومه نه ده چې کله يې نږدې او مشخصي اړيکې  پيدا کړې خو وروسته  معلومه شوه چې د محمد داود خان د صدرات دوره کې يې له شاه سره فکري تبادله در لوده . د رسمي مناساتو سربېره يې له  شاه سره شخصي دوستانه اړيکې در لودې ، احتمال لري چې ډيموکراسۍ  ته دشاه په تشويق کولو کې به يې اغېزناک رول لوبولى وي د هغه هوښيار  او ويښ سړى وى  ذکاوت او جرات در لود او خپلو اهدافو ته د رسيدو لپاره يې نقشه جوړوله ... )) د ديموکراسي لپاره د پاچا تشويق د ده  يو ستره  لاس ته راوړنه  او برياليتوب و .( خليلى ، ١٣٩٣ ، م . ١٧٨ ) . 

١٦ _ فاطمه گيلاني د هلمند د اوبو تړون يوه  ښه لاس ته راوړنه گڼي په دې اړه داسې نظر لري : (( شفېق لومړنى صدراعظم و چې دنورو صدراعظمانو برخلاف  يې خپل نظر مطرح کاوه او د هغه د تطبيق لپاره يې اجازه تر لاسه کوله ، د ده کړنلاره  په داخل دنظم د ټينگوالي  او بهر کې د تعادل را منځ ته کولو په خاطر يې د شوروي  او لويديځ سره دمناسباتو په اړه ډېر فکر کاوه او هڅه يې کوله چې د ايران او عربي هېوادو مرسته جلب کړي  له ايران سره يې د اختلاف  رفع کولو په خاطر د هلمند د اوبو تړون د ايران له صدراعظم امير عباس هويدار سره په ١٩٧٢ ز کال کې لاس ليک کړ او دا دې د شفېق د حکومت يوه  ستره  لاس ته راوړنه وه .) ( ظاهر طنين ، ١٣٨٤ ، م . ١٦٥ ) .

١٧_ صباح  الدين کشککي  هم مثبت نظر لري او ليکي : (( پاچا داسې فکر کاوه چې تر څلوېښتو کالو تېريدو وروسته يې د کار وړ او رښتينى سړى يې د صدارت د ندې له پاره پيدا کړى دى . شفېق له هغه واک څخه چې پاچاه ده ته ور کړى و ډېره  گټه واخيسته چې د  سلطنتي کورنۍ ځينې غړي  او کيڼ لاسي د ده له هڅو په ويره کې وو ، ځکه هغوي د يو رغنده  هوډمن مشرتوب د خپلې مخې ته ليده . چې په راتلونکي  کې واک ته د هغوي  د رسېدو مخه نيسي ...))( صباح الدين کشککي ، ١٣٨٩ ، م . ١٠٦ ) .

١٨ _د هلمندو د اوبو د تړون د لاس ليک څخه وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ شکونه کم او ايران او افغانستان تر منځ د جګړي پارونکي جذبات ختم شول ( عبدالصمد ، ١٣٧٨ ، م . ١١٩ ) .

تېروتنې

١_ دهلمند د اوبو په تړون کې ايرانيانو ته په افغانستان کې د تفتش اجازه ور کړه چې دا کار د افغانستان پر ملي حاکميت باندې يو ښکاره تېرى و  .

٢_ ډېر صدراعظمان تېر شول ولې يو هم په دومره  چټکي سره د داسې يوې مسلي  ته لاس نه دى اچولى، ده دا ووه مياشتو په موده کې دومره کار وکړ او په تړون کې دا ذکر شوي وه چې د ايرانيانو شکايت په وجه د نيمروز خلکو اجازه نه در لوده چې د هلمند پر سيند باندې د ابګردان بندونه جوړ کړي ( فراهي ، ٢٠٠٢ ، م . ٢١٦ ) .

٣ _ له  چيپانو سره د ښو اړيکو نه ساتل ځکه هغوي د ده پر ضد د هغه هر اقدام پر ضد  منفي تبليغات کول او په خلکو  کې يې  د ده پر ضد منفي ذهنيت زياتېده .

٤_ شفېق استدلال کاوه چې دهلمند او پښتونستان د موضوعاتو د حل وروسته به دافغانستان د پرمختگ  له پاره لاره هواره شي ، د ده هيله صحيح وه خو ددې موضوعاتو په ځانګړي ډول د پښتونستان مساله د ده له وس څخه بهر او ده ته يې ډېرې ستونزې پيدا کولې  . 

 

پايله يا موندنې

ښاغلى محمد موسى شفېق ډېر ليواله وه چې افغانستان له  ډېر ژر پرمختگ وکړي او دپرمختيايي هېوادو په قطار کې ودرېږي . همدې موخې ته د رسېدو لپاره يې له ايران سره د هلمندو اوبو تړون لاس ليک کړ تر څو د افغانستان او ايران تر منځ دا کړکېچ ختم شي او د ايران له مرستو څخه د افغانستان په پرمختگ کې ګټه واخلي او له پاکستان سره يې د پښتونستان د مسالې د حل په خاطر يې خبرې پيل کړې وې تر څو له  گاونډيانو سره ستونزې حل کړي او له هغوي سره د دوستانه اړيکو له ټيڼگېدو وروسته د افغانستان پرمختګ شونى دى . چې ده په دې اړه و ويل : (( همدغه علت دى چې افغانستان وروسته پاتې شوى دى اوس ما فيصله کړى چې د افغانستان ټولې ستونزې حل کړم وروسته به تاريخ پر ما قضاوت وکړي . )) ( فراهى ، ٢٠٠٢ ، م . ٢٠٦ ) .

د موسى شفېق کړنلاره په اوس وخت کې هم د تطبيق وړ ده ځکه يوازې له ايران سره د چابهار د بندر په خلاصېدو سره د افغانستان ډېرې اقتصادي ستونزې حل  او له پاکستان سره د اړيکو خړ پړشا هم د افغانستان پر وضيعت منفي اغېزه  کړې ده ، هيله ده چې له ټولو گاونډيانو سره زمونږ اړيکې د موسى شفېق د وړاندوينې او هيلو  سره  سم شې تر څو افغانستان په موازنه توګه پرمختګ  وکړي .

په کابل کې  د کليسا او دعياشي د مرکز بندول دا له اسلامي غوښتنو سره سمون در لود د ده دا کار د داخلي نظم په ټينگښت کې مهم رول در لود .

ده   پارلماني ټاکنۍ وځڼدولې تر څو مونږ يو روڼ انده او پر مختللى پارلمان ولرو ده ويل :  زه به په را تلونکي کې ډېر تعليم يافته خلک به د شورا  د غړيتوب لپاره تشويق کړم او د دوې سره به مرسته وکړم تر څو يوه باسويه شورا منځ ته راشي ( فراهى ، ٢٠٠٢ ، م . ١٠٥ ) . 

د استونزه اوس هم په افغانستان کې شتون لري که چېرته  دولت هڅه وکړي با سواد خلک روڼ اندي وهڅوي او ملاټړ يې وکړي چې شورا ته لا پيدا کړي  زمونږ ملي شورا به په راتلونکي کې ډېرې  ستونزې حل کړي  او هڅه به وکړي چې د دولت په چارو کې  علمي او قانوني نظارت  وکړي . 

دا موندنه لاس ته راغله چې کيڼ اړخو  د شفېق ټولو کارونو په تېره  بيا د هلمند د اوبو د تړون موضوع په اړه ډېر ناوړه تبليغات کول ، هغوي  د شفېق هر ښه کار ته د حسادت په سترگه کتل . ځکه شورويانو او د هغوي  پلويانو شفېق اخواني  باله او هغه  يې د خپلو  گټو  ضد گاڼه ،. شورويانو په ا افغانستان کې د اسلامي نظام ، انگريزانو ، امريکا ته  منسوباوه خو اصلي خبره دا وه چې شورويانو د شفېق د عمل ازادي نه شوه زغملاى ځکه موسي شفېق نه غوښتل چې مشخصه توګه د شوروي اتحا د ه غاړه  کې ځان واچواي  خو شوروي چپي طاقتونه د شفېق  پر ضد لمسول  ، ښه به وي چې په دې اړه د افغانستان د خلق ديموکراتيک گوند د پرچم د اړخ د لوړ پوړې  چارواکي او ليکوال محمد نبي عظيمي نظر وليکو چې نوموړي په خپله ليکنه کې زمونږ پورته نظر تائيد کړى دى . محمد نبى عظيمي ليکي : (( محمد موسى شفېق اخرين صدراعظم د همه قانون اساسى و ديموکراسى است وي به سهولت راى اعتماد از شورا بدست اورده و کلا به خود همنوا ساخت در دوره  وى مسله فروس آب هلمند به دولت ايران با مشکلات زيادى را به وى خلق کرد ، و شخصيت اورا در بين مردم و عوام الناس پايين اورد . اما موسى شفېق بيا زرنگ بود و توانست با توضيح  جنبه اى مثبت قرار داد اعضاى شورا را قانع ساخته و از هر دو مملکت بگزراند موسى شفېق که در مصر تحصيل کرده بود از لحاظ مفکوره پيرو  اخوان المسلمين بود . رهايي گلبدين حکمتيار  و همرزمان اخوانى ها  و يرا توسط موسى شفېق صورت گرفت او دشمني و اشتى ناپذيرى با چپي ها داشت ، ولي از حمايت شخص پادشاه برخودار بود . وسعى داشت تا از مداخلات اعضايي خانواده شاهي در امور مملکت جلوگيرى کند .. )) ( عظيمى ، ١٣٧٧ ، م . ٥٨ ) . 

پورته ليکنه د محمد موسى شفېق د چيپانو او شوروي اتحاد تر مينځ  اړيکې او مفکورو اختلاف روښانه کوي . 

مناقشه 

د محمد موسى شفېق په اړه ډېرو ليکنو کې نوموړى يو زړور ، هوښيار پوه صدراعظم  معرفي شوى . ځينو  نوموړى اخوانيانو ته نږدي اوحتى اخوانى ګڼي  خو شفېق  يو هېواد پال ، هوښيار صدراعظم   و چې يوازينې هيله يې د هېواد  پرمختګ و .  چيپانو نوموړى د هلمند د اوبو  د تړون د لاس ليک  وروسته يو وطن  فروش  او خاين معرفي کړ . خو ده وکولى شول چې د ياد تړون مثبتي خواوې  خلکو په ځانګړي ډول ملي شورا ته توضيح کړي او دهغوي ملاتړې  خپل کړ  ، چا چې  د نوموړي  پر ضد منفي تبليغات کول هغوي سره سياسي ستونزه در لوده  . او د پاچا کورنۍ لکه داود خان ، سردار شاه ولي خان او سردار ولي هم په ده  پسې منفي تبليغات کول ، ځکه هغوي  د ده په شتون  کې ځان له قدرت څخه لېرې احساساوه  ، خو کله چې  داود خان په ١٣٥٢ ل کال کودتاه وکړه بيايې په خپله د ده تړونونه تائيد کړل او د  داود خان  په واکمنۍ  کې د هلمند تړون د ملګرو ملتونو په اسنادو کې قيد شو . د نورو پر خلاف پاچا په خپله ويلي و  چې د هلمند د اوبو وېش مساله زما پر اوږو بار خو اوس  حل شوه ډېر راضي يم . د موسى شفېق د صدارت دوره د ديموکراسي  په دوره کې ځانګړي  ځاى لري چې ده به دافغانستان  د اقتصادي او سياسي وضيعت  بڼه بدله کړي وه خو د داود خان د کودتاه پواسطه د ده حکومت له مينځه ولاړي . 

پايله اخيستنه 

محمد موسى شفېق چې د ډاکتر عبدالظاهر په کابينه کې وزير و ، د ١٩٧٢ ز کال د دسمبر په مياشت کې صدراعظم شو شفېق  په خپله کابينه کې په صباح  الدين کشککي ډېر اعتماد کاوه ، په مصر کې يې تحصيل کړې د اخوانيت تعهدات  يې لرل ، له  شورا سره يې ښې اړيکې در لودې . که څه هم له مخکې (٤) پوه صدارعظمان د ديموکراسۍ په دوره کې استعفا ته اړ شوي و و ،. خو شفېق د يوې ځانګړې کړنلارې پواسطه  وتوانيده چې وضيعت تر خپل کنترول لاندې راوړي . ترڅو په  هېواد  کې  د   اقتصادي فعاليتونو لپاره لار هواره کړي  ،دده په نظر د هلمندو اوبو او پښتونستان د مسالي د افغانستان د پرمختګ مخه ډب  کړې وه ده غوښتل  چې دا دواړه  ستونزې  هوارې کړي د هلمند اوبو تړون  خو يې لاس ليک کړ او د پښتونستان د مسالې لپاره يې له پاکستان سره خبرې پيل کړې وې خو وخت يې پيدا نه کړ، د صنعتي بانک  د جوړېدو په موخه هم هڅې پيل کړې تر څو د لويديځو هېواد پانګونه جذب کړي.  شفېق داسې اراده در لوده چې نوموړى  به د افغانستان د اقتصادي پرمختگ لاره خلاص کړي خوپه دې برخه کې يې لازمي کړنې هم تر سره کړې .  شفېق تقريباً په اووه  مياشتنۍ  دوره کې ډېرې  لاسته راوړنې در لودلې . 

وړانديزونه 

د افغانستان چارواکي  د پرمختګ له پاره بايد له  گاونډيانوسره  سياسي موخې درک او د هغوي د کړنو په مقابل کې ورته سياست غوره کړي . 

په داسې   نازکو حالاتو کې بايد مسولين وضيعت ترکنترول لاندې د راوستلو په موخه افغانانو کې   ملي روحي   پياوړي  کړي .

د هېواد سياسي گوندونه  بايد له خپلو گوندي گټو څخه د هېواد ملي گټو ته لومړيتوب ور کړي ترڅو د هېواد دا کړکېچن حالت ته د پاى ټکې کيښودل شي . 


 

ماخذونه 

١_ الکو ، محمد اسحق. ( ١٣٨٧ هـ ل ) . داود خان دکى . جى . بى په لومو کې . کابل : ميوند خپرندويه ټولنه .

٢_ خليلى ، ذاهد . ( ١٣٩٣ ل ) . د ديموکراسى دلسيزى صدراعظمان . ننګرهار : دانش خپرندويه ټولنه .

٣_ صفاري ، سلطان شاه . ( ١٣٩٤ هـ ش ) . د افغانستان د بهرنيو اړيکو تاريخ . کابل : مستقيل خپرندويه ټولنه . 

٤_ طنين ، ظاهر . ( ١٣٨٤ ) . افغانستان در قرن بيستم . ايران :

٥_ عطايي ، محمد ابراهيم . ( ١٣٨٩ ل ) . د افغانستان پر معاصر تاريخ يوه لنډه کتنه . کابل : ميوند خپرندويه ټولنه . 

٦ _ عظيمى ، محمد نبى . ( ١٣٧٨ هـ ش ) . اردو وسياست درسه ده اخير افغانستان . جلد اول و دوم ، چاپ سوم . پيښور : مرکز نشراتۍ ميوند سبا کتابخانه .

٧_ ثوث ، عبدالصمد . ( ١٣٧٨ ل ) . د افغانستان سقوط . ژباړن داکتر شيرزمان طايزى ، پيښور : دانش خپرندويه ټ،لنه . 

٨_ فراهي ، عبدلغفار . ( ٢٠٠٢ م ) . افغانستان د ديموکراسي او جمهوريت په کلتو کې . پيښور : دانش خپرندويه ټولنه . 

٩ _کشتککي ، صباح الدين . ( ١٣٨٩ ل ) . د اساسي قانون لسيزه . ژباړن داود خان ليوال . کابل : ميوند خپرندويه ټولنه . 

 

 

Recommended Articles