نظميه هائيکو- ليک محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا

Muhammad ilyas
Muhammad ilyas
Author
1 min read
1,892
نظميه هائيکو-  ليک محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا

نظميه هائيکو

هسې خو په پښتو شاعرۍ کښې بلها هائيکوګاني ليکلے شوي دي خو زما په خيال د نظميه ھائيکو په رنګ هائيکوګاني پکښې تر اوسه چا نه دي ليکلے. ما ھائيکو نما نظم  په ۳ مئ ۲۰۱۰ کښې په بحيره عرب کښې هغه‌ وخت  اوليکلو کله چې ما په جھاز باندې نوکري کوله -  او د خيره اوس  زما د شاعرۍپه دويم کتاب کښې په کال ۲۰۲۲ کښې چاپ هم شو-   هيله لرم چې زمونږ ځلمي او د‌ راتلونکي  دور شاعران به په دغه اړه نور  کار هم اوکړې .  او د پښتو ادب دغه نوے قسمه به په خپله شاعرئ کښې استعمال کړي. 

مسلسل هائيکو ما په خپل اولني کتاب شور مي د قلم په ژبه راوله کښې په کال ۲۰۰۸ کښې هم چاپ ده

دغه هائيکو نما نظمونه يا نظميه هائيکوګاني څه داسې دي

۱- (هائيکو نما نظم )نظميه هائيکو

نه راځي په بېرته تېر ساعت  د ژوند

تا پکښې پردۍ ټپې  وئيلې به

 ځان ته چې د ‌ځان د وېنا وخت ؤ نو

قصه مې د ويجاړ ګلشن  راخستې ده

پريږدئ چې جذبې ځوانې راپارې کړم

ټپه شوم  يه قربان د وينا وخت ؤ نو

داسې د‌  غفلت  ژوندون  مې نه  لګي

څنګ مې د‌  دنيا  کاروبار کړے  وے

جمات کښې د اذان د وينا وخت ؤ نو

چا وے چې ضمير د  دۀ  اودۀ  دے لا

الياس به  د  خوارانو اواز  پورته کړو

خان ته چې د‌ خان د وينا وخت ؤ نو

مئ ۲۰۱۰ بحيره عرب   

  

نظميه هائيکو

 زمونږ اصلي دشمنان  دا خلق ديڅوک چې ډالر اخلي پښتون وژنينو خدايه  د‌ هغو  وزرې  اوسيزه

هسې دعوے د‌ مسيحا کوي خو

مونږ له په ګرانۍ ئې څرمن اوويسته

خدايه  لږ  د دو وزرې اوسيزه

زمکه ئې پرېښودې په هوا ګرځي

ستا په شانې زه هم ورته قار يمه

خدايه ‌ د‌ ميږو وزرې اوسيزه

ورکه دې شي دغه ستړي خؤشي ده

درد‌ چې د‌اولس پکښې بيان نه شي

خدايه  د‌  زبيرګو  وزرې    اوسيزه

راغونډ‌ چې د پښتون په بربادۍ شي نو

زه ئې  په  الوت  خوشحاله  نه   يمه

خدايه   د‌   جرګو   وزرې   اوسيزه

ليک - محمد الياس 

 

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
د راشد خان ارمان پېژندګلوي
Pashto
Nov 20, 2021
3,397 views

د راشد خان ارمان پېژندګلوي

لیکنه: شکېبا نادري، د راشد خان ارمان پېژندګلوي زموږ د هېوادوالو ټول ژوند په جګړو کې تېر شوی، ټول هېوادوال مو د سولې او هوساینې لپاره تږي دي، تل د یوه هوسا ژوند هیله لري، غواړي د نورو هېوادنو د وګړو په څېر یو ارامه او له خوښیو څخه ډک ژوند ولري. خو ل...

Written by imranghani Read more
غازی امیر امان الله خان
Pashto
May 04, 2021
4,472 views

غازی امیر امان الله خان

امان الله خان د حبیب الله خان ځوی او د عبدالرحمن خان لمسی دی مور یی سلطانه سرور بیګم نومیده په قوم بارکزی و په ١٨٩٢م کال د جون د میاشتی په اوله نیټه پغمان کی زیږیدلی دی په اصل کې د جلال اباد اوسیدونکی دی په ١٩١٩م کال د افغانستان امیر شو  په ١٩١٩م کال...

Written by M Nazir Safi Read more
مهریه های باطل در قوانین نافذه افغانستان || Void dowries in applicable laws of Afghanistan
Dari
Jan 03, 2023
3,300 views

مهریه های باطل در قوانین نافذه افغانستان || Void dowries in applicable laws of Afghanistan

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar مهریه که به نام‏های مهر، کابین و صداق نیز یاد شده است، سنگین بودن آن یکی از نگرانی‏های مردان و به تبع آن یکی از دلایل به تأخیر افتادن ازدوا...

Written by Mohammad Mustafa Muhammadyar || محمدمصطفی محمدیار Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,425 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,899 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article