لیکنه: شکېبا نادري، خواجه عبدالله انصاري
زموږ د ګران هېواد افغانستان خلک ډېر با استعداده او تکړه دي. تاریخ دا ثابته کړې ده چې په دغه هېواد کې داسې شخصیتونه تېر شوي دي، چې که وخت او حالاتو ورسره یاري کړې وای، نو ډېر څه به یې لاس ته راوړي ول، خو زموږ د هېواد او خلکو ناسم حالت زموږ څخه دا چانس اخیستی دی.
خو سره له دومره ستونزو بیا هم زموږ په هېواد او تاریخ کې داسې کسان شته چې هېرول یې ناشونی کار دی، دوی د خپل وطن لپاره له بېلابېلو لارو خدمت کړی او کوي یې لکه، شاعران، لیکوالان او داسې نور، چې یو له هغوی څخه خواجه عبدالله انصاري دی چې موږ په دې لیکنې کې د دې ستر شخصیت په اړه تاسو ته معلومات درکوو، که غواړئ په دې اړه معلومات ترلاسه کړئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!
عبدالله محمد بن انصاري هروي چې د پینځمې پیړۍ یو مفسر، محدث، عالم، خدای پېژندونکی، لیکوال او شاعر و، د الپ ارسلان سلجوقي د واکمنۍ پر مهال په ۳۹۶ هجري لمریز د هرات په ولایت کې چې د افغانستان له لویدیځو ولایتونه څخه دی زېږدلی دی او په ۴۸۱ هجري لمریز کې مړ شو او د هرات ولایت په ګذرګاه کې خاورو ته وسپارل شو. پلار یې ابو منصور انصاري د ابو ایوب انصاري له زامنو څخه و.
دی د خپل وخت لوی عالم او د قران کریم قاري و او حضرت محمدﷺ د هجرت پر مهال د دوی کور ته ورغلی و.
مور یې هم د بلخ ولایت وه، د خواجه عبدالله انصاري مقبره د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د هرات د خلکو لپاره یو اړین او د درناوي وړ ځای دی، دی د هرات خلکو په منځ کې د هرات خووجه، د هرات پیر، خواجه عبدالله انصاري او ګذرګاه شریف مشهور دی.
انصاري د کیمیا په اړه ډېر پوهېده خو هغه څه چې دی یې د خلکو په منځ کې مشهور کړ د ده دیني، عرفاني او ادبي پوهه وه انصاري له ماشومتوب څخه د ځانګړي استعداد څېښتن و په څلور کلنۍ یې لیک او لوست زده کړ او په نهه کلنۍ کې یې په شعر ویلو پیل وکړ.
تر لس کلنۍ پورې یې له خپل پلار څخه ډېر دیني علوم زده کړل، وروسته له هغه یې له ډېرو استادانو څخه زدکړې وکړې لکه: یحیی ابن عمار او طاقي سجستاني څخه قران کریم او حدیثونه زدکړل، دی د سلطان مسعود غزنوي د واکمنۍ پر مهال دوولس کلن و کله چې ۴۲۲ کال کې د ده استاد یحیی ابن اعمار مړ شو د وصیت له مخې یې د خپلو زده کوونکو مسوولیت ده ته سپارلی و، ده هم په ښه توګه دا مسوولیت پر ځای کړ څو ځله د خدای کور ته لاړ او حج یې وکړ هلته یې له لویو لویو عالمانو سره لیدنې وکړې او خپل علم یې لا پیاوړی کړ، او د فقهې په برخه کې یې د امام حنبل پیروي کړې ده، انصاري د فارسي او عربی شعر په ویلو کې ځانګړی استعداد درلود، د ده رسالات او کتب یا لیکنې هغه څه و چې دی یې تر اوسه د خلکو په منځ کې ژوندی ساتلی او خلک ترې ګټه اخلي.
د خواجه عبد الله انصاري اثار
خواجه عبدالله انصاري ګڼ شمېر اثار لیکلي دي، شعرونه یې ډېری د غزل او څلوریزې په قالب کې ویلي دي.
انصاري سربېره پر دې یو شمېر منثور اثار هم لري چې تر ټولو اړین اثر یې صد میدان دی چې یو له مهمو عرفاني کتابونو څخه دی چې په مسجع یا موزون نثر لیکل شوی دی.
انصاري تر څلور ویشتو زیات اثار لري چې موږ به یې په ترتیب سره د ځینو اثارو یاودونه وکړو.
۱. مناجات نامه
۲. نصایح
۳. زادالعارفین
۴. کنزالسالکین
۵. قلندر نامه
۶. محبت نامه
۷. هفت حصار
۸. رساله دل وجان
۹. رساله واردات
۱۰. الهی نامه
۱۱. صد میدان
لیکنه: شکېبا نادري