ايکس  کروموسوم - افسانه -- ليک محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبرپښتونخوا

Muhammad ilyas
Muhammad ilyas
Author
1 min read
1,545
ايکس  کروموسوم - افسانه -- ليک محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبرپښتونخوا

ايکس  کروموسوم

 انتخاب پردے حق

انتخاب ـ پردے حق ( د چاپ کال ۲۰۲۵) نن په يونيورسټۍ کښې ننګيال د خپلي پي ايچ ډي د مقالې دفاع کوله . د ننګيال د مقالے عنوان د ماشومانو په پيدائش کښې د ايکس او وائي کروموسوم په  کردار بحث کول وو- ننګيال چي خپله مقاله واوروله نو هغه د پي اېچ ډي مشر ازمېښت اخستونکي د هغه نه په دغه اړه مختلف سوالونه اوکړل - ننګيال د ټولو سوالونو په ډيره ښه طريقه جوابونه ورکړل . وروسته هال کښې موجود ټولو ګډون والو هم د ننګيال نه د هغه د پي اېچ ډي په حقله بېلا بېل تپوسونه وکړل د کومي چي ننګيال په ډيره ښه طريقه دفاع وکړه ـ دغه سوالونو کښې  يو دا سوال هم وو چي د هلک او جينۍ پيدائش د مور او پلار د کوم کروموسوم د ‌وجي کيږې ؟ ننګيال په جواب کښې اووے چي د هلک او جينۍ په پيدائش کښې په ‌هر صورت کښې د مور له اړخه ايکس کروموسوم وي او د پلار د اړخه يا خو  ايکس کروموسوم وي او يا وائي . اوس که جينۍ پيدا کيږي نوهغه د پلار د ايکس کروموسوم له وجي کيږي او که هلک وي نو د پلار د ‌اړخه په هغې کښې وائي کروموسوم شامل وي. د‌ ننګيال د دغه جواب په اوريدو د هغه د پي ايچ ډي مشر ازمېښت اخستونکي ننګيال ته د‌هغه د مقالے په کاميابه دفاع مبارکي ورکړه . او ننګيال ډاکټر شو  د پي اېچ ډي کولو نه پس ننګيال ته په يونيورسټۍ کښې د اسسټنټ پروفيسر نوکري ميلاؤ شوه.  د نوکرۍ مېلاوېدو نه پس د ننګيال واده وشو ـ او بيا هغه ورځ هم راغله چې د ننګيال زوې پېدا شو ـ ننګيال د زوي په زېږون ډېر خوشحاله وو  ـ د ژوند ورځي شپې ئې ښه په خوشحالۍ  تېرېدې خو بيا چې د ننګيال په کور کښې لور پېدا شوه  د لور په زېږون ننګيال ډېر خوشحاله نه وو هغه غوښته چې نارينه اولاد يې وشي ـ ورځي شپې تېرېدې او  بيا دوه  کاله پس چي کله د ننګيال دويمه لور اوشوه نو دا ځل دومره خفه شو چي د خپلي ښځي سره ئي خبري هم بندي کړې په دې وجه چي لور ئي شوې وه . ښځې ورته ډير اووئيل چي ستا زما سره ولي ورانه ده په دے کښې زما څه قصور دے خو ننګيال چرته منله . او هر وخت به ئې ښځي له پېغور ورکولو ـ د ژوند ورځي شپې تيريدے  او د ننګيال به هر وخت د ښځي سره جګړه وه تر دې پوري چې ننګيال ځان له دوېم واده هم اوکړو په دے غرض چي نارينه اولاد‌ مې اوشي خو د‌دوېمي ښځي نه هم د ننګيال دوه لوڼه اوشوې.اوس د‌ ننګيال د‌خپلې اولنۍ ښځي سره سره د دوېمي ښځې  سره هم ورانه شوه. د نارينه اولاد د پيدائيش په سوچونواوکشمکش  کښې د‌ ننګيال د ژوند زياته برخه تېره شوي وه اوس ئې زوے هم زلمے شوے وه دا ځل خوشحاله وو په دے هيله چې نمسي به يې وشي ځکه يې زوي له هم د سبق دوران کښې واده وکړو. ډېر خوشحاله وو چي اوس به مې د خېره نمسي اوشي .خو د قدرت کارونو ته ګوره د‌ واده نه پس د ننګيال زوے د‌ پلار نه‌ بيل شو ځکه چي د ‌هغه هم اولنۍ لور شوي وه او پلار به ورته هر وخت پيغور ورکوؤ چې لور دې شته او  زوے دې نيشتهد‌  زوي د‌ بيلتون نه پس ننګيال بيمار شو اوس به د هغه خيال د‌هغه‌ مشري لور ګل څانګې ساتلو کومه چي په ميډيکل کالج کښې د ايم بي بي ايس د څلورم کال زده کوؤنکې وه .  نن ګل څانګې د پلار نه تپوس اوکړو چي بابا په کومه خبره چي ستا زما د‌مور سره ورانه ده هغه خو ستاسو د پي اېچ ډي مقاله وه او تاسو ثابته کړې هم وه چي دا ټول کمال د پلار په کروموسوم کښې وي نو بيا تا زما د مور سره دا دومره موده په څه ورانه وه  ؟ د ننګيال سره جواب نه وو او د شرمه نه ئي دا هم نه شو وېئلے چې ګنې دا د پلار د‌کروموسوم وجه نه ده ځکه‌ چې يو خوا د هغه لور هم  پوهيده ځکه چې پخپله ئي په ميډيکل کالج کښې سبق وئيلو او بل خوا ننګيال ته هم پته وه چي دا خو ټوله د وائي کروموسوم وجه ده کوم چي په پلار کښې وي. د‌ ننګيال په سترګو کښې غټې غټې اوښکي وې ځکه چې نن د‌هغه خدمت ايکس کروموسوم کولو . يعني د هغه لور د هغه خدمت ته ولاړه وه ‌د ‌يو سوړ اسويلي نه پس ئي په ژړا کښې ئي خپلي لور ته ‌اووې چي مور ته دي اووايه چې بابا معافي غواړي.ځکه چي د ثبوت باوجود ما د هغه سائنس نه انکار کولو د کومې په تحقيق چي ماته د ډاکټرۍ ډګري مېلاؤ شوې وه .

  🌷 🌷 🌷 

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
زردالو و خشک کردن -کشته
Dari
Aug 03, 2024
6,536 views

زردالو و خشک کردن -کشته

زردآلو(ََApricot)تاریخچه کشت زردآلودرکشورترکیه:اولین بار یک هیئت  المانی  در سـال  1919   به شهرملاتیا  ترکیه   آمدند  و در   تحقیقات   خود به این  نتیجه  رسیدند  که  شرایط زمین,  آب وهوای  شهر ملاتیـا  بخاطر  کشت  زردالو  مناسب بوده وبعد ازآن  که 70...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
د وینې فشار
Pashto
May 31, 2021
7,933 views

د وینې فشار

د وينې په واسطه پر رګونو (شيريانونو) باندې وارد شوی فشار د وينې د فشار په نامه يادېږي.  يا: دا هغه فشار دی چې د وينې په واسطه د رګونو په ديوالونو باندې واردېږي. د وینې فشار په دوه ډوله دی: لوړ فشار (systolic blood pressure) سيستوليک د وينې فشار:...

Written by Riaz Muqamzai Read more
سفارشنامه یا ریکمندیشن لیتر برای بورسیه های تحصیلی چیست؟
Dari
Jun 02, 2023
1,892 views

سفارشنامه یا ریکمندیشن لیتر برای بورسیه های تحصیلی چیست؟

سفارشنامه یا ریکمندیشن لیتر برای بورسیه های تحصیلی چیست؟What is an academic Letter of Recommendation / Reference Letter? سفارش نامه یک بخش مهم درخواست (اپلیکیشن) بورسیه ها و برنامه های ماستری و دوکتورا را تشکیل می دهد. سفارشنامه حاوی معلومات از قبیل...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,428 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,901 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article