۱۶. د سرحوض بند - فاریاب:
دا بند د میمنې ښار څخه ۵۵ کیلومتره لېرې په سویل کې موقیعت لري. چې د ګوګل مپ انځورونو په ۳۵.۶۰۵۴۱۶ او ۶۴.۸۰۶۱۷۶ کوردیناتو کې د لیدو وړ دی.
بند د سنګ کارۍ، پخو خښتو او مصالې څخه جوړ شوی ۱۰.۴ متره لوړوالی او د ۱۰۰ مترو شاوخوا اوږدوالی لري. د اوبو زېرمه یې ۴۰ میلیون مترمکعبه ښودل شوې (ممکن صحیح نه وي. نوټ: صحیح یې ٥ میلیونه ده). د بند په جنوبي خوا کې لویه پرچاوه شته چې له زېرمې ډېرې اوبه لاندې خوا ته لېږدوي. همدارنګه له بند کښته نرۍ دره موقیعت لري چې په کې کرنه شته او د بند اوبه په کې د میمنې ښار ته بهېږي.
د افغانستان په دې سیمه کې د نورو حوزو په پرتله اوبه لږ دي. له همدې کبله بند د پسرلي په موسم کې د باران او واورې ویلې کېدو څخه اوبه اخلي او د کال په اوږدو کې یې لاندې خوا ته تنظیموي.
دا چې بند زوړ دی، د جوړېدو په اړه یې متناقض روایات راغلي. ځینې فاریاب میشتي لیکوالان یې د جوړېدو نیټه ۱۴۰۴ میلادي کال د شاهرخ میرزا پیر ښيي. او د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کې د تخریب له امله یې بیارغونه د پنجده د جکړې قومندان غازي امین الله لوګري لخوا بولي. خو ځینې نور یې بیا د غازي امین الله لوګري نیټه د پیل جوړېدل بولي. د دې ټولو سربېره، د برېښنا شرکت په ویبپاڼه کې د بند جوړېدو کال ۱۹۲۷ ښودل شوی.
له انځورونو د بند وضعیت ښه ښکاري، له همدې امله ډېر ګمان کېږي چې ورستنۍ نیټه (۱۹۲۷ د ظاهر شاه د پاچاهۍ دوره) به د بند د جوړېدو کره نیټه وي.
په هر حال د سرحوض بند د پشتونکوټ ولسوالۍ او میمنې ښار ته د اوبو په برابرولو کې مهم رول لري. په وروستیو کې د نا امنۍ له وجهې دولتي ځواکونه له دې سیمې په شاه شول.
د بند په خوا کې چې اطاقونه ښکاري، یو ځایي صحي کلنیک دی.
نور بیا!
#دافغانستان_بندونه
https://twitter.com/assemmayar1
Related Articles
سیرومونه او استعمال یی
♥بسم الله الرحمن الرحیم♥موضوع: سیرومونه نوټ: دسیرومونو ډولونه، ترکیب،استعمال،نه استعمال او مستحضرات ۱. سیریوم رینګر Ringerترکیب:سودیم کلوراید،کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید. ایزوتونیک محلول دیاستعمال:اسهال،استفراق و زړه بدوالی،دمایعاتو دلاسه ورکول،دپو...
د ناکامورا ( کاکا مراد) پېژندنه
لیکنه: شکېبا نادري، د ناکامورا (کاکا مراد) پېژندنه ډاکټر ناکامورا په ۱۹۸۰کال کې د دې لپاره جاپان پرېښود، چې د خپل هېواد تر څنګ د نړۍ له خلکو سره د پیس ناروغۍ د درملنې په برخه کې مرسته وکړي. د ناکامورا موخه افغانستان او پاکستان و، یعنې هغه غوښتل...
د مسکا/خندا جسمي او رواني ګټې
ژباړه ـ ریاض مقامزی وايي هغه مجلس ډېر خوندور وي، چې په مسکا/خندا پیل شي او په همدې بڼه پای ته ورسېږي. شاید تاسو هم په همداسې ډېرو ناستو کې ګډون کړی وي او یا هم ډېری وخت به پر شونډو مسکا لرئ او فکر به کوئ، چې دا ستاسو یو عادي عادت دی او د ښه شخصیت نم...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...