۱۷. د سُرخاب بند - لوګر:
دا بند د لوګر په محمدآغه ولسوالۍ کې پر سُرخاب سیند جوړ شوی. د ګوګل مپ انځورونو کې په ۳۴.۱۴۱۲۹۲ ، ۶۹.۲۲۰۲۷۲ د لیدو وړ دی. د دې سیند اوبه د لوګر له ختیځ غرونو سرچینه اخلي او په محمدآغه ولسوالۍ کې، د لوګر اصلي سیند چې کابل ته بهېږي له رسېدو مخکې خلاصېږي.
د بند د جوړولو چارې لومړی د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال (۱۹۲۰) پیل شوې چې بشپړې نشوې. دویم ځل په ۱۹۳۰ کې پیل او ۵ کلونو کې بشپړې شوې.
د سُرخاب بند ۲۰ متره (له تهداب سره ۲۴ متره) لوړ او ۱۱۴ متره اوږد دی، او له سنګارۍ جوړ شوی. د اوبو زېرمې یې ۱۰ میلیون مترمکعبه ظرفیت درلود چې د وخت په تېرېدو یې ډېره برخه له خاورو ډکه شوې وه. له همدې امله په ۲۰۰۹ کال کې د چِک جمهوریت PRT ډلې لخوا د پاک کولو او ځینې ترمیماتو چارې یې ترسره شوې.
د برېښنا شرکت ویبپاڼې د دې بند په اړه غلط معلومات خپاره کړي او د جوړېدو کال یې ۱۹۶۷ ښودلی. خو د کابل پوهنتون د تاریخ استاد ښاغلي شاه محمود په خپل ویبلاګ کې د سُرخاب بند په اړه کره معلومات خپاره کړي دي.
د سُرخاب بند اوبه یوازې د کرنې لپاره کارېږي او د لوګر اوسېدونکو لپاره ډېر ارزښت لري.
نور بیا!
#دافغانستان_بندونه
https://twitter.com/assemmayar1
0 Comments
Sign in to leave a comment.
No comments yet. Be the first to share your thoughts.
Related Articles
3 articlesSteel Hook سیخ چنګک کړل
#موضوع: د سیخ چنګک (Steel Hook) اندازي محاسبه په مختلفو زاویو bend، او overlap حالت کې محاسبه.#ژباړن. استاد صابرشاه صابريکله چې یو سیخ په مختلفو زاویو لکه °90, °45 او °180درجو سره سیخ کوږ شوي وي یا چنګک یې اخیري برخه کې جوړ شوي په لاندې ډول اضافه طو...
ولې سره زر د نارینه وو لپاره حرام دي؟
لېکنه: شکېبا نادري، ولې سره زر د نارینه وو لپاره حرام دي؟ موږ ټول په دې پوهېږو چې د ښځینه وو سینګار او د ښکلا وسایل ډېر خوښېږي، تل غواړي له هغه څه نه ګټه واخلي چې د دوی د ښایست لامل کېږي، چې یو له دغو وسایلو څخه سره زر دي. د ښځینه وو ترڅنګه ځینې د...
څنګه کولای شو ښه مطالعه وکړو؟
د خپلې ذهني ودې لپاره اړينه ده، چې په کافي اندازه مطالعه وکړو تر څو د ژوند او خپل مسلک اړوند لا ډېر پوه شو. خو ستاسو د پوهې کچې ډېرېدل ستاسو د مطالعې په څرنګوالي پورې اړه لري. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې، چې تاسو د سمې او مطلوبې مطالعې ځينې لارې چارې د...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...