پایلوچان او کندهاري پایلوچان څوک دي؟

نذیر احمد سپېڅلی

پایلوچانو د ابولیث صفاري په وخت کي ژوند کاوه او نوې څهره یې په لومړي ځل د حاجي میرویس خان نیکه په وخت کي په کندهار کي راښکاره سوه.

ډېر خلګ د پایلوچانو له نامه څخه غلط تعبییر اخلي خو حال دا چي پایلوچان مذهبي، پر وطن مین، د مظلوم ملګري او د ظالم سر سختدښمنان ول.

د پایلوچانو د ژوند، خبرو، جنګ او فېشن طرز له عادي خلګو څخه ډېر فرق کاوه.

عموماً لویي ږېري یې درلودلې، لویه شمله لرونکې شنه لنګوټه به يې تړله ، لویه ترخیصداره لمن، شین رقمه ګردي کالي به یې اغوستل،ریکاټي کلکي صدرۍ يي اغوستلې، چي دا اوس يې هم ځيني ډير کم کسان اغوندي؛ خو له ټوخي څخه یې ډېر بد وړل ځکه ټوخی د دویله پاره یو داسي حرکت و، چي د دوى تر منځ د جنګ اعلان هم بلل کېدی.

مشهور افغان تاریخپوه غلام محمد غبار لیکي: دوی ته ځکه خلګو پایلوچ(پایلوڅ) ویله چي دوی به په لڅو پښو ګرځیدل او تر ګرګين راوروسته یې څو وار د شپې په لوڅو پښو پر انګریزانو حملې و کړې تر څو دښمن یې د پښو په ږغ په برید خبر نه سي.

دا چي هغه وخت د ایرانیانو د پر له پسې تهاجمونو په نتیجه کي تر ډیره فارسي اصطلاحات کاریدل ځکه، نو د لوڅو پښو ګرځیدونکو تهپایلوچان ویل کیدل چي مطلب یې دغه لڅي پښې خلګ ول.

پایلوچان د اړتیا په وخت کي هر ډول زحمت او ټپ ته تیار ول.

هر کس چي به د دوی ډلي ته راتلی نو تر خورا سختو امتحانو به تېرې دی لکه: په یوه وار له څو کسانو سره غېږ ایستل، په ښه ټیټو تودواوبو لاسونه پرېولل، پر لاسو تاوده سیخان ایښول او تر هغو به یې د دې په مثال ځيني سخت او ناشوني کارونه کول تر څو چي یوه او بلته ووایي: بالا مات یم او تا وګټله، که به چا دا زحمتونه پر ځان نه سوای تېرولای، نو هغه کس ته د پایلوچانو په ډله کي هیڅ ځای نه و.

افغان تاریخپوه بیا لیکي: 

لوى سکندري کندهار يا تر اوسني زوړ کندهار را وروسته احمدشاهي کندهار چي بناء سو، نو دې ښار ( ۴ ) دروازې درلودلې، چي هريدروازې یې بیا ځان ته مشر درلودی.

په دې رقم نو پر دې دروازو خورا ډېر مشران تېر سوي دي.

لنډه دا چي د چریکي بریدونو په لړ کي د ګرګین د ماتي، د صفوي امپراتوري په دړي وړي کېدو او په اصفهان کښي د شاه جهان ترماتي را وروسته پر ټول ايران ۸ کاله د افغانستان واکني، د دې ټولو سترو جنګو 90 سلنه امتیاز پایلوچانو ته ور کول کېږي.

باید دا هم و وایم، چي په کندهار کي د دښمنانو په وړاندي د چریکي برید اولي ریښې هم پایلوچانو کښېښولې او دغه چریکي بریدونه ددوی جنګي تکتیک هم بلل کېږي، چي تر اوسه پوري لا ژوندی دئ.

پایلوچانو په دې تکتیک په سره نه یوازي انګریزانو، روسانو بلکي د نړۍ نورو سترو قوتونو ته هم ماته په ور کړې ده.

ويل کيږي چي د اعلی حضرت محمد ظاهر شاه په وخت کي محلي قدرتونه تر ډیره د دوی په لاس کي وو او مرکزي حکومت هم د دوی دنسبتاً ښه مشرتوب په خاطر مداخله نه پکښي کوله.

د ظاهر شاه بابا پر مهال د پایلوچانو د ښه رول مثال (بنګ حبیب الله) دی، چي یو وخت یې په کندهار کي پر ټولو پایلوچانو أمر چلېدی.

د ملت بابا چي کندهار تللی وو کله چي هغه را روان وو خلګو تر ظاهر شاه بابا هغه ته ډیر وخت ور کاوه او د بنګ حبیب الله له مخه څخهټول خلګ ایسته کیدل نو د ملت بابا پوښتنه و کړه چي دا ځوان څوک دی، چي خلګ یې دونده قدر کوي؟ 

خلګو ورته وویل : دا ځوان مشهور پایلوچ بنګ حبیب الله دی نو ده یې هم ډیر احترام و کړ.

د مجاهدينو پر مهال بنګ حبيب الله ته د وطن د ورانۍ ويل سوي وو هغه ډير توند جواب ور کړی وو او د هغوی په وړاندي د جګړې لومړۍلیکي ته خپله پسي را وتلی وُ.

د پایلوچانو سلسله تقریباً د مجاهدینو په کامیابه کیدو سره پای ته ور سیده ځکه دا مهال د پایلوچو پاته کسانو خپل هغه مثبت انسانيخویونه تر ډيره له لاسه ور کړي ول.

په دې وروستيو لسيزو کي د پرله پسې جګړو له امله د دوى دا فرهنګ لا هم بدنام او بدل سو، چي په آخر کي یوازي ټینګښت او لوچګيپاته سوه همدا علت وو چي طالبانو پر مخ پسي ورک کړل.

خو په دې اخیرو ورځو د عبدالحکیم جان په نامه یو پایلوچ په ارغنداب کي لا ژوندی وو؛ چي د پخوانۍ پایلوچۍ ډېري نښي یې درلودلې اود میلمنو د پاره یې لوی لوی میلمستونونه او خدمتګاران نیولې وو او پر کور یې مرکې او جرګې هم کیدلې.

هیڅ چا ته یې حتي خلقي، مجاهد او طالب ته يې تر مرګه اجازه ور نه کړه، چي د ده په کلي او ولسوالۍ کي شور ما شور جوړ کړي.

مشهور پایلوچان نو په کندهار کي په زرهاوو تېر سوي دي، چي د دې په اړه لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي او غلام محمد غبار هملیکني کړي دي.

بیا هم غواړم، چي دا یوه خبره تکرار و کړم: د روسان له ماتي وروسته په افغانستان کي هر څه ګډوډ سول؛ هغه په عامه اصطلاح هر چابه پر خپل سر ډنګوله.

که څه هم پایلوچي ختمه سوې وه، خو بیا هم ځینو کسانو د پایلوچانو په نامه بې نظمي کوله لکه: ډانګ ماصدیق ، آس ګلو ،کریم کمیس ،نعیم جان او داسي نور يې ښه مثالونه دي، چي د ولس او پایلوچانو تر منځ یې لا فاصلې پیدا کړې.

 


د پایلوچانو نېک خویونه:

پايلوچان د پاک زړه خاوندان وو.

پايلوچان لکه ډبره داسي کلک وو

پايلوچانو د خپلو او نورو بې وزلو د مال او ناموس څخه دفاع کول.

پايلوچان ډیر غیرتمند او خپل پر  پښتو ولاړ خلګ وه.

پایلوچانو په خپل سیمه کی غل ،شرابي،زناکاره، بچه بازه ته اجازه نه ور کوله.

پایلوچانو ښځو ته نه کتله.

پایلوچانو د چا عزت ته په سپکه نه کتله.

پایلوچان چي به کله د ښځو سره مخامخ سول نو د ډېري حیاء څخه به یې خپله لاره بدله کړه.

پایلوچانو تل د مظلوم طرف نیوی.

پایلوچانو د ټوخي څخه بد وړل ځکه ټوخی یو داسي حرکت وه چي د دوى تر منځ د جنګ اعلان بلل کېدی.

پایلوچانو د سترګو په اشاره خپل سیال پوهوي.

منظمه ناسته او ولاړه ، د ملګرتيا پالل ، سخاوت ، کلک دريځ ، د بې ځايه بحثونو څخه ډډه  پر وعده  کلک دريدل او داسي نور ښه خويونهيې درلودل .