To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
مرکې پېژندنه

مرکې پېژندنه

378
Faridon Delsoz Niazai
2023-07-16 19:26:31

دلوړو زده کړو وزارت

شیخ زاید پوهنتون

د ژورنالیږم پوهنځی

دمرکې پېژندنه :

مرکه د ژورنالیزم دا‌‌‌طلاعاتی ژانرونوله ډلې هغه ژانردۍ ،چې په ډله ییزورسنیوکې له خورا ارزښت نه برخمنه اوپه ژورنالیزم داطلاعاتواومعلوماتو دراټولونې یوه اغېزمنه وسیله ګڼل کیږی.

په علمی لحاظ ددغه مهم ژورنالیستیک ژانردښې پېژندنې له پاره اړیوترڅودبېلابېلو ژورنالیستیکوپوهانولخوا دمرکې په اړه دشویو تعریفونوپه رڼاکې ټاکلې موضوع یوڅه روښانه کړو.

دمرکې لغوی معنا:

مصاحبه دعربی ژبې دمفاعله کلمې په وزن سره ده چې په دری ژبه کې دویلواورېدلو(ګفت وشنود) په معناکارول کیږی په انګلیسی ژبه کې دمصاحبې معادله کلمه interviewده چې دویلواورېدلوله پاره د دیدار،مزاکرې اوخبرواترو په معناده.

دمرکې اصطلاحی پېژندنه:

دمرکې داصطلاحی پېژندنې په برخه کې دپوهانواوژورنالیستانوله خوا ډول ډول تعریفونه شوی دی ،چې په دغوتعریفونوکې ترډیره بریده دمرکې ارزښت اوموخې روښانه شوی دی چې دبېلګې په ډول دځینوتعریفونویادونه کوو:

 پوهاند کاظم اهنګ -:مصاحبه داطلاعاتو اوحقایقو دترلاسه کولوپه موخه دمرکه کوونکی مخامخ خبرې دی له مرکه کېدونکی شخص یااشخاصوسره ،چې ټاکلې خبرې سیاسی اوټولنیز ارزښت لرونکې وی .

احمدتوکلی -:دیوکلی تعریف پراساس مطبوعاتی مصاحبه دیوارتباطی دانتقال په موخه د دوه یاڅوتنوترمنځ د سوال وځواب څخه عبارت ده.

« دځینواشخاصوپه اند مصاحبه د دوه وکسانوترمنځ خبرواتروته وایی خوداسې نده ځکه چې ددوه وکسانوترمنځ خبرې اترې کومه ځانګړې موضوع نلری».

« د ژورنالیزم په اصطلاح کې مصاحبه عادی خبرې نه بلکې د ژورنالیست اوخبری منبع ترمنځ سوال اوځواب دۍ ».

« مصاحبه دهرمضمون له پاره دملا دتیر حیثیت لری ... مصاحبه دخلکوله پاره دمعلوماتو داخستلو یوه لاره ده ،چې په خپلومضامینوکې ترې استفاده وکړی » .

سیدهارون نجفی زاده -: مرکه له یوه سیاسی کارپوه اوڅېړونکی شخص سره دهغه دمسلک په برخه کې خبرې کول دی .

« دخبرونو دراټولولویا موثقوالی په خاطراوداطلاع دحاصلولو له پاره دخلکوڅخه دپوښتنې طرحه کولوته مصاحبه وایی » .

 

 

 

 

 

 

 

دمرکې دترسره کولو مرحلې:

۱- دموضوع ټاکنه

۲- دمرکه کیدونکی ټاکل

۳- دپوښتنوترتیول

۴- دمرکې دبڼې ټاکل

۵- دمرکې دوخت اوځاۍ ټاکل

 

لومړۍ : دموضوع ټاکل

دمرکې له پاره هم دنورو ژورنالیستیکو ژانرونو به څیر دیوې مشخصې موضوع شته والۍ اړین بلل کیږی ترڅومرکه کوونکۍ دټاکلې موضوع په اړه له اړوندې سرچینې څخه معلومات ترلاسه کړی.

دموضوع ټاکنې په برخه کې دې خبرې ته پاملرنه ضروری ده ،چې درسنیو په ساحه کې یوه هغه مرکه ده ،چې ژورنالیستان یې دنورو ژورنالیستیکو ژانرونو دلیکنې او دمعلوماتو دلاسته راوړنې له پاره ترسره کوی ،چې دلته دمرکې موضوع مشخصه اوله وړاندې معلومه وی دویمه هغه مرکه ده چې په مستقل ډول دسیاسی ،اقتصادی اوټولنیزو موضوعاتوپه اړه له چارواکو،کارپوهانو اوعاموخلکو سره ترسره کیږی چې ډیرځله په خپله اصلی بڼه خپریږی اوکیداۍ شی چې په نورو مسلکی لیکنو کې هم ترې استفاده وشی.

دمرکې په دویم ډول کې مرکه کوونکۍ دورځینیواویانورومهمو موضوعاتوپه اړه چې دخلکوله پاره مهمې اوبه زړه پورې وی یوه سوژه ټاکی اوپه اړه یې له اړوندې سرچینې سره مرکه ترسره کوی.

همدا راز خبریال کولۍ شی چې دخپلو ورځینیو یادښتونوداړوندې رسنۍ له ارشیف اویاهم دنورو رسنیودخپرونوترتعقیب اولوستنې وروسته دمرکې له پاره یوه به زړه پورې موضوع انتخاب کړی.

دمرکې دترسره کولوله پاره ځینې وخت رسنۍ دیوې ټاکلې موضوع په اړه خبریال ته لارښوونه کوی ترڅوله اړوندې سرچینې سره مرکه وکړی ،چې دې ډول مرکې ته تړلې مرکه وایی چې د وړاندې پېژندل شویو موضوعاتوپه اړه له مرکه کېدونکی سره خبرې کیږی .دویمه هغه مرکه ده ،چې دورځینیوتازه اوتصادفی پېښوپه اړه ترسره کیږی ،چې پرانستې (خلاصه)مرکه یې بولی.

 

 

 

 

 

 

دموضوع په اړه تحقيق :

دمرکې له پاره دموضوع ترټاکنې وروسته په دویمه مرحله کې دټاکلې موضوع یاشخص په اړه دزیاتومعلوماتو دترلاسه کولوپه موخه تحقیق اوڅېړنه ترسره کیږی.مرکه دمعلوماتو دلاسته راوړنې یوه وسیله ده خویوژورنالیست هغه مهال کولۍ شی ،چې یوه بریالۍ اواغېږمنه مرکه ترسره کړی چې دمرکې دترسره کولو موخې ته په کتوسره وړاندې تردې چې له سرچینې سره مخ شی د اړوندې موضوع دشالید،ریښې ،انتقادی غبرګونو اودخلکوله نظرونوڅخه باخبره وی.

دموضوع په اړه وړاندینې معلومات دیوې ښې مرکې دترسره کېدو له پاره زمینه برابره وی.دموضوع په اړه وړاندینی معلومات مرکه کوونکی ته دا وړتیا وربښی ترڅومرکه کېدونکی باندې له حقایقوڅخه دتیښتې لاره ډب کړی،داړتیا پروخت له سرچینې سره استدلال پرې وکړی اوهمدغه وړاندینی معلومات چې دیوې ښې مرکې دترسره کولو له پاره زمینه برابره وی .

دوړاندینیومعلوماتودلرلو ارزښت له دینه څرګندیدلۍ شی ،چې کله یوژورنالیست له یوه کارپوه سره دیوې داسې موضوع په اړه مرکه ترسره کړی ،چې مرکه کوونکۍ هم دټاکلې موضوع په اړه تخصص ولری نوښکاره ده چې دموضوع سره دبلدتیالرلوپراساس یوه ښه مرکه ترسره کوی اوکه چیرې دموضوع په اړه د ژورنالیست معلومات لږیاسطحی وی نومرکه کوونکۍ نشی کولۍ چې یوه هراړخیزه اوښه مرکه ترسره کړی نوپردې اساس مرکه کوونکی ته پکارده ترڅودموضوع په اړه خپله مطالعه پراخه اوخپل معلومات زیات کړی.

دموضوع په اړه وړاندینۍ مطالعه اومعلومات له ژورنالیست سره دمرکې دپوښتنو په طرحه کولوکې مرسته کوی،له مرکه کېدونکی سره په اړینوځایونوکې داستدلال کولو توان وربښی اودموضوع هغه پېچلی اړخونه ورپه ګوته کوی چې دمرکې په بهیرکې باید روښانه شی .

دمرکې  دموضوع په اړه د وړاندینیومعلوماتودترلاسه کولواومطالعې له پاره لاندې دریوسرچینوته مراجعه کوی :

الف :لومړۍ دخپلې اړوندې رسنۍ ارشیف یاکلکسین ته مراجعه کوی په ارشیف کې معمولا یوه رسنۍ دورځینیومهموبېښویادښتونه ساتی ،چې ژورنالیست داړوندې موضوع په اړه د هغه مهال یادښتونوته په ارشیف کې مراجعه کوی اودپېښې په اړه معلومات ترلاسه کوی اویاهم دخپلې رسنۍ کلکسین ته مراجعه کوی اودهمغې ورځې اوتاریخ ورځپاڼه لټوی اودموضوع په اړه خپله معلوماتی پانګه پیاوړې کوی.

تردینه چې یوژورنالیست پرته له امادګۍ اومطالعې نه مرکه کوی دمرکې نه وړاندې دټاکلې موضوع په اړه پنځه دقیقې وړاندینۍ مطالعه کول هم ډیرارزښت لری.پرته له تیارۍ اومطالعې نه مرکې ته ورتګ په دې معنادۍ ،چې سربازله خپل دښمن سره دمبارزې له پاره بې مرمیوتوپک په غاړه کړی.

په مسلکی لحاظ دا ډېره ستره غلطی ده ،چې موږدیولیکوال ته دمرکې له پاره روان ووخودهغه اثارمونه وی مطالعه کړی اویاهم له یوه مشهورشخص سره دهغه دژوند په اړه مرکه کووخودهغه په اړه موپه ارشیف شته معلوماتوته مراجعه نه وی کړې.

دموضوع دښه تفهیم په موخه دBasing stke Gazette دمسوول Bill Browne دخاطرې یادونه کوو:

        دیوتازه کارپه توګه هغه مهال خوله راباندې راغله کله چې راته وویل شول چې د لسودقیقو په فرصت کې یوکتاب پلورنځی ته لاړشم اوله یومشهورلیکوال سره مرکه وکړم.

کله چې لاړم له یوې مشهورې ښځې سره مخ شوم اوغوښتل مې چې مرکه ورسره وکړم خو ما دنوموړې ښځې اودهغومهموکړنوپه اړه ،چې دې ته یې شهرت وربښلی وړاندینی معلومات نه لرل په داسې حال کې چې یادې ښځې په دریانوردۍ کې ډیرشهرت ګټلۍ اوپه دې برخه کې یې دټولې نړۍ یوه دوره هم کړې وه .

ماخپله لومړۍ پوښتنه له دېنه داسې مطرح کړه:ایاکولۍ شی ددریانوردۍ په هکله دخپلې علاقې په اړه راته ووایی؟هغې په ځواب کې راته وویل معلومه ده ،چې په دې اړه تاسو هیڅ تحقیق ندۍ کړۍ. ترځواب وروسته دیولنډوخت له پاره سکوت رامنځته شو اوبیایې راته وویل:اوس تاسې په دې فکرکې یۍ چې څه ډول منطقی پوښتنه رانه مطرح کړۍ.

برون وایی  وایی چې ټوله غلطی زماوه ،ماکولۍ شول چې دکتاب پلورنځی په لاره دپنځه دقیقوله پاره توقف وکړم اوهغه مقالې چې دنوموړې په اړه لیکل شوې ولولم.

دامې له یوې مشهورې څیرې سره لومړۍ مرکه وه هغه بهترین درس چې تل به راسره وی.

 

دمرکې ډولونه

مرکه داطلاعاتو دلاسته راوړنې دنوعیت اوترسره کېدو دطریقې له مخې بېلابېل ډولونه لری چې په لاندې ډول روښانه کیږی.

۱- مونولوګ Monologue                ۲-  مطبوعاتی کنفرانس

۳- ډیالوګ Dialogue                   ۴-   ګردۍ مېز

۵- خبری مرکه                             ۶-  انتقادی مرکه

۷- فیچری مرکه                            ۸-  تحقیقی مرکه

 

۱- مونولوګ مرکه ( Monologue):

مونولوګ له دوه وکلموڅخه ترکیب شوې چې Mono په معنادیوه اوlogue دخبرې په ماناده،چې په یواځایی ډول دیوتن خبرې مانا افاده کوی.

په ژورنالیزم کې مونولوګ هغې مرکې ته وایی چې د ژورنالیست دخالت په کې کم وی اوپه دې ډول مرکه کې اکثره دمرکې دیولورې خبرې درج کیږی.

په مونولوګ مرکه کې دمرکه کوونکی لږه برخه اخیستنه په دې ماناده ،چې  خبریال په مرکه کې یواځې ترخپلومشخصوپوښتنوپورې محدودپاتې کیږی.

دمونولوګ مرکې دلیکلوله پاره لومړۍ سریزه لیکل کیږی ،چې په مقدمه کې په لنډول مرکه کېدونکۍ معرفی اوهغه پوښتنې چې له ده څخه شوی راوړل کیږی.

دمرکې متن په دوه ډوله ترتیبیږی لومړۍ داچې خبریال دمرکه کېدونکی خبرې په اصلی بڼه پرته له هیڅ ډول تغیرڅخه راوړی اودویمه طریقه داده چې مرکه کوونکۍ دمقابل لورې خبرې اودترسره شوې مرکې پایلې په خپلوالفاظوکې لیکی خوخپله عقیده اوفکر په کې نه داخلوی .

۲- ډيالوګ مرکه( Dialogue):

ډیالوګ دمرکې دترسره کولو ډېره مروجه طریقه ده ،چې په دې ډول مرکه کې دمرکې ډواړه لوری یعنې مرکه کوونکۍ او مرکه کېدونکۍ برخه اخلی.

ډیالوګ ( Dialogue) هم له دوکلموDiaد دوه واوlogueدخبروپه معناده ،چې دوه اړخیزې خبرې چې یولورۍ یې مرکه کوونکۍ اودویم لورۍ یې مرکه کېدونکۍ دۍ.ددې ډول مرکې دلیکنې له پاره خبریال لومړۍ یوه مقدمه لیکی چې په سریزه کې مرکه کېدونکۍ اودمرکې موضوع معرفی کیږی اوپه تعقیب یې دمرکې جریان په دې ډول لیکل کیږی ،چې په متن کې هم دخبریال پوښتنو اوهم دمرکه کېدونکی ځوابونه یوپربل پسې په ترتیب سره ځاۍ ورکول کیږی.

دمرکې دلیکنې په بهیرکې ددې له پاره ،چې دمرکې لوستونکې دطرحه شوې پوښتنې اودمقابل لوری دځواب ترمنځ تمیزوکړۍ شی خبریال دخپلې پوښتنې په پیل کې د(سوال،پوښتنه،خبریال) اویاهم درسنۍ نوم راوړی اودمقابل لودې دځواب په پیل کې ځینې وخت دمرکه کېدونکی نوم ،ځواب اویاهم دج مخفف تورۍ چې دجواب معناورکوی راوړی .

۳- مطبوعاتی کنفرانس (Press Conference):

مطبوعاتی کنفرانس دمرکې هغه ډول دۍ چې ددولتی لوړپوړوچارواکو،سیاسی ااوټولنیزوسازمانونو،ورزشی مربیانو او... داسې نوروبنسټونوله خوا دخپلوعمومی پالیسیواوکړنودانعکاس په موخه د ډله ییزورسنیودژورنالیستانوپروړاندې په لاراچول کیږی .

په مطبوعاتی کنفرانس کې یویاڅوتنه دمرکه کېدونکی په توګه ،چې دټاکلې موضوع په اړه بشپړمعلومات لری ترلنډې ویناوروسته داړوندې موضوع په اړه دخبریالانوپوښتنې ځوابوی .

په مطبوعاتی کنفرانس کې دوخت دلږوالی اودزیاتو ژورنالیستانودګډون له وجهې هرخبریال ته څوځله د دپوښتنې کولوچانس په لاس نه ورځی خوددې په خواکې هره رسنۍ کولۍ شی چې دنورو خبریالانو دپوښتنوله ځوابونوڅخه استفاده وکړی .

مطبوعاتی کنفرانسونه ددولت اونوزوسازمانونوله خوا عموما ددوه موخوله پاره په لاراچول کیږی لومړۍ داچې غواړی خپلوکړنوته انعکاس ورکړی اوله دې لارې په خلکوکې نفوذ وکړی اودویم داچې دمطبوعاتی کنفرانس په بهیرکې دټاکلې موضوع په اړه دټولورسنیوخبریالانوته په یوه وخت کې معلومات ورکوی چې دهرې رسنۍ سره دځانګړی مرکې او وخت ورکولوپه اساس ددوۍ دوخت دضیاع مخنیوۍ کوی.ددې له پاره ،چې له مطبوعاتی کنفرانس څخه ګټورمعلومات ترلاسه اومطلق تبلیغاتی اړخ یې کمزورۍ کړو لاندې ټکی بایدپه پام کې ونیسو:

♣ که چیرې وخت وی خبریال بایدمطبوعاتی کنفرانس ته ترورتګ مخکې دټاکلې موضوع په اړه مطالعه اوتحقیق وکړی .

♣ خبریال باید دکنفرانس ترپیلېدوڅودقیقې وړاندې حاضروی ،ترڅودکنفرانس دمسوولواشخاصونه چې اکثره دمصاحبه کېدونکی ددفتررییس یا دعمومی روابطومسوول وی دجلسې دموضوع اوموخې په اړه پوښتنې وکړی اوددې په خواکې دکیناستلوله پاره ځانته داسې ځاۍ انتخاب کړی چې دپوښتنې له پاره په اسانه نوبت ترلاسه کړی .

♣ خبریال بایدله یوې یا دوپوښتنوسره کنفرانس ته لاړنشی ،په مطبوعاتی کنفرانس کې اکثره خبریال ته دیوې پوښتنې کولووخت ورکول کیږی کیداۍ شی هغه سوال چې تاسویې کول غواړۍ ترتاسووړاند بل خبریال طرحه کړی نوپه دې اساس هڅه وکړۍ چې جلسې ته له څلورو پنځوپوښتنوسره لاړشۍ.

♣ په کنفرانس کې لندې اوژورې پوښتنې وکړۍ ،که چیرې پوهیږی چې دبلې پوښتنې چانس نلرۍ ،کیداۍ شی څوپوښتنې سره یوځاۍ اوپه یوه پوښتنه کې یې ‌طرحه کړۍ .

♣ هڅه وکړۍ چې لومړۍ پوښتنه تاسې مطرح کړۍ چې وروسته بیا دا اندیښنه نه وی درسره چې دسوال کولوفرصت به ترلاسه کړۍ اوکه نه .

♣ خبریال باید دنوروخبریالانودپوښتنوځوابونوته هم متوجه وی ترڅودخپل رپوټ دبشپړلولوله پاره ښه مطالب ترلاسه کړی.

♣ که چیرې ډیرضرورت نه وی په کنفرانس کې ترډیره تم شی چې دکنفرانس دمسوولینوڅخه خپل اطلاعات بشپړاوابهامات لرې کړی. 

 

 ۴- ګردۍ مېز:

ګردۍ مېزدمرکې هغه ډول دۍ ،چې په ترڅ کې یې دیوې مهمې موضوع په اړه مرکه کوونکۍ اوڅوتنه کارپوهان راټولیږی اوپه ټاکلې موضوع باندې دبېلابېلو اړخونو رڼا اچوی.ګردۍ مېزاکثره دمهموټولنیزو،سیاسی اواقتصادی موضوعاتوپه اړه دایریږی ترڅوپه دغه بهیرکې دکارپوهانوله انده ټاکلې موضوع ښه تحلیل او وڅېړل شی ،چۍ په خلکوکې داړوندې سوژې په اړه ښه مفکوره اوذهنیت ایجادشی.هغواشخاصوته ،چې په ګردی مېزکې دګډون کولو بلنه ورکول کیږی باید له موضوع سره تړاو ولری اوپه انتخاب کې یې له توازن څخه کار واخستل شی.

دګردی مېزچلوونکۍ سربېره پردې چې دموضوع په اړه  بشپړمعلومات ولری باید له ښه مدیریت څخه هم باید برخمن وی ترڅوګردۍ مېزپه ښه توګه دهبری اونتیجه  ګیری کړی . په ګردی مېزکې کېداۍ شی څوتنه یوې پوښتنې ته دخپلې پوهې اومسلک په رڼاکې ځواب ووایی اویاهم له هریوڅخه ځانګړې پوښتنه مطرح شی .

ددې له پاره چې جلسه له ټاکلې موضوع څخه بهرنشی دګردی مېزچلوونکۍ بایدترهرڅه وړاندې دبحث دپرمخ بیولویوچوکاټ په خپل ذهن کې ترسیم کړی ترڅوپه ښه شان سره بحث له یوه شخص څخه بل شخص ته انتقال اودښوخبرواتراوبحث له پاره زمینه برابره کړی .

دګردی مېزپرمخ بیوونکۍ که ډټاکلې موضوع په اړه ښه تخصص هم ولری ،په بحث کې باید نوروګډونوالوته ډیروخت ورکړی اوپه خپله دیوهدایت کارپه توګه په بحث کې برخه واخلی نه داچې ترنورو دۍ ډیروغږیږی .

خبریال باید دبحث په جریان کې دګډونوالومهم نظریات اوکلیدی ټکی له ځان سره په لنډ ډول یاداشت اوجمع بندې کړی اوپه پایله کې مهم نظریات دنوم په یادونې سره راوړی .

۵- خبری مرکه :

مرکه داطلاعاتواوخبرونو راټولولو اوپیغام رسونې یوه ارزښتناکه وسیله ده .

هغه خبرونه چې په ډله ییزه رسنیوکې خپریږی اکثره یې دمهموټولنیزو،اقتصادی اوسیاسی مسوولینوسره دمرکې کولوله لارې ترلاسه کیږی .

دمرکې له لارې نه یواځې داچې خبریال خبرونه ترلاسه کوی بلکې همدامرکه ده چې دنقل قول په توګه دخبری رسنیو خبرونواوراپورونوته ښکلا وربښی .

 خبری مرکه دخبری رسنیودخبرونواورپوټونو دتنوع سبب ګرځی اود ډله ییزورسنیومطالب اواطلاعات دمخاطبانو پروړاندې په زړه پورې اوباوری کوی .

دخبری مرکې نه مراد داړوندې سرچینې سره هغه خبرې اترې دی چې دخبریال اصلی هدف دیوې خبری پېښې په اړه داطلاعاتواومعلوماتو راټولول وی .

دخبری مرکې په ترڅ کې یوه هغه مرکه ده،چې خبریال یې دیوې خبری موضوع یاخبردترلاسه کولوله پاره ترسره کوی اوبل هغه مرکه چې دیوخبردمبهمواړخونویا خبردبشپړولوله پاره کوی .

ځینې وخت خبریال دیوې پېښې په صحنه کې حاضروی اویاهم کله په تصادفی ډول پېښه دخبریال په وړاندې واقع شی ،چې په دې صورت کې خبریال عینې حقایقوته په کتوسره دپېښې له صحنې څخه خپلې رسنۍ ته خبرترتیبوی ،خوتل داسې نه وی اکثره وخت خبریال دیوې خبری موضوع دبشپړولوله پاره ډټاکلې پېښې په اړه تحقیق اومطالعه کوی .

څه پېښ شوی؟  دخبردتکمیلولوله پاره کوموسرچینوته مراجعه وکړم ؟

په شپږواساسی پوښتنوکې کومه پوښتنه بې ځوابه پاتې؟   

داهغه پوښتنې دی،چې خبریال یې دځوابولوله پاره اړوندوسرچینوته مراجعه کوی اودمرکوله لارې یې ا‌طلاعات راټولوی .

ځینې وخت په خبری سروېس کې داسې لنډمطلب دخبرپه بڼه خپریږی،چې دې ته اړتیالیدل کیږی ترڅوخبریال دیویاڅواشخاصوسره مرکه وکړی اودپایلوڅخه یې خبریاراپورچمتوکړی.

سیاست،اقتصاد،ټولنیزې او ورزشی پېښې ،کلتوری بنسټونه اودیته ورته نورې خبری حوزې هره ورځ خبریال کولۍ شی ،چې ددغه ډول مهمواشخاصوسره دمرکوله لارې خبرونه ترلاسه کړی .

کومې پېښې دپېښېدوپه حال کې دی؟       ایادغه شخص خبری بوۍ لری ؟

دخوراکی توکیوبیې ولې لوړې شوې؟

دخبری مرکې ځانګړنه داده،چې اکثره خبری مطالب په برکې نیسی اوسرچینې هم په خبری مرکوکې دنورومرکوپرتله لنډځوابونه اومعلومات ارایه کوی .

دخبری مرکې دویمه ځانګړتیاداده،چې دخبرپه څیرپرته له ځنډڅخه خپریږی اوکه په دې برخه کې له اړین سرعت څخه کاروانخستل شی نوښایی خپل ارزښت به له لاسه ورکړی .     

 

دمرکې پوښتنې څه ډول ترتيب اومطرح شی:

   دمرکې له پاره دموضوع ترټاکنې اوداړوندې موضوع په اړه ترتحقیق اوڅېړنې وروسته دپوښتنودریمه مرحله ده چې مرکه کوونکۍ دمرکې په بهیرکې ورسره مخ کیږی.له مقابل لوری څخه دښواوارزښتناکو پوښتنومطرح کول نه یواځې داچې دموضوع دروښانتیا سبب ګرځی بلکې ډیرۍ اورېدونکواولیدونکوته به دپام وړوی

دمرکه کېدونکی موقف اودمرکې روان وضعیت ته په کتوسرداړینوپوښتومطرح کول دمرکې دنورومرحلوپه څیرخورادقت ته اړتیا لری.

دمرکې موخه څه ده؟ ولودټاکلې موضوع په اړه له ټاکلی شخص سره مرکه کوو؟

مخاطبانوته کوم پیغام ورکول غواړو؟

 له ټاکلې مرکې څخه داورېدونکوهیلې څه دی ؟

دموضوع په اوه وړاندینۍ مطالعه،دمرکې موخه،دنیوکه کوونکونظرونه اودخلکوغوښتنې هغه څه دی چې له ژورنالیست سره په ترتیبولوکې مرسته کولۍ شی .هغه مهم ټکی،چې خبریال یې باید دپوښتنودترتیبولو اوطرح کولوپه بهیرکې په پام کې ونیسی په لاندې ډول خلاصه کیږی :

♦ لنډه پوښتنه تراوږدې هغې،ساده له پېچلې اوواضحه پوښتنه له مبهمې پوښتنې ښه ده.

♦ دیوې پوښتنې ترځوابولو فورا وروسته بله پوښتنه مه مطرح کوی حداقل څلورثانیې ځنډوکړۍ ،تجربوښودلې،چې ترڅوشحص بله جمله جوړوی درې ثانیې وخت نیسی .

♦ دمرکه کېدونکی په خبروکې بې ځایه مداخله مه کوۍ ځکه په هره اندازه چې دمقابل لورې خبرې زرزرقطعه کوۍ داپه دې ماناده،چې غوږنیولوته موتمرکزلږ اوترمرکه کېدونکی ډیرغږیږۍ .

♦ که چیرې په مرکه کې دزیاتوجزیاتودترلاسه کولوپه لټه کې یۍ له کلی پوښتنو شروع وکړۍ او وروسته جزنی پوښتنوته لاړشۍ.

♦ دموضوع حساسیت اودمرکه کېدونکی شخصیت ته په کتوسره پوښتنه انتخاب کړۍ .

♦ که چیرې قصدلرۍ داسې پوښتنه مطرح کړۍ چې ګمان کوۍ دردسربه جوړکړی نوداسې پوښتنې دمرکې وروستۍ برخې ته پرېږدۍ یعنې هغه وخت چې مرکه موتقریبا تمامه شوی وی اوس که څه پېښ هم شی پروانه لری ځکه چې مرکه موتمامه کړې ده .

♦ مرکه کېدونکی ته ارامتیاانتقالول ډیرګټوردی داله مرکه کېدونکی څخه دخبروایستلوښه لاره ده .

 

               

دپوښتنې ډولونه :

 ۱- تړلې پوښتنه :

   تړلې پوښتنې معمولا هغوپوښتنوته ویل کیږی چې په هو او نه سره ځوابیږی ددې په خواکې هغه پوښتنې هم تړلې ګڼل کیږی،چې ځواب یې لنډوی.

تړلې پوښتنې دمرکه کېدونکی ازادی ختموی اواړکیږی ترڅوپه لنډوپوښتنه ځواب کړی .تړلې پوښتنې دمرکې په بهیرکې دنومونواوارقامودچکولوله پاره مطرح کیږی .هغه مرکه چې اکثره په کې تړلې پوښتنې مطرح شوی وی ښه مرکه نه بلل کیږی .

۲- پرانستې پوښتنې :

    تړلې پوښتنې هغه پوښتنې دی،چې ځواب یې اوږ یا طولانی وی.

ساده اوتوضیحی پوښتنې هم دپرانیستوپوښتنوپه کتارکې رازی،چې دزیاتوجزیاتواو اطلاعاتو دلاسته راوړنې له پاره له مقابل لوری څخه پوښتل کیږی .

۳- تشريحی پوښتنې :

    تشریحی پوښتنې هغه پوښتنې دی،چې دموضوع په لاروښانتیاکې مرسته کوی .

مرکه کوونکۍ تشریحی پوښتنې دمرکې په بهیرکې هغه مهال کوی،چې پوهیږی مرکه کېدونکی یې دپوښتنې ټول اړخونه ندی ځواب کړی.

                 

Recommended Articles