ولی لوبی بایلو؟

F
Faridon Delsoz Niazai
Author
Oct 11, 2023
2 years ago
1,287 views
ولی لوبی بایلو؟

دوستانو لطفا ليکنه ترپايه وواياست
دا خبری او معلومات زه له ځانه نه شريکوم. دا معلومات ما د ډيرو لوبو له کتلو وروسته او د مهمو کرکټرانو له خبرو اوريدو وروسته درسره شريکوم.
هيله ده ليکنه ترپايه وواياست او شريکه يې کړی ترڅو کرکيټ بورډ ته ورسيږي شايد دا معلومات يې په درد وخوړل شی.
ښه راځی چې اول د لوبو بايللو دلايل درسره شريک کړم:
۱: افغانه لوبډله يو نوی او بی تجربی لوبډله ده:
افغانی لوبډلی له نړيوالو قوی لوبډلو سره ډيرې لوبی نه دی کړی لکه انډيا، استراليا، سوت افريقا او داسی نور....
له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۹ پوری يې ۱۳ لوبي کړي او يواځې يې يوه لوبه يې له سکاټلنډ څخه ګټلی.
له همدې کبله ملی ټيم د لويو ټيمونو په وړاندې په ځان باور نه لری
بالران او بيټسمينان مو دواړه وارخطا کيږی او په کافی اندازه مهارتونه نه لری کوم چې په نړيوالو لوبغاړو کې شته.
حل لاره: قوی کوچ، مهارتونه زياتول،له قوی لوبډلو سره لوبې او نړيوالي لوبډلې مطالعه کول او د هغوی کړنلاره تعقيبول چې هغوی څنګه خپل لوبغاړی روزی.
يو يا دوه کاله په ليګونو کې ګډون ونه کړی. او خپل ځان قوې کړی.

۲: تر يو حده د هيواد دننه مشکلات هم ددوی په روحيه اغيزه کولی شی.
۳: افغانستان يواځی په سپين بالارانو تکيه کړی لکه راشد خان، محمد نبی او مجيب الرحمن ځدران دوی خپله هڅه کوی چې لوبه کنټرول کړی خو موږ بايد قوی پاسټ بالران ولرو. 
زموږ په لوبډله کې يواځې يو شی ډیر قوی دی او هغه زموږ سپينران دی.
بيټينګ او پيلډينګ خوند نه کوی. 

۴: بيټسمينان مو جدی لوبه کوی. او حال داچې کريکټ د جديت لوبه نه ده. 
مقابله لوبډله  هم همدا غواړی چی زموږ لوبغاړي جدی کړی. او حوصله يې ختمه کړی.
زموږ لوبغاړی تر دی د مخه چې د بالارانو له بالینګ سره آشنا شی حوصله يې ختمه شی او بيټ تاو کړی. 

حل لاره يې: 
دا پوسټ بايد حتمن تر کريکټ بورډ ورسیږی لطفا!

۱: هدف ولری. 
 لومړی له يوی قوی لوبډلی لوبه ګټل وی، 
بيا آسيا کپ  
او بيا نړيوال جام ګټل يې هدف وی.
هره لوبه بايد په يو هدف سره پيل کړی.

۲: دوی بايد په اتحاد او اتفاق لوبه وکړی.
د لوبډلی مشر يا کفتان بايد يو قوی مشر وی.
مثبت فکر ولری او لوبغاړی يې خبره ومنی.
خو په افغانی لوبډله کې دا شی نسته.
دوی بايد د يوبل احترام ولری.
د يوبل ملاتړ وکړی.
احساسات، درد او غوصه کنټرول کړی.
او د يو لوبغاړی په څير نه بلکی د يو ټيم په څیر لوبه وکړی.
۳: زموږ لوبډله بايد داسی لوبغاړی ولری چی غرور، جديت او پريشر تر پښو لاندې کړی
د هرډول حالاتو سره ځان عياره کړی که پريشر وي، قوې بيټسمينان وی، قوی بالاران وی او قوی پيلډينګ وکړای شی.
بايد ځوان لوبغاړی ښه و روزل شي او په ملی ټيم کې ځای ورکړل شي.
کريکټ ته بايد دا متل ونه کاروی چې « يا وطن يا کفن».
ځکه دا به يو بې هدفه جنګ وی.
۴: يوه لوبډله بايد يو قوی پلان ولری چې په ميدان کې يې په ښه ډول عملی کړی.
دوی بايد خپل د قوت او کمزورتيا ټکی وپیژنی.
اوس افغانستان په 
ټرينينګ
کفټانی
پيلډينګ
پاسټ بالینګ 
بيټينګ
د سټريس په کنټرولولو کې ډير کمزوری دي.

د نړی قوی لوبډلی مطالعه کړی چې هغه څنګه خپل لوبغاړی له ذهنی او فزیکی لحاظه روزی.
هره ورځ په خپل پيلډينګ، بالینګ او بيټينګ کی نوی نوی تکتيکونه کشف کړی.

۵: پيټنيس:
لوبغاړی بايد زر زر ستړی نه شی.
زر زر منډه وکړای شي.
ساه يې ډيره پخه وی.
ځکه دا تر ټولو مهم شيان دی.

تر ټولو ښه درس دادی چې «اوسپنه که هرڅومره ووهی هغومره سختيږی».
مطلب دا چې افغان لوبډله بايد ډيره هڅه او سخت کار وکړی او له قوی لوبډلو سره ټورنمينټی لوبی وکړی لکه پاکستان ، انډيا اسټراليا او داسی نور...

#drasmatkhan
#afgcricketboard
#hajiasmatkhan 
#dresmatkhan
Afghanistan Cricket Board

Related Articles

Apr 09, 2023
4,217 views

انسان د بدن مکمل معلومات

د انسان د بدن مکمل معلومات📝 ۱: د هډوکو شمېر: ۲۰۶ 2: د عضلاتو شمیر: 639 ۳: د پښتورګو شمېر: ۲ 4: د شیدو د غاښونو شمیر: 20 5: د پوښتیو شمیر: 24 (12 جوړه) ۶: د زړه چیمبر شمیره: ۴ ۷: لویه شریان(Aorta)8: د وینې نورمال فشار:120/80 Mmhg9: د وینې في ایچ: 7.4...

May 05, 2021
5,826 views

څنګه کولای شم، یوه بله ژبه زده کړم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په اوس وخت کې ډېری خلک هڅه کوي، چې نوي ژبې زده کړي، ترڅو ډېره پوهه ترلاسه کړي. په ځانګړې توګه د نړېوالو ژبو زده کړې ته ډېره پاملرنه کېږي. مګر ځينې خلک په ډېرو معتبرو او نوموتو تعليمي ځايونو کې د درس ويلو سره ـ سره بیا هم نه توانې...

Dec 19, 2021
3,109 views

هغه ناروغۍ چې علایم يې په پښو کې څرګندېږي

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د روغتیایي لیکنو په لړ کې نن د یوې ډېرې مهمې موضوع په اړه معلومات درکوو. موږ او تاسو به حتما د پښو له درد او یا هم په پښو کې له نورو ستونزو او علایمو سره مخ شوي یو. که څه هم اکثرا د پښو دردونه او نا آرامي د ستړيا، نامناسبه خو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,881 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,174 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,125 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...