To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
جرم او سزا ناول لنډیز

جرم او سزا ناول لنډیز

250
Faridon Delsoz Niazai
2023-10-28 13:41:58

Crime and punishment! 
،"«جرم او سزا«

د پي ايس او  د لاهور تکړه ملګري شيرشاه وجدان دا کتاب(ناول) راته ډالۍ کړی وو، ډېر وخت وروسته مه بشپړه ولوستلو ،واقعي چې ډېر په زړه پورې ناول دی . دوستوسکي يو Russian ليکوال دی،د ناول  characters نومونو لږ ګران دي که په پښتو سهي ليکلي نه وي پر هغه بخښنه غواړم. دا فلسفيانه او نفسياتي ناول دی چې د  شلمې صدۍ په چاپيرچل کښې د روس ليکوال ليکلی دی . دا ناول کښې ډېر فلسفيانه او نفسياتي رنګونه څېړل شوي دي.
پر دې ناول په انګريزي کښې ډېر ارټيکل شته او په دې هکله ډېر سکالو شتون لري خو د دې ناول يواځې په کيسه ايز ادب سر خلاصول نه دی بلکې  د دې ناول فلسفيانه اړخونه  څېړل مهم دي لکه چې يو ليکوال ليکي ؛

These philosophical elements enrich the narrative, providing readers with profound insights into the complexities of human nature and morality.

جرم او سزا ډېر مختلف سوالونو ته جوابونه لري او ډېر فلسفيانه رنګونه يې په کيسه ايز ادب کښې ځای کړي دي چې پر دې به آخر کې خبره کوو. لکه    free wills   vs  Determinismد مذهب رنګ Christianity , Utilitarianism , Nihilism, superiority theory او  وجوديت ښکلا پکې شتون لري.
رسکولنکوف  يو ځوان په بلډنګ کښې اوسي،چې سينټ برګ کښې يو ځای دی.ځان ډېر څه ګڼي. he is above than normal moral order
  ټول ناول پر دې ځوان ګرځي.Rodion Romanovich Raskolnik د  The protagonist  کردار ادا کړی دی 
    
   دا کښې که څه هم ډېر شيان شته خو دا يو  psychological ناول دی. رسکو يو پلان جوړوي چې قتل کوم دی خپل ځان ډېر سپريم ګڼي د قتل  کولو دپاره دومره بېتابه وی چې psychologically  ناروغه شي. يوه سازشي تهيوري جوړوي پر هغه باندې د عمل کولو دپاره کار کول پېل کوي. دا رسکولنکوف چې قتل وکړي ، دومره ناقرار شي چې هيچرې هم  سکون محسوس نه کړو، چې چېرې به هم د قتل خبره وشوه نو دی به دا خبرې ډېر زيات په عذاب کړو،چې چېرې به چا سوال وکړو يا به د پوليس وليدو نو دی به په دا ډېر خراب شو ولې چې دی به هر وخت په ځان کې شکي و چې د ما خو به قاتل نه ګني.
 دی وايي چې په ټولنه کښې يو ordinary خلګ دی او بل extra ordinary خلګ دي. خبره دا کوي چې extra ordinary خلګ له دې نورو ډېر مختلف وي. وايي؛ چې extra ordinary خلګ هيڅ هم نه مني چې زړه يې وغواړي هغه کوي ،هغه د هر شي حق لري چې زړه يې وغواړي قانون تر پښو لاندې کوي.مطلب extra ordinary people have right to transgress everything 

خير ؛ چېري چی رسکولنکوف اوسي  په هغه بلډنګ کې يوه ښځه  چې ايلونيا يې نوم دی . دا ښځه په اصل کښې پان بروکره  ده .دی خپله ګړۍ پر خرڅوي او د هغې کمرې ډېر په ځيرک نظر وګوري ،د هغه وروستو شراب خانې ته له مليډوف سره ملاوېږي. هلته يو ځوان راځي هغه ورته وايي چې دا پان بروکره قتل کول پکار ده . پان بروکر هغه وي چې زاړه شيان اخلي . دا رسکولنکوف د شيانو په بهانه خرڅولو لاړو دا پان بروکره يې قتل کړه، هغه ځوان طالب علم ورته ويلي و،  چې ددې ټولنې ته يو ارزښت هم نشته. دلته دی په اول ځل د ټولنې norms and values ټول باي پاس کړي او ورسره د هغې لور loyna هم قتل کړه،ولې چې دی ويره محسوسه کړي چې داسې نه وي خلګ راخبر کړي. قتل کولو وروسته دا پټه کړي له دې قتل وروسته  د رسکولنکوف سکون ټول لاړ شي،او ژوند يې ټول له غمونو ډک شي (life full of suffering) د خپل ځان سره په داخلي جنګ اخته وي چې په انګريزي ورته (inner conflict) وائي. يو ورځ پوليس والا دروازه وټکوي دی و وېرېږي چې دا په ما پسې راغلي دي حالانکه د هغو بل کار وي

بيا دی شراب خانې ته شروع شو د شراب خانه کښې چې کوم سړی دی د هغه يوه لور وه سونيا (Sonia) نومېده.سونيا د شرابي لور ده چې سکس ورکر   (call girl )يا prostitution کښې مبتلا ده. د کور والا په دې دنده د اخته کړې وه چې معاشي ژوند برقرار وساتي. د رسکولنکوف له دې سونيا سره مينه پيدا شوه. دا ښځه prostitute هم وه خو ډېره پخه مذهبي عقيده هم لرله.
د قتل وروسته  رسکولنکوف depression ښکار شو ډېر وسواسي شو ډېر زيات ډرپوک او د وېرې شکار شو له هر څه يې وېره موسسوله  که څه هم هيڅ خطر نه و. دې ته په عام زبان کښې چې پرونيا وئيل کېږي. دلته rubbles ټکی ډېر زيات کارول شوی دی چې په اصل کښې د Russia کرنسي ده. رسکولنکوف خور چې هغه له dyna نومېږي له Luzn  سره واده کوي خو د رسکولنکوف ورته صفا انکار کوي چې له دې سره به واده نه کوې ،له مور سره يې رويه ډېره خرابه وي بيا ورستو معافي ځينې وغواړي.  يو ورځ رسکولنکوف له د مور خط راځي. چې کله دی شراب خانه کي وي 

وس رسکنلکوف  psychologically ډېر خراب دی. يو ورځ يې خور له Luzn سره ملاوېږي چې کوژدن يې شوی دی هلته چې لاړ شي د اغشي رسکولنکوف سره خبره واوړي او خور ډنيا راولاړه شي خپل مېړه ته طلاق ورکړي.د ده له خور dunya سره وروسته razmikin واده وکړي چې ده رسکنلکوف دوست  دی. ورستو شرابي مړه کېږي او سونيا راځي کور ته چې ته به زما د بابا funeral ته خامخا راځې بس روانېږي نور هيڅ نه ورته وايي.
پوليس والا چې investigator دی نوم يې پروفيری Profiryy دی په رسکنلکوف شک کوي چې کله هم د پان بروکر د قتل خبر راشي نو رسکولنکوف ډېر زيات خراب شي او چې کله د پان بروکر قتل شوی دی رسکنلکوف نفسياتي تور برابر نه دی. ډېر په technical طريقه سوالونو ځينې کوي چې زه خبر يم چې دا ښځه تا قتل کړې ده خو له ما سره ثبوت نشته،دا profiry دا خبره ورسره وکړ دي نور هم زيات خراب شي. 

وس داسي مجلس راغلی دی چې هغه د شرابي لور چې يتمه ده sex worker وه د پلار د مرګ ورسته يې له رسکنلکوف سره ډېره مينه راغلې ده او رسکنلکوف هم ورسره مينه کوي. 
 رسکنلکوف د خپلي خور واده له خپل دوست ملګري Razmikin سره وشو، دواړه خوشحاله دي او رسکولنکوف مينه له سونيا سره چې له ده سره ډېره مينه کوي او ډېره مهربانه ده.
مينه خو روانه ده خو چېرې چې به د قتل خبره کېدله نفسياتي به خراب و.دماغ‌ به يې کار پرېږدي د هر چا شک پر پيدا شو چې قاتل ته يې  وروستو يې نفسياتي مسله زياته شوه کله خوابدی کله خوشحاله ډېر ژر ژر بدليدو.درانه درانه خوبونه(nights mare)بې ليدل. يو ورځ خوب ويني چې pan Brooker چې قتل کړې وه هغه ويني چې په کوټه ننوځي او په کور کي په کوټو ناولده خلګ ننوځي چې وس د نفسياتي مسله ډېر د لېونتوب تر حده  زياته شوه. په دې کښې له Sonia ,dunya ،لزويټا،وکيل ،پوليس،نور بېخي ډېر کريکټرز دي.

رسکولنکوف نفسياتي تور ډېر زيات ډسټرب شو اخر يې سوچ وکړو چې خلګ خبر کړم چې pan Brooker ما قتل کړی دی د ځان د سکون او خوشحالي لپاره يې پر سړکونو نعرې وهلی (chanting slogans on road) چې ; 
I am a murderer .

خو Sonia مشوره ورکړه چې لاړ شه قتل قبول کړه چې قتل ما کړی دی ډاډه يې کړو حوصله يې ورکړه، اخر دی له خپلې مور سره ملاويږي بيا خور ته دا خبره confess کوي چې دا ټول کار ما کړی دی

دا رسکولنکوف سونيا  ته اقرار هم کوي چې قتل ما کړی دی او عدالت کښې هم اقرار کوي. مجسټريټ ته ځي هلته هم دغه خبره کوي 
عدالت ورته اته کاله بامشقت سزا ورکړي.بامشقت سزا کښې ډېر زيات کارونو قيدي هم کوي.  سائبريا په يخ تېروي او هلته په سائبريا کښې Sonia هم لاړ شي هلته له زندان سره نژدې خپل ځای ونيسي او بيا رسکنلکوف ملاقات له هر ورځ ځي چې حوصله ورکړي او چې زړه ور لږ نه شي. هلته په جېل کښې د ته دا  احساس کېږي چې Sonia لما سره څومره مينه لري. په خپل کړل شوي جرم باندې  ډېر ندامت او شرمندګي محسوسوي . دغه وخت يې مور مړه شوې ده خور dnya له د خوږ دوست Rozmikin سره واده کړې دی ... دغه ناول دلته پای ته رسي ،چېری چې دته احساس کېږي.

دا ناول د شلمې صدۍ د چاپېرچل قيصه ده چې پر  نفسياتي او فلسفيانه موضوع ګرځي راګرځي د د هغې ټولنې عکاسي کوي خو دغه نفسياتي مسله universal هم وي.
Superiority theory
دلته رسکولنکوف ځان يو intellectual elite ګني ولې چې دا يې منلي دي چې زه هر څه تر پښو لاندې کولای شم،په اصل کښې دا د ده Friedrich Nietzsche تصور دی چې د idea of extra ordinary people جول خوري دا خلګ د ټولنې د هغو تر Moral ځان ډېر لوی ګني.

NIHILISM

دې ناول کښې traditional ideas او mythology هم په ګوته کړل شوی دی, لکه ! 
Challenging traditional moral and religious value
رسکولنکوف دا ټول شيان ريجکټ کړي او مخ په وړاندې يې تګ کړی دی که څه هم ځای په ځای يې د مذهبي رسوماتو خيال هم ساتلي دی چې دا خبره خپله هم د تضاد خوا ته ځي. 
Existentialism

رسکولنکوف  sense of alienation (اجنبيت) او داخلي تضاد (inner conflict) دې ځای ته رسولی وو چې انسان د ژوند مقصد خپله ټاکي. دلته په ساده ژبه کښې موږ ويلای شو چې وجوديت اصل د determinism ضد تصور يا مکتب يې فکر دی.

Utilitarianism 
يو مکتب فکر دی چې پر د خبره تکيه وي هر هغه عمل چې انسان ته ښېګړي رسوي  خلګو ته خوشحالي ورکوي يعنې هر هغه عمل سهي دی چې خلک خوشحال کوي.لکه رسکولنکوف چې خپل جرم قبول کړي  په دې خاطر چې د ځان اصلاح وکړي خوشحالي خوره کړي لکه د انګري اصل متن.
Raskolnikov's crime is, in part, inspired by utilitarian ideas that suggest the moral correctness of actions is determined by their utility or usefulness. He believes he can justify his crime if it leads to a greater good, such as his own improved circumstances enabling him to contribute positively to society. 

Determinism vs free will

دلته پر دې ناول کښې fate هم سوال پورته شوی دی ورسره يې د free wills او personal responsibility خبره هم کړې ده . هر يو انفرادي شخصيت دا حق لري چې خپل د ژوند ټاک به پخپله وټاکي خپل د ژوند مقصد به معلوم کړی او تعين يې وکړي . Determinism انسان محتاج ګني. لکه ؛ 
Raskolnikov's crime is, in part, inspired by utilitarian ideas that suggest the moral correctness of actions is determined by their utility or usefulness. He believes he can justify his crime if it leads to a greater good, such as his own improved circumstances enabling him to contribute positively to society. 

له دې ټول مجلس څخه دا واضيح کېږي چې دا ناول يواځې کيسه نه بلکې د خپلې ټولنې عکاسي کوي ورسره فلسفيانه او نفسياتي رنګونه يې څېړلي دي. چې د انسان په شعور او لاشعوري کښې څوکه څوکه پيدا کېږي او وده کوي.
د يو چا خبره ده چې وايي! څوک چې تشدد کوي هغه په خپله هم ډرپوک وي هم د ډېرو نفسياتي ناروغیو سره مخامخ وي. انسان کاره ښېګړه ده ښېګړه کول او ښېګړه خورول انفرادي او اجتماعي ژوند کښې خوشحالي راولي.
رحمان بابا وايي...
کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي 
ازغي مه کره په پښو کې به دې خار شي

په درناوي 

رفيع پښتون  Rafi Ullah Pashtoon 
۱۰/۱۰/۲۰۲۳
جنوبي پښتونخوا کوټه

Faridon Delsoz Niazai
Faridon Delsoz Niazai 8 months ago
Recommended Articles