نامتو هسپانوي لیکوال؛ سروانتس

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 20, 2020
5 years ago
2,202 views
نامتو هسپانوي لیکوال؛ سروانتس

هسپانيه د اروپا په لویه وچه کې پرته سيمه ده. دا هېواد له ۵۸ غټو او وړو ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی. پلازمينه یې "مادرید" نومېږي. 
 هسپانوي یوه نړېواله ژبه ده، چې نږدې د "۲۲" هېوادونو رسمي ژبه بلل کېږي نو ځکه خو د هسپانيې ادبیات په هسپانوي ژبه کښل شوي دي. ددې هېواد "۱۱" تنو لیکوالو د نوبل جایزې ګټلې دي. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې هېواد یو نامتو لیکوال وپېژنئ.

 میګوئيل دې سروانتس "Megueg de cervants"
 د هسپانيې دغه نامتو لیکوال په "۱۵۴۷" م کال کې د هسپانیې هېواد په "آلکالا" ښار کې وزېږېد. پلار یې ګرځنده روغتياپال و، نو تل به له یوه ښاره بل ته په سفر کې و. دا چې سروانتس ډېر ځیرک و نو ځکه خو یې له خپل پلار سره په ډېرو سفرونو کې د هغه ملګرتيا کوله. سروانتس د خپلو والدینو څلورم اولاد و. د زده کړو په اړه یې څېړونکو کره معلومات نه دي ترلاسه کړي خو اکثریت یې په دې باور دي، چې نوموړي ايټالوي ادبیات په ښه توګه لوستي وو. د نوموړي د ځوانۍ کلونه له ډېرو غمجنو پېښو څخه ډک دي. په عسکرۍ کې د جګړې پر مهال په چپ لاس ولګېد او شل شو. په بله جګړه کې اسير شو او الجزایر ته یوړل شو. همدارنګه ګڼې نورې پېښې دده د ځوانۍ خاطرې دي. د نوموړي د ژوند دغه بدې پېښې د هغه پر ليکوالۍ ژور اغېز وکړ.
 لومړنی رومان یې "ګالاتيا" نومېده. تر ټولومشهور اثر یې "دون کشیوت" نومېږي  له ده وروسته نوموړي تقریبا شل ډرامې ولیکلې مګر اوس یې یوازې ۲ موږ ته راپاتې دي.
 د هسپانيې هېواد دغه ستر لیکوال د "۱۶۱۶ م" کال د اپرېل په درېويشتمه نېټه د ۶۸ کلونو په عمر ومړ.

 د سروانتس څو لنډې ويناوې
 ـ که چېرې پت او عزت له تا واخلم، د روح اخیستل دې اسانه کېږي؛ ځکه بې پته انسان تر مړه بدتر وي. 
 ـ پسرلی ښکلی دی، خو د انسان د زړه او ذهن پسرلی تر هغه زیات ښکلی دی.
 ـ رښتيا او صداقت تر ټولو غوره سیاست دی.
 ـ که څه هم لوی کارونه مې ترسره کړل، خو په هغو پسې مې خپل ځان بایلوده.

Related Articles

Aug 11, 2020
2,947 views

ځان موندنه

ته مینه ناک يې شېبه په شېبه ځان ته متوجه يې او غواړې په نړۍ کې یو مهم رول ولوبوې، نو له دې مخې هغه انسان يې چې هره شېبه خپل ځان او خپل لاشعوره ضمير ته توجه لرې او د موجودیت په نړۍ کې خپل ځان تر کنټرول لاندې نیسې او د هغو ارزونه کوې، نو ځکه هر وخت له...

Nov 19, 2021
1,316 views

د اسلامي فقهي له نظره په جزایي مسولیت باندې د ناپوهۍ، خطا او نسیان اغیزې

د اسلامي فقهي له نظره په جزایي مسولیت باندې د ناپوهۍ، خطا او نسیان اغیزې!لومړۍ برخه: په جزایي مسولیت باندې د ناپوهۍ اغېز!په اسلامي شریعت کې د لومړنیو مبادیو نه یوه مبدا دا ده چې جنایتکار د ناروا کار په کولو باندې نه نیول کېږي، څو یې په تحریم باندې پو...

Mar 21, 2021
1,618 views

چرا رکود فرهنگی؟

چرا رکود فرهنگی؟ مصطفی عمرزی شاید با آن چه در ظاهر، دیده می شود، در وهله ی اول متوجه نشوید که به لحاظ کار و تولید فرهنگی، چه قدر عقب مانده استیم. چون سطح سواد پایین است و قشر باسواد و اهل مطالعه نیز کم، مثلاً تیراژ کتاب در حدی ست که شاید برای بعضی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,687 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,996 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...