اقليمي بدلون(Climate chanage)

Irfanullah Hassan (Arfan)
Irfanullah Hassan (Arfan)
Author
1 min read
5,144
اقليمي بدلون(Climate chanage)

د اقليم بدلون(Climate change)څه ته وائي?

ليکنه: انجينر عرفان الله حسن

د اقليم بدلون یو ډېر پراخ او لوی بحث ده چې ډېره مطالعه او وخت غواړي, او باید هر څوک پوه شي چې د اقلیم له بدلون سره دنيا او موږ له کومو ستونزو سره مخ کېږو.
ما په خلص ډول سره یوازې د اقليمي بدلون تعريف کړی.

د اقليم بدلون(Climate change)څه ته وائي?

د اقلیم بدلون د تودوخې او هوا په حالت او ډول کې  کې اوږدمهاله بدلونونو ته ویل کېږي. 
دا ډول بدلونونه کیدای شي طبیعي وي، د لمر په فعالیت کې د بدلونونو او یا د لوی آتش فشاني پېخو له امله وي. دفوسیل/سون توکو   لکه د ډبرو سکرو، تیلو او ګازو سوځولو له امله وي.
د1800پېړې راهیسې، بشري فعالیتونه د اقلیم د بدلون اصلي علت ګڼل کېږي،
د فوسیلونو/دسون توکو سوځول د شنو خونو ګازونو(Green House Gases) اخراج رامینځته کوي چې د ځمکې شاوخوا د پوښل شوي کمپلې په څیر عمل کوي ، د لمر تودوخه نیسي او  تودوخه لوړوي.
د شنو خونو اصلي ګازونه چې د اقلیم د بدلون لامل کیږي کاربن ډای اکسایډ او میتان  دي. چې دموټر چلولو لپاره د ګازو یا ډبرو سکرو د کارولو څخه راځي. همدا رنګه د ځمکې پاکول او د ځنګلونو پرې کول هم کولی شي کاربن ډای اکسایډ توليد کړي. د ميتان او دشنو.خونو ګازونو د توليد اصلي سرچينې کرنه، د تیلو او ګاز عملیات, انرژي، صنعت، ټرانسپورټ، او ودانۍ دي.

د اقليمي بدلون پنځه مهم علتونه

1). د ډبروسکرو,تیلو او ګازو سوځول چې کاربن ډای اکساید او نایتروس اکسايډ توليدوي.
2). د ځنګلونو له منځه وړل.
3).د ژوند دسطحې لوړېدل.
4). د هغو سرو استعمال چې نایتروجن ولري او نایترس اکسایډ توليدوي.
5). فلورين شوي ګازونه.

د اقليمي بدلون مهم تاثيرات

پرله پسې او شدیده وچکالي، طوفانونه، د تودوخې څپې، د سمندر د سطحې لوړیدل، دیخچالونو/ ګلیشیرونو ویلې کېدل او د سمندر تودېدل په مستقیمه توګه حیواناتو ته زیان رسوي، او هغه ځایونه چې دوې پکې  ژوند کوي کوي ویجاړوي یي، او د خلکو ژوند او ټولنې ته زیان رسوي.

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
څنګه کولای شو ښه مطالعه وکړو؟
Pashto
Nov 24, 2020
8,464 views

څنګه کولای شو ښه مطالعه وکړو؟

د خپلې ذهني ودې لپاره اړينه ده، چې په کافي اندازه مطالعه وکړو تر څو د ژوند او خپل مسلک اړوند لا ډېر پوه شو. خو ستاسو د پوهې کچې ډېرېدل ستاسو د مطالعې په څرنګوالي پورې اړه لري. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې، چې تاسو د سمې او مطلوبې مطالعې ځينې لارې چارې د...

Written by Riaz Muqamzai Read more
!د عاشقۍ جالبه کیسه
Pashto
Jan 21, 2021
3,317 views

!د عاشقۍ جالبه کیسه

د عاشقۍ جالبه کیسه! یو هلک په یوې دیندارې نجلۍ ميين و، څه موده پس نجلۍ بل چا سره واده وکړ، هلک د غمونو په سمندر کې ډوب شو، د ژوند شيبي ډيرې ترخې شوې، بالاخره په ډير همت نجلۍ ته یې يو ليک واستوو، ګرانې! ډيره هڅه مي وکړه، چې واده درسره وکړم، خو د قسمت...

Written by Hikmatullah Yousafzai Read more
ډیپریشن (ژور خفګان) او درملنه یې
Pashto
Aug 28, 2021
7,860 views

ډیپریشن (ژور خفګان) او درملنه یې

هره هغه کړنه، چې پرله پسې تکرارېږي او د انسان په روان منفي تاثیر وکړي، رواني ناروغي ګڼل کېږي. رواني ناروغي یو جسمي احساسي غبرګون دی، چې د پېښې په مقابل کې هغه وخت منځ ته راځي، کله چې د انسان اړتیاوې زیاتې او امکانات کم وي، نو دغه ډول ناروغي رامنځته ک...

Written by Riaz Muqamzai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
44,401 views
4

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
33,125 views
11

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,881 views
3

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article