پروپوزال څه ته وايي

I
Irfanullah Hassan (Arfan)
Author
Mar 01, 2024
2 years ago
3,475 views
پروپوزال څه ته وايي

ليکنه: انجنير عرفان الله حسن

پروپوزل څه ته وائي?(What is Proposal)
د پروژې په هکله لومړني معلوماتو ته ویل کېږي چې د پروژې د ترسره کولو هدف, پروسه او نتيجه بیانوي.

یو ښه وړاندیز او یا  پروپوزل Proposal کومې ځآنګړتیاوې لري?
پروپوزل او یاهم وړاندیز هغه کلمه ده چې په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې ډیری ځآیو کې اوریدل کیږي او دا ځکه چې دنوي دولت دراتګ نه وروسته په افغانستان کې ډیری پروژې دبیارغونې تر نامه لاندې شروع شوې او خلک دپروژو او پروپوزل دنومو سره ډیر عادي شول پروژه په اصل کې د يو عارضي کړنې  څخه عبارت ده چه دټاکلي بودجي ،ټاکلي وختاو د ټاکلي منابو پواسطه بشپړ شي راځئ نن په دې وغږیږو چې یو ښه پروپوزل او یاهم وړاندیز دکومو بنسټیزو ځانګړتیا ووڅخه برخمن وي او څنګه کولی شو چې یوه ښه وړاندیز او یاهم پروپوزل ترتیب او جوړ کړو
کله چی په يوي سيمه کي د ضرورت له معلومونې  څخه وروسته د يوي پروژي د اجرا اړتيا و ليدل شي.په دي صورت کي نوموړي پروژي حمايه کونکي ،فنډ ورکونکي او يا داسي نورو اړونده مرجعو ته ليکل کيږي.د وړانديز ليکلو په وخت کي بايد ليکونکي دا خبره په ياد وساتي چي د نوموړي پروژي فنډورکونکي پروپوزل د کومه نقطه نظره لولي او دڅه لپاره یې لولي.او دپروپوزل ليکونکي بايد هغه ژبه اوادبيات په کار يوسي د کوم سره چي لوستونکي اشنايي او بلدتيا ولري.
پروپوزل یا وړاندیز باید لاندې ځآنګړتیاوې او برخې ولری؛
يوه عمومي کتنه:په دي برخه کي بايد دپروژي يوه لنډه پيژندنه راوستل شي.د معرفت څخه وروسته بايد هغه څه پکي راوستل شي کوم ته چي ضرورت او تقاضا وي.مثلا:نقدي پيسي،تخنيکي مرستي، دمکتب وداني او داسي نور.
ضرورتونه:په پروپوزل کي بايد ذکر شي چي ستونزي څه دي؟تاسو څه پوه شوي چه دا ستونزه ده؟هغه ارقام،معلوماتاو اعداد مو له کومه کړي چي تاسو د هغوي  پواسطه اړتياوي ښکاره کوي.
د پروژي شرحه: تاسو غواړي چه څه وکړي،څرنګه،کله او چيرته غواړي خپله پروژه عملي او اجرآت تر سره کړي؟ستاسو پروژه څرنګه کولاي شي چي هغه حل او براورد کړي کوم چي تاسو ښودلي؟او په اخره کي بايدپروژي اهداف او مقاصد ذکرشي.
ستاسو غوښتنه او تقاضا: تاسو له دوي څخه څه غواړي.ايا ستاسو غوښتنه پيسي دي بايد د بودجي په شکل و ښودل شي او دقيقا به څومره پيسي و لګيږي يعني هر څه که غوښتل شوي وي بايد په ډير دقت سره ښودل شوي وي.  
امکانات:تاسو څرنګه پوهيږي چه دغه امګانات يا وسايل په کار يوړل شي.ايا تاسو کولاي شي په ډير ښه شکل دغه ستونزه نظر نورو امکاناتو او وسايلوته په موجوده امکاناتو او وسايلو حل کړي. 
څوک: پروژه څوک يا د چا له خواپر مخ بيول کيږي.د هغوي مهارت څومره دي.که چيري د بيلا پيلو اشخاصو د تر کيب څخه تشکيل(جوړه) شوي وي نو وښياست چي څرنګه به په مشترک ډول کار کوۍ.فنډ ورکونکي علاقه لري چي وګوري خلګ څنګه په مشترک ډولکار پر مخ بيايي. خپل مهارت او لياقت ښکاره کړي.تر خو فنډ ورکونکي دا ووايي چي ستاسو اداره يادفتر دا ظرفيت لري چي دغه کار پر مخ بوځي.
استعمال کونکي يا ګټه اخيستونکي: بايد تاسو دا وليکي او ښکاره کړي چي ايا کوم کسان،څومره کسان او په کوم ځاي کي خلګ  ستاسو ددغه پروژي څخه مستفيد کيږي.او څومره کسان مو په پلان کي شامل کړي دي.
د ارزياپي پلان:تاسو څرنګه پوهيږي چي خپلو مقاصدو ته به رسيږي؟ د پروژي برخورد به د عامو خلګوسره څرنګه وي؟ خلګ به يي څومره مني؟
نوري مرستي او کومکونه: نوري کومي مرستي او اداري او مرجع به له دغي پروژي سره څه ډول او څومره مرستي وکړي؟دا به د ملاتړ په بڼه وي او که څنګه؟د ځاي ورکولو په بڼه وي؟ د فني ماهيرينوپه ډول به وي ؟او که په داسي نورو ډولونو.......؟
دپروژي دوام:پروژه به څرنګه دوام وکړي؟ايا د فنډ د ترلاسه کولو څخه مخکي پروژه په خپل کار پيل کوي؟څرنګه خلګ د هغي دوام ته را بولۍ؟د هغه عايد او ګتي له مدرکه چي د پروژي خپل توليد دي څرنګه به پروژه خپل ځان پري وساتلاي شي يعني پروژه به څنګه دخپل مدرک څخه ځان خپله ( خودکفا)پوره کړي؟ پروژه به د خلګو په مرسته څومره دوام و مومي؟
مانيټور او راپور ورکول:تاسو به پروژه څرنګه مانيټور کوۍتاسو د خپلي پروژي د نتيجي په هکله په څه ډول فنډ ورکونکي ته څه ويلاي شي يعني فنډورکونکي ته به د خپلي پروژي نتيجه څنګه و ښياست؟
کله چې مو وړاندیز کې پورتنئ ټولې نقطې مراعات کړې نو بیا له دې وروسته هغه چاته لیږل کیږي چې دچا به نوم لیکل شوی وي

Related Articles

Nov 16, 2021
2,149 views

د لوړو نرخونو د کنټرول یوویشت حللارې

1- تر ډیره بریده خلکو سره دا اندیښنه وي چې هر وخت افغانی ارزښت له لاسه ورکوي نو په همدې اساس دوی غواړي ډالر ځان سره سپما کړي کوم چې د نرخونو په لوړوالی کې مهم رول لري نو باید خلک له دغې کړنې لاس واخلي.   2- هیوادوال باید په ټولو راکړو ورکړو کې له ا...

Mar 08, 2021
3,116 views

د هند مشهور دیني عالم او سکالر مولانا وحیدالدین خان

د هندوستان دغه دیني عالم او سکالر په خټه پښتون دی. نوموړی د۱۹۲۵ زیږدیز کال دجنوري میاشتې په لومړۍ نیټه دهندوستان داتهرپردیش ایا لت ( صوبې ) په اعظم ګړه کې زیږیدلی دی .ده خپلې زده کړې داعظم ګړ په مدرسة الا صلاح کې سرته رسولي دي او بیا دهند پلازمیینې ډ...

Dec 15, 2022
1,434 views

ستا دعا الوتکي وځنډولې!

ستا دعا الوتکي وځنډولې! د هشام په نوم یو مشهور طبیب وو، په تلوارۍ سره هوايي ډګر ته ولاړ، تر څو په هغه نړیوال کنفرانس کي ګډون وکړي، چي نوموړي ته په کښي جایزه ورکول کيده، د هوا د خرابوالي د امله الوتکي په لاره کي بیړنۍ ناسته وکړه.طبیب د الوتکي مسؤلینو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,531 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,104 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...