د لوړو نرخونو د کنټرول یوویشت حللارې
1,120
استاد لعل ځاځی
2021-11-16 21:58:49
1- تر ډیره بریده خلکو سره دا اندیښنه وي چې هر وخت افغانی ارزښت له لاسه ورکوي نو په همدې اساس دوی غواړي ډالر ځان سره سپما کړي کوم چې د نرخونو په لوړوالی کې مهم رول لري نو باید خلک له دغې کړنې لاس واخلي.
2- هیوادوال باید په ټولو راکړو ورکړو کې له افغانیو څخه استفاده وکړي.
3- دولت ته پکار دي چې د لویو تولیدي شرکتونو کلک حمایت وکړي او د دوی امنیت تضمین کړي. ځکه موږ د توکو د تولید د کمښت سره مخامخ یو.
4- د پانګونې د کموالی له وجې نرحونه لوړیږې نو په همدې اساس باید دولت داخلي او بهرني پانګوال پانګوالی ته تشویق کړي.
5- د ډالرو د قاچاق مخنوی وکړي.
6- په ټرانسپورټ او انتقالاتو کې د خنډونو له منځه وړل( مصارف لوړوي نو په نتیجه کې قیمت لوړیږې).
7 اخباري قیمتونه: ځینې وخت سوداګر او هټیوال د ورځپاڼو او ټولنیزو رسنیو د ناسمو خبرونو او معلوماتو ښکار کیږې چې په نتیچه کې دوی نرخونه لوړوي.( که مطبوعاتو وویل چې غوږ د سپي وړی اول وګوره چې غوږ شته او کنه بیا تصمیم نیسه) بدبختانه د ناورین په وخت کې اکثره وخت موږ د اخباري قیمتونو ښکار شوي یو.
8- دا چې افغانستان یو وارداتی هیواد دی نو پدې وروستیو کې د وارداتو د کموالی له وجې نرخونه لوړ تللي دي چې د وارداتو زیاتوالی یاده ستونزه حل کولی شي.
============================================================
د اوسنی وضعیت نه واراخوا عمومي حللارې!
9] د بودجې د کسر سیاست:
کله چې موږ او تاسې د توکو تولید ولرو نو بازار ته د پیسو د عرضې په مقدار کې زیاتوالی راوستل اړین دي. یعنې موږ کولای شو نورې پیسې هم چاپ کړو او کچیرې تولیدات نوي او پیسې چاپ کړو نو انفلاسیون رامنځته کیږې او نرخونه لوړیږې.
10] کچیرې دولت د تولیداتو او توکو پر تولید لګښت ونکړي او یوازې په استهلاکي او عادي لګښتونو باندې پیسې مصرف کړي نو قیمتونه لوړیږې چې باید مخه یې ونیول شي او د توکو تولید ته جدي توجه وکړي.
11] په دولتي برخه کې د استخدام زیاتوالی: ځینې وخت دولت د خپل ټولنیز سیاست مطابق د بیکاری او بې سباطی د مخنوی لپاره د استخدام کچه لوړوي نو پدې وجه د پټې بیکاری او مصنوعی عاید له وجې تقاضا ډیریږې او نرخونو مخ پر لوړیدو ځي. چې دې برخه کې باید تعادل په پام کې ونیسي.
12] د قیمتونو د جګوالی له کبله د سپما شوو پیسو کارونه نرخونه پدې خاطر لوړوي چې په بازار کې توکو ته تقاضا زیاتیږې نو باید یاده اندیښنه هیوادوال ونکړي.
13] پیسې په اسعارو تبادله کول نرخونه لوړوي.
14] د پیسو پواسطه ثابتو شتمنیو رانیوال یادو شتمنیو ته تقاضا لوړوي چې په نتیچه کې نرخونه لوړوي.
15] د توکو تمام شد قیمت کموالی او د لیږد د مصارفو د کموالې هڅې
16] د پرمختګ او تولید د عواملو ترمنځ نامساوات
17] د یو ښه او مرکزي بانکي سیسټم شتون
18] په ازاد بازار کې د سود د بیې د لوړوالی مخنوی کول
19] د پور دولتي اسنادو نشرول
20] له کریډټي سیاستونؤ څخه د سوداګرو لپاره ګټه پورته کونه
21] د احتکار د محنوی لپاره لازم اجراات ترسره کول
دا هغه عمومي لارې چارې دي چې د نرخونو په کنټرول کې لاس لري.
نوټ: لومړنی 8 لارو عملي کولو ته په اوسنی شرایطو کې ارشد ضرورت دی.