د جوهر عدنان په شاعرۍ کښې قرآني تلميحات
                     رفيق الوت

دا چــــې زۀ وتاته وائم که ئـې خدائے کا
په آیات او په حدیث کښې به څرګند وي
         ( عبد الرحمان بابارح )

بحیثیت هر هغه مسلمان چې د صحيح راسيخې او کاملې عقیدي لرونکے وي نو د هغه په قول و فعل به مذهبي اثر ضرور وي - او بيا چي صاحب علم و قلم وي نو هغه خو به خامخا د خپل فکر و فن سينګار او ښکلا په مذهبي او قراني اثرا تو راولي -
چونکې د دې ليکنې تعلق د يو اديب او شاعر سره دے نو مونږ به هم په دغه حواله خبره کوو 
هسې خو که مونږه اوګورو نو د قرآن او احاديثو اثر يا مذهبي رجحان په پښتو ادب کښې د هغه وخت نه څرګند شوے دے کله نه چی پښتون مسلمان شوے دے یا دۀ د شعر لیکل شروع كړي دي، اوس دغه اثرات خو که وکتل شي نو د لرغونې دورې په ځنو شاعرانو، د روښاني او درویزي مکتب، د زرین دور په شاعرانو او دغه شان تر اوسه پوري دغه سلسله جاري ده او دا اثرات په اکثرو شاعرانو شوي دي او لا کېږي چې تر ټولو لوئې داعي، مبلغ او د دی اثراتو نه په اکثره توګه متاثر شخصیت رحمان بابا رح دے چې تر تولو مستند تحقیق پرې استاذ محترم ډاکټر پروفېسر شهاب عزیز ارمان کړے دے چې څو ورځې مخکښې د افغانستان د علومو د اکادمۍ نه دغه تحقيقي مقاله چاپ شوه۔
نو په دغه بنیاد محترم جوهر عدنان صاحب هم د رحمان بابا د لارې ملګرے او د قران حكيم د اثراتو نه څۀ نا څۀ متاثر ښکاري ـ
جوهر عدنان صاحب د كلاسيكي شاعرۍ ښه ژوره مطالعه لري نو دغه وجه ده چي د دۀ په شاعرۍ د کلاسکیت رنګ هم غالب دے  د دۀ په شعر کښې که د خوشحال خان خټک شجاعت، د رحمان بابا انسانیت او د حمزه شينواري پښتونيت څرګند دے نو دغه شان ئې شخصیت هم دروند او بالا دے ـ
د جوهر عدنان صاحب د شاعرئ بلها اړخونه دي چي هر يو باندې تحقيقي کار کول ضروری دی خو ما چی ترې کوم اړخ راخستے او لیکل پرې کوم نو هغه قرآني تلمیحات دي۔ اوس تلمیحات څۀ ته وائي نو دا د تلميح جمع ده او تلمیح د عربۍ ژبې ټکے دے اشاره کولو ته وائي - په اصطلاح کښې یوې تاریخی واقعې یا قصې ته اشاره کول تلميح بللے شي - نو مهمه خبره ده چې قرآني تلميحات خو به خامخا د پیغمبرانو او پخوانو بادشاهانو واقعاتو او قصو ته اشاري وي او دا هم لويه مطالعه غواري نو د دې نه هم دا خبره جوتېږي چي موصوف د قرآن حکیم پوهه هم لري - 
د دۀ په شاعرۍ کښې خو تلمیحات ډېر دي خو زۀ ترې دلته څو نمونې د قرآن د آیاتونو سره پېش کؤم چې ګران لوستونكي تري مستفيد هم شي او خوند هم ترې واخلي، دے  وائي چی:

برکت ستا د وجود دے اے مالکه
چـی آدم د ملائېکو شــو مسجود

دلته دے د آدم عليه السلام د عظمت او بړائۍ خبره کوي او بل الله چې انسان لره کوم شان و شوکت ورکړے دے هغې ته هم اشاره کوي او دې واقعې ته هم اشاره ده کله چې اللہ تعالٰی د آدم عليه السلام او فرښتو امتحان اخستو آدم عليه السلام کامياب شو نو الله فرښتو ته حکم وکړو چې آدم ته سجده وکړئ ـ موصوف وائي چې دا برکت ستا د وجود وۀ چې انسان ته فرښتې په سجده شوې ـ يعنې دے کنايتاً دا هم وئېل غواړي چې اے محبوبه (صلي الله عليه وسلم) دا هر څۀ ستا د مخه دي که تۀ نۀ وے هېڅ به نۀ وو ـ دا خو ستا وجود رب تعالی پېدا کړو نو دا هر څۀ ئې تالره پېدا کړۀ او نن چې فرښتې انسان ته په سجده دي نو دا اصل کښې ستا د عظمت نشاني او علامت دے ـ په دې اړه قرآن کریم په مختلفو ځايونو کښې دا ذکر داسې کوي. 

وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلَآئِكَـةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوٓا اِلَّآ اِبْلِيْسَ اَبٰى وَاسْتَكْبَـرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِـرِيْنَ

(بقره آيت 34)
(او هر کله چې مونږ حکم وکړو فرښتو ته چې آدم ته سجده وکړي نو ټولو فرښتو سجده وکړه مګر شيطان ونکړه).

ـــــــــ
" الست " اوس هم تقاضا د " بلى" کاندي 
د   خپـل   قـول   پروادار   يم   لکه  وم 

آ   د  "الست "  په  جـواب  وئيلې  "قالو بلى" 
په هغه لوظ او په وعده او په اقرار مې قسم

دلته د دې شعرونو دوه اړخونو دي، يو خو هغه لوظ او وعدې ته اشاره ده کوم لوظ او وعده چې الله تعالى په عالم ارواح کښې د تمام انسانیت د روحونو نه اغستې وه، بل شاعر دلته د خپلې پښتونولۍ ثابتولو هڅه هم کوي ګويا چې پښتون به وعده نه ماتوي نو دے دغه روايت هم ژوندے ساتي دې نه د شاعر اعلی ضرفي او ښۀ خيال ثابتېږي په دې اړه قرآن حکيم داسې فرمايي:

وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِنْ بَنِي آدَمَ مِنْ ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰ أَنْفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ۖ قَالُوا بَلَىٰ ۛ شَهِدْنَا ۛ أَنْ تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَٰذَا غَافِلِينَ
(سورۃ العراف آيات 172)

ژباړه! او ياد کړئ هغه وخت چې واخیستله وعده رب ستاسو د بنى آدمو او د دوي اولادونو نه او شاهد ئې کړل ځانونه د دوي يعنې ګواه ئې وګرځول دوي د دوي په اقرار (او وې وئيل دوي ته) ايا زۀ ستاسو رب يم نو دوي او وئيل هو (ته زمونږ رب ئې) مونږ شهادت کؤنکي يو ( اوس هر کله چې دا اقرار تاسو کړے دے) چې اونه وايي د قيامت په ورځ چې مونږ دې خبرې /اقرار /وعدې او لوظ نه ناخبر وو. 

ــــــــ
ليــوني   د   محبت  په  عرش  قدم  ږدي 
هوښیاران لۀ هوښيارۍ د ځان په وير دي 

د  جوهــر  آقا  بالا  تــر  هاغه  حده 
چې تر کومه حده پر د جبرائیل ځي 

په وړومبي شعر کښې شاعر کنايتاً د معراج واقعه ذکر کوي خو ولې په دوېم شعر کښې دغه تذکره صراحتاً کوي ـ د معراج په مبارکه حضور اقدس صلی الله عليه وسلم بېت المقدس ته لاړو او بيا د جبرائيل سره تر سدرة المنتهی پورې او لۀ دغه ځايه بيا د رب تعالی يواځې تر آسمانونو پره اوختو چې د جنت دوزخ ليدۀ ئې وکړۀ او ورسره ئې ځنې احکام د الله تعالی د لوري خپل امت لره راؤړۀ ـ دغه مضمون(واقعه) قرآن کریم کښې الله تعالى داسې ذکر کوي. 

سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ
(بنى اسرائیل آيات 1)
ژباړه: پاکي ده هغه خدائے لره چې خپل بنده (حضرت محمد ص) ئې د مسجد الحرام نه مسجد اقصى ته د شپې بوتلو، ولې چې دغه ځائے کښې مونږ اوښايو دۀ ته د خپل قدرت نښې ځکه الله تعالى اورېدونکے او ليدونکے دے. 
په دې آيت کريمه کښې د جمهورو مفسرینو مطابق د معراج شپې ته اشاره ده چې څه واقعه ئې په بل ځاې کښې الله ذکر کوي. 

وَ لَقَدۡ رَاٰہُ نَزۡلَۃً اُخۡرٰی ﴿ۙ۱۳﴾ عِنۡدَ سِدۡرَۃِ الۡمُنۡتَہٰی ﴿۱۴﴾ عِنۡدَہَا جَنَّۃُ الۡمَاۡوٰی ﴿ؕ۱۵﴾ اِذۡ یَغۡشَی السِّدۡرَۃَ مَا یَغۡشٰی ﴿ۙ۱۶﴾ مَا زَاغَ الۡبَصَرُ وَ مَا طَغٰی ﴿۱۷﴾لَقَدۡ رَاٰی مِنۡ اٰیٰتِ رَبِّہِ الۡکُبۡرٰی ﴿۱۸﴾
(النجم آيات ترتيب 16،15،12،13)

ژباړه: او په تحقیق سره هغه (جبرئیل) په کوزېدو کښې ليدلے وۀ يو ځل بيا. د سدرۃالمنتهى ( د بېرې ونه)نه په هوا کښې. 
د دې په خوا کښې جنت الماوى (د ارام ځائے) دے. 
هغه وخت چې پټه کړه هغه ونه د بېرې هغه څيز چې پټه ئې کړه کوږ شوے نه وۀ نظر د دۀ او نۀ تېر شوے وۀ. په تحقیق سره دۀ وليدلې علامې/نښانې د خپل رب چې لوئې دے. 

ـــــــــ
شبنم په مخ د ګل په لږ احساس د ګرمۍ تښتي 
قربان  په  ابراهیم  د  لرګــو  غرونه  سوځېــدل 

شه صادق مينه فقط يو صداقت دے 
ابراهیم  غوندې  ګلزار به شي اورونه 

هر نور به وي لمانه يم په ناز کښې د نمرود 
ظاهر  به ابراهیم وي باطن وي به ننګ زما 

موصوف دا اثر هم د قرآن عظيم الشان د سپېځلو آياتونو څخه اخلي چې ابراهیم څه رنګه د نمرود د ظلم او جبر مخې ته لکه د غمر ولاړ وۀ او اور ته ئې ځان ونيوۀ ځکه چې دے صادق وۀ په حقه وۀ نو دغه سور اور ورته ګل ګلزار شۀ او بل خوا دې دا هم وايي چې د ابراهیم د شخصیت سره دا خبره نه ښائي چې دے اوتښتي او اويرېږي نو ننګ او غېرت ئې وکړو او اور ته ئې اودانګل او چې څوک غېرتي وي نو د هغۀ خدائے مل وي نو دغه شان به زۀ هم يم چې باطن کښېـبه سوځم خو زما ننګ او غېرت به مالره حوصله راکوي، د آخري شعر په اړه دا هم وئيلے شو چې دا د وحدۃ الوجود نمایندګي کوي لکه که د جوهر په حقله خبره وکړو د صوفيانو په خيال چې دا ټول انواع او اجناس چې څومره دي دا به ټول خپل جوهر سره يو کېږي نو دغه خبره هم کيدے شي. بهر حال دغه واقعې ته الله تعالى په قرآن حکیم کښې داسې اشاره کوي. 
قَالُوْا حَرِّقُوْهُ وَانْصُرُوٓا اٰلِـهَتَكُمْ اِنْ كُنْتُـمْ فَاعِلِيْن 

(سورۃ انبیا آيات 68)
ژباړه : (فرعون خپل قوم) ته اوئيل چې اوسوزوئ (ابراهیم لره) او امداد اوکړئ (بدل واخلئ) د خپلو خدايانو که چرې تاسو څه کولے شئ (تاسو کښې غېرت وي) 
کله چې ابراهیم اور ته دوي واچو، نو اللّه تعالى اور ته حکم وکړو چې سلامت شه، (سلامت په معنى د نۀ ډېر يخ او نۀ ډېر ګرم راځي يعني سپرلے به ياد کړو) د سپرلي په شان موسم ورته رب تعالى مهيا کړو دغه واقعه  قرآن داسې بيانوي 
قُلْنَا يَا نَارُ كُوْنِىْ بَـرْدًا وَّسَلَامًا عَلٰٓى اِبْـرَاهِيْـمَ  
(سورۃ انبیا آيات 69)
ژباړه : مونږ حکم وکړو اور ته چې ابراهیم باندې د سلامتۍ والا جوړ شه.

ــــــــ
څوک چې د زړه خانمان نه لټوي 
آ   په   کارونو.  د . آزر  تېروځي 
آزر د مفسرينو د رايو مطابق څوک وایي دا د ابراهیم ترۀ وۀ څوک وایي پلار يې وۀ خو دا دويم قول چې پلار ئې وۀ دا راجح قول دے او د قرآن د آيت نه هم دغه اندازه کېږي، جوهر عدنان صاحب دلته وايي چې څوک تزکيه د نفس نه کوي، د زړۀ صفائي نه کوي نو د هغه زړۀ به د بتانو کور وي او د آزر په کارونو به تېروځي. خطاﺀ کېږي به. بل دے دا خبره هم کوي چې د آزر زوے څه بل څوک نه وۀ چې د دۀ د بتانو نه به متاثره وے. او نعوذبالله مشرک به وۀ بلکې هغه د الله تعالى برګزيده پيغمبر وۀ، چې رب تعالی د دغه کارونو نه ساتلے وۀ او الله خو.دے رالېږلے د بتانو او شرکياتو د اختتام د پاره وۀ لکه الله تعالی فرمائي:

وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ آزَرَ أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ
(سورۃ الانعام آيات 74)
ژباړه : او ياد کړئ هغه وخت چې ابراهیم اوئېل خپل پلار آزر ته چې آيا تاسو بتان خپل خدايان ګڼئ، بې شکه زۀ وينم تا لره او ستا قوم لره په ښکاره ګمراهۍ کښې. 

ـــــــ
يمه   صادق  د  ذکريا  په  شانتې 
همیشه ياره په خپل کړۀ تېروځم

که قرب غواړې قربان شه پروادار نۀ شې د ځان 
په   شان   د  ذکريا  کړه  ځان  حلال  په  سياره

ذکریا عليه السلام د بنى اسرائیلو يو لوې پيغمبر وۀ او د هغه نبيانو نه دے کوم چې دوي وژلي وو، نو جوهر عدنان صاحب وايي چې چونکې ذکریا په حقه وۀ په سمه لار وۀ خلق ئي د غلطو نه منع کول ښو ته ئې رابلل نو ځکه دوي حلال کړو خو ولې قربت هم ورته د خدائے حاصل شۀ اوس که ته هم دغه قربت حاصلول غواړې نو د ذکریا په شان قرباني به ورکول مهم وي. قرآن کریم دغه تذکره کوي الله تعالى فرمايي:

 ؕ اَفَكُلَّمَا جَآءَكُمْ رَسُوْلٌ بِمَا لَا تَهْوٰٓى اَنْفُسُكُمُ اسْتَكْبَـرْتُـمْ فَفَرِيْقًا كَذَّبْتُـمْ وَفَرِيْقًا تَقْتُلُوْنَ
(سورۃ البقرۃ 87)
ژباړه : کله چې تاسو ته زما حکم رسولانو او نبيانو راوړو نو ستاسو زړونو ونه منلو تاسو تکبر وکړو. څه نبيان تاسو دروغژن اوبلل او څه مو قتل کړل. 

اِنَّ الَّذِيۡنَ يَكۡفُرُوۡنَ بِاٰيٰتِ اللّٰهِ وَيَقۡتُلُوۡنَ النَّبِيّٖنَ بِغَيۡرِ حَقٍّۙ وَّيَقۡتُلُوۡنَ الَّذِيۡنَ يَاۡمُرُوۡنَ بِالۡقِسۡطِ مِنَ النَّاسِۙ فَبَشِّرۡهُمۡ بِعَذَابٍ اَ لِيۡمٍ
(سورة ال عمران ۲۱)
(بې شکه هغه کسان چې انکار کويـزمونږ د آياتونو نه او قتلوي نبيانو لره په ناحقه ـ او هغه خلق هم قتلوي تلقين د انصاف کوي ـ پس زيرے ورکړه دوي ته په دردناک عذاب سره)

ـــــــ
چې  سينګار  په  حميده اخلاقو نه وي 
د خپل ورور سره به هم لکه قابيل ځي 

د مفسرينو مطابق قابيل او هابيل دواړه وروڼه وۀ چې قرباني ئې د الله په درګاه کښې ورکړه نو د هابيل قرباني قبوله شوه او د قابيل هغه قبوله نه شوه. په دې وجه قابيل د خپل ورور هابيل سره حسد وکړو او د قتل مرتکب شۀ دغه واقعه شاعر په شعر کښې بندوي چې دا هم د قرآن د آيات کريمه اثر دے يو ځائے کښې الله تعالى فرمائې :

وَاتْلُ عَلَيْـهِـمْ نَبَاَ ابْنَىْ اٰدَمَ بِالْحَقِّۘ اِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ اَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الْاٰخَرِۖ قَالَ لَاَقْتُلَنَّكَ ۖ قَالَ اِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللّـٰهُ مِنَ الْمُتَّقِيْنَ
(سورۃ المائده آيات 27)
ژباړه : (اے نبي محترمه) ته خلقو ته د آدم د زامنو (قابيل او هابيل) واقعه بيان کړه چې حق ده. هر کله چې دواړو قرباني ورکړه، نو په دوي کښې د يو (هابيل) قبوله شوه او د بل (قابيل) قبوله نه شوه. نو (قابيل) (هابيل) ته (د حسد او انتقام په طور) اووئيل چې تا به زۀ ضرور وژنم. (هابيل) جواباً اووئيل چې بى شکه الله د پرهېزګارو او تقوادارو نه (قرباني او نياز) قبلوي ـ

ـــــــ
اورم    دا   چې   د   نېکانو   له   نسبته 
سپے به هم جنت ته بر شکل جميل ځي

په دې شعر کښې د اصحاب کهف واقعې ته اشاره شوې ده چې د يو سپى ذکر هم په کښې شاعر کړے دے. د قرآن کریم د مفسرینو مطابق د دې سپي نوم قطمير وۀ چې اصحاب کهف سره په دغه مخصوص غار کښې وۀ. جوهر عدنان صاحب د مفسرینو هم دغه قول ذکر کوي چې په ځناورو کښې چې کوم ځناور به په شکل جميل يعني د انسان په شکل جنت ته ځي نو په دغه ځناورو کښې د اصحاب کهف سپے هم دے. اوس دا اعزاز دې سپى ته ولې حاصل شۀ دا اصل وجه د نسبت او صحبت وه. يعني الله اوښودل چې کله تاسو زما د دوستانو نه اعراض وکړئ نو زۀ به د ځناورو نه د وفادارۍ کار واخلم. دغه مضمون الله تعالى په قرآن کريم کښې داسې بيانوي. 

اَمْ حَسِبْتَ اَنَّ اَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيْـمِ كَانُـوْا مِنْ اٰيَاتِنَا عَجَبًا (9)اِذْ اَوَى الْفِتْيَةُ اِلَى الْكَهْفِ فَقَالُوْا رَبَّنَآ اٰتِنَا مِنْ لَّـدُنْكَ رَحْـمَةً وَّّهَيِّئْ لَنَا مِنْ اَمْرِنَا رَشَدًا (10)فَضَرَبْنَا عَلٰٓى اٰذَانِـهِـمْ فِى الْكَهْفِ سِنِيْنَ عَدَدًا (11)
(سورۃ الکہف آيات 9،10،11)
ژباړه : ايا ته ګمان کوې (اے نبى) چې ياران د غار اود تختې دي زمونږ د نښو او قدرتونو نه چې ډېر عجيبه دي. 
ياد کړه هغه وخت چې رجوع وکړه هغه زلمو (اصحاب کهف) هغه غار ته. نو اووئيل دوي اے ربه زمونږ! راکړې مونږ ته د خپل طرف نه رحمت او تيار کړې مونږه د سمولو د دې کار ته. پس مونږ پرده واچوله په غوږونو د دوي باندې په دغه غار کښې څو کاله (يعني دوي په آرام او سکون کښې شول په دغه غار کښې او.اودۀ شول) مفسيرين ليکي چې الله تعالی دوي څو کلونه په دغه غار کښې اودۀ کړۀ ولې چې دوي د وحدانيت علمبردار وو او د دغه وخت بادشاه کافر ظالم وۀ دوي ئې وژل، نو الله په خپل حفاظت کښې واخستل او سپے ئې د دوي محافظ وګرځولو چې د دغه خدمت په عوض کښې ورته خالق لايزال ډېر لوئې شان ورکړو ـ

ــــــــ
په   هر   دور   د   خوږو   وروڼو  دلاسه 
د يوسف غوندې خرڅ شوے په بازار يم 

شاعر دلته خپل حالت زار د يوسف عليه السلام سره مشابه کوي او وايي چې څنګه يوسف عليه السلام د خپلو وروڼو دلاسه در په در شۀ او په مصر کښې خرڅ شو د يو غلام په حېث، نو دغه شان زۀ هم يم چې د خپلو خوږو وروڼو دلاسه خرڅېږم او نيلامېږم. زما او د يوسف عليه السلام قصه يوه ده مونږه دواړه د وخت درنو درنو سپېړو وهلي يوو. دغه واقعه قرآن داسې ذکر کوي :

وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ دَرَاهِـمَ مَعْدُوْدَةٍۚ وَّكَانُـوْا فِيْهِ مِنَ الزَّاهِدِيْنَ (20)  
(سورۃ لیوسف آیات 20)
ژباړه : او دوي خرڅ کړو (خپل ورور) په ډېر کم قيمت باندې چې څو د شمار درهم وو او وو دوي د دۀ نه بيزاره. 

ـــــــ
موسى د عقل به مې پوه شي آخر 
اوس  په  کارونو  د خضر تېروځي 

دا اثر هم محترم جوهر عدنان د قرآن حکیم نه اخذ کوي چې د موسى په واقعاتو کښې يوه واقعه دا هم ده چې ډېره په زړۀ پورې ده. مفسرين وايي چې يو ورځ موسى علیه السلام د الله تعالى نه پوښتنه وکړه چې زما نه څوک قابل ذهين او د حکمت نه ډک شته نو الله تعالى ورته وفرمائیل چې هو خضر شته دے. نو موسى د هغه سره د مېلاودو هڅه او خواهش وکړو چې الله قبول کړو. نو دوي سره يو ځائے شو. څه موده ورسره موسى عليه السلام تېره کړه خو د دوي په مېنځ کښې چې د استاذۍ او شاګردۍ کوم شرط هغه د موسی علیه السلام نه مات شو . نو جوهر عدنان صاحب هم دغه قصې ته اشاره کړې ده چې د قرآن کريم د دې اياتونو اثر دے:

قَالَ اِنْ سَاَلْتُكَ عَنْ شَىْءٍ بَعْدَهَا فَلَا تُصَاحِبْنِىْ ۖ قَدْ بَلَغْتَ مِنْ لَّـدُنِّىْ عُذْرًا (76) فَانْطَلَقَاۚ حَتّــٰٓى اِذَآ اَتَيَآ اَهْلَ قَرْيَةِ ِۨ اسْتَطْعَمَآ اَهْلَـهَا فَاَبَوْا اَنْ يُّضَيِّفُوْهُمَا فَوَجَدَا فِيْـهَا جِدَارًا يُّرِيْدُ اَنْ يَّنْقَضَّ فَاَقَامَهٝ ۖ قَالَ لَوْ شِئْتَ لَاتَّخَذْتَ عَلَيْهِ اَجْرًا (77)قَالَ هٰذَا فِرَاقُ بَيْنِىْ وَبَيْنِكَ ۚ سَاُنَبِّئُكَ بِتَاْوِيْلِ مَا لَمْ تَسْتَطِعْ عَّلَيْهِ صَبْـرًا (78)اَمَّا السَّفِيْنَةُ فَكَانَتْ لِمَسَاكِيْنَ يَعْمَلُوْنَ فِى الْبَحْرِ فَاَرَدْتُّ اَنْ اَعِيْبَهَا وَكَانَ وَرَآءَهُـمْ مَّلِكٌ يَّاْخُذُ كُلَّ سَفِيْنَةٍ غَصْبًا (79)
(سورۃ الکہف آيات (،76،77،78،79,80,82)
ژباړه : بيا دوي دواړه يو کلي ته لاړه هلته يي يو ماشوم اوژلو. نو موسى اووئيل تاسو بې ګناه جان قتل کړو.
بيا يو بل کلي ته لاړل هلته يې د روټۍ غوښتنه وکړه خو هلته کلي والا ورنکړه. بيا يو ديوال وۀ چې غورځېدۀ نو دغه ديوال خضر بيا جوړ کړو، موسى بيا اعتراض اوکړو چې تا خو دوي نه مزدوري هم اخستے شوه ولې چې دوي زمونږ ميلمستيا ونکړه. 
اووئيل خضر جدائي ده زما او ستا په مېنځ کښې. اوس هغه بيانوم چې تا پرې صبر ونکړو. 
کومه کيشتۍـچېـما ترې تختې ماتې کړې نو هغه د مزدورانو د ګټېـوټې وه چې يو بادشاه هغه لوټ کوله نو ځکه په کښې ما عېب واچو ـ
او کوم ماشوم چې ما قتل کړو نو د هغۀ مور يلار ډېر نېکان ماته اندېښنه وه چې دا ماشوم لوئې شي نو خپل مور پلار به په زوره کافر کړي (او فساد به جوړ کړي)
او ديوال چې ما جوړ کړو نو هغه د دوو يتيمانانو وۀ چې د دوي دوي لره خزانه په دغه ديوال خښه کړې وه هر کله چې دوي زوانان شي نو اوباسي به خزانې لره ـ او دا هر څۀ ما د الله په حکم وړۀ خو تا صبر نۀ کولو ـ 
بهر حال د موسى عليه السلام او د خضر په مېنځ کښې بېلتون راغے خو ولې عجيبه رازونه هم مېنځ ته راغله. 
نو دغه شان جوهر عدنان صاحب هم وايي چې زۀ هم لکه موسى په خپل خضر اعتراضونه او تنقيدونه کوم خو داسې وخت به راشي چې زه به هم پوهه شم او بيا به په دغه حکمت نه تېروځم. والله اعلم. 
د ګران جوهر عدنان په شاعرۍ کښې دغه شان بلها عجوبې دي. خو رابرسېره کول غواړي اللّه دې وکړي چې ګران لوستونکي د دې مقالې نه خوند واخلي او د محترم جوهر عدنان په شعر د خپلې لوستې تنده ماته کړي. 

ليک او تحقيق ــــــــــــ رفيق الوت