واټر شید مدیریت
316
Faridon Delsoz Niazai
2024-05-05 07:39:28
د واټر شید د مدیریت لپاره د موثره ساختمان انتخاب.
Selecting of effective Structure for Watershed management
د واټر شید موضوع نن سبا زیاته د کار او مطالعې لاندي نیول کیږي او زیاتره اورګانونه هم کوشش کوي ترڅو د واټر شید مدیریت ترسره او د ساحې اوبه کنترول کړي، په لومړي قدم کې به د واټر شید په پیژندنه پیل وکړو:
واټر شید هغه ساحې ته ویل کیږي چې د هغه سیمې ټولې اوبه یوې مشخصې نقطې ته راجمع کیږي،چې همدي سیمې ته Catchment Area او یا Basin area هم ویل کیږي. کله چې باران وویریږي نو یوه اندازه یې د ځمکې تل ته جذب او نورې د ځمکې پر مخ حرکت کوي چې Surface water runoff رامنځ ته کوي او ځنې اوبه یې بیرته هوا ته بخار Evaporation کوي، د یادونې وړ ده چې دا اوبه کوچنیو سیندونو او کوچني سیندونه بیا لوي سیندونو ته بهیږي او یا د لارې په مسیر کې له منځه ځي.
د واټر شید مدیریت یوه مهمه موضوع ده او د یو هیواد او یوې سیمې اوبه باید مدیریت شي ترڅو:
1-د سیمې لپاره زراعتي اوبه برابري کړي.
2-د انسانانو او حیواناتو لپاره د څښاک او نورو ضرورتونو اوبه برابرې کړي.
3-د سیمې په اکولوژې کې موثره وڼډه واخلي.
4-د سیلاب کنترول او تخریباتو مخینوي وشي.
5-د خاورې او ځمکې توږنې مخنیوي ترسره شي.
6-د ځنګلاتو په منځ ته راوړلو کې مهم رول لري.
7-د ځنګل او شنې ساحې په منځ ته راتللو سره د هوا په ګرمښت کې کموالي راولي.
8-د ځمکې لاندي اوبه تغذیه کوي.
که په ټوله کې وګورو نو د یوې سیمې واټر شید نظر د سیمې ټوپوګرافي جوړښت سره توپیر کوي او د مدیریت لپاره یې لازمه ده چې لاندي فکټورونه په نظر کې ونیول شي:
د سیمې ټوپوګرافیکي جوړښت لکه د خاورې نوع،د سیمې میلان او نور
د سیمې هایدرولوژیکې جوړښت او معلومات لکه د باران اندازه او شدت
د اوبه ورکونکي ساحې مساحت
پر محیط باندي یې د اکولوژې له نظره اغیزي
د پورته فکتورونو په نظر کې نیولو سره کولاي شو چې د یوې سیمې د واټر شید د مدیریت لپاره لاندي ساختمانونو وړانديز کړو:
۱-کندي Trench
2-چک ډیمونه
3-ذخیروي بندونه
4-خاوریني ذخیري
5-کنتوري تریسونه یا ویالي
پورته ساختمانونو ترڅنګ د شنو ساحو او چمونونو په رامنځ ته کولو سره هم کولي شو چې د واټرشید مدیریت کې موثریت رامنځ ته کړو خو دلته مهمه داده چې کوم ساختمان چیرته او کومو مشخصاتو لپاره انتخاب کړو،ترڅو په اقتصادي ډول سره مو د واټر شید مدیریت ترسره کړي وي:
1-کندي یا Trench
ټرینچونه وړې کندې دي ،چې په سلوپ لرونکې او هموارو ساحو کې د باران د اوبو د جمع کولو او د سطحې اوبو د جریان د مخنیوي لپاره په معلومو ابعادو سره کندل کیږي ،چې دا ابعاد د ساحې د باران سره مستقیمه اړیکه لری،که چیرته د باران شدت زیات وي نو ټرینچ ابعاد زیات نیول کیږي ترڅو دباران اوبه ذخیره کړي او نه پریږدي چې اوبه رن اف رامنځ ته کړي ،د ترینچونو د کندن کولو لپاره د ساحې انتخاب زیات ضرور دي او باید پر داسي سیمو کې جوړ کړل شي چې خاوره جوړښت یې نرم او د جذب قابلیت ولري. په سختو او ضخره یې سیمو کې جوړښت غیر اقتصادي دي،ځکه د باران اوبه نه جذبیږي او یا سطحې جریان را منځ ته کوي یا تبخیریږي.
2-چک ډیمونه
چک ډیمونه کوچني ساختمانونه دي ،چې د مختلفو موادو لکه خاورین،سنګکارۍ،لرګین او کانکریټو څخه جوړیږي،نوموړی ډیمونو عمده دنده پر سیلابی او باراني حالاتو کې د خاورې د توږنې مخنیوي او د سیلاب د شدت کمول دي.د چک ډیم د اعمار لپاره داسي سمیه باید انخاب شي ترڅو په کیچمڼټ کې د خاورې توږنې او په ښکته سیمو کې د سیلاب شدت کم کړي،چې عموما په سلوب لرونکو ناوونو کې اعماریږي.
3-ذخیروي بندونه Storage Dams
ذخیروي بندونه لوي او یا کوچني ساختمانونه دي ،چې د اوبو د ذخیره کولو لپاره د سیند یا Stream باندی جوړیږي، نوموړي بندونه د مختلفو موادو لکه لرګي، خاورې، جاذبوي سنګکارۍ او کانکریتو څخه د اوبو د ذخیره کولو په موخه اعماريږي،چې د همدي اوبو څخه د زراعتي سیمو د خړوبولو او د ځمکې لاندي اوبو د تغذیه لپاره کټه اخیستل کیږي ،همدارنګه په اوبیز وخت کې اوبه ذخیره کوي او په وچ موسم کې د همدي ذخیره اوبو څخه کټه اخیستل کیږي.
د ذخیروي بندونو لپاره نظر موادو جوړښت ته باید داسی موقعیت وټاکل شي چې کم مخرج ولري او د ساحې د جذب ضریب کم وي ترڅو اوبه د بند بیخ یا بلې خواته جذب ونه کړي، عموما ضحره یې سیمې چې تنګ محرج ولري او ساحه غریزه یا ضخره وي باید جوړ کړل شي.
4-خاوریني ذخیري Ponds
خاوریني ذخیري هم د باران د اوبو د ذخیره کولو لپاره د ځمکې په سطحه کې جوړیږي، نوموړي ذخیري هیڅ ډول موادو ته ضرورت نه لري او یوازې د ځمکې د سطحې په کنده کولو سره جوړیږي، نوموړي ذخیرو څخه د زراعتي سیمو په خړوبولو کې هم کته اخیستل کیږي او د کم اوبو وخت کې د زراعتي ځمکو لپاره د باران اوبه ذخیره کوي،نوموړي ذخیري د کټه اخیستنې موخې له مخې په مختلفو سیمو کې جوړیږي، خو د یادونې وړ ده داسی ځمکه باید وټاکل شي،چې په اسانۍ سره کندن کاري شي یعني نرمه خاروه لرونکي ځمکه باد ورته غوره شي.
5-ګنتوري تریسونه
کنتوری تریسونه د ویالو په څیر لښتې دي چې د نرمو غرونو او تپو یا غونډیو د میلان خلاف د کنتور په شکل سره جوړیږي او د تپې له سره څخه ښکته خواته منظم کنتوري لښتې کندل کیږي ترڅو د باران اوبه ذخیره او ځمکې لاندي اوبه ورڅخه تغذیه شي.
د ځمکې لاندي اوبه بیا د چینو او کاریزونو په شکل ښکته سیمو کې راښکاره کیږي او څښلو تر څنګ د زراعت لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، د نوموړو کنتورونو کندن په سلوب لرونکو تپه زارو سیمو کې خورا مهم او موثر دي او نه پریږدی چې د باران اوبه سطحي جریان رامنځ کړي چې په نتیجه کې ورڅخه سیلاب منځ ته راځي نو دا ډول تریسونه هم د ځمکې اوبه تغذیه کوي او د سیلاب راتللو څخه مخنیوي کوي، دیادونې وړ ده چې دا تریسونه د سیمې او تپو په شین کیدلو کې هم اهم رول لري او سیمه ورسره شنه کیږي او هوا ګرمښت کمولو کې هم موثریت رامنځ کوي.
په اخره کې ویلي شو، هغه سیمې چې میلان یې زیات وي او خاوره یې نرمه وي د ترینچ او تریسونو لپاره او هغه سیمي چې میلان کې کم وي د خاورینو ذخیري لپاره مناسبې دي او همدارنګه د سیندونو او سټریمونو کم مخرجونه د ذخیروي بندونو لپاره مناسب دي ، د مناسب موقعیت ټاکل د په پروژې او واټر شید په اقتصادي توب کې موثریت لري او همدارنګه د واټر شید مدیریت به په منظم شکل سره ترسره شوي وي.
سرچینه
https://www.facebook.com/share/p/giz86Uugswc8T8A9/?mibextid=WC7FNe