لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي

Faridon Delsoz Niazai
Faridon Delsoz Niazai
Author
1 min read
3,613
لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي

لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي؟ 
سولر پینلونه د فوتوولټیک (PV) حجراتو څخه جوړ شوي چې د لمر وړانګې جذبوي. کله چې د لمر فوتونونه دې حجراتو سره ټکر وکړي، الکترونونه خوشې کېږي او په پېنل کې د برېښنا جریان په شکل حرکت کوي. معنی دا چې سولر د لمر رڼا ته اړتیا لري نه ګرمې هوا ته. بله دا چې که د ورېځو اغېز ترې لېرې شي، سولر ژمۍ او اوړی یو ډول برېښنا تولیدوي.
دا برېښنايي جریان د مستقیم جریان (DC - چې افغانستان کې ورته مړ برق وایي) په ډول تولیدېږي. خو زموږ په کورونو او دفترونو کې ډېر توکي د متناوب جریان (AC) برېښنا کاروي. له همدې کبله د سولر پینلونو تولید شوې DC برېښنا د انورټر له لارې AC ته بدلېږي. دې پروسې سولر پېنلونه د پاکې او نويېدونکي انرژۍ یوه مؤثره سرچینه ګرځولې، چې د چاپېریال ساتنې لپاره هم ګټوره ده.
د  ۱۹ پیړۍ په پای کې برېښنا لومړی د مستقیم جریان DC په ډول توماس ایډیسن اختراع کړه. ایډیسن DC برېښنا د وېش لپاره معیاري وبلله. خو د اوږدې فاصلې په لېږد کې یې لوی محدودیتونه لرل، ځکه چې ځواک یې د مسیر اوږدېدو له کبله لږ کېده او دې ستونزې یې پراخ وېش غیر مؤثره کاوه.
وروسته نیکولا ټیسلا د متناوب جریان (AC) ټیکنالوژي رامنځته کړه. AC کولی شول اوږدو واټن کې د ځواک کمېدو پرته ولېږدول شي. دې کار لویه اسانتیا رامنځ ته کړه ځکه له فابریکو یې مصرف کوونکو ته د برېښنا لېږد مساعد کړ. ادیسن او ځینو نورو پرې سختې نیوکې وکړې. بالاخره AC د اوږد واټن د لېږد لپاره عملي او بریالی شو.
خو اوسمهال د سولر پېنلونو د ډېرېدو له کبله د برېښنا توزیع بدلېدونکې ده ځکه سولر پېنلونه د مصرف کوونکي تر څنګ برېښنا تولیدولی شي. 
په افغانستان او نورو سیمو کې ځینې وسایل اوس د سولر پینلونو څخه مستقیم DC برېښنا کاروي، چې د تبادلې اړتیا کموي او موثریت لوړوي. د سولر پینلونو برېښنا په مستقیم ډول په DC-پاور شویو وسایلو لکه LED څراغونو، DC پکو، ایرکندېشنونو، مرکز ګرمیو او نورو کوچنیو برقی توکو کې کارېدلی شي. دا ډول مستقیم استعمال د انورټر اړتیا له منځه وړي او د تبادلې په پروسه کې د انرژۍ ضایعات کموي.
#ساینس زده کړئ!
www.x.com/assemmayar1

0 Comments

Sign in to leave a comment.

No comments yet. Be the first to share your thoughts.

Related Articles

3 articles
خېټه مو داسې کوچنۍ کړئ!
Pashto
Mar 29, 2022
2,757 views

خېټه مو داسې کوچنۍ کړئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی په انسانانو کې د وزن له ډېرښت سره د بدن د نورو برخو ترڅنګ د خېټې لویوالی هم تر سترګو کېږي. په دې معنا چې د خېټې برخه هم لويېږي. د خېټې غټېدل نه یوازې دا چې د روغتيا ته زیان لري، بلکې د انسان ښکلا هم ننګوي. تاسو به په دې لیکنه کې...

Written by Riaz Muqamzai Read more
په روژه کې څه وکړو چې روغ او تکړه پاتې شو؟
Pashto
Apr 06, 2022
2,432 views

په روژه کې څه وکړو چې روغ او تکړه پاتې شو؟

روژه راورسېدله. د اسلام درېيمه بنا او سپېڅلې میاشت چې د نړۍ مسلمانان ورته هر کال په همدغو شپو ورځو کې سترګې په لار وي. ډېر خلک نه پوهېږي، څه وکړي چې په دې میاشت کې خپل بدن او ذهن روغ وساتي. په دې لیکنه کې ځينې لارښوونې شته چې څوک څنګه په روژه کې سم خ...

Written by Riaz Muqamzai Read more
آیا د ذهني آرامۍ پر دې لارو چارو پوهیدئ؟
Pashto
Jul 05, 2021
3,153 views

آیا د ذهني آرامۍ پر دې لارو چارو پوهیدئ؟

لیکنه: لیمه دلیل ذهني آرامي او د ذهن کنټرول آیا تاسو هم له ډیرو فکرونو ځوریږئ؟ آیا ذهن مو خپل کنټرول کې دی؟ که ژوند کې بریا غواړئ، نو له ذهن نه مو باید په غوره شکل استفاده وکړﺉ او دا هغه وخت شونې ده چه ذهن مو راټول وي او خپل افکار مو کنټرول ک...

Written by Riaz Muqamzai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
43,418 views
2

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,899 views
6

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,707 views
1

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article