د الله ج شکر ده چې په هیواد کې د برښنا د تولید لپاره د طبعي منابعو پریمانه امکانات شته، لکه باد، اوبه (رواني اوبه/سندونه)، ذخیره شوي اوبه (د اوبو بندونه)، او تر ټول مهم لمر (شمسي انرژی او د شمسی انرژی پلاټونه). په دغو طبعي منابعو برسیره د طبعي ګاز او د ډبروسکرو پریمانه ذخایر هم لرو چي کیدای شي د برښنا د تولید لپاره و کارول شي. د هر ډول اقتصادي پروژو په شان، د برښنا د تولید لپاره د ددغو پورته یاد شویو منابعو کارولو په صورت کې هم باید چې د هغو جانبي عوارض، په خاصه توګه نامطلوب عواقب یعنی اضرار او د ژوند او د ژوند د محیط لپاره استنباطات او نتایج باید په دقیقه توګه وڅیړل شی او بیا معقول او مناسب تصمیم و نیول شي.
د انرژی د تولید لپاره د ډبرو سکاره تر ټولو لویه منبع او همدا راز په هوا کي د کاربندایاکساید د انتشار یوازینی لوی عامل هم دي. د ډبرو له سکرو څخه د برښنا د تولید لپاره کار اخیستل په اروپا کې د صنعتی انقلاب له پیل څخه شروع وو او په موجوده زمانه کي د نړي د ۲۷ ٪ انرژي د تولید منبع د ډبرو سکاره تشکیلوی، خو ددغه ډول خیر رسوني تر څنګ هر کال په نړۍ کي د ډبرو سکرو د سونګ څخه ۱۵ بیلیونه ټنه کاربن دای اسکایډ (CO2) هم په هوا کې اضافه کیږي. پرمختللي صنعتي هیوادونه، لکه چین، هند، امریکا، جرمني، روسیه او جاپان په ترتیب سره د ډبرو سکرو څخه د برښنا د تولید لپاره تر نورو ډیر کار اخلي.
د د ډبرو سکرو په چلیدونکي برښنا کوټونو کي حرارتي انرژی په برقي انرژی بدلیږي. د ډبرو سکاره په یوه کْره کې سوځي او حرارت یې د اوبو په یوه ذخیره کې اوبه په بخار اړوي چي بیا دغه بخار یو توربین څرخوي. دغه توربین بیا یو جنراتور (د برښنا مؤلد) څرخوي او برښنا تولیدوي. د ډبرو سکرو د احتراق (سوځیدلو) په دغه پروسه کې یو لوی شمیر زهرجن غازونه تولیدیږي چي لویه برخه یي د کاربن ، سلفر او نایتروجن اکسایدونه وي خو یو شمیر واړه مضر ذرات او سیماب (پاره) هم پکې تولیدیږي. دغه ټول غازونه، ذرات او سیماب د هوا د ککړیدو اساسی مواد دي. دغه ډول ککړه هوا په مستقیم ډول په سیمه او حتی منطقه کې د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو د روغتیا لپاره ډیره مضره ګڼل کیږي. برسیره پردې په غیرمستقیم ډول د هوا دغه ډول ککړتیا د مځکي د کٌرې د تودوخي ددرجي دلوړتیا اساسي علت بلل کیږي.
د بشري فعالیتونو په نتیجه کې تولید شوي مضر غازونه د شین کوریزو غازونو په نوم یادوي او کاربندایاکساید (CO2) بیا د شین کوریزو غازونو تقریبا ۷۶٪ برخه تشکیلوي. دغه شین کوریز غازونه د مځکي د اتموسفیر په کښتني قشر کي د «بړستني» په شان یوه طبقه جوړوي چې له مځکي څخه د لمر د منعکس شویو وړانګو یوه برخه بیرته مځکي ته ځینی را ګرزي او پدي ترتیب د مځکي د کٌري د لا ګرموالي سبب کیږي.
همدا راز دغه ډول مضر غازونه په هوا کي د باران سره د تعامل په نتیجه تیزاب جوړوي چې د سیمي په بارانونو کې د تیزابو د غلظت د زیاتوالی سبب ګرزي او د اوبو د ککړتیا سبب کیږي. دغه « تیزابي بارانونه» د اوبو د ککړتیا له لاري د مځکي پر مخ د هر شي لپاره ضرر رسوي، او ممکن چې د طبعي ځنګلونو لپاره ډیر مضر ثابت شي.
په اخرو لسیزو کې د مځکې د کٌري د تودوخي د درجي لوړالی یوه نړیواله مسئله ګڼل کیږی چې انسانی ژوند او تمدن ته د یوه لوی ګواښ په توګه په نړی کې یوه لویه ستونځه او د بحث موضوع ګرځیدلي ده. د تودوخی د درجی زیاتوالی او نتایج یي بیا د اقلیم د تغییر اساسي برخه ده. په تیره یوه پیړۍ کې د مځکي د کٌري تودوخه د سانتی ګراد د 1.8 درجي په اندازه لوړه شوی ده. د مځکې د کٌري ګرمیدل په طبعي محیط کې د بشري نامناسبو کړو وړو نتیجه بلل کیږي، چې د ډبرو سکرو څخه استفاده او د هغو نامطلوب محصولات او عواقب یې لوی عامل ثابت شوي دي. د مځکي کٌرې د تودوخي دغه لوړوالی بیا د مځکي پر مخ د مختلفو طبعي آفتونو او ناورینونو ، لکه وچکالي، سیلابونو، د طبعی ځنګلونو محو کیدل، د شنو سیمو صحرا کیدل، د موسمونو تغییر، په سیمو کې غیر معمول اورښتونو او په خاصه بیا د طوفانونو او طوفاني ږلۍ اوریدو، غیر معمول مخرب سیلابونو او نورو سبب شوي دي.
له بلي خوا څیړنو داهم ښودلي ده چې د نړی د نورو سیمو په پرتله زموږ په هیواد کې د اقلیم د تغییر ناوړه اغیزې زیاتي را منځته شوي دي. څیړنو ښودلي ده چې په هیواد کې د 1950 م را هیسي د تودوخی اوسط درجه د سانتی گراد د 1.8 درجي په اندازه لوړه شوي ده. د تودوخې دغه لوړوالی، لکه چې ټول یې شاهدان یو، په هیواد کې د اقلیم د تغییر د لوی بدلون په بڼه ښکاریږي ـ اوږدمهاله وچکالي، غیر معمول اورښتونه او سیلابونه، د موسمونو تغییر، ډ ځنګلونو او شنو سیمو صحرا کیدل، تر مځکې لاندي د اوبو د سطحې ټیټيدل، د هوا او اوبو ککړتیا ټول د اقلیمي تغییر ښکاره اغیز ي دي.
دهوا ککړتیا، په تیره بیا تیزابي بارانونه به غالبآ نور هم ددې باعث شي چې د هیواد ارزښتمند او نایابه طبعي ځنګلونو ته لویه صدمه ورسیږي. د اوږدمهاله وچکالیو او غالبا د اقلیمی تغییر د اغیزو او د ډبرینو غرونو د لوړ نشیب په سبب د خاوري ریږد (فرسایش) له وجی، لږ تر لږه په دغو ځنګلونو کې د نویو ونو شنه کیدل او وده ډیره بطي او په نشت حساب ده. د غه ځنګلونه چې یوه نایابه او نادره شتمني او یوه ځانګړی طبعی ښکلا ده، ډیر غنی ایکوسیستم لري او زیات قیمتی طبعی محصولات، لکه طبې بوټی، غیر طبی رنګ رنګ بوټي او میوه داری وني هم لري چي د «طلای خودرو یا بوته های طبي افغانستان» په نوم یادیدل (یوسفی ۱۳۵۶ هش). په طبعي ښکلا او غنې ایکوسیستم برسیره دغه سیمه د ولسونو لپاره او همداراز د دو لتونو لپاره د عایداتو یوه ښه منبع هم وه .
سره لدي چی د شین کوریزو غازونو په نشرولو کې زموږ د هیواد او هیوادوالو ونډه ډیره کمه وه، چي په 2016 م کال مو په هیواد کې تقریبا 10 میلیونه ټنه کاربندایاکساید ّهوا ته نشر شوی ، چی شاوخوا 80 % یې د ترانسپورتی وسایلو له استعمال څخه را منځته شوی وو. همدا راز په هیواد کې د کاربندایاکساید په انتشار کې د انرژی د تولید د منابعو ونډه تر 0.3 فیصده هم کمه وه. سره لدې هم په هیواد کې تر هغه د مخه کلونو په نسبت تقریبا 7 % زیاتوالی پکې راغلی وو، خو د ترانسپورتی وسایلو زیاتوالی یې اساسي عامل بلل کیدای شي..
سره لدي چې موږ د نړۍ د تودوالي په زیان کي تر نورو کمه ونډه لرلي ده، خو بیا هم زموږ هیواد د اقلیمي تغییر له اضرارو څخه د نورو په نسبت زیات متضرر شوی او نور هم زیات متضرر کیږي. د نړیوال بانک او د اقلیمی تغییر د نړیوال سازمان د راپورونو پر اساس زموږ هیواد د اقلیمی تغییر له ناوړه اغیزو څخه د نړی شپږم ډیر متضرر کیدونکی هیواد دی. د غیردولتي نهادونو د محاسبو له مخي زموږ هیواد د محیط د ککړتیا له مخي په یو اضطراری حالت کې بلل شوی ده. نړیوال بانک وړاندوینه کوي چې زموږ هیواد د نړۍ د نورو برخو په نسبت ممکن زیات تودوالی تجربه کړي. دغه راپور لیکي چې که د نړیوالي تودوخې زیاتوالی په دغه شان دوام وکړي، نو ممکن زموږ هیواد په 2090م کال کې د 2.0°C تر 6.2°C د تودوخې د ددرجي د زیاتوالي شاهد وي.
برسیره پردې، له بده مرغه زموږ هیواد د اوږدو لسیزو ناامنیو، اشغالونو او تهاجمونو، فقر او غربت، د ولس ناخبری او «د ګټي حرص»؛ بیا تر نورو زیات د اقلیم د تغییر په مقابله کې نا وسه کړی ده. د نړیوالو راپورونو له مخي زموږ هیواد د طبعي ناورینونو سره د مقابلي او د ناورینونو د مخنیوي او اضرارو د کموالي د وړتیاوو له مخي هم د نړۍ د ناوسه هیوادونو په قطار کې ځای لري. په هیواد کې شته نهادونه او زیربناوي د طبعي افتونو سره د مقابلي لپاره ډیرو هلو ځلو لکه پانګه اچونه، آګاهي خپرول، زیربناوي آماده کول او د متبادل معشیت لاري چاري (مثلا د پخلی یا کور ګرمولو لپاره د قیمتی بوټو په ځای نور متبادل منابع کارول) او نور تقویه کیدو، تشویق او ترویج ته اړتیا لري.
د انرژی د تولید د متبادلو لارو اړتیا او امکانات
په ټوله نړۍ کې سیاسیون، اقتصاد پوهان، پانګه وال، بشردوستان او څیړونکي ټول په دغه مسئله تقریبا متفق دي چې د بشري ژوند د بقا او طبعي آفتونو د کمښت او مخنیوي لپاره د مځکې د کٌری د تودوخي لوړوالی باید کنترول شي او د ډبرو سکرو مصرف کم شي، د کاربندایاکساید د کلني انتشار کچه صفر ته را ټيټه شي، تر څو نړۍ او په نړۍ کې ژوند وژغول شي او بشري ستونځي را کمي شي.
د هوا د ککړتیا له لویو عواملو څخه یو هم هغه لوګې دي چې د برښنا د تولید په بټیو کې د ډبرو سکرو له احتراق څخه رامنځته کیږي. له دغه ځایه د انرژی د تولید دغه ډول زیربناوي، په خاصه د ډبرو سکرو کارولو بټۍ د بندولو په حالت کې دي، او په متبادلو لارو یې غور کیږي.
لمریزه (شمسي) انرژي د الله ج له هغو نعمتونو څخه شمیرل کیږي چې د برښنا د تولید لپاره بې ضرره او بلکه چایپیریال ته ګټوره منبع ده. لمر هره ورځ مځکي ته دومره حرارتي انرژي را لیږي چې د مځکي پر مخ برښنا ته د اړتیا په نسبت 35,000 ځله زیاته ده. په بل عبارت د لمر سخاوتمندانه یو ساعته انرژي کولای شي چې د یوه شواروز لپاره ۱۲۰ تریلیونه واړه ۶۰ واټه ګروپونه روښانه و ساتي! زموږ هیواد له ښه مرغه چې تر اوسه لا ښه روښانه او ځلیدونکی لمر او د لمر رڼا لري، نو د برښنا د تولید لپاره باید داسي څه وکړو چې د هوا ککړتیا ته، چې نتایج یې بیرته موږ ته او هم نوري بشري نړۍ ته را ګرزي، لږ تر لږه تاوان و نه رسوو. یو له هغو څخه د معاصر تخنیکي پرمختګ څخه د لمریزي انرژي کارول دي. برعکس د ډبرو سکرو کارول، د هوا په ککړتیا او له هغه ځایه د اقلیم په تغییر کې زموږ سهم نور هم زیاتوي.
د ساینسي او علمي پرمختګونو له برکته، اوس د لمریزي انرژي څخه دګټې اخیستني آسانه لاري چاري هم را منځته شوي دي. د شمسي پلاټوڼو نوي ډیزانونه داسي طرح کیږي چې په کمه رڼا یا د لمر په کمه تودوخه هم و چلیږي. د لویو بټیو په عوض واړه شمسي پلاټونه کیدای شي آسانه او ارزانه تمام شي. داسي شمسي پلاټونه طرح کیدای شي چې د ورځي لخوا په لمریزه انرژي او د شپی لخوا بیا د باد یا هم طبعي ګاز ، او که هیڅ نه وو، د ډبرو سکرو په مرسته وچلیږي. پدې اخرني صورت کي به هم لا اقل د کاربندایاکساید اضرار نیمایي ته را ټیټ شوي وي.
که پرمختللي نړۍ داستعماري دور څخه وروسته د هوا د ککړتیا له لاري د اقلیم په تغییر کې ملامته بولو، خو د تخنیک (پوهي) او تکنالوژي (له پوهي څخه کار اخیستلو) امتیاز باید ورکړل شي. خو د سرمایداری نظام بله ستونځه «د اعظمي ګټې حرص» ده، یعني، پانګه وال غواړي چې د خپلي پانګې اچووني څخه «اعظمي ګټه» تر لاسه کړي او غالبآ د لمریزي انرژی برښنا کوټونو به د دوی دغه د « اعظمي ګټي حرص» سم نه مشبوع کاوو. که د ډبرو سکرو برښنایی بټیو کي د دوی ګټه ډیره وي، نو دوی ته مهمه نه ده چې اضرار یې څومره دي!
مهمه دا ده چې په هیواد کې باید د هر ډول اقتصادي پروژو، چې د برښنا تولید یې اساسي پروژي دي ، باید هر اړخیزه بحثونه وشي او هغه د حل لاري انتخاب شي، چې د هوا د ککړتیا عوامل پکي هیڅ وي. له معاصرو تخنیکی او تکنالوژیکي پرمختګونو څخه هم باید اعظمي ګټه پورته کړو. په تصامیمو کې د انفرادي ګټو پر ځای د ولس، امت او بشریت ګټې باید اساسي نقش ولري. پدي ترتیب به نو په نړۍ کې د نړیوال استکبار او استعمار په ضد په مجاهدتونو او قربانیو برسیره د کاربندایاکساید د نه انتشار له اړخه هم یو مسؤلیت منونکی ملت وبلل شو! که نه نو لا اقل خپل بشري مسؤلیت خو به مو ادا کړی وي.
داکتر امیر محمد منصوری، د تعلیم او تربیی متخصص
۱۴۰۲ جوزا ۱۶، کابل
موبایل: 0799309814 وټسآپ: 0787142007 ایمیل: amirmansory@hotmail.com
په پکتیکا کې د ډبرو سکرو څخه د برښنا د تولید هلې ځلې
یو ښه زیری او که د نویو ستونځو پیلامه؟
داکتر امیر محمد منصوری، ۱۴۰۲ جوزا ۱۶، کابل
اوریدل کیږي چې یو شخصي شرکت په پکتیکا کې د ډبرو د سکرو په وسیله د ۷۲ میګاواټه برښنا د تولید د برښنا کوټ جوړولو اراده لري. په اوسنیو شرایطو کې داسي یو خبر اوریدل د ټولو لپاره د خوشالۍ یو زیری بلل کیږي. له یوي خوا به یو څو کسانو ته کارونه پیدا شي، له بلي خوا به په هیواد کې د برښنا د اړتیا یوه برخه مرفوع شي. همدا راز، دا چې د ډبرو سکاره په محل کي شته او غالبا ارزان بیه سکاره ( مثلا د ډبرو د سکرو میده ګې) به په بټۍ کې کارول کیږي، نو واضح ده چي د برښنا کوټ ګټه به ډيره زیاته وي. واضح ده چې پانګه وال شرکت به لدې برښنا کوټ څخه پریمانه ګټه تر لاسه کړي او د پانګه اچووني لپاره تر بل هر ډول کاروبار ډیر فایده من تجارت ده.
له بلي خوا نړیوال تجارب ښیې چې د اقلیم په تغییر او د مځکې د کٌري د تودوخي درجي په لوړیدو کې د ډبرو سکرو د برښناکوټونو سهم ډیر زیات دي، بلکه اساسي عامل یې بلل کیږي. له دغه ځایه دغه ډول زیربناوي د بندولو په حالت کې دي، او په متبادلو لارو یې غور کیږي. د چاپیریال، په خاصه د هوا ککړتیا یې یو مسقیم ناوړه او نامطلوب اغیز شمیرل کیږي. په غیر مستقیم ډول د هوا د ککړتیا له لاري د ډول ډول تنفسي او قلبي امراضو رامنځته کیدل یې یوه حتمي نتیجه ده. په پکتیکا کې بیا مهمه دا هم ده چې په سیمه کې تیزو بادونو او طوفانی بارانونو ته په کتو سره به دغه ککړه شوي هوا، په خاصه په دغه ډول ککړه هوا کې د سیمابو موجودیت، د سیمي په پاته نایابو طبعي ځنګلونو ډيره منفي اغیزه ولري او کیدای شي د بشپړ له منځه تللو عامل یې وګرزي. دغه نایاب ځنګلونه چې بیله دې هم د ولسونو د فقر، ناخبري او د ګټو د حرص له وجي په مړژواندي حالت کې، چې پاته نایابه طبعي ونو یې د غرونو په ډبرو کې لا خپل نوکان خښ کړي دي، یو څه لا پاته دي. دغه طبعي ځنګلونه برسیره پردې چې د سیمي او ولسونو لپاره د کاروبار یوازینی هیلي او د ملی عایداتو يوه ښه منبع شمیرل کیږي، ډول ډول طبی بوټي، ګل لرونکي بوټي او زرګي، او قیمت بها طبعي منابع لري چې د «طلای خودرو» په نامه یاد شوي دي.
دغو ته په کتو لازمه ده چې په لومړي سر کې د ډبرو سکرو څخه د کار اخیستنی خیر او شر په دقیقه توګه و سنجول شي. که برښنا ته مو اړتیا ډیره وي، او امکانات هم موجود وي، نو تر اقدام مخکي لازمه ده چې د محیط د ساتني او ولس د ګټو لپاره په داسي متبادلو لارو چارو غور وشي، چې نامطلوب تولیدات او اضرار یې د امکان تر حده کم او ولسي ګټي یې زیاتي شي. یوه لاره یې دا ده چې د خدای ج د را کړل شوي لوی نعمت «لمر او لمریزي انرژی » او باد څخه کار واخیستل شي، یا هم یو ترکیبی حل د « ورځي لمر د شپي اور یا/هم باد» د برښنا کوت د فعالیت لپاره وکارول شي.
کیدای شي لاندي بحث دغه مسایل او ادعاوي یو څه نور هم توجیه او توضیح کړي.
والله علی ما نقول وکیل
او: د یوې ونې تر سیوري لاندي سلګونه کسان کښینستلای شي: