څنګه کولای شو ښه مطالعه وکړو؟

Riaz Muqamzai
Riaz Muqamzai
Author
1 min read
8,140
څنګه کولای شو ښه مطالعه وکړو؟

د خپلې ذهني ودې لپاره اړينه ده، چې په کافي اندازه مطالعه وکړو تر څو د ژوند او خپل مسلک اړوند لا ډېر پوه شو. خو ستاسو د پوهې کچې ډېرېدل ستاسو د مطالعې په څرنګوالي پورې اړه لري. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې، چې تاسو د سمې او مطلوبې مطالعې ځينې لارې چارې در په ګوته کړو.

 ۱. سم ولولئ!
 که تاسو ډېره مطالعه کوئ، خو د مطالعې په څرنګوالي غور نه کوئ، دا په دې معنا ده چې تاسو خپل ارزښتناک وخت ضايع کوئ. کوښښ وکړئ سمه مطالعه وکړئ. د ښې مطالعې ګټه دا ده، چې تاسو په ډېروالي پسې نه ځئ بلکې د سمې مطالعې فکر درسره وي او کوښښ کوئ، چې ځان پوه کړئ. 
 ځينې خلک د مطالعې د وخت د غزولو په فکر کې وي، خو دې ته پام نه کوي، چې څنګه مطالعه وکړي؟ څه یې زده کړل که نه؟ 
 تاسو کوښښ مه کوئ، چې ډېره مطالعه وکړئ! بلکې هڅه وکړئ چې سمه مطالعه وکړئ. په دې معنا چې د کلماتو پر ځای په مفاهمو ځان وپوهوئ، تر څو هر چېرته وکولای شئ مفاهم په خپلو الفاظو وړاندې کړای شئ.

 ۲. د کلمو معنا
 د هغو کلمو په معنا کې ډېر دقت وکړئ، چې په لومړي ځل ورسره مخ کېږئ. که په معنا یې پوه نه شوئ، ويي پانګې (ډیکشنرۍ) ته مراجعه وکړئ. ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو د کلمې سمې معنا ته په ذهن کې ځای ورکړ او یاده معنا او مفهوم به مو هېڅکله له یاده و نه وځي.

 ۳. د مطالعې ځای
 ځينې خلک په شور کې ښه مطالعه کوي او ځينې نور بیا په خاموشۍ کې له مطالعې خوند اخلي. تاسو په دې اړه هېڅ تشویش مه کوئ او نه هم د چا فرمایش ومنئ. یوازې خپل طبیعت ته په کتو پرېکړه وکړئ او مناسب ځای وټاکئ.

 ۴. مطالعه په کوم حالت کې؟
 ځينې خلک پراته وي او مطالعه کوي، ځينې نورو بیا بالښت ته ډډه وهلې وي، خو څېړونکي وايي ښه مطالعه په ناسته کېدای شي. داسې حالت کې چې تاسو کوم ځای او څيز ته ډډه نه وي وهلي. خو که بیا هم ډډه لګوئ کوښښ وکړئ کلکو ځایونو او څیزونو ته تکیه شئ. د مطالعې چوکۍ تاسو لپاره بهترین انتخاب کېدای شي.

 ۵. د مطالعې وخت
 د مطالعې لپاره بهترین وختونه سهار او مازیګر وي. په دې وخت کې ماغزه له نورو وختونو څخه ډېر فعال او اماده وي. کوښښ وکړئ په سهار او مازیګر کې مطالعې ته وخت بېل کړئ.

 ۶. ذوق
 هڅه وکړئ د خپلې خوښې کتابونه ولولئ. که تاسو دا کار وکړ نو له مطالعې به ډېر خوند اخلئ مګر برعکس که نور کتابونه ولولئ چې ستاسو نه خوښېږي نو دا کار مو ورو ـ ورو له مطالعې لرې کوي. 

 ۷. دومداره مطالعه
 که غواړئ له مطالعې خوند واخلئ نو دوامداره مطالعه وکړئ. ددې کار ګټه دا ده، چې تاسو به تل له کتاب سره مینه ولرئ. همدارنګه که تاسو غواړئ له مطالعې سر ځان عادت کړئ نو هڅه وکړئ هره ورځ په کافي اندازه مطالعه وکړئ. وروـ ورو به مو مطالعه عادت وګرځي. 

1 Comment

Sign in to leave a comment.

hbyb allh jlalzi
hbyb allh jlalzi 1 month ago

habyballh

Related Articles

3 articles
د لیبرالېزم او کپټلېزم لنډه پېژندنه
Pashto
Feb 03, 2021
4,205 views

د لیبرالېزم او کپټلېزم لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ولی الله حنیفي په دې ليکنه کې به د لېبرالېزم او کپيټلېزم په اړه مهم معلومات ترلاسه کړئ. لېبرالېزم (Liberalism) لېبرالېزم يوه ترکيبي کلمه ده، چې د لېبرال(liberal) او اېزم(ism) څخه مرکبه ده، لېبرال په مانا د ازادۍ او اېزم په مانا د علم، هنر...

Written by Riaz Muqamzai Read more
قادس بند - بادغیس
Pashto
Jun 10, 2024
1,592 views

قادس بند - بادغیس

د قادس بند - بادغیس:دا بند د بالامرغاب حوزې په پورتنۍ برخه کې د بادغېس ښار قلعه نو څخه ۶۰ کیلومټره لېرې جنوب لوري ته، د کلیو او پراختیا وزارت لخوا جوړېږي. د قادس بند د اوبو زېرمه کولو، اوبو لګونې، قلعه نو او قادس اوسېدونکو ته د څښاک اوبو برابرولو لپا...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
خښتو براورد عملی
Pashto
Jun 02, 2023
2,854 views

خښتو براورد عملی

د خښتو د براورد اړوند عملي مثال، هیله ده چې خوښ مو شي د خښتو یو دیوال چې 3m ارتفاع، 4m طول او 40cm ضخامت لري، د خښتو تعداد، او د مصالې لپاره یې د سیمنټو حجم او د شګې مقدار محاسبه کړئ؟حل:مخکې له دې چې د سوال په حل پیل وکړو دا باید په یاد ولرو چې په خ...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more

Recommended For You

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
Pashto
Jun 02, 2023
42,341 views
1

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Written by Faridon Delsoz Niazai Read more
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
Pashto
Dec 17, 2020
32,620 views
5

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Written by Riaz Muqamzai Read more
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
Pashto
Nov 26, 2020
32,501 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Written by Shamshad Zaheer Read more

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article