د لیکلو اصلي روح

W
Waheed Zaheer
Author
Dec 11, 2024
1 year ago
1,023 views
د لیکلو اصلي روح

په دې ورځو کې چې ټایپنګ زموږ د ژوند یوه عامه برخه ګرځېدلې، د قلم او کتابچې ملګرتیا ورځ تر بلې کمرنګه کېږي. موبایلونو، لیپټاپونو او کیبورډونه هر څه اسان کړي دي؛ موږ په څو ثانیو کې اوږدې لیکنې ټایپولی شو. خو په دې اسانتیاوو کې د د لیکلو اصلي روح د لاسه ورکوو.

په قلم لیکل یوازې د الفاظو ثبتول نه دي؛ دا د فکرونو تنظیمول دي. د قلم او کاغذ اړیکه زموږ ذهن ته هغه سکون ورکوي چې ټایپ کولو کې نه موندل کېږي. په قلم لیکل د افکارو د چاڼ کولو یو کراره، خو موثره لار ده. هره کرښه چې په قلم لیکل کېږي، زموږ د فکر ژور انعکاس دی.

ټایپ کول ممکن اسانه وي، خو په قلم لیکل یو ځانګړی جادویي اغیز لري. دا یوازې لیکل نه دي؛ دا هغه پروسه ده چې موږ له خپلو فکرونو سره په کې نېغه اړیکه جوړوو. د قلم په واسطه لیکل زموږ تخلیقي ځواک زیاتوي، زموږ یادښتونه پیاوړي کوي، او زموږ افکار ورسره واضح کیږي.

قلم او کتابچه مو پرېنږدئ. که هره ورځ څو دقیقې خپل فکرونه، اهداف، یا احساسات په قلم ولیکئ، نو ډېر ژر به پوه شئ چې دا عادت څومره مثبت اغېز لري.

 

پایله

د ټنکالوژۍ په دې پرمختللې نړۍ کې هر څه مه ټایپ کوئ؛ ځینې وخت په قلم لیکل وکړئ. د قلم په حرکت کې هغه خالصه ښکلا نغښتې ده چې لیکوال او تخلیقي ذهن یې ډیر ښه احساسولی شي. 

Related Articles

May 30, 2021
1,770 views

خاطراتی از كابل پيشين

خاطراتی از كابل پيشين مصطفی عمرزی تصويري كه از كابل امروز داريم، شهري را به ما معرفي مي کند كه بیش از همه به خاطر نفوس آن، مطرح است. این شهر برای جمعیت آن، خيلي كوچك می باشد. به کابل به عنوان پايتخت، هرگز اجازه داده نشد تا شان یک پایتخت واقعی را به...

Nov 17, 2020
1,888 views

آجندای مُلی

آجندای مُلی (پیرامون یک کتاب مبتذل) نوشته ی مصطفی عمرزی چندی قبل، برادر میزوف احمد شاه مسعود در یک پُست فیس بوکی از تجربه ی سیاسی کشور های حوزه ی بالکان، اروپای جنوب شرقی، در افغانستان، نوشته بود. نمونه ی او در این غرض، یوگوسلاویا بود که پس از مرگ...

Nov 16, 2023
2,083 views

هغوی چی یوه ښځه لری ولولی

زمادی غاړه خلاصه وی زه هم داخل یم پکی څوک چې په یوه مېرمن راضي شو او ټول ژوند یې ورسره تېر کړ، هیڅوک نه دی، مجلس کې یې مه پرېږدﺉ! قاضي ابوالسعودويلي دچاچه يوه ښځه وي هغه کس دخلګو ترمنځ دفيصلي اوحکم کولو صلاحيت نلري، ابوحيان توحيدي ويلي ماداسي قوم ل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,723 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,140 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,021 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...