پښتو ناول لیکوونکی خواجه زی
پېژندنه:
زه خواجه زی یم، د پښتو ادب مینهوال او لیکوال. د ژوند ساده کیسې، مینه، ډرامه، او د کلیو ژوند مې د خپلو ناولونو او کیسو موضوع ګرځولې ده. زه هڅه کوم چې پښتو لوستونکو ته تازه، روانه او زړه راښکونکې کیسې وړاندې کړم.
زه خپلې لیکنې خپل شخصی ټلګرام چینل کی نشر کوم دا یی لینک دی
https://t.me/pashtoonovels0
البته تازه می فسبوک اکانت هم د خواجه زی صاحب په نوم جوړ کړی او هلته هم نشرات کوم
https://www.facebook.com/profile.php?id=61572668542014&mibextid=ZbWKwL
تر څو لوستونکي هر وخت زما نوې کیسې او ناولونه په آسانه توګه ولوستل شی. که تاسو د پښتو ادب، رومانټیک، ډرامه، او اسرار کیسې خوښوئ، نو زما لیکنې به ستاسو لپاره ځانګړې تجربه وي.
زما لیکل شوی ناولونه عبارت دی له :
1: ګرګ آشتي ناول
دا ناول چې ژانر او کیسه یې زیاتر عاشقانه او اجتماعي ده د یو جنۍ د ژوند کیسه روایت کوي چې ښار کې اوسیږی او خپل د کور کلې لومړۍ جنۍ ده چې پوهنتون کې درس وایی، په پوهنتون کې دا په یو هلک مینه کیږی او فکر کوی همدا رښتینی مینه ده؟ خو قسمت یو بل څه دیته ټاکلې ... کوم کسان چې د عاشقانه او عین حال کې روان داستان د ویلو شوقیان دی دا ناول ورته معرفی کوم په درې پړاو کې لیکل شوی لومړۍ پړاو ګرګ آشتي دویم شهرې جنۍ په کلې کې او دریم د پښتون غیرت په نوم.
2: ابلیس ناول
دا ناول ډارونکي کیسه لری یو هلک په نوم د محمد طاها د یو عادی ژوند په لټه کیدی خو قسمت ورسره یاری نکوی او تل ستونزی مخکې راځې او غټ ترینه ستونزه هم د پیریانو ده؟! دا ناول څلور پړاو لری لومړۍ پړاو زیاتر د پیریانو په اړه دی خو دویم او دریم پړاو ناول جنایي او پولیسي برخي ته داخل کیږی نو کوم کسان چې د جنایي ناولونو شوقیان دی دا ناول ویلی شی د دی ناول لومړۍ پړاو د ابلیس په نوم دی دویم یې بوجۍ دریم ته څوک یې؟ او څلورم زقوم.
3: زما غږ حرام حرام ناول
دا ناول د یو عقیدی پر بنسټ چې ځینی کسان یې لری لیکل شوی په نوم د "تناسخ" هغوي دا عقیده لری چې د انسان روح هیڅکله نه مړ کیږی او هغه چی کله لاړ شې نو د یو بل چا بدن کی ننوځې، البته دی ناول کب د مړ روح سره کوم کار نشته، کیسه یی داسی ده چې یو جنۍ د ماشومتوب څخه خپل د کاکا د زوی په نوم ده خو دی ورڅخه بیحد بد راځې او نه یې خوښیږی کرکه او نفرت یې تر دی حد دی چې غواړی ځان وژنه وکړی
خو همدی حال کی د دی او د دی د هغه کوژدن روح یو دبل جسمونو کی بدلیږی؟! مطلب جنۍ ځې د هلک بدن ته او هلک د جنۍ بدن ته ... خو رښتینی نړۍ می نه زیاتر د خوب حال کی دا کار کیږی خلاصه د هغه کسانو لپاره چی تخیلي او هیجانی او هووو داسی اخ او ډب ناولونو شوقیان دی دا ناول توصیه کوم د دی ناول هلک بیحد غوسه ناک دی بیحدددد دا ناول همدی یو پړاو کې لیکل شوی.
4: النحیط ناول
دا ناول د یو رښتیني کیسي پر بنسټ لیکل شوی، د ناول کیسه د یو جنۍ د ژوند روایت کوی چې د همسایه ښځه یې بار،بار د دی مرکي ته راځی او دا خپل زوی ته غواړی خو د جنۍ کورنۍ وایی موږ بیګانه کسانو ته لور نه ورکو خو دومره دا ښځه ځې راځې چې بلاخره دوی مجبور کیږی لور ورکړی، خوووو خلاصه بیحد غمژن داستان لری کوم کسان چې د غمژن ناولونو شوقیان دی دا ناول دی ضرور ووایی ...
#او_هغه_ناولونه_چې ما یوازی ځان ژباړلی
1- د دوزخ څخه یو سړي لومړۍ او دویم پړاو.
2- رټل شوي ګناه.
زما ناولونه شاید تاسو په وټساپ یا نور ګزوپونو کی ویلی وی خو هغه زما چینل نه دی او نه هم ما ورته خپل د ناول د نشر کولو اجازه ورکړی هغوی خپل د چینل مخکی وړلو لپاره زما ناولونه زما بی اجازه نشر کوی ځینی خو یی حتا زما نوم لا نه لیکی دا ادبی غلا او غیر قانونی کړنه ده هر ملګری چی زما د لیکنو او ناولونو شوقی او مینوال دی د دهمدی دوه آدرس څخه ما تعقیب کولای شی مننه