د مطالعي ارزښت

Y
Yasir Takal
Author
Jan 01, 2021
5 years ago
6,510 views
د مطالعي ارزښت

مطالعه د عربي ژبې کلمه ده، چې مانا یې غور، فکر او توجه کول دي، د یو شي په اړه پوهاوي او واقفیت لپاره د یو شي کتل، لوستل او پوهېدلو ته مطالعه وایي. او په عام ډول د کتاب کتل او د کتاب ورقې اړولو ته هم مطالعه وایي. دا چې الله ﷻ انسان اشرف المخلوقات پیدا کړی، انسان ته یې د نورو مخلوقاتو په پرتله غوره والی وربخښلی، انسان ته یې عقل او پوهه ورکړې; انسان ته لازمه ده، چې له خپلې ورکړل شوې پوهې او عقل څخه په سمه توګه ګټه واخلي.

د عقل د پرمختګ یو لامل هم مطالعه ده، چې یو انسان خپلو موخو ته رسولی شي. د مطالعې د ارزښت په اړه الله ﷻ په خپل سپېڅلي کتاب (قرآنکریم) کې فرمایلي دي: «هَلْ یَسْتَوِي الَّذِیْنَ یَعْلَمُوْنَ وَالَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنْ» (آیا برابر دي هغه کسان، چې پوهیږي او هغه کسان چې نه پوهیږي؟)

نن سبا، چې نړۍ څومره پرمختګ کړی ده؛ دا ټول د مطالعې برکت ده او هغه هېوادونه، چې وروسته پاتې دي؛ په حقیقت کې د هغه هېواد خلک له مطالعې څخه لېرې پاتې دي. دا چي مطالعه خورا ډیر ارزښت لري نو انسان هر ډول مطالعې ته اړتیا لري، چې باید و یې کړي؛ خو تر هر څه د مخه باید الٰهي کتاب (قرآنکریم) مطالعه شي، ځکه قرآن هغه کتاب ده، چې د ژوند ټولې لارې چارې او ټول علوم پکې رانغاړل شوي دي او وروسته بیا نور کتابونه مطالعه شي.

مطالعه د حافظې پیاوړتیا کې رغنده رول لوبوي، کله چې دانسان حافظه وده وکړه، نو دموضوع دلاروښانتیا په اړه ښه درک کولای شي، دلوست په برکت فکرونه دمنفي څخه مثبت لوري ته بدلوي. مثبت فکر انسان دبریا ډګر ته رسوي، منفي فکر دانسانانو حافظه له تشویشونو ډکوي. غوره ده، چې تل په مثبتو افکارو ځانونه روږدي کړو او منفي فکرونو نه ډډه وشي. په مطالعي د عادت کیدو لپاره لومړی په کار ده چې ښه او ګټور کتابونه وټاکل شي، ځکه چې ښه کتاب لوستل انسان مهذب او شایسته کوي، په شخصیت یې مثبت تاثیر اچوي او وقار ورته بخښي.

مجلې، ورځپاڼې ناول، لنډې کیسې،طنزونه او شعري ټولګې لوستل هم د مطالعې په لیوالتیا کي رغنده رول لوبولی شې.بله اړینه خبره چي پر مطالعې د عادت کیدو لپاره مهمه ده هغه په لومړیو کې لږه مطالعه کول دي، ورسته بیا کولای شئ چي ورو ،ورو مو د مطالعي وخت ورزیات کړئ.

دمطالعي بیلابیلې ګټي:

۱ـ مطالعه هغه څه ده، چې انسان د کمال درجې ته رسوي.
۲- د مطالعې له امله د پوه او ناپوه انسان توپېر کېدلی شي.
۳- مطالعه ستاسو او د نړۍ د سترو پوهانو تر منځ واټن له منځه وړي.
۴- مطالعه مو په ورځینیو چارو کې له ستونزو څخه ژغوري.
۵- مطالعه ستاسو د ځان، ژوند، ټولنې او هېواد د پرمختګ ستر لامل کېدلی شي.
۶- مطالعه مو د نړۍ له پرمختګونو او اختراعاتو څخه خبروي.
۷- مطالعه مو ذهن پراخوي او نوښتونو ته مو هڅوي.
۸- مطالعه مو په هغو ويونو (لغاتونو) پوهوي، چې مخکې پرې نه پوهېدلئ.
۹- مطالعه مو املایي تېروتنې سموي.
۱۰ ـ مطالعه د ماغزو ښه ورزش دی .
۱۱ـ مطالعه ستاسو تحليل څو برابره ډيره وي.
۱۲ ـ مطالعه کولای شي ، هغو موخو ته مو ورسوي ، چې په ژوند کې يې ورته د رسيدو هيله لرو .
۱۳ ـ مطالعه د بېلا بېلو پرمختګونو او دينونو په اړوند پيژندګلوي را په برخه کوي.
۱۴ ـ مطالعه او کتاب لوستل د ژوند کولو هنر رازده کوي . مطالعه تاسو ته ښه احساس در په برخه کوي .
۱۵ـ مطالعه ستاسو د خوښۍ سبب ګرځي.
۱۶ ـ مطالعه تاسو ته ټينګښت دربښي .
۱۷ ـ مطالعه د ستاسو فکري تمرکز ډيره وي .
۱۸ ـ مطالعه ستاسو شخصيت ته وده ورکوي.
۱۹ـ مطالعه ستړيا او ناخوښی له منځه وړي.
۲۰ـ مطالعه غوره تفريح ده.

Related Articles

Jun 05, 2021
3,053 views

هغه کړنې چې ستاسو شخصیت ته تاوان رسوي

په ټولنیز ژوند کې نږدې هر انسان د ښه شخصیت، محبوبیت او درنښت غوښتونکی وي. زموږ او ستاسو په شمول ټول وګړي غواړي، چې خلک یې ښه ووایي، ویې ستايي او ورته ته ګران دې وي. مګر بیا هم ځينې عادتونه او کړنې شته، چې نورو ته یې بدمعرفي کړي او درنښت یې کم کړي. دا...

May 27, 2025
1,111 views

د پیسو چاپ او کنټرول

۱. د پیسو چاپ څه ته وايي؟ د پیسو چاپ هغه بهیر ته ویل کېږي چې یو هېواد له خپل مرکزي بانک څخه نوي پیسې جوړوي او بازار ته یې وړاندې کوي. دا پیسې کولای شي کاغذي وي، یا هم سکې (فلزي پیسې). د پیسو چاپ یواځې د حکومت له‌خوا ترسره کېږي، او دا کار باید ډېر دق...

Jul 06, 2023
1,163 views

ایټالیا کې د تحصیل په اړه بشپړ مالومات

په ایټالیا کې د تحصیل په اړه بشپړ مالومات  ترتیب او لیکنه : جانداد جهاني نوټ: (په ایتالیا کې د زده کړو مینه وال را منشن کړئ) که څه هم آیټالیا ډیر پخواني پوهنتونه لري او په تیرو سلګونه کلونو کې یې ډیر نوابغ، علما او د بشریت د سرنوشت تغیرونکي په خپل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,850 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,165 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,109 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...