له سپرلۍ څخه به کوم اړخ ته ښکته کېږئ؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 17, 2021
5 years ago
2,459 views
له سپرلۍ څخه به کوم اړخ ته ښکته کېږئ؟

په هر قابل تکريم کار کې له ښي اړخه شروع كول غوره خبره ده. د نبي صلی الله علیه وسلم باره کې ام المومنين عايشه رضي الله عنها فرمايي: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُعْجِبُهُ التَّيَمُّنُ فِي تَنَعُّلِهِ وَتَرَجُّلِهِ وَطُهُورِهِ وَفِي شَأْنِهِ كُلِّهِ.

نبيﷺ به له ښي طرفه پيل کول خوښول:  د پيزار په پښو كولو كې، د وېښتانو په ږمنځ كولو او په طهارت حاصولو كې، بلکې  په ټولو  (عزتمنو) كارونو كې. (صحيح البخاري: 168)

ځينې کارونه داسې دي چې د ښي اړخ کارول په کې واجب دي لکه په ښي لاس خوراک څښاک کول. 

ځينې کارونه د استحباب او غوره والي په درجه کې راځي، لکه جومات ته د ننوتو په وخت کې لومړی ښۍ پښه داخلول او د راوتو په وخت کې ګسه مخکې کول.

همدارنګه ځينې وختونو کې نبي صلی الله علیه وسلم ښي او ګس دواړه اختيار کړي دي لکه له لمانځه څخه د سلام په ګرځولو پسې نبي صلی الله علیه وسلم کله ښي اړخ ته مخ اړولی دی او کله ګس یا کېڼ اړخ ته لکه په صحیح مسلم کې د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه حديث دی چې وايي تل ښي اړخ ته مخ مه اړوئ نبي صلی الله علیه وسلم چې به کله مقتديانو ته مخ رااړولو نو کله به يې ښي اړخ ته مخ کړو او کله ګس اړخ ته.

له سورلۍ څخه د کوزېدو پر مهال به کوم اړخ ته کوزېږي؟

 نو په دې باره کې خو واضح نص نشته، خو کوم تعامل چې د آس سوارو، اوښ سوارو او نورو د سورولۍ پر حيواناتو د سورلي کوونکو راروان دی هغه همدا دی چې ګس یا کېڼ اړخ ته به کوزېږي او په همدې کې اساني ده او همدا د شريعت له روح سره چې اسانۍ ته ترجیح ورکوي؛ سمون  خوري. 

 تر دې چې پر موټر سايکل سورلي کوونکي هم همدغه تعامل کوي. همدارنګه هغه ملکونه چې په ګس یا کېڼ لاس چلند کوي لکه انګلستان او له انګلستانه ازاد شوي هېوادونه لکه هند، بنګله دېش او پاکستان، نو هلته خو ډريور به په همدې ګس اړخ کوزېږي او له بسونو او لويو لاريو څخه د سورليو کوزېدل به هم له همدغه اړخه وي.

او که دغه صورت نه وي او ښي او ګس دواړو اړخونو ته د کوزېدو سهولت وي، نو بيا به اسانۍ ته ګوري چې کوم اړخ ته کوزېدل ده ته اسان دي. او الله ښه پوهېږي.

مفتي عبدالولي

Related Articles

Jan 13, 2021
2,255 views

د خدای ج کور،او زما د سترګو لېدلی حال!

ما له همدې ځایه د بریا لپاره ګامونه راوخېستل د څلورم سمستر د ازموینې وروستۍ ورځ وه، ژورنالیزم د برخې اساسي مضمون خبرې ژانرونو ازموینه مې درلوده سحر وخته چې کله د خپل پوهنځي مخې ته ورسېدم د ټولو په شوندو مسکا خپروه وه. صنف ته لاړم چې د سترګو رپ سره ا...

Aug 09, 2021
3,000 views

د ګلونو هېواد (هالینډ) وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ ځينې هېوادونه د خپلو بېلابېلو خاصیتونو، تولیداتو او خدماتو له کبله القاب هم ترلاسه کوي. په دې ډله کې د ډېرې ښېرازۍ، آبادۍ او ګلانو له کبله هالینډ ته "د ګلونو وطن" لقب ورکړل شوی دی. تاسو به په دې لیکنه کې ددې ښکلي هېواد په...

Dec 21, 2022
1,192 views

موارد مستثنیات دین در قوانین افغانستان و ایران

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) منظور از مستثنیات یا استثناهای دین، اموال است که طبق قانون، حین توقیف و فروش مال و اشیای مدیون، از شمول فروش خارج می‏ماند و حکمت در وضع و ایجاد این مستثنیات توسط مقنن، درک از وضعیت مدی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,850 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,165 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,109 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...