ما له همدې ځایه د بریا لپاره ګامونه راوخېستل د څلورم سمستر د ازموینې وروستۍ ورځ وه، ژورنالیزم د برخې اساسي مضمون خبرې ژانرونو ازموینه مې درلوده سحر وخته چې کله د خپل پوهنځي مخې ته ورسېدم د ټولو په شوندو مسکا خپروه وه.
صنف ته لاړم چې د سترګو رپ سره استاد هم راورسیده،خو ازموېنه د تېرو نورو ورځو په شان په ډیره خوښۍ سره تېره شوه،دا چې اوس نو د خپلو خوږو ملګرو څخه د څوو میاشتو لپاره جلا کېدلو،په ډيرې مینې سره مو یو بل څو څو ځله په غیږ کې ټینک کړل،ملګرو سره د خدای پامانې وروسته مخ په کور روان شوم.
اوس نو هغه وخت دی چی تیارو خپلې وزرې غوړلي دي شپه شوه ،د خوب خونې ته لاړم خو تر سحره مې سترګه پټه نشوه،سوچونو کې ډوب شوم،خپل ماشوم توب مې را یاد شو،مور به مې تل راته ویل،چې ستا ماشوم توب هم د نورو ماشومانو سره توپیر درلود.
دلته نو نوی زما د ژوند ۲۳ پسرلی پيل شوی وه خو زه پوهېدلم چې زما ددې بریا ترشا یو څوک شته چې زه یې باید منندوي وکړم.
داسې کوم ارمان را په زړه نشو چی لومړیتوب ورکړم،ځان سره مې هود وکړ چې باید د عمرې اداکولو لپاره لاړ شم. او ددې ټولو پیروزینو منندوې او شکر اداینه او د خپلو راتلونکو هېلو لپاره له هغه ځایه ګامونه راواخلم.
خو دې مبارکو اماکنو ته څوک د پیسو جسماني قوت مقام او نور بشري ځواک پر اساس نشي تللی مګر دا چې الله تعالی دده د ورتللو اجازه وکړي، شبه سبا شوه کله چې د لمر زرینې پلوشې د غرونو څخه په ناز او نخرو را واوښتې په ځغلنده قدمونو مې د مور خونې ته ورغلم چې مور مې د اشراق لمونځ کوه، او دواړه لاسونه یې د خدای ج لوری ته لپه نیولي وه، دا چی ټوله شپه مې څه ډول په ويښه تیره کړه قیصه مې ورته وکړه مور مې هم راسره ومنله خو راته یې وویل،چی ما به هم ددې خواږه سفر ملګرۍ کوئ دا وخت مې د خوشحالۍ نه سترګي له اوښکو ډکې شوې او فکر می کاوه چې خوب وینم خو دا خوب نه وه او دا اراده مې هغه وخت په ریښتیا بدله شوه،چې د الصفا شرکت لخوا مې د عمرې اداکولو ویزه واخېسته او د خپلې مورکۍ سره مې د جمعې په ورځ د سحر او نیمې بجې د حامد کرزی نړیوال ډګر څخه په فلای دبۍ الوتکې کې د عمرې اداینې په لور الوتنه وکړه.
الوتکه له کابو دوساعته او پینځه څلویښت دقیقو وروسته د عربی اماراتو په پلازمینه او تجارتي ښار دبۍ کې را ښکته شوه لومړۍ ځل دی چې دبۍ ګورم،ټول ریګ او دښتې خو ورباندي پراخې لوړې ودانۍ جوړي شوي وي.
د دبۍ هوایي ډګر ډير پراخه او په زړه پورې وه لسګونه الوتکي په کې ولاړې وي د اماراتو په نوم الوتکي خو په کې خورا ډیرې وې چې رښتیا هم کیفیت له مخې په ډيرو اسانتیاوو برابرې الوتکې وي.
ما مخکي هم د دبۍ نړیوال ډګر د خوراکي توکو د قیمتي او وړیا تیز انترنت په هکله له ملګرو څځه اوریدلي وه چی دواړه رښتیا وه، یو بوتل معدني د څښلو اوبه په څلور درهم چی کابو ۶۰ افغانۍ کیږي خو د یادولو وړ ده چې په ټولو هوایي ډګرنو کې قیمتي وي د کابل هوایي ډکر کې هم چی کله ترمینل ته ننوځې نو اوبه درسره نه پریږدي بیا وروسته په انتظار خونه کې هماغه یو بوتل معدني اوبه درباندې په پنځوس افغانۍ پلوري او بله ښېګڼه یې دا وه، چې دبۍ نړیوال ډګر په ترمینل کې انترنت وړیا دی او ټول مسافر یې د بی ځایه ګرځيدو څخه په همدې انټرنټ بوخت کړي وه خو رښتیا وایي چې د ژوند هر پل یو یاد او هر یاد یوه خاطره ده په دبۍ کی یوه جومات ته لاړم زما لپاره خو جالبه دا وه چې تر اوسه مې دوه لمنځونه په یوه وخت نه وه کړي چې جمع صلاتین ورته وایي هلته ماسپښین او مازدیګر د ماښام او ماسختن لمنځونه په یوه وخت او بغیر له کومې وقفې ادا کېدل ما چی د ماسپښین جمع د یوه عرب په امامت وکړه او د لمانځه بل اقامت پیل شو خو زه حیران شوم فکر مې وکړ،چې په تېر لمانځه کې څه غلطي شوې ده بیا یوه ملګری راته وکتل او راته یې وویل چې د مازدیګر لمانځه نیت وکړه، بیایې وروسته له لمانځه راته وویل،چې په نبوی احادیثو کې د سفر پر مهال داسې لمونځونو ته چې د یوه لمانځه تاخیر او د بل لمانځه تقدم وي جواز راغلی دی.
له یو ساعت انتظار وروسته مو د جده په لورې الوتنه وکړه دوه نیم ساعته وروسته جدې هوایي ډګر ته ورسېدو پاسپورتونو د چک او د دخول له مهر کېدلو څخه وروسته له هوایي ډګر په دروازه کې خپل هېواد رایاد شو.
چې دلته هم موترچلونکي خورا دیر ولاړ وه او هر یوه به لاسونه نیولي وه چې زما سره په تکسي کې لاړ شي،نور ملګري مې په خبرو هم نپوهېدل خو زه بیا یو څه پوهېدلم د شل دقیقو سرګردانۍ وروسته مې هغه د شرکت ۴۰۴ ماډل موتر پیدا کړ چې مونږ یې مکې معظمې ته وړلو جالبه خو داوه چې مونږ ته دلته شرکت دیرې زیاتې ویلې وې خو هلته بل تجارت روان وه او دا د افغانستان شرکتونو نومونه هم چا نپېژندل.
اوس نو دیر ستومانه شوی وم، نه وم پوه شوی چې په څومره وخت کې مکې معظمې ښار ته راورسېدلو خو ۴۰۴ موتر یوه وخت د مکعې معظمې په ښار کې د فندق الارض المتمیزه هوټل مخې ته ودریده چې دلته د الصفا شرکت یو استازی چې د بغلان ولایت اوسیدونکی وه زمونږ تود هرکلی یې وکړ وروسته یې په خونوو وویشلو.
زمونږ خونې نمبر ۲۴، په شپږم پوړ کې موقعیت درلود خپلو خونو ته لاړو او احرامونه مو مخکې تړلي وه،اودس مو وکړ د ماښام لمانځه د اداینې لپاره مخ په حرم شریف روان شو نور نو نپوهېدم په پلي او ګړندي قدمونو مې د خدای ج د کور لیدو لپاره تلوسه وار په وار زیاتېدله چې باب عبدالعزیز ته ورسېدم په همدې دروازه حرم شریف ته ننوتلو.
مور مې هم کلک له لاسه نیولی وم، نور نو په ځان نپوهیدم لکه د سحرا تږی په دې تمه وم چې کله به مې دا ګنهګارې سترګې د خدای ج په کور ولګیږي دلته مې نور نو د ډیره انتظاره سترګو ګاتي په درد شول څو ګامه وروسته مو زینې مخې ته راغلي، چې په همدې زینو ورو ورو مخ په لاندې ښکته کېدلو چې زینو تر نیمایې لا نه وه رسیدلي، چې سترګې مې د خدای ج په کور ولږیدلي دلته مې نو یوه بی اختیاره چیغه له خولې څخه ووتله، او د اوښکو باران مې د خپلو ګناهونو په دښته ووروه مور مې هیره شوه دلته نو ټول په چیغو وه او په خپلو سپیرو چاودلو شونډو یې د مغفرت غوښتنه کوله.
وروسته مې مور له لاسه ونیوله او په نمنجنو سترګو مو د دحجر الاسود د شنو څراغونو څخه طوافونه پیل کړل اوه طوافه مو پوره کړل د مقام ابراهیم شاته د عمرې دوه رکعته واجب لمونځ مو هم ادا کړل.
دلته مې هم وروسته له لمانځه بې اختیاره اوښکې له سترګو وبهیدې د زم زم اوبو څښلو څخه وروسته مو د صفا او مروه په لورې حرکت وکړ.
صفا او مروه پراخه ځای دی ، دیره نرمه او سړه هوا پکي چلیږي، دلته مو هم اوه دوره پوره او بالاخره ویښتان مو کوچني او احرام مې خلاص کړ، اوس نو ډيرې خوښۍ او سکون نه په جامو کې نه ځایدم خپلې خونې ته لاړم ویده شوم او سحر وخته بیرته د سحر لمانځه لپاره حرم شریف ته راورسېدم.
اوس نو بیا عمرې اداکولو لپاره د حرم شریف نه موتر د بي بي عایشې جومات ته ځي چې د له یوې خوا کابو ۱۵ دقیقې مزل دی او موتر چلونکې له یوه طرفه ۵ ریاله کرایه غواړي د بي بي عایشې جومات هم دیر ښکلی او زړه راښکونکی دی چې په دې جومات کې د غسل او اوداسه ټول امکانات شته خو زما په آند چی احرام تړل به له خپلې خونې څخه غوره وي، چې ماهم خپل احرام له خپلې خونې څخه په ځان کړی وه.
او وروسته مو د عمرې اداکولو نیت، دوه رکعته لمونځ او په تلبیه ویلو مخ په حرم شریف مخ کړ،خو په لوړ غږ تلبیه ویل هم دلته زړه ته سکون ورپه برخه کوي، بالاخره دا عمره مو هم د خدای ج په مرسته ترسره کړه نهمه شپه وه چی د هوتل استازی راغی او وې ویل چې سبا اته بجې مدینې منورې ښار ته راونیږو او سبا وروسته د سحر لمانځه بېرته وخته خپلو خونو ته راشي سحر د لمانځه وروسته مو د حجت الوداع (د خدای په امانۍ) طوافونه وکړل.
کله چې روانیږې نو سخته شیبه ده د چا به زړه وشي چې د خدای ج ملمستیا څخه لاړشي اوس نو نوره چاره نه وه راپاتې او یوازې په اوښکو تویولو مې بسنه کوله په ژړا ژړا مدینې منورې ته روان شوم مدینې منورې پورې شپږ ساعته مزل دی په دغه طبیعي مناظرو غرونو رغونو او دښتو کې خلک د خپلو روښانو راتلونکې لپاره په بیلا بیلو کارونو بوخت وه، مدینې منورې ته ورسیدم د مازدیګر لمانځه د اداینې لپاره نبوي مسجد ته لاړو د مازدیګر لمونځ مو ادا کړل ديرې خوږې شیبې وې.
زړه کې مې راوګرځيدل چې یا ربه زه او دومره بخت چې الله ج د رسول په جومات او حرم کې د مازدیګر لمونځ ادا کړم نبوي مسجد ډير پراخه او ډير ښایسته جوړ شوې دی مدینې منورې خلک هم دیر نرم او په نبوي اخلاقو سمبال خلک دي، خو د نورو هیوادونو معمتمیرینو په وجود کې به هم د مینې او اخلاقو څه تشه احساس نه کړې مور به مې تل د نورو هېوادونو ښځينه معتمیرینو سره د عمرې اداینې مراسمو په خبرو بوخته وه یوه ورځ یې راته وویل: "زویه رښتیا دا خلک څومره نیکمرغه دِي دوی په دوستۍ صمیمیت سره کارونه په مخ بیایې مینه کوي په پاکي ساده ګي او خلوص سره خپل ژوند تیروي د دوی په زړه کې د چل دوکې او حسد نښې نه لیدل کیږي هر څه چې لري په ظاهر او باطن کې داوړه یو شان دي." ماهم د مور خبرې په سر خوځولو تایید کړِې او ورته مي وویل:"د نورې دنیا د بریا لومړی شرط هم همدا دی خوهلته انسان ته جوتیږي چې دی څوک او د څه لپاره دې دنیا ته راغلی او د نورو مسلمانانو ورونو او خویندو په وړاندې کوم مسوولیتونه لري خو د نورو هېوادونو خلکو په لیدلو به دې خپل وجود کې د ډیرو شیانو د تشې احساس وکړې."
وروسته باب السلام دروازې څخه د نبي کریم ص زیارت ته ورغلم او ورپسي مې د اسلام لومړي خلیفه ابوبکر رض او دویم خلیفه عمر رض ته سلام وکړ، خو د یادولو وړ ده چې ښځینه هر وخت نشي تللی هغوي لپاره ځانګړې دروازه او ځانګړی وخت ټاکل شوی دی، بیا وروسته جنت البقیه ته لاړم چې هلته هم ډیر صحابه کرام د نبی اکرم ص امهات او د کورنۍ غړي دفن دي، ماسختن لمانځه د اداینې وروسته خپلې خونې خوا ته روان شوم چې د هوتل استازي د هوتل په خونو ګرځيدل او ماته یې هم وویل چې سبا نهه بجې د مدینې منورې ځیني تاریخي او مقدسو ځایونو ته ځو چمتو ووسئ، د سحر د چای څښلو وروسته د احد غره ته لاړو چیرته چې د اسلام دوهمه غزا شوې ده او کابو ۷۰ تنه صحابه په کې شهیدان شوي دي دعا مو وکړه وروسته د نبی اکرم ص خرما باغ، قبلتین او قبا جوماتونو ته لاړو قبا جومات هغه جومات دی،چې نبی ص د هجرت په لومړۍ ورځ جوړ کړی وه او نبی اکرام ص هم په خپلو مبارکو لاسونو په همدې جومات جوړولو کې کار کړی دی.
دلته بیا د مبارک اخلاص او صبر را په زړه شو او هغه ستونزې چې دی ورسره لاس او ګریوان وه په سوچونو کې لاهو شوم،بیرته زنګیدلی،زنګیدلی خپلې خونې ته راغلم
سبا سحر وخته د جدې هوایي ډګر چې اصلي نوم یې د پاچا عبدالعزیز دولتي هوايي ډګر دی ورسیدلو دلته یو ډول ځانګړی زم زم اوبه خرڅیدلې چې د هر نفر لپاره د پنځو لیترو او بو او شل کیلو وزن اجازه ورکړل شوې وه دوه بوتله او به مې راونیولې دلته چې د ځینو معمتمیرینو وزن زیات وه یوه کیلو اضافي وزن ته په ۳۸ ریاله اجازه ورکړ کېده چې ډیرې پیسې کېدلې،د پاسپورت چک او د یوه لنډ انتظار وروسته د شپې لس بجې الوتکه کې سپاره شوو خو د جدې شپه تر ټولو ستونزمنه شپه وي ټوله شپه په ولاړه تیریږي،له دو نیم ساعته انتظار وروسته دبۍ ته ورسیدلو په دبۍ کې د څلویښت دقیقو انتظار وروسته مو د کابل په لورې الوتنه وکړه، له څه کم درې ساعته مزل وروسته سحر وخته د حامد کرزی په نړیوال هوایي ډګر کې د الوتکې څخه ښکته شوم.
او دلته مې د عمرې سفر پای او د ژوند د بریا په لور لومړنۍ خواږه ګامونه وه د عمرې د مناسکو ادا کولو په اړه دیر کتابونه لیکل شوي دي ما وغوښتل چې خپل د سترګو لیدلي حال قلم په وسیله د کاغد پر مخ راوړم او د لوستونکو تنده پرې ماته کړم او خدای ج دې دغه خوږ سفر د ستاسو ټولو په برخه کړي.