د نن څخه 41 کاله وړاندې د 1979م کال د نومبر په پېل کې ډېره کمه پاتې وه چې د متحده ايالاتو او پخواني شوروي اتحاد تر مېنځ درېمه او د ځينو کارپوهانو په وېنا وروستۍ نړېواله جګړه پېښه شي .
د نومبر په نهمه نېټه امريکايي پوځېانو ته په ډېر ناڅاپي ډول خبر ورکړل شو چې شوروي اتحاد پر امريکا باندې ډېر پراخه اټومي حمله پېل کړه . د سهار په 3 بجې ، د متحده ايالاتو د هوايي دفاع قومندانۍ عمومي مرکز ته داسې سیګنال ورسېد چې د شوروي اتحاد 2200 باليستيکي توغندي د امریکا په لور وتوغول شول .
امريکايي پوځېانو ډېر چټک غبرګون وښود ؛ پوځ ته ېې د چمتووالي امر ورکړ ، ښکاري الوتکې ېې هوا ته پورته کړي او د مقابل عمل لپاره ېې اماده ګي ونيوله . د مقابلې حملې لپاره هغوي د ولسمشر ( چې هغه وخت جيمي کارتر و ) امر ته اړتېا لرله خو په دې هم پوهېدل چې د هغه خبرول او د هغه له لوري د پرېکړې کول کم تر کم 7 دقېقې وخت نيسي او دا ښايي ناوخته وي ...
هغوي پرېکړه وکړه چې د وروستي ځل لپاره د تر لاسه شوو مالوماتو روغتېا - ناروغتېا مالومه او غبرګون وښايي او دا کار باېد په ثانېو کې تر سره شي . کله چې د سيمه ايزو هوايي مدافعې مرکزونو سره تماس ونيول شو نو ټولو احوال ورکړ چې د هغوي رادارونو هېڅ ډول تحرکات نه دي ثبت کړي ، خېر او خېرېت دی . ورو ورو حالات بېرته د ارامۍ خواته لاړل ، الوتکو ته د راښکته کېدلو او پوځ ته آرام سئ هداېت ورکړل شو .
په څېړنو کې ثابته شوه چې د عمومي دفاع د مرکز کمپيوټري سيستم کې تخنيکي تېروتنه رامېنځ ته شوې وه او غلط سیګنال ېې ورکړی و . ښه خبره دا وه چې تکېه پر انساني هوښېارتېا وشوه ، او له زغم څخه کار واخيستل شو . که چېرته راسآ د کمپيوټر سیګنال منل شوی او بالمثل عمل تر سره شوی وای نو داسې ېوه فاجعه به پېښه وه چې موږ ېې حتا اټکل هم نه شو کولی .
هغه کمپيوټري تېروتنه چې ممکنه وه نړۍ په بل مخ واړوي
Related Articles
لوی،منځني او کوچني انسانان
د لوی، منځني او کوچنيو انسانانو پېژندنه د ژوند د پرمختګ د کچې پيژندلو ساده توکي لومړی درس: لوی خلک د هر چا تر مخه سلام اچوي، منځني خلک په سلام اچولو کې عجله نه کوي مګر کوچني خلک بيا دېته ګوري چې نور خلک پر هغوی سلام واچوي. دوهم درس: لوی خلک لومړی...
انجینری سوالونه او جوابونه
سوالونه اوجوابونه (۱)سوال :دارزیابی اونظارت ترمینځ فرق واضیح کړی؟ جواب: (۱)ارزیابی یوه وقفیی پروسه ده اونظارت یوه دوامداره پروسه ده (۲)ارزیابی دکارپه منځ اواخرکی ترسره کیږی اونظارت دکاردپیل نه شروع کیږیـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ...
د کرونا ضد درمل جوړ شول
ليکنه ـ ریاض مقامزی کرونا هغه ناروغي ده، چې په څه کم دوو کلونو کې، د نړۍ په لر او بر کې سلګونه زره انسانان ووژل. ددې وژونکې ناروغۍ د مړینې ارقام ځکه لوړ وو، چې د مخنیوي لپاره یې واکسین او معالجې ته یې درمل نه وو. همدارنګه ددې وایروس بدلېدونکې بڼه...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...