د ستر فرانسوي فیلسوف ژان ژاک روسو ژوند ته یوه کتنه

s
sadat
Author
Mar 31, 2021
4 years ago
1,974 views
د ستر فرانسوي فیلسوف ژان ژاک روسو ژوند ته یوه کتنه

   ستر فرانسوي فیلسوف او لیکوال، ژان ژاک روسو (Jean-Jacques Roussou) د ۱۷۱۲ زېږدیز کال د جون په ۲۸ مه نېټه د سویس په ژنیو ښار کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې .  
  د ژان ژاک روسو له زېږون څخه کمه موده وروسته، مور یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه او خپل خپلوانو  یې د هغه پالنه او روزنه په غاړه واخیسته . پلار یې ساعت جوړونکی و او تر لس کلنۍ پورې یې له هغه څخه ساتنه کوله او د مطالعې له پاره یې ورته ډېر کتابونه راوړل، ترڅو عقلي او فکري ځواک یې وروزل شي. روسو ( د سترو سړیو ژوند ) تر سرلیک لاندې د ( پلوتارک) له اثر سره ډېره زیاته مینه لرله .
  څو موده وروسته د روسو پلار له یوه ناپېژاندي کس سره د جګړې له امله له ( ژنیو ) څخه وتښتېده او خپل لس کلن زوی ( ژان ژاک روسو ) یې خپل ورور ته، چې یو عیاش او بېباکه سړی و، وسپاره. تره یې د روزنې په موخه  خپل وراره د ( بسي) په کلي کې د (لامبرسیه ) په نامه یوه کشیش ته وسپاره او روسو په هغه کلي کې له طبیعت سره آشنا شو، نه یوازې له طبیعت، بلکې له ونو، شنو او زرغونو سیمو سره یې هم مینه زیاته شوه . له خپلو لومړنیو زده کړو او ( ژنیو ) ته له راګرځېدو وروسته د عدلیې په وزارت کې د یوه عریضه لیکونکي شاګرد شو. د ۱۷۲۵ زېږدیز کال په اپریل کې له څو اوونیو منشي توب وروسته له یوه حکاک سره شاګردي پیل کړه او درې کاله یې له هغه سره کار وکړ، ځکه چې استاد یې هغه واهه او ډباوه د ۱۷۲۸ ز کال د مارچ په ۱۴ مه نېټه له (ژنیو) څخه وتښتېده .
  روسو څو موده په ( ساوا ) کې بېکاره یوې او بلې خوا وګرځېده او په هغه ځای کې د (وارنس ) په نامه له یوې مېرمنې سره، چې له شوره ډک او نا منظم ژوند یې درلوده آشنا شو او په جبري توګه یې د خپل پلار او نېکه مذهب ( کالوینیسم ) یې پرېښوده او کاتولیکي مذهب ته شامل شو. د ژوند له ډېرو سړو او توډو سره له مخامخ کېدو وروسته ( انسي ) ته لاړ، له دې وروسته په څو ځایونو کې نوکر شو او د خپل لومړني مشر له کور څخه یې د کور ښکلي کولو یوه آله پټه کړه، خدمتګار یې تورن کړ او له هغه ځایه بهر شو .
  روسو په ۱۷۳۸ ز کال چې ۳۸ کلن و، په ( شارمت ) کې له مادام ورانس سره مېشت شو او په ډېر جدیت یې د خپلو معلوماتو او په بېلابېلو څانګو کې د زده کړې په موخه د مختلفو لیکوالانو، فیلسوفانو او منتقدینو د کتابونو مطالعه پیل کړه .
  مادام وارنس یو بل دوست درلوده او له روسو سره یې په بېلابېلو کارونو لاس پورې کړ، تر دې چې په ۱۷۴۰ کال په لیون کې د ساتونکي په توګه یې دنده پیل کړه . څو موده وروسته بېرته ( شارمت ) ته راغی او له دوو کالو وروسته د ۱۷۴۲ ز کال په اوړي کې پاریس ته لاړ .
  روسو له موسیقۍ سره ډېره زیاته مینه لرله  او په ۱۷۴۲ ز کال په داسې حال کې چې د موسیقۍ د نوې تګلارې د ثبت له پاره پاریس ته سفر کړی و، له (دنیس دیدرو) سره آشنا شو او بېرته په پاریس کې مېشت شو او په ۱۷۴۵ زکال له خپلې مېرمنې سره، چې په یوه مسافر خانه کې یې کار کاوه آشنا شو، دا ښځه چندان هوښیاره نه وه او روسو به نه پرېښودله، چې د پاریس په هغو صالونونو کې، کوم چې د روڼ اندو نرانو او ښځو محفل به پکې ترسره کېده له ده سره ګډون وکړي . روسو د خپلې مېرمنې له پاره په یوه کوچنۍ کتابچه کې ځینې لغتونه او د هغو ماناوې لیکلې وې، په کومو چې هغه نه پوهېده .
  روسو له پورته یادې شوې مېرمنې څخه د ۵ زامنو خاوند شو، چې هر یو یې په خپل وار سره یتیم خانې ته وسپاره، کلونه وروسته دا موضوع هغه مهال، چې روسو د امیل په نامه کتاب، چې د ماشومانو د اغېزمنې روزنې په اړه پکې بحث شوی وو، د ولتر له خوا، چې روسو هغه له خپلو دښمنانو څخه ګاڼه د ټولو په وړاندې اعلان شو او د یوه توند لیک په وسیله چې په بل نوم  لاسلیک شوی وو سختې نیوکې وکړې، په یاد لیک کې له دې امله په روسو باندې سخته نیوکه او پیغور ورکړل شوی وو، چې له یوې خوا خپل اولادونه یتیم خانې ته لېږي او له بلې خوا د ماشومانو د روزنې په اړه کتاب لیکي. روسو د دې نیوکو په اړه په خپلو اعترافاتو کې، چې له مړینې وروسته یې چاپ شو ځواب ورکړ، په حقیقت کې دا لومړۍ بانه وه، چې روسو ته یې د اعترافاتو د لیکلو انګېزه په لاس ورکړه .
  روسو په کال ۱۷۴۹ ز کې د روڼ اندۍ عصر له نورو فیلسوفانو سره یوځای شو او د موسیقۍ په اړه یې په دایرة المعارف کې مقاله لیکل پیل کړل. په ۱۷۵۰ ز کال یې د دیژون اکاډمۍ په مسابقه کې یې ګډون وکړ او بریالی شو او دغه راز په همدې کال یې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د علم او هنر ټینګښت او پراختیا د خلکو د اخلاقو د سمون لامل کېږي او که نه ؟ یوه رساله ولیکله، چې په یاده آکاډمۍ کې د لومړي مقام ګټونکې او مشهوره شوه .
  روسو په ۱۷۵۶ ز کال له پاریس څخه لاړه او تر ۱۷۶۲ ز کال پورې په (مون مورانسي) کې یې د اوړي ژوند غوره کړ . په ۱۷۶۱ ز کال یې په بریالیتوب سره  د نوي الوئیز یا ژولي په نامه یو ناول خپور کړ، له دې وروسته یې په کال ۱۷۶۲ ز کې د ټولنیز تړون او امیل په نامه بل کتاب ولیکه، چې دې دواړو اثارو، نه یوازې د فرانسې، بلکې د هالیند پارلمان غوسه هم را وپاروله، چې حتا دا دواړه په اثار په ژنیو او برن کې هم منع شول ( امیل ) په ژنیو کې د ټولو خلکو په وړاندې وسوځول شو او روسو لاچاره د شپې له مخې نوشاتل ته وتښتېده او د پروس پاچاه دویم فرید ریک تر ملاتړ لاندې یې ژوند پیل کړ. د خلکو غوسې روسو یو ځل بیا تېښتې ته اړ کړ او په ۱۷۶۵ ز کال انګلستان ته لاړ او د ډېوېډ هیوم ( Divid Hume ) په نامه انګلیسي لیکوال او فیلسوف ته یې پناه وروړه او په انګلستان کې یې د خپل ژوند لیک او اعترافاتو په لیکلو پیل وکړ. یوازېتوب، کډوالۍ او د ژوند ستونزو په روسو باندې ډېره بده اغېزه کړې وه، چې هغه یې د لېونتوب پولې ته رسولی و او د ژوند تر پایه تر سختو روحي فشار لاندې و، داسې یې انګېرله، چې ګنې ټول خلک د ده دښمنان دي، په دې وخت کې یوه مشهوره مقاله په یوه ورځپاڼه کې چې د پروس پاچاهۍ نښان پرې لګېدلی وو، د لیکوال له نومه پرته خپره شوه، په دې مقاله کې په طنزیه ډول داسې لیکل شوي وو : که چېرې روسو د ستونزو او کړاوونو غوښتونکی دی، تر هغه بریده، چې دویم لوی فریدریک له روڼ اندو سره مینه لري، کولای شي د روسو له پاره د دې ستونزو او کړاوونو زمینه برابره کړي او له روسو څخه غوښتنه شوې وه، چې پروس ته راشي. دا مقاله د دې لامل شوه، چې روسو له هیوم سره خپلې اړیکې پرې کړي، ځکه چې هغه داسې ګڼله، چې روسو د دې مقالې په لیکلو کې رول لري . هیوم ته د هغه وروستی لیک په پاریس کې خپور شو او د هغه وخت د خلکو د پام وړ وګرځېده . روسو په کال ۱۷۷۰ ز کې په دې شرط فرانسې ته د ورتګ اجازه تر لاسه کړه، چې نور به کتابونه او مقالې نه خپروي .
  روسو د خپل ژوند وروستي کلونه د پاریس په یوه کلیواله سیمه کې په آرامۍ سره تېر کړل، شخصي او مینه ناک ژوند یې پیل کړ او په پای کې د ۱۷۷۸ ز کال د جون په دویمه د مغزي سکتې له امله پاریس ته نږدې په خپل کور کې  له دې نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټې کړې، د هغه وخت خلکو په ځانګړې توګه مادام دو ستایل په دې باور وو، چې نوموړي ځان وژنه کړې ده .  
  روسو ډېر کتابونه لیکلي دي، چې د یو څو نومونه یې ستاسو لوستونکو مخې ته ږدم :
۱ ـــ د علم او هنر په اړه  رساله
۲ ـــ نارسیس یا په ځان مین
۳ ـــ د انسانانو په منځ کې د نابرابرۍ په اړه خبرې
۴ ـــ د تیاتر په اړه دالامبر ته لیک
۵ ـــ اخلاقي لیکونه
۶ ـــ ټولنیز ټړون
۷ ـــ امیل یا روزنه
۸ ـــ اعترافات    

 

Related Articles

Jan 28, 2021
3,316 views

د لاچي روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی که د کولچې، حلوا او یا نورو شیرینی بابو ډېر مينه وال یئ نو حتماً به پوهېږئ، چې لاچي د یادو توکو خوند څومره زیاتوي. همدارنګه لاچي چايو ته هم یو ځانګړی خوند ورکوي. لاچي له زعفرانو او وانیل وروسته په ټوله نړۍ کې ډېر زیات خوښوونکي ل...

Jul 29, 2020
4,816 views

که په خوب کې ستونزه لرئ دا (۶) ډوله خواړه مه خورئ!

راځئ چې هغه خواړه وپیژنو کوم چې خوړل یې د شپې په ناوخته کې ستاسو د خوب د خرابوالي او یا هم د بې خوبۍ لامل کېږي. د ارینا د راپور له مخې ډیری فکتورونه ستاسو د خوب په کیفیت اغیزه کوي، د احساساتي تکلیف څخه تر فزیکي ناروغیو پورې لکه شکر، د پښتورګو ناروغۍ...

Nov 03, 2021
3,169 views

د نظر له ورکولو وېره داسې ختمه کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی خبرې کول او نظر ورکول زموږ د ژوند خورا مهم اړخ تشکليوي. ناپلیون بوناپارټ د کلمو (خبرو) د ارزښت په اړه وايي: "موږ د کلماتو په مرسته پر نړۍ حکومت کوو." په هر حال؛ کله چې تاسو و نه شئ کولای خپل نظریات، هیلې او غوښتنې نورو ته واورئ؛...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,711 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,136 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,017 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...