څنګه کولای شم، خپله غوسه ختمه کړم؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 29, 2021
4 years ago
3,706 views
څنګه کولای شم، خپله غوسه ختمه کړم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

خوښي، خفګان، غوسه، صبر، خندا، ژړا او ورته نور ټول مفاهیم له ژوند سره تړلي دي. پر دې ټولو پوهېدل او تنظیمول بیا د هر چا د وس خبره نه ده. هغوی چې خپل حالت تنظیمولای شي بریالي خلک دي. د قهر په اړه ویلای شو، چې د نورو پر وړاندې احساساتي غبرګون چې خفګان زېږوي قهر دی. که تاسو هم غوسې کوئ، له دې تګلارو په ګټې اخیستنې خپله غوسه ختمولای شئ.

 

۱ ـ بخښل عادت وګرځوئ 

په ذهني لحاظ بالغ انسانان تل بخښنه کوي. هغوی پر دې ځان قانع کوي، چې هېڅکله له مقابل کس سره یو ډول نه دی. په دې ډول مقابل کس جاهل بولي او خپله غوسه پای ته رسوي. 

تاسو هم د بخښنې هنر زده کړئ. که ستاسو مقابل لوری بدې کړنې کوي، ستاسو  د فکر خلاف کار کوي، پوه شئ چې ناپوه دی او تاسو اړ نه یئ چې ځواب ورکړئ، اصلا باید ووایئ چې زما په خبرو نه ارزي. 

 

۲ ـ اوبه وڅښئ

ډېرو څېړنو ښودلې ده، چې د غوسې په وخت کې د اوبو څښل قهر له منځه وړي. نو که تاسو هم په غوسه شوئ، هڅه وکړئ ژر تر ژره اوبه وڅښئ. 

 

۳  ـ ژوه ساه واخلئ 

د اراواپوهانو له نظره ژوره ساه اخیستل د نورو ډېرو ګټو ترڅنګ له تاسو سره مرسته کوي، چې خپله غوسه کنټرول کړئ. که پر خپل ملګري، ورور او یا کوم بل تن غوسه وئ، هڅه وکړئ خبرې بندې کړئ او پر له پسې ژوره ساه واخلئ. و به وینئ چې څومره ګټور تمامېږي.

 

۴ ـ خپل حالت بدل کړئ

د حالت له بدلولو څخه موخه دا ده، چې که ناست وئ، پاڅېږئ، که ولاړ وئ حرکت وکړئ. په دې ډول کولای شئ، خپله غوسه ختمه کړئ. خو دا باید هېره نه کړئ، چې دا کار باید ژر وکړئ. 

 

۵ ـ ځای پرېږدئ 

په کوم ځای کې چې ستاسو شخړه پېښېږي، بېخي یې ترک کړئ. اورواپوهان وايي، ځای پر ځای پاتې کېدل هم د غوسې په ډېرښت کې ډېر اغېزمن تمامېږي. په هغه ځای پاتې کېدل چې ستاسو شخړه په کې رامنځته شوې بدې پایلې لري. که هرڅومره ژر کولای شئ لرې لاړ شئ.

 

۶ ـ مقابل کس ته نه کتل

د غوسې د کنترول له تګلارو یو هم د مقابل لوري نه کتل دي. که له چاسره مو شخړه پېښېږي، هڅه وکړئ خپلې سترګې بله خوا واړوئ. مقابل لوري ته کتل د غوسې او قهر د ډېرېدو سبب کېږي.

 

۷ ـ حساب وکړئ

د غوسې او شخړې پر وخت "۱، ۲، ۳، ۴ او ..." حساب کول هم د غوسې په ارامولو کې مرسته کوي. البته باید ووایم، چې د حساب کولو تر شاه یوازينۍ فلسفه همدا ده، چې د قهرجن کس فکري تمرکز له غوسې واوړي.

Related Articles

Nov 17, 2020
3,183 views

سويس وپېژنئ!

یو له هغو ذوقونو څخه چې د نړۍ اکثره انسانان یې لري له بېلابېلو سيمو څخه لیدنه ده. که تاسو هم غواړئ سفر وکړئ او ښکلي سیمې وګورئ نو سویس مو ښه انتخاب کېدای شي. له هېوادونو سره بلدتيا موږ سره مرسته کوي، چې د نړۍ د بېلابېلو خلکو، قومونو او کلتورونو په اړ...

Jun 08, 2023
1,504 views

ولی ساختمان کی د بیم ارتفاع له عرض زیات نیسو

#موضوع: ولې د Beam یا ګاډر ارتفاع نظر عرض ته زیات باید ونیول شي؟#ژباړه. پوهنیار استاد صابرشاه صابري منګلګادر یو ماتیدونکي عنصر دی چې په خاص ډول د مومنټ او ماتیدونکي فشار سره مخامخ دی ګادر عموم کې د ماتیدونکو فشارونو په مقابل کې مقاومت لپاره جوړیږی نو...

Nov 15, 2021
2,793 views

ابن عربي څوک و؟

د اسلامي نړۍ لوړپوړی فلسفې عارف او عالم ابوبکر محمد ابن عربي چې په شېخ الاکبر او محی الدين هم مشهور دی، په لوېديخ کې د ابن افلاطون په نامه پېژندل کېږي. ابن عربي په کال  ۵۶۰ قمری کې د اوسنۍ اسپانيا په مورسيا کې د مخور صوفي او عالم علي بن محمد په کور ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,700 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,134 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,009 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...