مولانــــا عبدالمجـــید افغاني اتمان خــــیل!!
مولانا عبدالمجید افغاني د باجوړ پۀ اتمان خیل قبیله کښ پۀ ۱۸۷۲ کښ پیدا شوې ؤ. د زدکړو لپاره د هندوستان اګرې ته تلے ؤ. د اګرې په اسلامــې مدرسه کښ ئې ټولې زده کړې تر سره کړې وې.
د زدکړو نه پس د پــښور پۀ ايډورډ کالج بیا وروستو په مشن کالج کښ د عربۍ پروفیــسر ولګېدو. د صاحبــزاده عبدالقیوم پۀ خاص ملګرو کښ ؤ. په ادبي نړۍ کښ د سعدي افغاني په نوم مشهور ؤ. د ""رهبر اخلاق "" په نامه ئې نامه ئې د پینځم نه تر لسم ټولګي لپاره د پښتو د درسي کتابونو کورس هم لیکلے ؤ چې بیا وروستو د پښتونخوا د سکولونو لپاره پۀ رسمي توګه منظور کړے شو.
په اردو ژبه کښ ئې د پښتنو پۀ تاریخ درې جلده کتاب ""تاریخ افغانہ موسوم بہ ائینہ جہاں"" لیکلے ؤ.
افغاني صیب هم د ډیرو لیکوالانو پۀ شان پۀ دے عقیده ؤ چې پښتانه بني اسرائیل دي. پۀ اردو ژبه ئې بل کتاب پۀ جمال الـــدین پۀ نامه پۀ یو سل څلویښت پاڼو کښ ترجمعه کړے ؤ. دغه رنګ د جمال الدین افغــاني د یوې رسالې "ردنیچریه"" پښتو ترجمعه ئې هم کړې وه. د صاحب ذاده عبدالقیوم پۀ ژوند ئې هم یو کتاب لیکلے ؤ. صاحبزاده عبدالقیوم ورته په کال ۱۹۲۱ز کښ د جمال الدین افغاني پۀ اړه یو خط د بېت المقدس نه رالیږلے ؤ چې د عربو، فرانس او مصر د عالمانو خیالات ئې د افغاني صاحب په اړه بیان کړي وو.
عبدالمحید افغاني د پښتو اردو یو مستند سوانح نګار شاعر او زبردست لیکوال ؤ.
پۀ اردو او پښتو کښ ئې ډېر نظمونه او غزلي لیکلې دي.
لیک ئې د ادب پۀ اوچت ذوق برابر دے.
د پښتو ادب ځلنده ستوري حمـــزه خان شینواري او دوست محمد کامل د ده شاګردان پاتې شوي وو.
مولانا عبدالمجید افغاني پۀ کال ۱۹۴۸ز کښ مړ دے. او د پيښور پۀ صدر نوتهیه هدیره کښ خاورو ته سپارلے شوے دے.
ماخذونه
لویه برخه !!
باجوړ د تاریخ په ړڼا کښ از مولانا خانزیب مخ۲۱۴ ــ ۲۱۵ Maulana KhanZeb
اضافه!!
""ادب تۀ د اتمان خیل قبیلې بخښنې"" جمشید خان پې ایج ډي تهیسیز
لټـــــون انتخاب!! طــــارق اتمان utmnkhel
یادګیرنه. عکس د مولانا صیب دے
مولانــــا عبدالمجـــید افغاني اتمان خــــیل!!
Related Articles
پایلوچان او کندهاري پایلوچان څوک دي؟
پایلوچان او کندهاري پایلوچان څوک دي؟ نذیر احمد سپېڅلی پایلوچانو د ابولیث صفاري په وخت کي ژوند کاوه او نوې څهره یې په لومړي ځل د حاجي میرویس خان نیکه په وخت کي په کندهار کي راښکاره سوه. ډېر خلګ د پایلوچانو له نامه څخه غلط تعبییر اخلي خو حال دا چي پ...
"په" او "پر" باید په کومو حالاتو کې ولیکو؟
هر لوستی ځوان باید ددې دواړو په توپير پوه شي؛ ځکه چې ناسمه کارونه یې ستاسو د متن مفهوم بدلولای شي. که څه هم یاده موضوع ډېر بحث غواړي، مګر موږ هڅه کړې ده، چې په ډېر لنډ ډول یې شرحه کړو. "په" او "پر" دواړه سربلونه دي؛ اکثره خلک یې ناسم کاروي. تاسو بای...
د ښو عطرو اړوند
لږ د عطرو اړوند زموږ په ټولنه کې د ښو عطرو معيار تيزوالی، زياتو خلکو پورې رسېدونکی او زيات وخت پاتې کېدونکې عطر يا سپری ګانې دي .همدا لامل دی چې اکثره استعمال کيدونکي عطرونه د شامپو يا صابونونو کيمايي مواد وي، يا هم جعلي عود ډېر زيات مشهوره دي . هم...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...